د جورج ايچ ډبليو بوش ولسمشري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ايالتونو د ۴۱ م ولسمشر په توګه د جورج ايچ ډبليو بوش د واک دوره د ۱۹۸۹ ز کال جنوري پر ۲۰ مه نېټه د نوموړي په پرانيستې مراسمو سره پيل او د ۱۹۹۳ ز کال د جنوري پر ۲۰ مه پای ته ورسېده. بوش د تکزاس ايالت يو جمهوري غوښتونکی او د ولسمشر رونالډ ريګن تر واکمنۍ لاندې د دوو دورو لپاره لازم مرستيال ولسمشر و. بوش د ۱۹۸۸ ز کال ولسمشريزو ټاکنو کې ديموکرات نوماند Michael Dukakis ته له ماتې ورکولو وروسته واک تر لاسه کړ. د نوموړي ولسمشري د ۱۹۹۲ ز کال ولسمشريزو ټاکنو کې د ديموکرات Bill Clinton له لوري له ماتې خوړلو څخه وروسته پای ته ورسېده. ۴۱ م ولسمشر بوش د ۴۳ ولسمشر جورج ډبليو بوش پلار و.

د بوش ولسمشري کې سړه جګړه  پای ته ورسېده او د متحده ايالتونو او شوروی تر منځ د اړيکو يوې نوې دورې ته يې لاره هواره کړه. د برلين دېوال (Berlin Wall) له نړېدلو څخه وروسته بوش د لويديځ المان له لومړي وزير Helmut Khol سره په نږدې ملګرتیا کې د المان بيا يو ځای کولو لپاره د Gorbachev مخالفت په لاندې کولو سره؛ په برياليتوب سره هڅې وکړې. نوموړي د هېوادونو د يو نړيوال يووالي مشري هم وکړه، چې عراق ته يې په خليج جنګ کې پر کوېټ باندې له يرغل څخه وروسته، ماته ورکړه. نوموړي په يو څه کوچنۍ کچه په پاناما کې د يو ديکتاتور له منځه وړلو په موخه د يو نظامې بريد مشري وکړه. هغه د شمالي امريکا ازادې سوداګرۍ تړون (North American Free Trade Agreement) لاسليک کړ، چې د متحده ايالتونو، کاناډا او مکسيکو تر منځ يې د درې اړخيزې سوداګرۍ يووالی يا بلاک رامنځته کړ. بوش په کورنيو چارو کې د فدرالي بوديجې له پراخه کمښت سره مخامخ شو، چې له ۱۹۸۰ز کال راهيسې يې درې برابره زياته وده کړې وه. د ټينګتيا تر څنګ، نوموړی د ماليو نه لوړولو ته ژمن و او د ديموکراتانو له لوري د اداره شوي کانګرس له يوې بوديجې سره همغږی و، چې ماليې يې لوړې او لګښت يې پرې کړ. جورج ايچ ډبليو بوش د سترې محکمې دوه قاضيان وګومارل: David Souter چې وروسته د محکمې د ليبرال ډلې غړی شو او Clarence Thomas چې د خپلې دورې تر ټولو زيات محافظه کار قاضي شو.

د خليج په جګړه کې د متحدينو له بريا څخه وروسته، د بوش په اړه عامه نظر دا و، چې بيا ټاکنې به وګټي، مګر کلينټن ورته پر اقتصاد باندې د تمرکز له مخې په پراخه کچه ماتې ورکړه. د خپلې ماتې تر څنګ بوش د دندې د تصويب په ۵۶ سلنه سره دفتر پرېښود او د عامو خلکو له نظره په ۲۰۱۸ ز کې د هغه تر مړينې پورې نامتو پاتې شو. تاريخپوهان په عمومي ډول بوش ته د يو خورا ستر او له نورو څخه ځانګړي ولسمشر په سترګه ګوري، چې په باندينيو چارو کې بريالی و، مګر کورنۍ چارې يې ناهيلي کوونکې وې. د تاريخ او سياستپوهانو په نظر اخيستنه [رايه] کې، بوش په عمومي ډول د منځني يا له منځني څخه پورته ولسمشر رتبه کې ډلبندي کېږي.

د ۱۹۸۸ ز کال ټاکنې[سمول]

په بېلابېلو دولتي دندو او په ځانګړي ډول د CIA د رئيس په دنده کې د خدمت کوونکي بوش د جمهوري غوښتونکو د ۱۹۸۰ ز کال لومړنيو ټاکنو کې د ولسمشريزې نوماندۍ پرېکړه وکړه. د رونالډ ريګن له لوري يې ماتې وخوړه، چې يو د کليفورنيا ايالت پخوانی محافظه کار والي و. له نظرياتي اعتدال غوښتونکو سره د نوماندانو لېست د متوازن کولو په موخه، Reagan بوش خپل تلپاتې ملګری وټاکه. ريګن د ۱۹۸۰ ز کال ولسمشريزو ټاکنو کې لازمي ديموکرات ولسمشر Jimmy Carter باندې بريالی شو او بوش په ۱۹۸۱ ز کال کې د مرستيال ولسمشر په توګه دنده تر لاسه کړه. بوش له ريګن سره مناسبې اړيکې لرلې، د يو مهم سلاکار په توګه يې خدمت وکړ او ريګن ادارې په استازولۍ يې ګڼې عمومي ويناوې وکړې. [۱]

بوش د ۱۹۸۷ ز کال په اکتوبر کې د جمهوري غوښتونکو د ۱۹۸۸ ز کال لومړنيو ټاکنو ته ننوت. نوموړي د ثابتې او ازمايښتي مشرۍ کولو ژمنه وکړه او ريګن په شخصي ډول د نوموړي د نوماندۍ ملاتړ وکړ. د جمهوري غوښتونکو نوماندۍ لپاره د بوش سترې سيالان د سنا لږه کيو مشر د کينزاس Bob Dole، د کانګرس غړی (د نيويارک Jack Kemp) او عيسوي televangelist پاټ روبرتسن (Pat Robertson) وو. که څه هم د نوماندۍ لپاره لومړنيو هڅو ته په پام سره بوش د خپل ډلې مجلس کې له Dole او Robertson څخه شاته يعنې درېيم راغی. د Dole پر وړاندې د مالي ګټې د برخې له امله بوش د New Hampshire لومړنيو ټاکنو کې په يوې بريا سره بېرته راوګرځېد، وروسته يې سويلي کارولينا او د ۱۷ ايالتونو له ډلې ۱۶ په ګټلو سره د سترې سه شنبې (Super Tuesday) پر ورځ د لومړنيو ټاکنې وګټلې، چې له دې څخه سملاسي وروسته يې سيالان له مخې (سيالۍ) لرې شول. [۲][۳][۴][۵][۶]

بوش له ولسمشر ريګن سره د پرتلنې پر مهال، کله ناکله د فصاحت او بلاغت د کمښت له امله تر نيوکې لاندې و، چې د جمهوري غوښتونکو د ۱۹۸۸ ز کال ملي کنوانسيون کې يې يوه د پوهېدنې يا درک وړ وينا وړاندې کړه. ياده وينا چې د رڼا د زرګونو ټکو “thousand points of light” وينا په توګه پېژندل کېږي، د امريکا په اړه د بوش لرليد څرګند کړ: نوموړي د ژمنتيا تړون (Pledge of Allegiance)، ښوونځيو کې عبادت، د مرګ سزا او د ټوپک حقونه تاييد کړل. بوش همدارنګه په دې وينا سره د ماليو نه لوړولو ژمنه وکړه، چې: «کانګرس به پر ما د ماليو لوړولو فشار راوړي او زه به نه ووايم، دوی به بيا فشار راوړي او زه به بيا نه ووایم او دوی به يو ځل بيا فشار راوړي. ټول هغه څه چې زه يې دوی ته ويلی شم: زما شونډې ولولئ. هيڅ نوي ماليات نه شته». نوموړي د Indiana لږ پېژندل شوی سناتور Dan Quayle د خپل تلپاتې ملګري په توګه وټاکه. که څه هم Quayle په کانګرس کې د پام وړ ثبت نه دی ليکلی، مګر د زياتو محافظه کارانو له منځه نامتو او ټاکنيزې مبارزې هيله لرله، چې د Quayle ځوانان به کېدای شي، د ځوانو رايه کاروونکو غوښتنه وکړي. [۷][۸][۹]

هغه مهال چې بوش د جمهوري غوښتونکو په لومړنيو ټاکنو کې چټکه بريا وګټله، په مطبوعاتو کې زياتو وګړو د ديموکرات ډلې ولسمشريز نوماند Seven Dwarfs څخه په ياده برخه کې د پام وړ ډلې مشرانو کمښت له امله ملاتړ وکړ. سناتور Ted Kennedy او والي Mario Cuomo دواړو له سيالۍ لاس واخيست، په داسې حال کې چې د پخواني سناتور Gary hart او سناتور Joe Biden دواړو ټاکنيزې هلې ځلې په کړکېچ سره پای ته ورسېدې. په پای کې والي Michael Dukakis چې په ماسوچوست کې پر يو اقتصادي بدلون باندې د مشرۍ کولو لپاره پېژندل شوی و، Jesse Jackson، Al Gore او ځينو نورو نوماندانو ته په ماتې ورکولو سره د ديموکرات ډلې ولسمشريز نوماند په توګه راڅرګند شو. Dukakis چې د مجلس په دننه کې د رايې کارونې مشري يې کوله، لږه ګواښوونکې مبارزه يې پيل کړه، چې بې ګټې ثابته شوه. د ستراتيژي جوړوونکي Lee Atwater تر لارښوونې لاندې د بوش ټاکنيزو هلو ځلو پر Dukakis باندې د نه هېواد پالونکي لېبرال افراطي شخص په توګه بريد وکړ. ياد کمپاين پر Willie Horton باندې بريد وکړ. نوموړی د Massachusetts يو تورن مجرم و، چې د عسکري رخصتۍ پر مهال يې يوې ښځې باندې جنسي تېری کړی و. د بوش ټاکنيزې مبارزې تور پورې کړ، چې Dukakis د يوې څرخېدونکې دروازې مشري کوله چې د بندخوني پرېښودلو لپاره يې يو ګواښوونکي تورن مجرم ته لاره هواره کړه. Dukakis په يو M1 Abrams شوبله کې خورا په مسخره يي ډول سپرېدنې او دويمې ولسمشريزې مناظرې کې په کمزوري ګډون سره ماتې وخوړه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

بوش په ټاکنيزه سيمه کې ۴۲۶ د ۱۱۱ پر وړاندې Dukakis ته ماتې ورکړه او د نوموړي د ملي نامتو رايې ٪۵۳،۴ تر لاسه کړه. بوش د هېواد په ټولو سترو سيمو کې په ښه ډول پر مخ لاړ، چې سويلي سيمې په ځانګړي ډول د يادونې وړ دي. نوموړی برحاله مرستيال ولسمشر شو، چې په ۱۹۳۶ ز کال کې د Martin Van Buren د وخت راهيسې د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي او همدارنګه لومړنی هغه شخص شو، چې په ۱۹۲۹ ز کال کې، د Herbert Hoover دورې له راهيسې يې د ټاکنو له لارې له خپلې ډلې ولسمشرۍ ته بريالی کېږي. د همدې وخت په پارلماني ټاکنو کې ديموکراتانو د کانګرس د دواړو مجلسونو واک تر لاسه کړ. [۱۴][۱۵][۱۶]

پرانيسته[سمول]

بوش د ۱۹۸۹ ز کال جنوري پر ۲۰ مه نېټه له رونالډ ريګن څخه په ګټنې سره، د پرانيستې دود تر سره کړل. نوموړی خپل دفتر ته په نړۍ کې د بدلون په دوره کې ننوت، د برلين دېواد نړېدل او د دشوري اتحاد ړنګېدل د نوموړي د ولسمشرۍ پر مهال پېښ شول. نوموړي په خپلې پرانيستې وينا کې وويل: [۱۷]

زه له تاسې څخه مخکې راځم او له پياوړې ژمنې سره په يوه شېبه کې ولسمشري تر لاسه کوم. موږ په يوه سوله ييز او نېکمرغه وخت کې ژوند کوو، مګر کولی شي لا يې غوره کړو. د يوې نوې او نرمې هوا او خپلواکۍ له مخې تازه شوې نړۍ بيا زېږېدونکې ښکاري. د يو شخص په زړه کې، که څه هم ريښتيا به نه وي، مګر د زورواکۍ (ديکتاتور) دوره پای ته ورسېده. د زورواکۍ دوره تېرېږي، چې دا پخوانۍ نظريې دي او لکه له يوې لرغونې او مرګ ته نږدې ونې څخه لوېدونکې پاڼې غورځېږي. نوی خوږ باد غوړېږي او د خپلواکۍ په واسطه يو غوړېدلی ملت يې پر مخ وړلو ته چمتو درېږي.[۱۸]

سرچینې[سمول]

  1. Greene (2015), pp. 20–24
  2. Hatfield, Mark (with the Senate Historical Office) (1997). "Vice Presidents of the United States: George H. W. Bush (1981–1989)" (PDF). Washington, D.C.: U.S. Government Printing Office. د لاسرسي‌نېټه November 4, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Greene, pp. 27–30
  4. Greene, pp. 30–31
  5. (په February 10, 1988 باندې). Bush and Simon Seen as Hobbled by Iowa's Voting. The New York Times.
  6. Greene, pp. 35–37
  7. "1988: George H. W. Bush Gives the 'Speech of his Life'". NPR. 2000. د لاسرسي‌نېټه April 4, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Greene, p. 43
  9. Greene, pp. 40–41
  10. Greene, pp. 37–39
  11. Greene, pp. 39, 47
  12. Greene, pp. 44–46
  13. Greene, pp. 47–49
  14. "1988 Presidential General Election Results". Dave Leip's Atlas of U.S. Presidential Elections. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Greene, p. 49
  16. Patterson (2005), pp. 224–225
  17. "George H. W. Bush". The White House. د لاسرسي‌نېټه April 11, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "George H. W. Bush: Inaugural Address". Bushlibrary.tamu.edu. January 20, 1989. د اصلي آرشيف څخه پر April 20, 2004 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)