د جینوا پروتوکول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په جګړې کې د بېهوښه کوونکو، زهري او یا د ورته نورو ګازونو او همدارنګه د جګړې د باکتریولوژیکي لارو چارو څخه د ګټنې د ممنوعیت تړون چې په معمول ډول د جینوا د پروتوکول په نوم یادېږي، هغه تړون دی چې په نړیوالو وسله والو جګړو کې د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو ګټنه منع کوي. دغه پروتوکول د ۱۹۲۵ زکال د جون په ۱۷مه په جینوا کې لاسلیک او د ۱۹۲۸ زکال د فبروري په ۸مه اجرا وړ وګرځېد. دغه تړون د ۱۹۲۹ زکال د سپټمبر په ۷مه د ملتونو د ټولنې د هوکړو په ټولګه کې ثبت شو. د جینوا پروتوکول په هماغه مهال کې د وسلو، مهماتو او نورو جنګي وسایلو په سوداګرۍ او په جګړه کې د هغو په کارونې باندې د څارنیز لاسلیک شوي کنوانسیون اړوند پروتوکول دی چې د هاګ د ۱۸۹۹ او ۱۹۰۷ زکال له کنوانسیونونو پیروي کوي. [۱]

دغه تړون په جګړه کې «د بېهوښه کوونکو، زهري او نورو ګازاتو، مایعاتو یا نورو ورته وسایلو» او د «جګړې له باکتریالوژیکي کړنلارې» ګټنه منع کوي. دغه تړون اوس مهال د کیمیاوي او بیالوژیکي وسلو پر وړاندې د یو بشپړ ممنوعیت په توګه ګڼل کېږي، خو د هغو د تولید، ساتنې او انتقال اړوند څه په کې شتون نه لري. وروستۍ نورې هوکړې یې - د ۱۹۷۲ زکال د بیولوژیکي وسلو کنوانسیون او د ۱۹۹۳ زکال د کیمیاوي وسلو کنوانسیون - بیا دغه اړخونه هم رانغاړي.

یو شمېر هېوادونو د جینوا په پروتوکول کې د غړیتوب پر مهال یو شمېر ملاحظات وړاندې او اعلان کړل؛ په داسې توګه چې هغوی یوازې د نورو پر وړاندې په هغه صورت کې دغو ته ژمن پاتې کېږي چې د دوی پر وړاندې له دغه ډول لارو چار کار وانخیستل شي.[۲][۳]

اوس مهال د ډېرو له خوا د دغه پروتوکول اصلي عناصر د نړیوالو عرفي حقوقو برخه ګڼل کېږي.

د مذاکراتو تاریخچه[سمول]

د ۱۸۹۹ او ۱۹۰۷ زکال د هاګ په کنوانسیونونو کې د خطرناکو کیمیاوي عواملو یا وسلو کارونه ناقانونه وبلل شوه. له دې سره لومړۍ نړیواله جګړه په پراخه کچه د کیمیاوي جګړې شاهده وه. فرانسې په ۱۹۱۴ زکال کې له اوښکې بهونکي ګاز څخه ګټنه وکړه، خو په ستر مقیاس او بریالۍ بڼه د کیمیاوي وسلو لومړنی کارونه د جرمني د سترواکۍ له خوا د بلجیم په ایپر کې هغه مهال وشوه چې جرمنانو د ګراونسټاپل په جګړه کې د کلورین ګاز خپور کړ. له دغې چارې وروسته د کیمیاوي وسلو سیالي پیل شوه او په دې سره بریتانیا، روسیې، اتریش-هنګري، متحده ایالاتو او ایټالیا هم د فرانسې او جرمني سربېره د کیمیاوي وسلو کارولو ته مخه کړه. [۴]

دغه چاره د وحشتناکو پریمانه کیمیاوي وسلو د تولید لامل وګرځېده چې پر سږو، پوستکي او سترګو یې اغېز کاوه. د هایدروجن سیانید په څېر یو شمېر نورې یې بیا د جګړې په ډګر کې تر ډېره وژونکې وې او له همدې په جګړه کې د هغو د کارونې په موخه اغېزمنې لارې چارې اختراع شوې. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ ټنه کیمیاوي وسلې تولید شوې. په ۱۹۱۸ زکال کې له هرو دریو لاسي بمونو څخه یو یې له خطرناکو کیمیاوي موادو څخه ډک و. په دغه جګړه کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه تلفات د ګازاتو د کارونې له امله و چې په سرتېرو باندې پام وړ اروايي اغېز هم له ځانه پرېښود. [۵]

د خوندي ساتونکو وسایلو په پرمختګ سره د دغه ډول وسایلو د وړتیا له منځه وړونکې ټکنالوژي د دغو وسلو د سیالۍ بله برخه جوړه کړه. له زهري ګازونو څخه د ګټنې اغېز یوازې په سنګرونو کې جنګیالیو ته محدود نه و بلکې په ملکي وګړو یې هم اغېز درلود ځکه چې بادونه لامل ګرځېدل دغو سنګرونو ته څېرمه ښارونو ته هم دغه ګازونه ورسېږي. هغه ملکي وګړي چې په دغو ښارونو کې یې ژوند کاوه په ډیر ندرت سره یې د دغه ډول ګازونو اړوند د خبرتیا ورکوونکي سیسټمونه لرل او همدارنګه یې د دغو ګازونو پر وړاندې موثرو ماسکونو ته هم لاسرسی نه درلود. د جګړې د دواړو خواوو له خوا کارول شوو کیمیاوي وسلو په دواړو لورو کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه تر ۲۶۰۰۰۰ ملکي وګړو ته تلفات واړول. له جګړې څخه په وروسته کلونو کې په لسګونو زره کسان چې پوځیان هم په کې شامل و د سږو، پوستکي او مغزي ناروغیو له امله مړه شول. یوازې په ۱۹۲۰ زکال کې د د دغو وسلو د اغېز له امله ۴۰۰۰۰ ملکي وګړو او ۲۰۰۰۰ پوځیانو خپل ژوند له لاس ورکړ. [۶][۷]

په وارسا هوکړه کې هغه مقررات شامل و چې جرمني یې د کیمیاوي وسلو له تولید او واردولو منع کاوه. دغې هوکړې ته ورته نورو هوکړو د اتریش لومړنی جمهوریت، د بلغاریا پاچاهي او د هنګري پاچاهي چې د مرکزي ځواکونو برخه و او ماتې خوړلي اړخ ته اړوند کېدل، د کیمیاوي وسلو له تولید منع کړل. له دې سره بلشویکي روسیې او بریتانیا له دغو وسلو څخه ګټنې ته دوام ورکړ؛ روسیې په کورنۍ جګړه کې وکارولې او بریتانیا هم په ډېر احتمال د ۱۹۲۰ زکال پر مهال په منځني ختیځ کې ترې ګټه واخیسته.

له لومړۍ نړیوالې جګړې درې کاله وروسته، متفقینو وغوښتل د وارسا هوکړه بیاځلي تائید کړي، ورته مهال متحده ایالاتو په ۱۹۲۲ زکال کې د واشنګټن د سمندریزو ځواکونو په کنفرانس کې د جګړې پر مهال د اوبتلونو او د مضرو ګازونو د نه ګټنې اړوند هوکړه وړاندې کړه. د جګړې څلورو ګټونکو هېوادونو، بریتانیا، متحده ایالاتو، د ایټالیا پاچاهۍ او د جاپان سترواکۍ د هغو له تصویب سره هوکړه وکړه، خو د اوبتلونو اړوند د فرانسې د دریم جمهوریت د مخالفت له امله دغه هوکړه اجرا نه شوه. [۸]

د وسلو په نړیوالې سوداګرۍ باندې د څار په موخه د ۱۹۲۵ زکال د جینوا په کنفرانس کې فرانسویانو د وژونکو ګازونو د نه ګټنې اړوند پروتوکول وړاندې کړ. د پولنډ دویم جمهوریت په هغو کې د باکتریالوژیکو وسلو د زیاتوالي وړاندیز وکړ او بالاخره دغه پروتوکول د جون په ۱۷مه لاسلیک شو. [۹][۱۰]

سرغړونې[سمول]

د دغې هوکړې سربېره هم یو شمېر هېوادونو کیمیاوي وسلو ته پراختیا ورکړه او هغه یې کارولو ته چمتو وساتلې؛ فرانسې او هسپانیې دغه چاره د ریف جګړې پر مهال تر ۱۹۲۷ زکال پورې ترسره کړه، د دغه پروتوکول له لاسلیک وروسته وړاندې له دې چې اجرا وړ وګرځي جاپان په ۱۹۳۰ زکال کې د موشا پاڅون پر مهال د تایوان پر وړاندې له کیمیاوي وسلو ګټنه وکړه، ایټالیا د کلور او ګوګړو له ترکیبي ګاز (mustard gas) څخه د ایټالیا او ایتوپیا په دویمه جګړه کې د ایتوپیا د سترواکۍ پر وړاندې کار واخیست. جاپان د چین او جاپان په دویمه جګړه کې د چین پر وړاندې هم له کیمیاوي وسلو کار واخیست. [۱۱]

په دویمه نړیواله جګړه کې متحده ایالاتو، بریتانیا اوجرمني د کیمیاوي وسلو زیاتولو ته مخه کړه او په ټنونو باندې یې ذخیره کړې، خو د دواړو خواوو د وحشت توازن ته په پام او همدارنګه د وحشتناکه غچ اخیستو له وېرې دواړو اړخونو د هغو له ګټنې ډډه وکړه. ورته مهال د کیمیاوي وسلو یوه ډکه امریکايي بېړۍ د ایټالیا په باري نومي بندر کې د هوايي برید په ترڅ کې وویشتل شوه او په تصادفي بڼه په پریمانه کچه وژونکی ګاز ترې خپور شو چې له امله یې ګڼ شمېر کسان ووژل شول. له جګړې وروسته متفقینو په زرګونو ټنه کیمیاوي وسلې چې د تابون او سارین غازونه هم په کې شامل و په سمندر کې دننه شنډې کړې.

د سړې جګړې په پیل کې بریتانیا له متحده ایالاتو سره د کیمیاوي وسلو په پراختیا کې همکاري وکړه. شوروي اتحاد هم د کیمیاوي وسلو د تولید امکانات لرل خو د هغو پراختیايي چارې یې پټې وساتلې.

له ۱۹۸۰ زکال څخه تر ۱۹۸۸ زکال پورې د ایران او عراق په جګړه کې عراق د ایراني ځواکونو پر وړاندې له کیمیاوي وسلو کار واخیست، همدارنګه یې په کردي ملکي وګړو د اعصابو له منځه وړونکي ګازونه وکارول چې تر ټولو بدنامه بېلګه یې په ۱۹۸۸ زکال کې په حلبچه برید و.

په ۲۰۱۳ زکال کې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال هم د سوریې دولت او هم د هغو مخالفو ځواکونو په یو بل باندې په غوطه او خان العسل کې د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونه پورې کړل، دا د سوریې د پولو دننه کارونه وه او د پروتوکول له مخې د دولتونو ترمنځ په جګړه کې نه وې کارول شوې؛ له همدې امله د دغه پروتوکول له حقوقي وضعیت څخه کومه شدیده سرغړونه وه نه ګڼل شوه. په ۲۰۱۳ زکال کې د ملګرو ملتونو راپور په سوریه کې د سارین ګاز کارول تائید کړل خو دا یې څرګنده نه کړه چې د کوم اړخ له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې دي. په ۲۰۱۴ زکال کې د کیمیاوي وسلو د ممنوعیت سازمان د سوریې په تلمان، التمانه او کفرزیتا کلیو کې د کلورین ګاز ګټنه تائید کړه، خو دغه سازمان هم څرګنده نه کړه چې دغه ګاز کوم اړخ کارولی. [۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. League of Nations Treaty Series, vol. 94, pp. 66–74.
  2. "Disarmament Treaties Database: 1925 Geneva Protocol". United Nations Office for Disarmament Affairs. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Beard, J. (2007). "The Shortcomings of Indeterminacy in Arms Control Regimes: The Case of the Biological Weapons Convention". American Journal of International Law. 101(2): 271–321. doi:10.1017/S0002930000030098. p., 277
  4. D. Hank Ellison (24 August 2007). Handbook of Chemical and Biological Warfare Agents, Second Edition. CRC Press. د کتاب پاڼي 567–570. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8493-1434-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. D. Hank Ellison (24 August 2007). Handbook of Chemical and Biological Warfare Agents, Second Edition. CRC Press. د کتاب پاڼي 567–570. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8493-1434-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. D. Hank Ellison (24 August 2007). Handbook of Chemical and Biological Warfare Agents, Second Edition. CRC Press. د کتاب پاڼي 567–570. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8493-1434-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Max Boot (16 August 2007). War Made New: Weapons, Warriors, and the Making of the Modern World. Gotham. د کتاب پاڼي 245–250. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5924-0315-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Treaty relating to the Use of Submarines and Noxious Gases in Warfare. Washington, 6 February 1922". International Committee of the Red Cross. 2012. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Eric A. Croddy, James J. Wirtz (2005). Weapons of Mass Destruction: An Encyclopedia of Worldwide Policy, Technology and History, Volume 1. ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 140–142. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1851094905. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "The Geneva Protocol at 90, Part 1: Discovery of the dual-use dilemma - The Trench - Jean Pascal Zanders". 17 June 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 2005-07-02 باندې). ERC exige que España pida perdón por el uso de armas químicas en la guerra del Rif. El País.
  12. Scott Spence and Meghan Brown (8 August 2012). "Syria: international law and the use of chemical weapons". VERTIC. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Syria chemical weapons: watchdog confirms Telegraph analysis of chlorine gas attacks on civilians". www.telegraph.co.uk. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "U.N. confirms sarin used in Syria attack; U.S., UK, France blame Assad". 16 September 2013 – عبر www.reuters.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)