د جوبایډن د لوړې مراسم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو د ۴۶م ولسمشر په توګه د جوبایډن د لوړې مراسم د چهار شنبې په ورځ د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه ترسره شول، چې د ولسمشر په توګه د جو بایډن د څلور کلنې دورې پیل او د مرستیالې ولسمشر په توګه د کاملا هاریس د کار پیل په ګوته کوي. د ۵۹مې ولسمشریزې لوړې مراسم په واشنګټن ډي سي کې د متحده ایالاتو د پلازمېنې په لوېدیځه څنډه کې ترسره شول، چې لومړی کاملا هریس د مرستیالې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه او وروسته بایډن د ولسمشرۍ لوړه وکړه.

د لوړې دغه مراسم په داسې حل کې تر سره شول چې امریکا له یو لړ سیاسي، روغتیايي، امنیتي، د کوویډ - ۱۹وبا، اواقتصادي کړکېچونو سره لاس او ګریوان وه. د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې چې د متحده ایالاتو د ۲۰۲۰ز کال د ولسمشرۍ ټاکنې یې ګواښولې او تر څنګ یې خلک هڅول، چې د کانګرس پر ودانۍ برید وکړي. د ټرمپ دویمېاستیضاح او پراخېمدني ناکرارۍ، د ۲۰۲۰ز کال له ګواښونو نه ګڼل کېدل. په مراسمو کې د ګډونوالو د ساتنې لپاره د عامې روغتیا ځینې اقدامات، لکه: ماسک کارول، د کوویډـ۱۹ټیسټ، او ټولنیز واټن اړین ګڼل شوي وو.[۱][۲][۳][۴][۵]

زمینه[سمول]

د لوړې مراسم جوبایډن ته د ولسمشرۍ د لېږد رسمي پای په ګوته کوي. بایډن په ۲۰۲۰ز کال کې د نومبر په درېیمه ډونالډ ټرمپ ته له ماتې ورکولو وروسته د منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو. د بایډن او د هغه د ملګرې هاریس بریا د انتخاباتي کالج د رایو په واسطه رسمي شوه، چې د ۲۰۲۰ز کال د ډسمبر په ۱۴مه په کې ترسره شوه. د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ په ۱۸مه د متحده ایالاتو د اساسي قانون د لومړۍ مادې له شپږم څپرکي سره سم، هاریس د متحده ایالتو سنا کې له خپلې چوکۍ استعفا ورکړه. ټرمپ په مکرر ډول د ټاکنو مشروعیت تورن کړ، خو دوه میاشتې وروسته د واک سوله ییزلېږد ته ژمن شو.[۶][۷][۸][۹]

بایډن د خپلې لوړې پر مهال ۷۸کلن و، د رونالډ ریګن په پرتله چې په ۷۷عمر کې یې دنده پرېښوده، په دې توګه بایډن تر ټولو زوړ ولسمشر شو. هغه د ډیلاویر نه لومړی ولسمشر او له جان اف کینیډي نه وروسته دویم کاتولیک او پنځلسم پخوانی مرستیال ولسمشر و، چې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي. هاریس د امریکا لومړۍ ښځه وه ،چې په ملي کچه په دغه مقام وټاکل شوه او لومړنۍ اسیایي امریکایي مرستیاله ولسمشره ده.[۱۰][۱۱]

موضوع او کړنلاره[سمول]

د لوړې د مراسمو په اړه ګډې کمیټې د پرانیست غونډې لپاره د « زموږ ټاکل شوې ډیموکراسي او  د یوې بشپړې اتحادیې رامنځته کول» موضوع وټاکله،چې په دې توګه د لوړې مراسم د امریکایي حکومتدارۍ،ډیموکراسۍ او د واک د سوله ییز لیږدښکارندوینه کوي. ایلن، د بایډن د افتتاحي کمیټې اجرائیوي رئیس وویل چې: د کووېډ ـ۱۹له امله به د لوړې مراسم لږ څه توپير ولري، خو د پرانیستې دودونه به خوندي وساتي.، د لوړې په مراسموکې ډېری  کنسرتونه، پروګرامونه، د ژوندۍ موسیقي نندارې او ویناوې شاملې وې، چې د نامتو شخصیتونو له خوا تر سره کېدل اوله رسمي یوټیوب چینل او نورو ټولنیزو رسنیو نه په ژوندۍ بڼه خپرېدل.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

پلان جوړونه[سمول]

د ۲۰۲۰ز کال د سپټمبر په درېیمه په کانګرس کې د پولیسو بورډ اعلان وکړ چې د پلازمېنې لوېدیځې غاړې ته به د خلکو تګ راتګ د ۲۰۲۰ز کال د سپټمبر له ۷مې نه د فبرورۍ تر ۲۸مې پورې محدودوي، ترڅو د لوړې د پرانیستې مراسم په  خوندي او امنه فضا کې تر سره شي. د پرانیستې پلیټ فارم د ۱۶۰۰لیدونکو ظرفیت درلود، خو د کووېډـ۱۹دخپرېدو د مخنیوي له امله لږ خلک راغوښتل شوې وو. چې زر تنه یې یوازې سندرغاړي او د موسیقۍ برخې مېلمانه وو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

لګښتونه[سمول]

د پخوانیو مراسمو په پرتله، د بایډن په پرانیست مراسمو کې د خلکو د لږ راتګ له امله تمه کېده چې لګښتونه به لږ وي، خو په ټوله کې د ولسمشرۍ پرانیستې شاوخوا ۱۰۰میلیونهډالره لګښت درلود.

په هر حال، د جنورۍ په شپږمه  له لوړې دوه اونۍ مخکې د کانګرس پر ودانۍ برید او په هېواد کې دننه د ناکرارۍ ګواښ د پام وړ امنیت ته اړتیا زیاته کړه. جان سنډویګ، د کورني امنیت پخواني چارواکي یادونه وکړه، چې د متحده ایالتو پټ خدمت ښایي، د ۲۰۲۰ز  کال د کمپاین پر مهال د اضافي بودیجې په شتون کې بیا هم له معمول نه لږ لګښت شوی و، ځکه چې د ولسمشرۍ کنفرانسونه تر ډېره بریده مجازي وو او د ولسمشرۍ د نوماندانو سفرونه هم د کووېډ - ۱۹له امله محدود شوي وو.[۲۰][۲۱][۲۲]

امنیت او د تروریزم ضد هڅې[سمول]

د امریکا په پلازمېنه د پرانستې له مراسمو نه ۱۴ورځې مخکې د امریکا په پلازمېنه کې د ټرمپ د پلویانو له خوا د کانګرس پر ودانۍ برید، د پرانستې مراسمو لپاره د امنیت د ټینګښت په اړه اندېښنې رامنځته کړې. سره له دې، بایډن پریکړه وکړه چې مراسم په کور دننه نه ترسره کوي؛ ځکه هغه په ​​​​دې باور و، چې عامه او خلاصه فضا کې مراسم د ځواک ښودلو لپاره اړین دي. په غبرګون کې، تنظیموونکو او چارواکو د مراسمو په لړ کې د کانګرس د ودانۍ د خوندي کولو لپاره بې سارې هڅې وکړې او د سیاسي تاوتریخوالي له وېرې یې د لوړې مراسم د اونۍ په لړ کې د واشنګټن ډي سي له لیدو نه خلک منع کړل.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

په داسې حال کې چې له پېښې نه څو ورځې وړاندې د کانګرس ودانۍ ته څېرمه د ناقانونه وسلو د ګرځولو، له پولیسو نه د سرغړونې او د قانون ماتولو په تور څو کسان نیول شوي وو. مراسم پرته له کومې پېښې تر سره شول. د میاشتې تر پایه پورې په ښار کې امنیت ټینګ و.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

امنیتي عملیات[سمول]

په ۲۰۰۱ز کال کې جورج ډبلیو بوش د لومړي ځل لپاره د لوړي مراسم ترسره کړل، چې تر هغه وروسته د لوړې ټول مراسم د ځانګړي ملي امنیت له خوا تر سره کېږي. په هر حال، پر کانګرس برید، د بایډن د لوړې مراسم ګډوډول او په ټول هېواد کې د ناکراریو د رامنځته کولو لپاره د پرله پسې ګواښونو له راپورونو وروسته، ځانګړو ځواکونو امنیتي عملیات پیل کړل.ځانګړو ځواکونوله پلان نه شپږ ورځې مخکې، د امنیتي همغږۍ لپاره د څو ادارو په ګډون د قوماندې مرکز رامنځته کړ، چې زیاتره یې دولتي استازي، لکه: د(FBI)استازي، د دفاع وزارت او پولیس و. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

اعتراضونه او لاريونونه[سمول]

د ۲۰۲۰ز کال په دسمبرکې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په تړاو د اعتراضونو لړۍ، د کانګرس پر ودانۍ له برید وروسته پیل شوه. ښاروال موریل بوسر د کورنیو چارو له وزارت نه وغوښتل، چې د ښار د مظاهرو لپاره اجازه لیکونه لغوه کړي او د لوړې د مراسمو په ترڅ کې د لاریون غوښتنلیکونه رد کړي، خو وزارت دا کار ونه مانه، چې په دې توګه د ملي پارک خدماتو دوه نږدې سیمې د جان مارشال پارک او د سمندري ځواکونو یادګار د لاریونونو لپاره وټاکل. امریکایيپولیسو، په هر ځای کې تر سلو تنو پورې د لاریون کوونکو شمېر محدود کړی و.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د وسله والو اورپکو د لاریون کووکو شمېر، د استخباراتي راپورونو له مخې د متحده ایالاتو د کانګرس او دولتي ودانیو ته نږدې چې د پرانیستې په ورځ ترسره کېدل، بې کچې اټکل شوي وو، خو په ملي کچه، لږو خلکو په دولتي مرکزونو کې لاریونونه وکړل. د نیویارک ایالت په پلازمېنه کې، لاریون کوونکو د "لوی لاریون" تمه لرله. د جنورۍ په ۱۷مه، له پرانیستغونډې نه درې ورځې مخکې، د میشیګان بوګالو بویس ځینو غړو په ښکاره توګه د کانګرس له ودانۍ بهر وسلې لېږدولې، خو هېڅکله هم په تاوتریخوالي بدل نه شو.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

سرچینې[سمول]

  1. (په January 14, 2021 باندې). Trump impeachment trial to focus on his attacks on election. Associated Press.
  2. (په January 11, 2021 باندې). Acting homeland security secretary Wolf to step down, nine days ahead of Biden inauguration.
  3. "JCCIC Announces Attendance Guidelines for 59th Inaugural Ceremonies". Joint Congressional Committee on Inaugural Ceremonies. December 16, 2020. مؤرشف من الأصل في December 19, 2020. د لاسرسي‌نېټه December 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په November 30, 2020 باندې). Biden's Inauguration: Expect Smaller Crowds and More Social Distancing.
  5. (په November 2, 2020 باندې). 59th inaugural ceremonies: 'Our Determined Democracy: Forging a More Perfect Union'. The Hill.
  6. (په November 7, 2020 باندې). Biden wins White House, vowing new direction for divided US. Associated Press.
  7. (په December 14, 2020 باندې). Electoral College Affirms Biden Victory As Trump Continues Baseless Challenges. NPR
  8. Wright, Jasmine; Duster, Chandelis (January 18, 2021). "Harris resigns from the Senate ahead of inauguration". CNN. مؤرشف من الأصل في January 18, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په January 7, 2020 باندې). Trump pledges orderly transition after Congress affirms Biden's win and Capitol riot. CNN.
  10. (په November 7, 2020 باندې). Delaware history is made: The First State gets its first president in Joe Biden. Delaware Online.
  11. (په November 7, 2020 باندې). Joe Biden will become the oldest president in American history, a title previously held by Ronald Reagan. USA Today.
  12. (په November 2, 2020 باندې). 59th inaugural ceremonies: 'Our Determined Democracy: Forging a More Perfect Union'. The Hill.
  13. (په January 11, 2021 باندې). 'America United' announced as inaugural theme. CNN.
  14. Tapp, Tom (January 15, 2021). "Star-Studded Biden/Harris Inaugural Events To Stretch Over 5 Days, Celebrate "America United"". Deadline (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 16, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 15, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په November 30, 2020 باندې). Biden, Harris form inaugural committee. Politico.
  16. "Access to West Front of U.S. Capitol Restricted for Inauguration Platform Construction" (Press release). United States Capitol Police. September 3, 2020. مؤرشف من الأصل في October 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه January 13, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په November 9, 2020 باندې). Inauguration Day 2021: What it will look like and what you need to know. WUSA
  18. (په November 5, 2020 باندې). Biden or Trump, inaugural planning and construction well underway on Capitol Hill. Pittsburgh Post-Gazette.
  19. (په November 2, 2020 باندې). 59th inaugural ceremonies: 'Our Determined Democracy: Forging a More Perfect Union'. The Hill.
  20. (په January 11, 2021 باندې). Will Capitol attack hike security costs for Biden inauguration?. Marketplace
  21. (په September 18, 2020 باندې). Why DC Officials Are Expecting Next Presidential Inauguration to Be the Most Expensive Yet. WRC-TV
  22. (په January 11, 2021 باندې). DHS secretary says security measures tied to inauguration will begin Wednesday. The Hill.
  23. (په January 12, 2021 باندې). Secret Service launches massive security operation to protect Biden inauguration.
  24. Carney, Jordain; Chalfant, Morgan (January 13, 2021). "Security concerns mount ahead of Biden inauguration". The Hill. مؤرشف من الأصل في January 14, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 13, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. John Wagner, Holding swearing-in outside sends important message, Biden officials say Archived January 20, 2021, at the Wayback Machine., Washington Post (January 20, 2021).
  26. (په January 16, 2021 باندې). Va. man arrested at inauguration checkpoint says he was lost and didn't mean to bring gun, ammunition to D.C..
  27. (په January 17, 2021 باندې). Avowed Trump supporter arrested near Capitol for carrying gun; women charged with impersonating police.
  28. Zilbermints, Regina (February 1, 2021). "Judge orders 'Cowboys for Trump' leader held without bail over Capitol riot charge". TheHill (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في February 1, 2021. د لاسرسي‌نېټه February 5, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Gstalter, Morgan (January 18, 2021). "Capitol put on lockdown after fire reported several blocks away". The Hill (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 18, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Athey, Philip (January 20, 2021). "The National Guard had a quiet day in DC standing post against threats they helped prevent". Army Times (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه January 21, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په January 21, 2021 باندې). The fortress around downtown D.C. is being dismantled. But heightened security may remain..
  32. (په January 11, 2021 باندې). DHS secretary says security measures tied to inauguration will begin Wednesday. The Hill.
  33. (په January 12, 2021 باندې). Secret Service launches massive security operation to protect Biden inauguration.
  34. (په January 13, 2021 باندې). Security footprint grows in nation's capital ahead of inauguration.
  35. (په January 12, 2021 باندې). Secret Service launches massive security operation to protect Biden inauguration.
  36. (په December 12, 2020 باندې). Trump loyalists converging again on Washington over election. Associated Press.
  37. (په January 11, 2021 باندې). Biden plans 'America United' inauguration theme.
  38. Knickmeyer, Ellen; Khalil, Ashraf (January 15, 2021). "Trump supporters among those seeking Jan. 20 protest permits". Associated Press. مؤرشف من الأصل في January 17, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Record of Determination for the Partial Temporary Closure of Areas within and around the National Mall in Response to Threats to Visitors and Park Resources—National Mall and Memorial Parks (U.S. National Park Service)". www.nps.gov (په انګلیسي ژبه کي). January 19, 2021. مؤرشف من الأصل في January 15, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 19, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Chappell, Bill; Allam, Hannah (January 20, 2021). "No Large Protests In D.C. As President Biden Is Inaugurated". NPR.org (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 20, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 21, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "At NY Capitol, a Lone Trump Supporter Protests". NBC New York (په انګلیسي ژبه کي). January 20, 2021. مؤرشف من الأصل في January 21, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 20, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Wisely, John (January 17, 2021). "Lansing protest over the presidential election proves to be a dud". Detroit Free Press (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 19, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 21, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Chappell, Bill; Allam, Hannah (January 20, 2021). "No Large Protests In D.C. As President Biden Is Inaugurated". NPR.org (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 20, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 21, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)