د جګړې حقوق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

د جگړې حقوق یا نړیوال بشرپال حقوق (په انگریزي : International humanitarian law) د نړیوالو حقوقو مهمه برخه ده، چې په جگړه کې د متخاصمو یا جگړه مارو لورو حقوقي مکلفیتونه په ډاگه کوي. دغه حقوق په ټوله کې پر دې بحث کوي چې په جگړو او وسلوالو نښتو کې د جگړه ییزو وسلو کارول محدود دي او همدارنگه د جگړې پر مهال د بې طرفه خلکو ژوند ته باید جدي پاملرنه وشي. خو مخکې له دې چې خپل اصلي بحث ته دوام ورکړو، ښه به وي چې د نړیوالو حقوقو له نظره د جگړې پر مفهوم یوه لنډه کتنه وکړو.

الف- د جگړې مفهوم د نړیوالو حقوقو له نظره:[سمول]

په نړیوالو حقوقو کې، جگړه له زور او ځواک څخه د کار اخیستو وسیله ده، چې یو تعریف یې داسې دی: جگړه د ملي سیاست د وسیلې په توگه د هغو قهري او مسلحانه اقداماتو یا تدابیرو مجموعې ته ویل کې چې د د دوه یا څو دولتونو ترمنځ پېښېږي، چې په پایله کې دغه وضعیت د متخاصمو دولتونو ترمنځ د ځانگړي وضعیت په رامنځته کېدو تمامېږي. په دغه وخت کې له ښکېلو هېوادونو هر یو یې په دې هڅه کې وي چې خپلې سیاسي غوښتنې پر مقابل لوري تحمیل کړي. په دې اساس قهري وسله وال اقدامات د تېري کوونکي لپاره وسیله ده، څو خپلې غوښتنې پر مقابل لوري ومني.

له پورتني تعریف څخه نتیجه اخلو چې د جگړې د حقوقو مفهوم څلور اساسي عناصر لري: تشکیلاتي عنصر یا هېوادونه، مادي عنصر یاد د ځواک کارول، معنوي عنصر یا د جگړې اراده او موخه چې ملي گټې او مصلحت په کې نغښتی دی.

د جگړې عناصر:[سمول]

۱- تشکیلاتي یا اورگانیک عنصر: د جگړې تشکیلاتي یا اورگانیک عنصر دولتونه دي، چې د جگړې د مفهوم یو اساسي رکن جوړوي. جگړه د هېوادونو د وسلوالو ځواکونو ترمنځ پېښېږي، نو له همدې امله ده چې جنگ له دولتونو سره چې هماغه اورگانیگ عنصر دی، مستقیمه اړیکه لري.

ژان ژاک روسو په ۱۷۶۲ کال کې په خپل کتاب (ټولنیز تړون) کې دې مسلې ته اشاره کړې چې جگړه د انسان اړیکه له انسان سره نه، بلکې د دولتونو ترمنځ اړیکه ده چې د یوه انسان یا وگړي په توگه نه، بلکې د مدافعینو په توگه له یو بل سره په دښمنۍ کې ښکېل شوي دي.[1]

۲- معنوي عنصر یا د جگړې اراده: د جگړې درېیم عنصر د جگړې لپاره تابیا یا اراده ده، چې په نړیوالو حقوقو کې ورته «معنوي عنصر» وايي. په دې حالت کې متخاصم ځواکونه لکه د مادي عنصر په څېر په جگړه کې نه وي ښکېل شوي، بلکې د جگړې لپاره چمتو والی نیسي. په ۱۹۷۰ کال کې د لاهای (La hay) په کنفرانس کې د تړون لاسلیکوونکو هېوادونو «اراده» د جگړې یو مهم رکن وباله. د شخړو اړوند د لاهای د درېیم هوکړه لیک پر بنسټ، چې د ۱۹۰۷ کال د اکتوبر په اتلسمه لاسلیک شو، جگړه په قانوني توگه هغه وخت پیلېږي چې د جگړه مارو هېوادونو له خوا په دې اړه له مخکې یوه خبرتیا موجوده وي.

د یاد تړون له مخې که غړي هېوادونه له مخکني اعلان یا خبرتیا پرته جگړه پیلوي، له ژمنې پر سرغړونې او په نړیوال جرم تورنېږي. دا په نړیوالو حقوقو کې یوه قراردادي قاعده نه ده چې تر وسلوال برید مخکې دې باید یوه خبرتیا موجوده وي؛ بلکې منل شوی نړیوال عرف دی. په دې اساس د لاهای په کنفرانس کې هم دغه عرف ومنل شو. البته که د دې عرف تاریخي شالید ته گرځو، نو په لرغوني روم، یونان او منځنیو پېړیو کې هم په جگړو کې له دې اصل څخه کار اخیستل شوی دی.

۳- مادي عنصر (نښته): د جگړې له مادي عنصر څخه موخه عملا د وسلوالې جگړې پیل دی. جگړه تل د متخاصمو او دښمنو قوتونو ترمنځ د ځواک له استعمال سره مله وي. د وسلو او وسلوال ځواک له کارونې پرته جگړه معنی نه لري. باید یادونه وکړو، له دویمې نړیوالې جگړې وروسته چې د شوروي اتحاد او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ کشمشکونو ته د «سړې جگړې» اصطلاح کارول کېده، دا د جگړې اوسنی علمي-حقوقي مفهوم نه شي افاده کولی. دا یو جلا حالت و.

که څه هم په نړیوالو حقوقو کې دا نه ده په ډاگه شوې، چې کوم ډول وسلوالې نښتې ته «جگړه» ویل کېږي، خو په عمومي ډول ویلی شو، هره هغه نښته چې د زور او د وسلوال ځواک کارول په کې شامل وي، جگړه بلل کېږي.

باید یادونه وکړو چې جگړه په اوربند (Ceasfire) پای ته نه رسېږي، بلکې دا د جگړې د درولو یو منځ مهاله او اوږد مهاله پروسه ده. یا په بل عبارت، اوربند د جگړه ییزو عملیاتو درول دي. جگړه هغه وخت پای ته رسېدای شي، چې ښکېلې غاړې د یوه یا څو هېوادونو او یا هم د نړیوالو سازمانونو په منځگړیتوب په خپلو کې د جگړې د پای رسولو معاهده یا تړون لاسلیلک کړي.[2]

۴ – د جگړې موخه: په نړیوالو حقوقو کې د جگړې هدف او موخه باید معلومه وي. یعنې جگړه کوونکي هېوادونه یوه ځانگړې موخه لري چې د هغې د لاسته راوړلو لپاره جگړې ته ادامه ورکوي. یرغلگر هېوادونه تل ادعا کوي چې جگړه یې د خپلو «ملي گټو» لپاره پیل کړې ده. خو دا چې ملي گټې کومې دي، یوه جلا بحث ته اړتیا لري. د عیني حقوقو د مکتب پلویان لکه (جورج سېل) د جگړې همدغه عنصر ته په کتو جگړه داسې تعریفوي: «جگړه په نړیواله ټولنه کې د حکومتي سیستمونو د بدلون په هدف له مادي ځواک څخه د کار اخیستو په معنا ده».[3]

په دې اساس هغه جگړه چې د ملي گټو اساس ونه لري او د «ملي سیاست» وسیله ونه گڼل شي؛ د جگړې په حقوقو کې خپل مفهوم له لاسه ورکوي.

په هر حال؛ زموږ اصلي بحث په جگړه کې د بشردوستانه حقونو یا د جگړې د حقوقو په اړه دی. نړیوال بشردوستانه حقوق پر دوه عمده مفاهیمو راڅرخي:

لومړی دا چې د دې حقوقو پر بنسټ د دولتونو له خوا په وسلوالو جگړو کې د هر ډول وسلو کارول غیر محدود نه دي، بلکې په جگړه کې ښکېل دولتونه یوازې له هغو وسلو کار اخیستی شي؛ چې انساني مرگ ژوبله او ناورین رامنځته نه کړي. دویم دا چې دغه حقوق په جگړه کې د ملکي خلکو، اسیرانو، ټپیانو او ناروغانو له حقوقو او انساني کرامت څخه ملاتړ کوي.

ب- د جگړې د بشرپاله حقوقو منځته راتگ[سمول]

د بشري ټولنې له پیدایښت څخه تر ننه د انسانانو ترمنځ جگړې شوې او کېږي، دغه جگړې د وخت په تېرېدو سره د یو لړ مقرراتو او پرنسیپونو تابع گرځول شوي دي. مثلا په لرغونې زمانه کې د حمورابي په لوایحو کې د نښتو او جگړو په اړه ځینې لارښوونې موجودې وې.[4] خو د جگړې د حقوقو په اړه لومړنی منظم او مدون قانون چې په لومړي ځل د یوه دولت له خوا د وسلوالو ځواکونو لپاره جوړ شو، د لیبر قوانینو (Liber Codes) ټولگه وه. د وضعي قوانینو دغه ټولگه د امریکايي حقوقپوه (Francis Liber) له خوا په ۱۸۶۳ کال کې تدوین شوه. لېبر دغه ټولگه د امریکا د دولت په غوښتنه چمتو کړه. په دې ټولگه کې د هغو سرتېرو د کړنو او سلوکونو په اړه مقررات ځای پر ځای شوي وو، چې د امریکا په کورنۍ جگړه کې ښکېل وو، خو دا یوازې یو کورنی یا ملي قانون و چې د امریکا متحده ایالتونو دننه یې د جگړې حقوق په ډاگه کول.

په نړیوالو عمومي حقوقو کې اوسني نړیوال بشرپال حقوق د یوه سویسي سوداگر او بشرپال هنري دونانټ (Henry Dunant) له هڅو سرچینه اخلي. په ۱۸۵۹ کال کې د فرانسې او اتریش ترمنځ په سلفرینو سیمه کې یوه سخته خونړۍ جگړه رامنځته کېږي. په دې جگړه کې عامو خلکو ته سخت مرگه ژوبله اوړي، د جگړې په میدان کې هرې خوا ته مړي او زخمیان پراته وي او څوک نه وي چې رسېدنه ورته وکړي. سویسی سوداگر هنري دونانټ د دې صحنې په لیدو سخت خواشینی کېږي او د سلفرینو خاطراتو (A memory of solferino) په نوم یو کتاب لیکي. نوموړی په دې کتاب کې په سلفرینو کې د بشري جنایت او تېري د غندنې ترڅنگ وړاندیز کوي، چې د بشري خواخوږۍ له مخې دې په جگړو کې زیانمنو او ټپیانو ته باید لازم امکانات او مرستې برابرې شي. دونانټ همدارنگه وړاندیز وکړ چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره لومړی باید د غړو هېوادونو ترمنځ یو تړون لاسلیک شي او بیا د دغه تړون د اجرا لپاره دې یوه کمېټه جوړه شي.

د هنري لومړی وړاندیز په ۱۸۶۴ کال کې د جینوا کنوانیسیون د لاسلیک لامل شو. د جینوا د ۱۸۶۴ کال کنوانسیون په حقیقت کې په جگړه کې د اوسنیو بشردوستانه حقوقو لومړنۍ عملي هڅه گڼل کېږي. همدا رنگه د هنري د دویم وړاندیز له مخې د جگړې له قربانیانو او په جگړه کې د بشري حقونو د رعایت موخه په د سره صلیب کمېټه (International Committee of the Red Cross) جوړه شوه.

که څه هم د جینیوا د ۱۸۶۴ کال کنوانسیون د جگړې په ډگر کې د ټپیانو تر درملنې پورې محدود و، خو د جگړې د بشرپاله حقونو په برخه کې دا لومړنی گام و چې راتلونکو دغه ډول تړونونو او معاهدو ته یې لار پرانېسته. د جینیوا د ۱۸۶۴ کال تر لومړي تړون وروسته د جگړې په ډگر کې د بشري حقونو د رعات په برخه کې درې الحاقي پرتوکولونه په ترتیب لاسلیک شوي، چې شرحه یې په لاندې ډول ده:

• د پاریس اعلامیه (۱۸۵۶)

• د ټپیانو، ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو په اړه د جینیوا کنوانسیون (۱۸۶۴)

• د یو شمېر وسلو د نه کارونې په اړه د سن پټرزبورگ اعلامیه (۱۸۶۸)

• د نظامي او غیر نظامي وگړو ترمنځ د توپیر څرگندولو په اړه د بروکسل اعلامیه (۱۸۷۴)

• د ځمکنیو جگړو په برخه کې د قوانینو او عرفونو د رعایت او د سمندري جگړو په اړه د جینیوا د ۱۸۶۴ کال د مقرراتو د پلي کولو په موخه د لاهای کنوانسیون (۱۸۹۹)

• د ۱۸۹۹ کال پر کنوانسیون د بیا کتنې لپاره د لاهای د ۱۹۰۷ کال کنوانسیون

• د روغتیايي خدمتونو د چمتو کوونکو بېړیو د ناپېیلتوب په اړه ژمنلیک ۱۹۰۴

• په جگړه کې د زهرجنو، بې هوښه کوونکو یا نورو گازونو او بیالوژیکي وسلو د کارونې د مخنیوي په اړه د جینیوا پروتوکول (۱۹۲۵)

• له جنگي اسیرانو سره د چلند په اړه د جینیوا کنوانیسیون (۱۹۲۹)

• د ټولوژنې یا جینوسایډ د مخنیوي نړیوال کنوانسیون (۱۹۴۸)

• د جینیوا د ۱۹۴۹ کال څلورم کنوانسیون، چې لاندې اساسي موضوعات په کې تصویب شول:

۱- د جگړې په ډگر کې د وسلوالو ځواکونو د ټپیانو او ناروغانو ژوند ته پاملرنه؛

۲- په سمندر کې د وسلوالو ځواکونو ټپیانو، ناروغانو او د ویجاړو شویو بېړیو پاتې شونو ژوند ته پاملرنه؛

۳- له جنگي اسیرانو سره چلند

۴- د جگړې پر مهال له ملکي وگړو څخه ملاتړ.

• د سمندري جگړې په اړه د لندن پروتوکول (۱۹۳۰)

• د جگړې پر مهال د تاریخي ابداتو، علمي او هنري مرکزونو د خوندیتوب په اړه د (۱۹۳۵) کال تړون

• د کمیاوي وسلو د کارونې، ساتنې، تولید، پر مخ بیولو او ویجاړولو کنوانسیون ( ۱۹۹۳)

• د انسان ضد ماینونو د جوړونې، ساتنې او تجارت د مخنیوي کنوانسیون (۱۹۹۷)

• د نړیوالې جنايي محکمې اساسنامه (۱۹۹۸)

• د ماشوم سرتېرو په اړه د ماشومانو د کنوانسیون الحاقي پروتوکول (۲۰۰۰ )

جینیوا او دې ورته نور نړیوال کنوانسیونونه چې د جگړې د حقوقو په برخه کې لاسلیک شوي دي، په جگړه کې د بشردوستانه حقونو د رعایت لپاره یو حقوقي چوکاټ برابروي. اوس مهال د نړۍ څه باندې ۱۹۶ هېوادونه د جینیوا له کنوانسیونونو سره یو ځای شوي دي، چې افغانستان یې هم غړی دی. افغانستان د جینیوا له څلورم کنوانسیون سره په ۱۹۵۴ کال کې یو ځای شو او بیا لومړی او دویم الحاقي پروتوکولونه یې په ۲۰۰۹ کال کې لاسلیک کړل. لومړی پروتوکول(۱۹۷۷) یې په نړیواله جگړه کې د قربانیانو او دویم یې (۱۹۷۷) کورنۍ جگړه کې د قربانیانو د ژوند د خویتوب په اړه دي.

د جگړې حقوق د اسلام له نظره[سمول]

اسلام په جگړه کې د جنگي اسیرانو او غیر محاربو کسانو د حقوقو خوندیتوب ته ځانگړې پاملرنه کړې ده. الله (ج) په خپل کتاب قرآن کریم کې پیغمبرانو او خپلو بندگانو ته د دې حقوقو د رعایت په اړه ښکاره سپارښتنې کړې دي. دلته د جگړې د حقوقو په ځانگړې توگه له جنگي اسیرانو سره د چال چلند په اړه په قرآن او نبوي حدیثو کې ځینې لارښوونې په دې توگه رانقلوو. د انفال سورت د ٦٧ آیت کې، ﴿مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَىٰ حَتَّىٰ يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ ۚ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾(د انفال سورت - 67 آیت)، ژباړه: «هېڅ پيغمبرحق نه لري، چې د دښمن بنديان ونيسي، ترڅو چې پر هغوی یې بشپړ تسلط نه وي ټینگ کړی. تاسو د دنيا نا پايداره گټه غواړئ، خو الله (ج) تاسو ته آخرت غواړي او الله حاکم او قادر ذات دی. که د خداى پخوانى فرمان نه وای – له خبرتيا پرته هېڅ امت ته مجازات نه ورکول کېږي- له دې امله چې اسيران مو نيولي وو، تاسو ته به شديده جزادرکړل شوې وه.» په پورتني آیت کې چې مخاطب یي پيغمبر او جنگي بنديان دي؛ له جنگي اسیرانو سره د نېک سلوک سپارښتنه شوې.

د دهر (انسان) سورت په ۸ آیت کې هم له جنگي اسیرانو سره نېک چلند ته اشاره شوې ده. ﴿وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَىٰ حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا﴾(د انسان سورت - 8 آیت) ، ژباړه: «دخداى (ج ) نيک بنده گان خپل خواړه مسکينانو، يتيمانو اواسيرانو ته دالله ( ج )د رضالپاره ورکوي، نوله اسيرانو سره ښه سلوک کول او د امکان تر بريده د هغوی د ژوند د ا تياوو پوره کول اسلامي امر دی.»

همدارنگه د پیغمبر (ص) د یوه حدیث ژباړه ده: «د بندیانو په اړه زما سپارښتنه دا ده چې له هغوى سره نېک چلند وکړئ.» په يوه بل حديث شريف کې راځي:« ثلاثة في ظل العرش……..رجلً اطعم المساکين والاسرى.

ژباړه: «درې تنه به د قيامت په ورځ د الهي عرش تر سيوري لاندې وي، له دوی یو هغه څوک دی چې بې وزلو او اسيرانو ته یي ډوډۍ ورکړې وي.»

د جگړې د بشرپاله حقوقو بنسټیز اصول

۱. د انساني سلوک او نه تبعیض اصل: د دې اصل له مخې له هر ډول جنسیتي، مذهبي، توکمیز او ژبني توپیر پرته ټول انسان د انساني کرامت او قدر وړ دي، په دې اساس په جگړه کې تبعیض منع دی.

۲. د پوځي اقدام اصل: د دې اصل پر بنسټ پوځي عملیات او اقدامات باید له نظامي پلوه د توجیې وړ وي.

۳. د محدودیت اصل: هغه وسلې او کړنې چې په جگړه کې د ډېرې مرگ ژوبلې، درد او رنځ سبب کېږي، کارول یې منع دي. دا په جگړه کې ډېر مهم اصل دی، یعنې جگړه مار لوري د وسلو د کارونې په برخه کې خلاص لاس نه لري.

۴. د تفکیک اصل: د دې اصل پر بنسټ پوځي او غیر پوځي هداف باید له یو بله جلا وي.

۵. د تناسب اصل: د تناسب د اصل له مخې د پوځي برید او هغې موخې ترمنځ چې تر برید لاندې نیول کېږي، تناسب باید موجود وي. مثلا که یوه وسله واله ډله یوه ښار ته داخلېږي، د خپل مخالف د تسلیمولو لپاره باید ټول ښار ویجاړ نه کړي.

۶. د ښه نیت اصل: د جگړې ښکېلې خواوې باید په جگړه کې د غچ اخیستنې په موخه داسې کار ونه کړي چې عامه زیان رامنځته کړي. لکه له دویمې نړیوالې جگړې وروسته کله چې په نورمبورگ کې د هټلر د نازي چارواکو محکمه پیل شوه، همداسې یوه قضیه رامنځته شوه. دا قضیه د دوه قوماندانانو له خوا د دوو ځنگلونو سوځول وو. یوه لوري چې د پوځي اړتیا یا د دښمن د موجودیت له امله ځنگله ته اور اچولی و، برائت واخیست او بل یې په داسې حال کې چې دښمن له ځنگله څخه د شا تگ په حال کې و او ځنگل ته یې اور ورته کړی و، مجرم وپېژندل شو. په دې اساس په جگړه ییزو تکتیکونو کې د ښکېلو خواوو د نیت څرنگوالی مهم اصل دی.

هغه ډلې او ځایونه چې د جگړې د حقونو له ملاتړ څخه برخمن دي:[سمول]

۱. غیر پوځي وگړي (هغه څوک چې د جگړې په هېڅ لوري کې نه راځي)

۲. ټپیان او ناروغان

۳. جنگي اسیران

۴. خیریه بنسټونه (سور صلیب او سره میاشت)

۵. مقدس ځایونه، فرهنگي ځایونه

څارونکي بنسټونه:[سمول]

۱. دولتونه

۲. د سره صلیب نړیواله کمېټه او سره میاشت

۳. د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې

۴. نا دولتي بشرپال سازمانونه

۵. د ملگرو ملتونو امنیت شورا

۶. نړیواله جنايي محکمه

د جگړې د حقوقو سرچینې:[سمول]

د نړیوالو حقوقو له نظره د جگړې د حقوقو یا د نړیوالو بشرپاله حقوقو مهمې سرچینې د جینیوا د ۱۹۴۹ کال څلورگوني معاهدې دي. د نورمبورگ پوځي محکمې پرېکړې او د پخوانۍ یوگوسلاوي او روندا د جنایتونو د څېړلو په اړه د امنیت شورا د ځانگړو محاکمو پرېکړې هم د نړیوالو بشرپاله حقونو د مهمو سرچینو په توگه پېژندل شوي دي.

پایله او ارزونه:[سمول]

د جگړې اړوند مدون حقوق د جینیوا له لومړني کنفرانس څخه سرچینه اخلي. دغه کنفرانس په حقیقت کې په نړیوالو جگړو او شخړو کې د ښکېلو لورو او عامو خلکو د حقوقو د خوندیتوب په برخه کې یو لوی پرمختگ و. د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې د جینیوا خوځښت سبب شو، چې د دولتونو ترمنځ د جگړې د حقوقو په اړه گڼ شمېر دوه اړخیز او څو اړخیز نړیوال تړونونه لاسلیک شي. په داسې حال کې چې اوس مهال د نړۍ ۱۹۰ هېوادونه د جینیوا د کنوانسیونونو غړي دي، خو بیا هم په شخړو او جگړو کې ښکېل دولتونه ځینې وخت د کنوانسیون د ژمنو خلاف عمل کوي. په جگړو کې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه نه کېږي او هغه زیان رسوونکي وسلې کارول کېږي، چې منع شوي دي. سوریه، عراق، یمن او فلسطین هغه هېوادونه دي چې په وروستیو کې آن کلسټر بمونه او کمیاوي وسلې هم په کې وکارول شوې. په ۲۰۱۳ کال کې لوېدیځو هېوادونو او ملگرو ملتونو ادعا وکړه چې د سوریې دولت په دغه هېواد کې د مخالفینو پرضد کیمیاوي وسلې کارولې دي. د همدې کال په مې میاشت کې د ملگرو ملتونو یوې پلټونکي ډلې وویل چې گومان کېږي سوري دولتي ځواکونو د «سارین» په نوم هغه گاز کارولي دي، چې د انسان ماغزه زیانمنوي.[5] وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوگانې هم خپرې شوې چې په سوریه کې د کارول شوو کمیاوي وسلو له امله زیانمن ماشومان په کې لیدل کېدل.[6] دا په جگړه کې د زهرجنو، بې هوښه کوونکو او بیولوژیکي وسلو د کارونې د مخنیوي په اړه د جینیوا د (۱۹۲۵) کال د پروتوکول خلاف کړنه ده.

همدارنگه پر فلسطین د اسرایلي پوځیانو بریدونه چې هر ځل یې له امله بې گناه خلک وژل کېږي، د جگړې د حقوقو ښکاره نقض دی. په وروستیو کې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ایتلاف پر وړاندې هم داسې ادعا کېږي چې گنې کلسټر بمونه یې کارولي دي. کلسټر یا خوشه يي بمونه په نړیوالو شخړو او جگړو کې منع شوې، ځکه چې تر مطلوب هدف ډېر ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اړوي. دا د جگړییزو حقوقو د سرغړونو په اړه هغه یو څو بېلگې دي چې تازه پېښې شوې دي، تر دې مخکې د سوډان د دارفور او پخوانۍ یوگوسلاویا په گډون په کورنیو جگړو او د دولتونو ترمنځ جگړو کې له بشري حقونو ښکاره سرغړونې شوې دي.

له بده مرغه د دولتونو ترمنځ تسلیحاتي سیالي هم د اندېښنې وړ ده. د اتومي او نورو ویجاړوونکو وسلو تولید او رقابت د بشر د ژوند پر وړاندې یو باالقوه گواښ گڼل کېږي، ځکه چې د نړیوال امنیت او ثبات د له منځه تلو په صورت کې هره شېبه د دې امکان شته چې دغه وسلې د لومړۍ او دویمې جگړې په څېر یو ځل بیا بشري ناورین رامنځته کړي. په دې هیله چې ټول دولتونه او جنگي ډلې په خپلو نښتو کې بشري حقونه مراعت او د خلک ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

سرچینې[سمول]

یادونه: دا لیکنه نظیم سمون کړې او د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په میاشتنۍ کې خپره شوې ده

  1. ضیايي, بیگدلي،. حقوق بین الملل عمومی.
  2. Dinh, N. Quoc. Droit International public. پاڼه P. 855 et 856.
  3. G.Secelle. International Prosecution of Human Rights Crimes
  4. امیدی،علی. حقوق بین الملل: از نظریه تا عمل. تهران : نشر میزان, 1388. پاڼه 256
  5. بي بي سي پښتو:
  6. سوریې کې حکومت مخالفانو سارین گاز کارولی