د جيم کرو قوانين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د جيم کرو قوانين
د جيم کرو قوانين
د جيم کرو قوانين

د شخص معلومات
عملي ژوند

د جیم کرو قوانين هغه ايالتي او سيمه ييز قوانين وو چې په سويلي متحده ايالاتو کې يې توکميز بېلوالی عملي کړی و. په متحده ايالاتو کې د بېلوالي د رسمي او نارسمي تګلارو له امله د متحده ايالاتو نورې سيمې هم اغېزمنې شوې وې، خو له سويل څخه بهر نورو ډېرو ايالتونو د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د داسې قوانينو په خپلولو پيل وکړ، کومو چې په عامه ځايونو او رايه ورکولو کې په بېلا بېلو لارو توپیري چلند منع کړ. د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې سويلي قوانين د سپين پوستو ديموکراتانو تر واکمنۍ لاندې ايالتونو د قانونو جوړوونکو له خوا عملي شول، څو تور پوستي له هغو سياسي او اقتصادي لاسته راوړنو څخه بې برخې او ورڅخه لرې کړي چې د بيا رغونې پړاو پر مهال يې تر لاسه کړي وو. د جيم کرو قوانين تر ۱۹۶۵ز کال پورې نافذ وو.[۱][۲][۳][۴][۵]

په عملي ډول د ۱۸۷۰ز لسيزې راهيسې د جيم کرو قوانينو د پخوانۍ امريکا کانفدرالي ايالتونو او ځینو نورو ايالتونو کې په ټولو عامه ځايونو کې توکميز بېلتون لازمي کړ. د ۱۸۹۶ز کال کې د «فرګسن په وړاندې د پليسي» په قضیه کې د جیم کرو قوانين پر ځای وساتل شول، په کومه کې چې د متحده ايالاتو سترې محکمې افريقايي الاصله امريکايانو ته د اسانتيا برابرولو په موخه د «جلا خو برابر» په نوم خپل اصلو وړاندې کړل. سربېره پر دې، په ۱۸۶۱-۶۵ز کلونو کې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته په ډېرو سويلي سيمو کې د دې په منځ ته راتلو سره دولتي زده کړې په لازمي ډول سره جلا کړای شوې وې.

که څه هم د «برابر» بېلوالي نظريه عامه ځايونو او د لېږد تر اسانتياوو هم پراخه کړای شوې وه، بيا هم د سپن پوستو امریکايانو په پرتله د افريقايي الاصله امريکايانو لپاره اسانتياوې په پرله پسې ډول لږې او کم اهميته وې. کله کله به د تورپوستو لپاره بیخي اسانتياوې نه موندل کېدې. له برابرۍ ورهاخوا، د يوې قانوني هستې په توګه جيم کرو د هغو افريقايي الاصله امريکايانو لپاره اقتصادي، زده کړه ييز او ټولنيز زيانونه دولتي او د دويمې درجې وګرځول، کومو چې په متحده ايالاتو کې ژوند کاوه. وروسته له دې چې په ۱۹۰۹ز کال کې د رنګه پوستکي لرونکو خلکو د پرمختګ لپاره ملي ټولنه (NAACP) جوړه شوه، نو د جيم کرو او د تش په نوم «جلا خو برابر» اصولو په وړاندې پرله پسې ولسي اعتراض او قانوني بريد ته لاره اواره شوه.[۶][۷][۸]

په ۱۹۵۴ز کال کې، د «د تعلمي ادارې په مقابل کې د براون» د قضيې پر مهال د قاضي القضات «ايرلي وارن» تر مشرۍ لاندې د متحده ايالاتو سترې محکمې د دولتي ښوونځيو (د دولت په تمويل چلېدونکي) جلا والی غېر قانوني اعلان کړ. په ځېنو ايالتونو کې، د دې پرېکړې عملي کېدو ډېر کلونه ونيول، په داسې حال کې چې د «Heart of Atlanta Motel, Inc. v. United States » (۱۹۶۴ ز) په څېر قضيو کې د «وارن» محکمې په مسلسل ډول د جيم کرو قوانينو  پر ضد پرېکړې جاري وساتلې. په عموم کې، د جیم کرو قوانين د ۱۹۶۴ ز کال مدني حقوقو قانون او ۱۹۶۵ ز کال د رايې ورکولو حقوقو قانون په مټ لغوه شول.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د نوم ريښې[سمول]

د «جيم کرو قوانين» جمله د ۱۸۸۴ز کال د يوې ورځپاڼې په يوه لیکنه کې موندل کېږي، په کومه کې چې د کانګريس يو بحث لنډيز کړای شوی و. همدا اصطلاح په ۱۸۹۲ز کال کې د لوزيانا په اړوند د نيويارک ټايمز د يوې لیکنې د عنوان په  توګه هم راڅرګنده شوې وه، کومه لیکنه کې چې د اورګاډي د موټرو د جلا کولو غوښتنه شوې وه. د «جيم کرو» فقرې اصل ډېر ځله «Jump Jim Crow» ته منسوبيږي، کومه چې د تور پوستو د يوې سندرې او نڅا کاريکاتور دی چې په «بليک فيس» کې یو سپين پوستي «تاماس ډي.رايس» په همدې سندره او نرڅا لوبيدلی و، کومه چې په لومړي ځل په ۱۸۲۸ز کال کې راڅرګنده او د «انډريو جيکسن» د پاپوليستي سياستونو لپاره ګټه ځينې اخستل شوې وه. د «رايس» د شهرت په پايله کې تر ۱۸۳۸ز کال پورې «جيم کرو» په یوه طنزيه (د سپکاوي په معنا) څرګندونه بدله شوه چې معنا يې وه «زنجي/تورپوستی». کله چې د نولسمې پېړۍ په پای کې سويلي قانون جوړوونکو د تور پوستو په وړاندې د توکميز جلا والي قوانين تصويب کړل، همدا قوانين د جيم کرو قوانينو په نوم وپېژندل شول.[۱۳][۱۴][۱۵]

اصل/منشاً[سمول]

د ۱۸۶۵ز کال د جنورۍ په مياشت کې، کانګريس د متحده ايالاتو په اساسي قانون کې د مريتوب د ختمولو لپاره د يو بدلون وړانديز وکړ او د ۱۸۶۵ز کال د ديسمبر مياشتې په اتلسمه نېټه، همدا وړانديز د ديارلسم تعديل په نوم تايید او په رسمي ډول يې مريتوب پای ته ورساوه.[۱۶]

د ۱۸۶۵-۱۸۷۷ز کلونو د بيارغونې د پړاو په اوږدو کې، فدرالي قوانينو د متحده ايالاتو په سويل کې د هغو خپلواکو شويو خلکو د مدني حقوقو څخه ملاتړ وکړ، کوم افريقايي الاصله امریکايان چې مخکې مريان شوي وو او کوم تور پوستي لږکي چې له جګړې مخکې ازاد کړای شوي وو. د ۱۸۷۰ز لسيزې په اوږدو کې، په سويلي قانون جوړولو قوه کې ديموکراتانو له هغه وروسته سوکه سوکه یو ځل بیا واک تر لاسه کړ، کله چې دوی له شبهه نظامي وسله والو ډلو له بغاوت څخه ګټه پورته  کړه، لکه «وايټ لیګ» او «ريډ شرټ»، تر څو له دې لارې وتوانيږي د جمهوري غوښتونکو د منظميدو مخه ونيسي، جمهوري غوښتونکي مسئولین له ښاره وباسي او تورپوستي خلک ووېروي، څو د دوی د رايې ورکولو د بهير مخه ونيسي. په رايه ورکولو کې هم له سختې درغلۍ څخه کار واخستل شو. په يوه بېلګه کې، يوه څرګنده کودتا يا په ساحلي شمالي کارولينا کې بغاوت په تاوتریخوالي سره په جمهوري لاره د ټاکل شوي جمهوري غوښتونکي ګوند د اجرائيه او استازولۍ د مسئولینو د لرې کېدو لامل وګرځېد چې هغوی يا تعقيب او يا وايستل شول. د کلونو لپاره په لوزيانا کې د والي د دفتر لپاره ټاکنې يا بندې او يا لانجمنې شوې، له ۱۸۶۸ز کال څخه وروسته بيا د ټاکنيزو مبارزو پر مهال د تور پوستو خلکو په وړاندې تاوتريخوالی خورا زيات شو.[۱۷][۱۸]

په ۱۸۷۷ز کال کې، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د سويل د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره يو جوړجاړی (له درغلۍ یوه ډکه معامله) د دې لامل وګرځېد، چې حکومت له سويل څخه وروستي فدرالي سرتيري په شا کړي. په ټولو سويلي ايالتونو کې سپين پوستو ديموکراتانو يو ځل بيا سياسي واک تر لاسه کړ. دې سويلي سپين پوستو «ژغورونکو» حکومتونو د جيم کرو قوانين جوړ کړل او په رسمي ډول يې سپين پوستي خلک له تور پوستو څخه جلا کړل. د جيم کرو قوانينو د مطلق العنانې واکمنۍ يو انځور وړاندې کاوه چې په ځانګړې ډول يې موخه يوه توکميزه ډله وه.[۱۹][۲۰]

د ۱۸۸۰ز لسيزې په اوږدو کې بيا هم په هغو سيمو کې تور پوستي د سيمه ييزو دفترونو چوکيو ته ټاکل کېدل، چېرته چې تورپوستي اکثريت وو، خو د ایالتي او ملي ټاکنو لپاره د دوی د رايې ورکولو مخنیوی کېدو. ايالتونو داسې قوانين جوړ کړل، څو د رايې ورکولو لپاره د نوم لیکنه او ټاکنيز اصول زیات سخت کړي، د همدې په پايله کې د ډېرو تور پوستو خلکو او ډېرو بې وزله سپين پوستو خلکو سياسي ګډون (مشارکت) په کمېدو شو. د ۱۸۹۰ او ۱۹۱۰ز کلونو په  منځ کې، د يوولسو پخوانیو کانفدرالي ايالتونو له ډلې لسو يې چې پيل يې له ميسيپي څخه شوی و، داسې نوي اساسي قوانين تصويب يا يې په قوانينو کې تعديلات راوستل، د کومو په پايله کې چې ډېری تور پوستي خلک او لسګونه زره بې وزله سپين پوستي خلک د ټاکنيزو مالياتو، د سواد او ادراک د ازموينو او استوګنځای او ثبت ساتلو د شرايطو د ګډولې په مټ بې برخې شول. د نيکونو د فقرو (يو ډول قوانين) په لنډمهالي ډول ځینو لوستو سپين پوستو خلکو ته د رايې اجازه ورکړه، خو ډېرو تورپوستو خلکو ته يې دا اسانتيا نه وه ورکړې.[۲۱][۲۲]

د داسې اقداماتو له امله په ټول سويل کې د رايې ورکولو په بهير کې د پام وړ کمی راغی. په لوزيانا کې تر ۱۹۰۰ز کال پورې، که څه هم د ايالت د وګړو د شمېر تر مخې تورپوستي اکثريت و، بيا هم په نوملړونو کې د تورپوستو رايه ورکوونکو شمېر تر ۵۳۲۰ پورې راښکته شو. تر ۱۹۱۰ز کال پورې یوازې ۷۳۰ تنه تور پوستي ثبت شوي وو، چې دا شمېره د رايې ورکولو وړتيا لرونکو تور پوستو له ډلې له صفر اعشاريه پنځه سلنې څخه هم کمه وه. «د ايالت له شپېتو څخه په اوه ويشتو محلونو کې ان يو تور پوستی رايه ورکونکی هم نه و ثبت شویو په نهو نورو محلونو کې، يوازې يو رايه ورکونکی و». په شمالی کارولينا کې د دې چارې د ټوليز اغېز معنا دا وه چې له ۱۸۹۶ څخه تر ۱۹۰۴ز کال پورې د رايه ورکونکو له نوملړونو څخه تورپوستي په بشپړ ډول لرې کړای شوي وو. د دوی د غوړېدونکي منځنۍ طبقې وده بطي شوه. په شمالي کارولینا او نورو سويلي ايالتونو کې، په سياسي نظام کې تورپوستي له ورکېدو سره مخامخ شول. «د رايې  ورکولو څخه د بې برخې کېدو په يوه لسيزه کې، د سپين پوستو واکمنۍ هلو ځلو د شمالي کارولینا د سپين پوستو له ذهنونو څخه د تور پوستو د منځنۍ طبقې انځور پاک کړ». په الاباما کې لسګونه زره بې وزله سپين پوستي هم درايې  ورکولو له حق څخه محروم شول، که څه هم په لومړي سر کې قانون جوړوونکو له دوی سره ژمنه کړې وه، چې دوی به د نويو بنديزونو څخه سخت نه اغېزمن کېږي.[۲۳][۲۴]سرچینې

سرچینې[سمول]

  1. Fremon, David (2000). The Jim Crow Laws and Racism in American History. Enslow. د کتاب نړيواله کره شمېره 0766012972. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Bubar, Joe. (March 9, 2020). The Jim Crow North - Upfront Magazine - Scholastic Archived 2023-03-23 at the Wayback Machine., =Retrieved June 7, 2021.
  3. Discrimination in Access to Public Places: A Survey of State and Federal Accommodations Laws, 7 N.Y.U. Rev.L. & Soc.Change 215, 238 (1978)
  4. Bruce Bartlett (2008). Wrong on Race: The Democratic Party's Buried Past. St. Martin's Press. د کتاب پاڼي 24–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-61138-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Elizabeth Schmermund (2016). Reading and Interpreting the Works of Harper Lee. Enslow Publishing, LLC. د کتاب پاڼي 27–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7660-7914-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Perdue, Theda (October 28, 2011). "Legacy of Jim Crow for Southern Native Americans". C-SPAN. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lowery, Malinda Maynor (2010). Lumbee Indians in the Jim Crow South: Race, Identity, and the Making of a Nation. Univ of North Carolina Press. د کتاب پاڼي 0–339. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807833681. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Wolfley, Jeanette (1990). "Jim Crow, Indian Style: The Disenfranchisement of Native Americans" (PDF). Indian Law Review. 16 (1): 167–202. doi:10.2307/20068694. hdl:1903/22633. JSTOR 20068694. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر April 12, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  9. "Brown v. Board of Education". Landmark Supreme Court Cases. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Brown v. Board of Education of Topeka". Oyez (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Two Landmark Decisions in the Fight for Equality and Justice". National Museum of African American History and Culture (په انګلیسي ژبه کي). 2017-10-11. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Heart of Atlanta Motel, Inc. v. United States". Oyez (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په December 18, 1884 باندې). Congressional. Sioux City Journal.
  14. Woodward, C. Vann and McFeely, William S. (2001), The Strange Career of Jim Crow. p. 7
  15. (په December 21, 1892 باندې). Louisiana's 'Jim Crow' Law Valid. The New York Times.
  16. Gerald D. Jaynes (2005). Encyclopedia of African American Society. Sage. د کتاب پاڼي 864–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7619-2764-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Melissa Milewski (2017). Litigating Across the Color Line: Civil Cases Between Black and White Southerners from the End of Slavery to Civil Rights. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 47–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-024919-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Michael Perman (2009). Pursuit of Unity: A Political History of the American South. Univ of North Carolina Press. د کتاب پاڼي 138–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8078-3324-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Woodward, C. Vann, and McFeely, William S. The Strange Career of Jim Crow. 2001, p. 6.
  20. Parker, Christopher Sebastian; Towler, Christopher C. (2019-05-11). "Race and Authoritarianism in American Politics". Annual Review of Political Science (په انګلیسي ژبه کي). 22 (1): 503–519. doi:10.1146/annurev-polisci-050317-064519. ISSN 1094-2939. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Michael Perman.Struggle for Mastery: Disfranchisement in the South, 1888–1908. Chapel Hill: University of North Carolina Press, 2001, Introduction.
  22. J. Morgan Kousser.The Shaping of Southern Politics: Suffrage Restriction and the Establishment of the One-Party South, New Haven: Yale University Press, 1974.
  23. Richard H. Pildes, "Democracy, Anti-Democracy, and the Canon", 2000, pp. 12, 27. Retrieved March 10, 2008.
  24. Glenn Feldman, The Disfranchisement Myth: Poor Whites and Suffrage Restriction in Alabama, Athens: University of Georgia Press, 2004, pp. 135–36.