د جوهر ابوبکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د جوهر ابوبکر
د جوهر ابوبکر
د جوهر ابوبکر

د شخص معلومات
پيدايښت ۳ فبروري ۱۸۳۳
مړینه 4 جون 1895 (62 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت مالېزيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج   د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سلطان سر ابوبکر الخلیل ابراهیم شاه ابن المرحوم تیمنګ ګونګ سری مهاراجا تون ډینګ ابراهیم (په جاوي الفبا: المرحوم سلطان سر ابو بكر الخليل إبراهيم شاه ابن المرحوم تمڠڬوڠ تون داءيڠ إبراهيم سري مهاراج جوهر؛ زوکړه ۱۸۳۳ زکال د فبروري ۳ مه – مړینه: د ۱۸۹۵ زکال د جون ۴ مه) د جوهر تیمنګ ګونګ و. نوموړی د معاصر جوهر لومړنی سلطان، د جوهر ۲۱م سلطان او له تیمنګ ګونګ کورنۍ څخه لومړنی مهاراج و. نوموړی په غیر رسمي توګه د نورو تیمنګ ګونګ پاچایانو په څېر د «معاصر جوهر پلار» بلل کېږي، ځکه چې ډېری تاریخ پوهانو په ۱۹مه پېړۍ کې د جوهر پراختیا د ابوبکر په مشرۍ تائید کړې. هغه داسې پالیسۍ پیل کړۍ چې د چیني قوم له کار برابرونکو سره یې مرسته وکړه څو د دغه ایالت کرهڼه تحریک کړي، هغه ایالت چې د چین له سویل څخه د چیني مهاجرانو په کډوالۍ په ۱۸۴۰مه لسیزه کې تاسیس شوی و. نوموړي همدارنګه د جوهر د زیربناو، اداري سیسټم، پوځي او ملکي خدمتونو مسئولیت پرغاړه درلود چې ټول دغه د هغو له لویدیځو ګاونډیو څخه تقلید شوي و.[۲][۳][۴]

ابوبکر د خپلو دیپلماتیکو وړتیاو له امله د ټولو پام وړ و، ځکه چې بریتانوي او مالایي حاکمانو د مهمو پرېکړو په موخه هغه ته مراجعه کوله. نوموړي همدارنګه له سفر کولو سره لېوالتیا لرله او لومړنی مالایي واکمن و چې په ۱۸۶۶ زکال کې یې انګلستان ته په سفر اروپا ته لومړی سفر وکړ. په ځانګړې توګه هغه د ملکې ویکټوریا د ژوند په وروستیو کلونو کې د هغه دایمي ملګری شو او د دوی دواړو ترمنځ ملګرتیا د جوهر او بریتانیا د اړیکو په جوړولو کې مهمه ونډه لرله؛ همدارنګه جوهر په مالایا ټاپو وزمه کې یوازنی ایالت و چې د نولسمې پېړۍ په پای کې یې په خپلو داخلي چارو کې خپلواکي ساتلې وه، په داسې حال کې چې د بریتانیا استعماري دولت هڅه کوله په دغو ایالتونو کې د بریتانوي وګړو په استوګن کولو سره په دغه ځایونو کې خپل کنټرول وساتي. نوموړی همدارنګه یو انګلوفیل و چې ډیری عادات او شخصي پرېکړې یې له اروپایي باورونو او سلایقو سره یوشان وې.

ابوبکر هغه مهال چې پلار یې تیمنګ ګونګ ډینګ ابراهیم په ۱۸۶۲ زکال کې ومړ د جوهر واکمن شو. شپږ کاله وروسته، ابوبکر خپل دولتي لقب «تیمنګ ګونګ ډینګ»، «ماهاراج» ته واړوه. په ۱۸۸۵ زکال کې ابوبکر له «مهاراج» څخه «سلطان» ته د خپل دولتي لقب د بدلولو په موخه د بریتانیا له خوا قانوني اجازه واخیسته او راتلونکی کال یې ځان سلطان اعلان کړ. په ټولیزه توګه، د ابوبکر واکمنۍ په ۱۸۹۵ زکال کې د هغه د مړینې ترمهاله د ۳۲ کلونو لپاره دوام وکړ. [۵]

لومړني کلونه[سمول]

وان ابوبکر د ۱۸۳۳ زکال د فبروري په ۳ مه د سنګاپور د ستانا لاما په تیلک بیلانګا کې وزېږېد. نوموړی د تیمنګ ګونګ ډینګ ابراهیم مشر زوی او د تیمنګ ګونګ عبدالرحمن لمسۍ و چې په همدې توګه د مور له اړخه د جوهر بندهارا سلسلې د لومړي سلطان؛ څلورم سلطان عبدالجلیل شاه لمسی و. ابوبکر د خپل ماشومتوب کلونه په تیلک بیلانګا کې په خپل پلرني کلي کې تېر کړل؛ د ځوانۍ پر مهال هغه د اسلام او آداتو (مالایي سنتي قانون) په برخه کې د سیمه ئیزو ښوونکو له خوا وړاندې له دې چې د تیلک بیلانګا مالايي مدرسې ته چې د بنجامین پیچ کیزبری له خوا اداره کېده ولاړ شي؛ وروزل شو. د مبلغینو ښوونکو تر لارښوونې لاندې نوموړی د یو انګلیسي ځیرک کس په څېر د هغوی په دودونو د برابر او له خپلې مورنۍ مالایي ژبې سربېره په انګلیسي ژبه د روان خبرو کوونکي په توګه راڅرګند شو. [۶][۷]

په ۱۸۵۱ زکال کې تیمنګ ګونګ اتلس کلن ځوان ابوبکر د موکل په توګه له ځان سره وټاکه څو د سلطان علي پر وړاندې د هغو خبرو اترو په هڅو کې چې په بېهوده ډول یې پر جوهر باندې د حاکمیت ادعا لرله، ورسره مرسته وکړي. د تیمنګ ګونګ د عمر په زیاتوالي سره هغه په تدریجي ډول خپلې دولتي چارې ابوبکر ته پرېښودې. په دغه دوره کې څو بریتانوي چارواکو د ابوبکر عالي دیپلماتیکې وړتیاوې وستایلې، هماغه ډول چې د سنګاپور لپاره لوړپوړي حقوقي استازي ویلیام ناپیر په خپلو یاددښتونو کې ترې یادونه کړې. ناپیر له ابوبکر سره په دې کې مرسته وکړه چې د لینګا د مخلوع واکمن محمد مظفرشاه مور تنګکو ته، وروسته له هغه ډېر ژر جوهر ته راولي چې زوی یې پر پاهانګ باندې حاکمیتي ادعا پیل کړه. [۸][۹]

د پاهانګ د کورنۍ جګړې پیل، په راتلونکې پېړۍ کې د دې لامل وګرځېد چې ابوبکر له تون مطهر سره ملګری شي او له هغه سره یې د هغه په جنګي هڅو کې مرسته وکړه. ابوبکر په ۱۸۶۰ زکال کې پاهانګ ته د سفر پر مهال د مطهر له لور سره واده وکړ او راتلونکی کال یعنې په ۱۸۶۱ زکال کې یې له هغه سره د ملګرتیا، یووالي او د متقابل ملاتړ کولو هوکړه لاسلیک کړه. ورته مهال تیمنګ ګونګ ابراهیم چې له وړاندې څخه له اوږد مهالې ناروغۍ رنځېده د ۱۸۶۲ زکال د جنوري په ۳۱ مه د شدیدې تبې له امله ومړ. [۱۰][۱۱]

بهرنۍ اړیکې[سمول]

لویه بریتانیا[سمول]

ابوبکر په داسې حال کې چې لا تیمنګ ګونګ و، د خپلې لوړې مراسم ترسره کړل. نوموړي په ۱۸۶۶ زکال کې له داتو جعفر سره انګلستان ته سفر وکړ او د انګلستان د سلطنتي کورنۍ له غړو په ځانګړې توګه له ملکې ویکټوریا او د ولز له شهزاده اډوارډ سره یې وکتل. ملکې نوموړي ته د Knight Commander of the Order of the Star of India یا (KCSI) نښان ورکړ چې ابوبکر ته یې ډېر زیات ارزښت درلود. د راپورونو له مخې دغه سفر د ابوبکر او داتو جعفر لپاره نه هېرېدونکي خاطرات جوړ کړل او ابوبکر یې وهڅاوه څو جوهر هم د بریتانیا په ډول جوړ کړي. نهه کاله وروسته ابوبکر کلکتې ته سفر وکړ څو له شاهزاده اډوارډ سره وګوري چې دغه ښار ته په چکر راغلی و. راتلونکی کال شاهزاده اډوارډ هغه ته د ولز د شاهزاده د سرو زرو مډال ورکړ. نوموړي په ۱۸۷۸ زکال کې بیاځلي لندن ته سفر وکړ چې د توپ ویشتنې په دولتي مراسمو کې د ګډون په موخه باکینګهام ماڼۍ ته ور وبلل شو. د ابوبکر ماڼۍ په بشپړ ډول د بریتانوي ماڼیو په څېر جوړې وې، هغه مهال چې شهزاده جورج او شهزاده البرټ ویکټور په ۱۸۸۰ مه لسیزه کې جوهر ته ولاړل څرګنده یې کړه چې د ابوبکر د ماڼۍ میلمستون په بشپړه توګه د وینډزور ماڼۍ د خونو په څېر وه. ابوبکر چې د چوګان لوبې سره یې هم مینه لرله له شهزاده ګانو سره یې په جوهر کې د چوګان سیالي وکړه. [۱۲][۱۳]

په ځانګړې توګه، ملکه ویکټوریا په وروستیو کلونو کې د ابوبکر ځانګړې ملګرې شوه. په ۱۸۹۱ زکال کې د انګلستان په سفر کې ملکې شخصا د ابوبکر هرکلی وکړ او هغه ته یې په ویندزور ماڼۍ کې د ماښامنۍ بلنه ورکړه او له هغه یې وغوښتل په ماڼۍ کې ورسره پاتې شي. ملکې ویکټوریا، ابوبکر ته ډېر زیات درناوی درلود. آن د ۱۸۹۱زکال په مارچ میاشت کې یې هغه ته په یوه لیک کې د «زړه ته نږدې ملګري» په توګه یادونه کړې وه او د لیک په پای کې یې هم خپل لاسلیک و. [۱۴][۱۵]

نور هېوادونه[سمول]

ابوبکر په ۱۸۶۶ زکال کې د خپل اروپايي سفر پر مهال له عثماني ترکیې څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې له سلطان عبدالعزیز سره وکتل. سلطان ورته په ډالۍ کې قفقازي شهزادګۍ رقیه خانم ورکړه. هغه مهال چې دوی جوهر ته ورسېدل، رقیې خانم د ابوبکر له کشر ورور عبدالمجید سره واده وکړ؛ د مجید له مړینې وروسته یې بیا له داتو جعفر سره (چې د ۱۸۶۶ زکال په سفر کې له ابوبکر سره یوخای و) واده وکړ. انګلستان ته د ۱۸۷۸ زکال په اګست میاشت کې د دویم سفر پر مهال هغه په سویلي کنزینګتون کې ډګروال آنسون ته په یوه لیک کې ولیکل چې هیله لري په پاریس، وین او ایټالیا کې له سلطنتي کورنیو سره وویني. هغه پاریس او وین ته لاړ او جوهر ته له بېرته ګرځېدو وړاندې د لیختن شتاین د شهزاده هنري له خوا یې تود هرکلی وشو. درې کاله وروسته نوموړی پروس ته ولاړ او هلته ورته د پروس سلطنتي نښان ورکړل شو. [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Abu-Bakar — subject named as: Abu Bakar — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. Section B Planning and Implementation, Part 3 Physical Planning Initiatives, CHAPTER 13, Johor Bahru City Centre Archived 27 February 2009 at the Wayback Machine., ISKANDAR MALAYSIA, pg 6, "....This was followed later by the 21st Sultan of Johor – Sultan Abu Bakar (1862–1895) who laid the foundation for developing Johor into a modern state. ..."
  3. Andaya, A History of Malaysia, pg 152
  4. (五)陈旭年与柔佛新山[مړه لينکونه], 新山中华公会 (Johor Chinese Association). Retrieved 28 April 2009
  5. Ismail, Fauziah, He is a ‘Datuk’... but it’s not ‘Sir Shahrukh’, 14 December 2008, New Straits Times, JohorBuzz
  6. Milner, The Invention of Politics in Colonial Malaya, pg 208
  7. Jessy, History of Malaya (1400–1959): 1400–1959, pg 225
  8. Winstedt, A History of Johore (1365–1941), pg 107
  9. Winstedt, A History of Johore (1365–1941), pg 136
  10. Turnbull, The Straits Settlements, 1826–67: Indian Presidency to Crown Colony, pg 286
  11. Nadarajah, Johore and the Origins of British Control, pg 20
  12. Winstedt, A History of Johore (1365–1941), pg 124–5
  13. Winstedt, A History of Johore (1365–1941), pg 135
  14. Winstedt, A History of Johore (1365–1941), pg 137
  15. Winstedt, A History of Johore (1365–1941), pg 136
  16. Mehmet, Islamic Identity and Development, pg 28
  17. Noor, The Other Malaysia: Writings on Malaysia's Subaltern History, pg 38
  18. Royal Asiatic Society of Great Britain and Ireland. Malaysian Branch, Journal of the Malaysian Branch of the Royal Asiatic Society, pg 179