د جوزف سټالين د ژوند لومړي کلونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جوزف سټالين د ژوند لومړي کلونه، د 1879ز کال د ديسمبر په اتلسمه نېټه (د پخوانۍ طريقې تر مخې د ديسمبر شپږمه نېټه) د سټالين د زېږېدو څخه نيولې د 1917ز کال د نومبر د اومې نېټې (اکتوبر پنځه ويشتمه) د اکتوبر تر انقلاب پورې موده پوښي. د جورجيا د «ګوري» په ښار کې د يو موچي او د کورونو صفاکارې کره زېږېدلی و، چې له زېږېدو وروسته د «Ioseb Jughashvili» نوم ورکړل شوی و، نوموړی په همدې ښار کې ستر شو او په «ټفلس» کې په ديني مدرسه کې د شاملېدو لپاره ټفلس (اوسنی تبليسي) ته له تګ مخکې يې همدلته په ښوونځي کې زده کړه وکړه. په ديني مدرسه کې د زده کونکي په توګه هغه مارکسيزم ومانه او د ولادمير لينن يو لیوال پيرو شو، او مدرسه يې خوشې کړه تر څو انقلابي شي. د روسيې د پټو پوليسو له خوا د خپلو فعاليتونو له  امله په نښه کېدو څخه وروسته، نوموړی په بشپړ ډول انقلابي او غېر قانوني شخص وګرځېد. نوموړی په قفقاز کې د بالشويکانو له مشرانو فعالينو وګرځېد، چې نيمه پوځي ډلې يې تنظيم کولې، تبليغات يې خپرول، د بانک د غلا، انسان تښتونو او شوکو له لارې يې پيسې راټولولې. سټالين څو ځلې ونيول شو او سایبيريا ته تبعيد شو، خو ډېر ځله به وتښتېد. نوموړی د لينن يو له نږدې همکارانو وګرځېد، کوم څه چې له هغه سره مرسته وکړه د روسيې له انقلاب وروسته د قدرت لوړو ته ورسېږي. په 1913ز کال کې، سټالين په وروستي ځل سايبيريا ته تبعيد شو، او د 1917ز کال د فبرورۍ د مياشتې تر اوښتون پورې په تبعيد کې پاتې شو، کوم انقلاب چې د روسي سترواکۍ تخت په بله واړاوه.

ماشومتوب او ابتدايي مسلک[سمول]

ماشومتوب: 1878-1893[سمول]

د سټالين پيدايښتي نوم «Ioseb Jughashvili» و، د 1878ز کال د ديسمبر په اتلسمه (زوړ تاريخ د ديسمبر شپږمه نېټه) د ګوري په ښارګوټي کې زېږېدلی و، دا سيمه اوس په جورجيا هېواد کې ده. نوموړي ته د 1878ز کال د ديسمبر په نهه ويشتمه نېټه (زوړ تاريخ د ديسمبر اولسمه نېټه) د تعميد غسل ورکړل شو، او د Loseb نوم ورباندې کېښودل شو، ډېر کم وخت به د " Soso" په نوم پېژندل کېدو. د مور نوم يې ايکاترين (کيکي) او د پلار نوم يې بساريون جوګشويلي (بيسو) و. نوموړی د مور او پلار درېیم بچی و؛ له هغه مشران دوه هر يو ميخايل او جيورګي په کوچنيوالي کې مړه شوي وو. [۱][۲][۳]

د سټالين پلار، بيساريون، بوټان جوړول او يو کارځای يې درلود، چې يو وخت يې لس کسان پکې په دنده ګومارلي وو، خو د سټالين په سترېدو سره دا کارځای د خرابېدو لور ته وښوېد. مور يې بيسو، د دوديزو جورجيايي بوټانو په چمتو کولو کې مهارت درلود، او هغې د اروپايي ډول بوټان نه جوړول، کوم چې په چټکتيا سره په يو ډول بدلېدل. دا، او تر څنګ يې د هغه د دوه کوچنيو زامنو مړينه، د سټالين د پلار په نشه د روږدې کېدو لامل وګرځېدل. دا کورنۍ په بې وزلۍ کې ژوند ته ورسېده. دا ښځه او مېړه د خپل کور خوشې کولو ته اړ شول او په لسو کلونو کې په نهو بېلا بېلو کرايي خونو کې و اوسېدل.[۱][۴][۵]

بيساريون د خپلې کورنۍ په وړاندې توند (متشدد) شو. د ناوړه چلند اړيکې څخه د خونديتابه په موخه، کيکي سټالين له ځانه سره واخيست او د خپلې کورنۍ د يو ملګري، «فادر کرسټوفر چارکوياني»، کور ته وکوچېده. نوموړې د ډېرو سيمه ييزو کورنيو سره د کور د صفاکارې او کاليو مينځونکې په توګه کار وکړ، کومو کورنيو چې د هغې د خرابه حالت سره خواخوږي درلوده. کيکي د سټالين لپاره جدي خو مينه کونکې مور وه. نوموړې پرهېزګاره مسيحۍ وه، هغې او زوی يې په منظم ډول د کليسا خدماتو کې ګډون کاوه. په 1884ز کال کې، سټالين د ننکيو (چيچک) ناروغۍ ونيو، د کومو له امله چې د هغه د ژوند تر پايه د هغه پر مخ نښې پاتې شوې. د چارکوياني ځوانو زامنو سټالين ته روسي ژبه وښودله. کيکي پرېکړه کړې وه چې خپل زوی به ښوونځي ته استوي، دا هغه څه و چې د دوی په کورنۍ کې هيچا هم مخکې تر دې نه و تر لاسه کړي. د 1888ز کال په وروستيو کې، کله چې سټالین لس کلن و، نوموړی د ګوري د کليسا په ښوونځي کې شامل شو. دا ښوونځی عموماً د پادریانو د بچيانو لپاره ځانګړی و، خو چارکوياني وکولای شول سټالين ته په دې ادعا سره هلته ځای پیدا کړي چې دا هلک د يو مذهبي شخص زوی و. شونې ده همدا لامل وي چې په 1934ز کال کې، سټالين ادعا وکړه چې هغه د يو پادري زوی دی. ډېرې داسې سیمه ييزې اوازې وې چې «بيسو» د ستالين حقيقي پلار نه و، کوم څه چې سټالین په خپل وروستي ژوند کې هم تايید کړل. له دې سره سره، د سټالين ژوندليک ليکونکي «Simon Sebag Montefiore» باور درلود ډېر احتمال لري چې بيسو يې پلار و، تر يو بريده له دې امله چې دوی دواړو يو له بل سره پياوړی فزيکي ورته والی درلود. بيسو بالاخره په يو پوليس د نشې په حالت کې بريد وکړ، چې له امله يې چارواکو هغه له ګوري څخه وشاړه. نوموړی ټفلس ته ولاړ، چېرته چې نوموړي د «ايډلخانوف» د بوټانو په کارخانه کې کار وکړ.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۶]

سره له دې چې کيکي بې وزله وه، نوموړې وکولای شول چې زوی يې ښه کالي واغوندي، کله چې ښوونځي ته ځي، شونې ده چې دا کار يې د کورنۍ د ملګرو د مالي ملاتړ په مټ کړی وي. په ماشومتوب کې، سټالین يو شمېر ځانګړتياوې له ځانه وښودلې؛ د بېلګې په ډول، کله به چې هغه خوشاله و، نو خپلې ګوتې به يې زور کولې، په زوره به يې چغې وهلې او په يوه پښه به يې خيزونه وهل. نوموړي همدا راز په زده کړه کې هم د ښه فعاليت ښودنه وکړه، همدا راز په انځورګرۍ او د ډرامې په ټولګيو کې يې هم وړتيا څرګنده کړه. نوموړي د شعرونو په لیکلو پيل وکړ، او د جورجيايي ملتپال ليکوال «رافيل ايرسټاوي» د اثارو مداح و. نوموړی همدا راز د کليسا د سندرو د ډلې غړی و، چې په کليسا او سیمه ييزو ودونو کې به يې سندرې ويلې. د سټالين د ماشومتوب يو ملګري وروسته يادونه کړې چې هغه په ټولګي کې "يو غوره خو شوخ (غاړه غړونکی) زده کونکی و". نوموړي او  ملګرو يې يوه ډله جوړه کړه، او ډېر ځله به يې د نورو سيمه ييزو ماشومانو سره جګړې کولې. نوموړی پساتونه کول؛ په يوه پېښه کې، نوموړي په يو دوکان کې چاوديدونکي کارتوس وسوځول، او په يوه بله پېښه کې هغه د يوې ښځې د پاللې پېشو په لکۍ پسې ارکاره وتړله.[۱۴][۱۵][۱۴][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

کله چې سټالین دولس کلن و، د يوې لاسي ګاډۍ د وهلو له امله خورا سخت ټپي شو. نوموړی د څو مياشتو لپاره په ټفليس کې په روغتون کې بستر و، او له همدې امله يې په چپ مټ کې د ژوند تر پايه معلوليت درلود. بالاخره پلار يې وتښولو او په هماغه کارخانه کې يې د يو شاګرد موچي (څميار) په توګه په کار وګوماره؛ چې همدا د کارکونکي په توګه د سټالين يوازينۍ تجربه وه. د سټالین د ژوندليک ليکونکي «رابرټ سروس» په وينا، دا له پانګوال نظام سره د سټالين لومړۍ تجربه وه، او دا خامه، سخته او ناهيلې کونکې وه. د ګوري ډېرو پادريانو دا هلک پیدا کړ، له کوم وروسته چې بيسو له خپلې مېرمنې او زوی سره ټولې اړيکې پرې کړې. د 1892ز کال د فبرورۍ په مياشت کې، د سټالين د ښوونځي ښونکو هغه او نور زده کونکي له ځانه سره بوتلل، تر څو په عام محضر کې د شوکمارو بزګرانو د اعدام ننداره وکړي؛ سټالین او د هغه ملګرو له محکومينو سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه. دې پېښې پر هغه ژور او تلپاتې اغېز پرېښود. سټالين پرېکړه کړې وه چې هغه به يو سيمه ييز مدير شي، تر څو وکولای شي د بې وزلۍ ستونزې حل کړي، چې د ګوري ښار اوسېدونکي يې اغېزمن کړي وو. سره له دې چې هغه په مسيحي مذهب رالوی شوی و، خو هغه د بدۍ د ستونزې اړوند فکر کولو او د چارلس داروين د «On the Origin of Species» کتاب په واسطه د تکامل په اړه له زده کړې وروسته ملحد (بې دينه) شو.[۱۷][۱۷][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Service 2004، ص. 16.
  2. The couple's first child, Mikheil, was born on 14 February 1875, but died two months later. A second son, Giorgi, was born on 24 December 1876 but succumbed to measles and died in June 1877. See کينډۍ:Harvp, کينډۍ:Harvp.
  3. Khlevniuk 2015، صص. 11-13.
  4. Montefiore 2007، صص. 30–31.
  5. Montefiore 2007، ص. 24.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Montefiore 2007، ص. 32.
  7. Montefiore 2007، ص. 33.
  8. Montefiore 2007، ص. 27.
  9. Montefiore 2007، صص. 32–33.
  10. Montefiore 2007، ص. 31.
  11. Service 2004، ص. 20.
  12. Service 2004، ص. 17.
  13. Service 2004، ص. 19.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Service 2004، ص. 26.
  15. Montefiore 2007، صص. 40–41.
  16. Montefiore 2007، ص. 45.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ Montefiore 2007، ص. 49.
  18. Montefiore 2007، ص. 44.
  19. Montefiore 2007، صص. 43–44.
  20. Montefiore 2007، ص. 35.
  21. Montefiore 2007، صص. 34–35.
  22. Service 2004، ص. 29.
  23. Service 2004، ص. 24.