د جوبایډن د ادارې بهرنی سیاست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جو بایډن د ادارې بهرنی سیاست، د متحده ایالاتو د متحدینو د اړیکو په بېرته ښه کېدو ټینګار کوي، چې بایډن ادعا کوي چې د ټرمپ د ادارې په اوږدو کې خرابې شوې دي. بایډن هڅه کوي چې متحده ایالات د نړۍ د ولسواکيو تر منځ د باور وړ مشرتابه درېځ ته راستون کړي، تر څو وکولای شي، د روسیې او چین له خوا د ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي. بایډن د ولسمشر په توګه د متحده ایالاتو او اروپا ترمنځ د ترانزیتلانتیک یووالي، د پیاوړتیا په لټه کې دی او نوموړي د متحده ایالاتو په استازیتوب د ناټو اتحاد او ډله ییز امنیت ته ژمنه وکړه. بایډن متحده ایالات د پاریس د اقلیم تړون ته راستانه کړل او د اقلیم د بدلون د مبارزې په برخه کې یې نور ګامونه پورته کړل. د نوموړي اداره، له کوېد - ۱۹ سره، د مبارزې په برخه کې په نړیواله همکارۍ ټینګار کوي او متحده ایالات د بهرنیو ملاتړ شوو سایبري بریدونو او سایبر جاسوسۍ پروړاندې د متحده ایالاتو دفاع ته چمتو ده.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

بایډن د دولسو کلونو لپاره د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس یا د لوړ رتبه غړي په توګه دنده ترسره کړې ده او د اوباما د ولسمشرۍ پرمهال یې په بهرنیو چارو کې پراخ اغېز درلود.[۱۱][۱۲]

د بایډن د متحده ایالاتو د بهرني سیاست دوه مهم سلاکاران، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لویډ آسټین دي.

ګومارنې[سمول]


د بایډن د ادارې د بهرني سیاست کارکوونکي

د ولسمشر مرستیال Harris

هریس


(۲۰۲۱ ز – تر اوسه)


د سپینې ماڼۍ د دفتر رئیس

Klain

کلین


(۲۰۲۱ – تر اوسه)


د بهرنیو چارو وزیر

Smith

سمیت


(۲۰۲۱)

Blinken

بلېنکېن


(۲۰۲۱ – تر اوسه)


د دفاع وزیر

Norquist

نوکوېست


(۲۰۲۱ز)

Austin

اوستین


(۲۰۲۱ز – تر اوسه)


په ملګرو ملتونو کې سفیر

Mills

مېلز


(۲۰۲۱ز)


توماس - ګرینفلد


(۲۰۲۱ ز– تر اوسه)


د ملي استخباراتو رئیس

Shiao

شیو


(۲۰۲۱ز)

Haines

هېنېس


(۲۰۲۱ ز– تر اوسه)


د مرکزي استخباراتو د ادارې رئیس

Cohen

کوهن

(2021)

Burns

بوړنز


(۲۰۲۱ز – تر اوسه)


د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر مرستیال

Sullivan

(۲۰۲۱ ز– تر اوسه)


د ملي امنیت د سالاکار معاون


فاینر


(۲۰۲۱ ز – تر اوسه)


د سوداګرۍ د چارو استازی

Pagan

پګن

()

(۲۰۲۱ز)

Tai

تای


(۲۰۲۱ز – تر اوسه)


د اقلیم د بدلون لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی


کېري


(۲۰۲۱ ز – تر اوسه)

له امریکایي هېوادونو سره اړیکې[سمول]

کاناډا[سمول]

له ولسمشرانو سره د بایډن لومړۍ بهرنۍ تلیفوني اړیکه، د ۲۰۲۱ زکال، د جنوري په ۲۲ مه نېټه، د کاناډا له لومړي وزیر جسټین ټروډو سره ټینګه شوه. له دې اړیکې وروسته بایډن د کیسټون د پایپ لاین د لغوه کېدو اعلان وکړ. بایډن وویل چې: هغه د کمپاین ژمنې پر ځای کوي او د اوباما د پخوانۍ ادارې له خوا شوې پریکړه بېرته راګرځوي. په داسې حال کې، چې دا مني چې نوموړې پریکړه به کاناډا ته سخت زیان ورسوي. د بحث په موضوعاتو کې د کوېد -۱۹ او اقتصادي بیا رغونې، د اقلیم بدلون او د چاپیریال د ستونزو، ناټو، کورنۍ ستونزو او نورو نړیوالو اړیکو ګډون درلود. د سپینې ماڼۍ سکرترې ساکي په خپلو لومړيو توضېحاتو کې یادونه وکړه چې، د بهرنیو اړیکو تمرکز به د متحده ایالاتو له متحدینو او ملګرو هېوادونو سره وي، هغې وویل: "زه تمه لرم، چې د هغه لومړنۍ اړیکې به له شریکانو او متحدینو سره وي. نوموړي دا خبرې د اړیکې د بیا رغولو لپاره ارزښتناکه ګڼي".[۱۳][۱۴]

په ۲۰۲۱ ز کال کې د فبروري په ۲۳مه نېټه بایډن په مجازي بڼه د لومړي وزیر ټروډو سره خپله لومړۍ دوه اړخیزه ناسته وکړه. د کوېد – ۱۹، د اقلیم بدلون، په چین کې د دوو مایکل نومو توقیف، د شمالي امریکا د هوایي دفاع مرکز یا NORAD راتلونکی، منظمه توکم پالنه او د جنسیت برابري د بحث وړ ستونزې وې.  [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

مرکزي امریکا[سمول]

نیکاراګوا[سمول]

د بایډن ادارې د نیکاراګوا د مدني ټولنو، بشري حقونو او د بشري حقونو په سرغړونه، سیاسي توقیف او فساد تورن دولت پر وړاندې له آزادو ټاکنو نه د ملاتړ په برخه کې خپل سیاست دوامداره ساتلی. د نیکاراګوا د سنډینیسټا غورځنګ د اوږدمهاله ولسمشر دانیل اورتیګا له خوا د ټولنیزو مرستو د بندولو لپاره خورا جنجالي هڅه د پراخو لاریونونو او د دولت له خوا د مخالفو سیاستوالو، لاریون کوونکو او مطبوعاتو د ځپلو لامل شوه چې په امریکا کې د بشري حقونو د لوی کمیسیون د کاري ډلې او د امریکایې هېوادونو د سازمان له خوا وغندل شوه او د نېکاراګوا دولت یې د بشریت ضد جرمونه او له بشري حقونو نه په سرغړونه تورن کړ. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د بایډن ادارې، د پراخوځپلو په اړه " خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه" او د اورټیګا نه یې وغوښتل چې، له خپلې تګلارې واوړي.  د ۲۰۲۱ ز کال د جون په ۲۲ مه نېټه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې، متحده ایالات له ۵۸ نورو هېوادونو سره یوځای شوو، ترڅو د زنداني ولسمشریزو نوماندانو او مخالفینو د خوشي کولو غوښتنه وکړي او د نیکاراګوا ولسواکي له سره و رغوي. د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۲ مه نېټه، د بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا د مقننه او قضایه قوې په ۱۰۰ غړو باندې د ویزې محدودیتونه ولګول چې د اورتیګا او دهغې د مېرمنې مریلو او د ولسمشر د مرستیال له خوا په "ولسواکۍ او په بشري حقونو د بریدونو" نه په ملاتړ تورن شوي وو. د بایډن د ۲۰۲۲ ز مالي کال د بودیجې په غوښتنه کې، د نیکاراګوا لپاره میلیون ډالر مرسته هم ګډون لري چې ټول به د ولسواکۍ او د حقوقو د پروګرامونو په برخه کې ولګول شي. د ۲۰۲۱ ز کال د  اګست په ۶مه نېټه، د بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا د چارواکو د کورنیو په ۵۰ نږدې غړو د ویزې محدودیتونه ولګول، چې د اورتیګا رژیم له خوا په ملاتړ تورن شوي دي. دا قضیه د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر د میاشتې د راتلونکو ټاکنو په اوږدو کې رامنځ ته شوه، چې ډېری مخالف نوماندان نیول شوي یا د یې د کړنو مخه نیول شوې ده. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د متحده ایالاتو او نیکاراګوا د اړیکو په اړه، په ځانګړې توګه د نیکاراګوا د ولسواکۍ او بشري حقونو ته درناوي په اړه، د ګانګرس له خوا څو لایحې وړاندیز شوې دي.  [۲۸]

شمالي مثلث[سمول]

شمالي مثلث، د مرکزي امریکا په درېو هیوادونو، لکه: هاندوراس، السلوادور او ګواتیمالا دلالت کوي، چې معمولاً د دې هېوادونو بې وزلۍ، سیاسي کړکېچ، او تاوتریخوالی هغه لاملونه دي، چې متحده ایالاتو ته د دوی د اوسیدونکو قانوني او غیرقانوني کډوالي هڅوي.[۲۹]

د مکسیکو ولسمشر لوپیز اوبراډور یادونه وکړه چې، ولسمشر بایډن د هاندوراس، السلوادور او ګواتیمالا کې د پراختیا لپاره د ۴ ملیارد ډالرو ژمنه کړې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي انتوني بلينکن د فبرورۍ په شپږمه نېټه یادونه وکړه چې، له دغو درېيو هېوادونو سره هوکړه شوې، چې د پناه غوښتونکو د دوسيو تر اورېدلو پورې بېرته دغو هېوادونو را ستانه شي. [۳۰][۳۱]

د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس په رسمي توګه د خپل لومړي بهرني سفر د یوې برخې په توګه له ګواتیمالا نه لیدنه وکړه. په ګواتیمالا ښار کې، هاریس د ګواتیمالا له ولسمشر الیژاندرو ګیاماتي سره ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته وینا وکړه چې، نوموړي په کې د بالقوه کډوالو لپاره د استیناف غوښتنه وکړه او ویې ویل: "زه غواړم په سیمه کې خلکو ته روښانه کړم چې د متحده ایالاتو – مکسیکو پولې ته د دې خطرناک سفر په اړه فکر وکړي: مه راځئ! مه راځئ!" [۳۲]

مکسیکو[سمول]

د ۲۰۲۱ ز کال د جنورې په ۲۷ مه نېټه، بایډن د مکسیکو له ولسمشر اندریس مانویل لوپیز اوبراډور سره تلیفوني اړیکه ټینګه کړه. په دې اړیکه کې دواړو د سیمي ییز کډوالۍ ، د اصلي لامل په موندلو سره د مکسیکو - متحده ایالاتو د پولې په اوږدو کې د کډوالۍ د کچې را ټیټول، د بېرته مېشت کېدو د وړتیا د لوړوالي، د کډوالۍ د لارو لپاره د قانوني بدیل د چمتو کولو، د پولې په اوږدو کې له کډوالو سره ښه چلند، د پناه غوښتونکو دغوښتنو لپاره پوره غور، د ټرمپ ادارې د کډوالۍ د سیاستونو بدلول او د کوېډ ۱۹ په اړه خبرې وکړې. اوبراډور وویل چې: دا تلیفوني اړیکه "خوشحاله کوونکې او د درناوي وړ" وه او په راتلونکې کې به د مکسیکو او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي. [۳۳][۳۴][۳۵]

د ۲۰۲۱ ز کال د مارچ په لومړۍ نېټه، بایډن له ولسمشر اوبراډور سره خپله دوه اړخیزه مجازي غونډه ترسره کړه.[۳۶]

سویلي امریکا[سمول]

د وینزویلا د کړکېچ په نظر کې نیولو سره، بایډن سخت درېځه کړنلاره وټاکله، چې د مخالف ګوند مشر خوان ګایدو یې د وینزویلا د قانوني ولسمشر په توګه په رسمیت و پېژاند او د ولسمشر نیکولاس مادورو سره یې په مستقیم ډول له خبرو اترو نه ډه ډه وکړه. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې: "مادورو یو دیکتاتور دی" او د نوموړي د رژیم زور زیاتی او فساد بشري ناورین رامنځ ته کوي. د بایډن ادارې ټینګار وکړ چې: په وینزویلا باندې د متحده ایالاتو د بندیزونو په لرې کولو کې به بیړه ونه کړي، خو د بندیزونو د نرمښت په اړه به هغه وخت غور وکړي، چې مادورو له مخالفینو سره د رغنده خبرو اترو لپاره "جدي ګامونه" پورته کړي. د بایډڼ ادارې وینزویلا ته د بشردوستانه مرستو لپاره دوام ورکړ. د ۲۰۲۱ ز کال د مارچ په لومړیو کې، د بایډن ادارې د وینزویلا هغو وګړو ته د ۱۸ میاشتو لپاره لنډمهاله خوندي حالت وړاندې کړ، چې له وړاندې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي او د هېواد د اقتصادي ناورین او زورزیاتې له امله، د مادورو له رژیم نه تښتیدلي دي.[۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينه[سمول]

  1. Madhani, Aamer (February 19, 2021). "Biden declares 'America is back' in welcome words to allies". Associated Press. د لاسرسي‌نېټه June 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Stewart, Phil; Ali, Idrees; Emmott, Robin (February 15, 2021). "In NATO debut, Biden's Pentagon aims to rebuild trust damaged by Trump". Reuters. د لاسرسي‌نېټه June 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sonne, Paul (December 9, 2012). "To counter China and Russia, Biden has said he will strengthen alliances". The Washington Post. د لاسرسي‌نېټه June 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Around the halls: Brookings experts analyze President Biden's first foreign policy speech, Brookings Institution (February 5, 2021).
  5. Sanger, David E.; Erlanger, Steven; Cohen, Roger (February 19, 2021). "Biden Tells Allies 'America Is Back,' but Macron and Merkel Push Back". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه June 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په February 19, 2021 باندې). 'An attack on one is an attack on all' — Biden backs NATO military alliance in sharp contrast to Trump. CNBC.
  7. Sengupta, Somini (February 2, 2021). "How Biden's Climate Ambitions Could Shift America's Global Footprint". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه June 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په February 19, 2021 باندې). Biden rolling out plan for $4 billion global vaccine effort. Associated Press.
  9. Riley, Tonya (February 18, 2021). "The Cybersecurity 202: Investigations into Russian, North Korean hackers are shaping Biden's foreign policy". The Washington Post. د لاسرسي‌نېټه June 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bing, Christopher; Menn, Joseph (January 22, 2021). "After big hack of U.S. government, Biden enlists 'world class' cybersecurity team". Reuters. د لاسرسي‌نېټه June 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Joe Biden: A life in government". The News Journal. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Traub, James (October 10, 2012). "The Biden Doctrine". Foreign Policy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په January 22, 2021 باندې). Biden pledged to work with Canada on 'Buy American' during call with Trudeau, official says. CBC.
  14. Panetta, Alexander (January 21, 2021). "White House sends a message about foreign policy in announcing Biden call with Trudeau". CBC. د لاسرسي‌نېټه June 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په February 23, 2021 باندې). Trudeau, Biden pledge to work together on climate change and freeing detainees in China. CBC.
  16. Turnball, Sarah (February 23, 2021). "Trudeau and Biden pledge to fight COVID-19, climate change and rebuild economy". CTV News. د لاسرسي‌نېټه February 23, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Biden holds first foreign meeting with Canada's Justin Trudeau". BBC News. February 24, 2021. د لاسرسي‌نېټه February 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. The Canadian Press (February 20, 2021). "Trudeau to hold first meeting with new U.S. President Biden virtually on Tuesday". CTV News. د لاسرسي‌نېټه June 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په July 12, 2021 باندې). Latin America Unrest Forces Biden to Confront Challenges to Democracy Close to Home. The New York Times.
  20. (په August 12, 2018 باندې). Nicaragua's President Withdraws Social Security Reforms That Sparked Violent Unrest. NPR.
  21. (په June 9, 2021 باندې). In Nicaragua, Repression Deepens as More Opposition Leaders Are Detained. The New York Times.
  22. کينډۍ:Cite report
  23. Blinken, Antony J. (July 12, 2021). "The United States Restricts Visas of 100 Nicaraguans Affiliated with Ortega-Murillo Regime" (Press release). Washington, D.C.: United States Department of State. د لاسرسي‌نېټه August 1, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په July 14, 2021 باندې). US imposes visa restrictions on 100 members of Nicaragua National Assembly, Judiciary. JURIST.
  25. کينډۍ:Cite report
  26. (په August 6, 2021 باندې). US restricts more visas for Nicaraguans close to government. Associated Press.
  27. (په August 7, 2021 باندې). Nicaragua opposition party barred from elections. BBC News.
  28. کينډۍ:Cite report
  29. Cheatham, Amelia (July 1, 2021). "Central America's Turbulent Northern Triangle". cfr.org. Council on Foreign Relations. د لاسرسي‌نېټه August 1, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په February 6, 2021 باندې). US to end deals to send asylum seekers back to Central America. Al Jazeera.
  31. (په January 23, 2021 باندې). Mexican leader says Biden offers $4B for Central America. Associated Press.
  32. (په June 7, 2021 باندې). Harris' blunt message in Guatemala: 'Do not come' to U.S.. Politico.
  33. (په 22 January 2021 باندې). Mexican president, Biden discuss migration, coronavirus, development. Reuters.
  34. "Readout of President Joe Biden Call with President Andrés Manuel López Obrador of Mexico". The White House. 23 January 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. کينډۍ:Cite tweet
  36. "Biden tries to reset relationship with Mexican president". Associated Press. 2021-03-01. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Carmen Sesin, Biden administration won't be negotiating with Venezuela's Maduro, keeping hard-line approach, NBC News (February 4, 2020).
  38. Matt Spetalnick, Exclusive: Biden in no rush to lift Venezuela sanctions, seeks 'serious steps' by Maduro, Reuters (February 28, 2021).
  39. Narea, Nicole (March 8, 2021). "Biden will allow Venezuelans who fled the Maduro regime to live and work in the US". Vox. د لاسرسي‌نېټه March 9, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)