د جنسیت ټاکلو سیسټم
په ځینو نوعو کې هېرمافرودایتونه شتون لري. داسې ځینې نورې نوعې شته چې د بکري تکثر لهامله یوازې یو جنس لري (بکري تکثر، پرته له القاح څخه د ښځینه جنس لهخوا د تکثر عمل ته ویل کېږي).[۱]
په ډېریو نوعو کې د جنسیت ټاکنه جنتیکي ده: نارینه او ښځینه بېلابېل الېلونه او یا ان بېلابېل جېنونه لري، چې د هغو جنسي مورفولوجي مشخصوي. دا په ژویو کې ډېري وخت، د XY، ZW، X0، Z0 کروموزومونو د ترکیبونو یا هاپلوديپلوییدي لهلارې، له کروموزومي توپیرونو سره په ملتیا کې څرګندېږي. جنسي توپيروالی، په ټولیزه توګه، د اصلي جېن (د جېن یو جنسي ځای) او د دومینو اغېزې لهامله ډېرشمېر نورو جېنونو لهخوا رامنځته کېږي.
په نورو حالاتو کې، د جنین جنسیت د چاپېریالي متحولونو (لکه: تودوخه) لهمخې ټاکل کېږي. د جنسیت ټاکنې ځینو سیسټمونو جزئیات تراوسه په بشپړه توګه درک شوي نهدي. د جنین د راتلونکي بیولوجیکي سیسټم د شننې لپاره هیلې دا دي چې په یوه بشپړ تکثري سیسټم داسې لومړني سېګنالونه شتون ولري چې د امېدوارۍ پر مهال د ترسره شویو معاینو لهمخې په لا زیات دقت سره معلومه شي چې د جنین جنس مذکر دی که مونث. همدا راز، د بیولوجیکي سیسټمونو دغسې شننې ښودلای شي چې جنین هېرمافرودایت دی که نه، چې د دواړو (ښځینه او نارینه) جنسونو ځیني یا ټول تکثري غړي پهکې شامل دي.
د بېلابېلو نباتاتو او کبانو په څېر ځینې نوعې، ثابت جنسیت نهلري او د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د ژوند له سایکلونو څخه تېرېږي او د جنتیکي نښو پر بنسټ خپل جنسیت ته بدلون ورکوي. د جنسیت بدلون کېدای شي د فصلونو او تودوخې په څېر د چاپېریال لاملونو لهامله رامنځته شي. په ځینو ګونوکوریکو نوعو کې، لږشمېر ژوي کېدای شي د دواړو جنسونو جنسي ځانګړتیاوې ولري، او دغه حالت ته «دوهجنسه» ویل کېږي.[۲]
کروموزومي سیسټمونه
[سمول]XX/XY جنسي کروموزومونه
[سمول]د جنسیت ټاکلو لپاره، د XX/XY سیسټم تر ټولو متداول دی او د انسانانو جنس هم د دغه سیسټم لهلارې ټاکل کېږي. د XX/XY سیسټم ډېري وخت په تيلرونکو او همدا راز ځینو حشراتو کې موندل کېږي. په دغه سیسټم کې، ډېري ښځینه جنسونه دوه ورته جنسي کروموزومونه (XX) لري، په داسې حال کې چې ډېري نارینه د دوو جلا جنسي کروموزومونو (XY) لرونکي دي. د پاتو نورو کروموزومونو (اتوزومونو) پر خلاف، د X او Y جنسي کروموزومونو بڼه او اندازه یو له بل سره توپیر لري او ځیني وخت د «الوزومونو» په نامه یادېږي. د انسان په څېر ځینو نوعو کې، د ژوندیو موجوداتو له رامنځته کېدو څخه وروسته د یو څه مودې لپاره جنسیت ناڅرګنده پاتې کېږي؛ خو د دې ترڅنګ، د مېوو مچانو په څېر ځینو نور نوعو کې، جنسي توپیروالی د تخمو له القاح کېدو سره سم رامنځته کېږي.[۳]
Y-محوره جنسیت ټاکنه
[سمول]د ځینو نوعو (د انسان په شمول) د Y پر کروموزوم باندې د SRY جېن واقع شوی دی، چې نارینهتوب ټاکي. SRY ته د اړوندو نوعو غړي د XY غیرمعمولي کروموزومي ترکیبونه (لکه: XXY) درلودلای شي او لا هم ژوندي پاتې وي. د انسان جنسیت، د یوه فعال SRY جېن لرونکي Y کروموزوم د شتون یا نهشتون لهمخې ټاکل کېږي. کله چې د SRY جېن فعاله شي، حجرې تستسترون او انتيمولري هورمون تولیدوي، چې په ټولیز ډول، د یوه نارینه تکثري واحد سیسټم وده تضمینوي. په معمولي XX جنینونو کې، حجرې استروجن ترشح کوي، چې د ښځینه جنس په بڼه، د جسم د ودې لامل ګرځي.
په Y-محورې جنسیت ټاکنه کې، SRY د نارینهتوب د ځانګړنو په ټاکلو کې اصلي جېن ګڼل کېږي، خو د خصیو د ودې لپاره یوشمېر نور جېنونه هم اړین دي. په XY موږکانو کې، پر X کروموزوم باندې د DAX1 جېن د نهشتون لهامله عقیموالی رامنځته کېږي، خو په انسانانو کې د پښتورګو پورتنۍ غدو د مورزادي هایپرپلازیا لامل ګرځي. سره لهدې، کله چې پر X کروموزوم باندې یو اضافي DAX1 جېن واقع کېږي، د SRY له شتون سره، سره، پایله یې یو ښځینه جنس دی. ان که چېرې په XX ښځینهوو کې طبیعي جنسي کروموزومونه شتون ولري، د SOX9 تکرارېدل یا څرګندېدل د خصیو د ودې لامل ګرځي. په هغو موږکانو کې، چې وده یې کړې ده، له ښځینه جنس څخه د FOXL2 جېن د لېرې کېدو پر مهال، د جنس تدریجي بېرته راګرځېدنه پېښېدلای شي. که څه هم په الوتونکو کې، DMRT1 جېن د جېن جنسي ځای په توګه کارول کېږي، هغه نوعې چې XY کروموزومونه لري، د خپلې بڼېاخېستنې په یوه پړاو کې د جنسي توپیروالي لپاره، پر 9 کروموزومونه باندې پروت DMRT1 باندې ډډه لګوي.[۴][۵][۶][۷][۸]
X-محوره جنسیت ټاکنه
[سمول]د مېوې مچانو په څېر ځینې نوعې، ښځینه جنس د دوو X کروموزومونو د شتون لهمخې ټاکي. که چېرې هغه نوعې، چې جنسیت یې د X د شمېر لهمخې ټاکل کېږي، یو اضافي X کروموزوم ولري، ژوندۍ نهپاتې کېږي.[۹]
XX/X0 جنسي کروموزومونه
[سمول]د XY سیسټم په دغه بڼه کې، ښځینه جنس د جنسي کروموزومونه دوه (XX) او نارینه جنس یوازې یوه نمونه (X0) لري. «0» د دوهیم جنسي کروموزوم نهشتون ښیي. په دغه مېتود کې جنسیت، په ټولیزه توګه، په دوو کروموزومونو کې د څرګند شویو جېنونو د مقدار لهمخې ټاکل کېږي. دغه سیسټم د اورتوپتېرا طبقې د ملخانو او چرچرکو او د بلاتودیا طبقې د ګونګټو په شمول، په یوشمېر حشراتو کې ترسترګو کېږي. یو لږشمېر تيلرونکي هم Y کروموزوم نهلري. په دغو کې، Amami اغزن موږک (Tokudaia osimensis)، Tokunoshima اغزن موږک (Tokudaia tokunoshimensis) او د حشره خوړونکو یوه نوعه «Sorex araneus» شامل دي. Transcaucasian mole voles (علمي نوم: Ellobius lutescens) هم د X0 جنسیت ټاکلو سیسټم لري، چې په هغو کې دواړه جنسونه دوهیم کروموزوم نهلري. د جنسیت ټاکلو میکانیزم لا تراوسه ناپېژندل شوی پاتې دی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
ZZ/Z0 جنسي کروموزومونه
[سمول]د جنسیت ټاکلو ZZ/Z0 سیسټم په ځینو بوراګانو کې تر سترګو کېږي. په دغو حشراتو کې یوازې یو جنسي کروموزوم (Z) شتون لري. نارینه جنس یې دوه Z کروموزومونه لري، په داسې حال کې چې ښځینه جنس د یوه Z کروموزوم لرونکی دی.نارینه جنس یې ZZ او ښځینه جنس یې Z0 دی. [۱۴][۱۵][۱۶]
تکامل
[سمول]د جنسي کروموزومونه اصلي منشا
[سمول]د جنسیت کروموزومي ټاکنه، کېدای شي د یوکاریوتانو د تاریخ په لومړیو کې تکامل موندلی وي.
په امنیوتانو کې د XY او ZW جنسي کروموزوم د تکامل منل شوې فرضیه کې ویل کېږي چې هغوی په ورته مهال خو په بېلابېلو څانګو کې تکامل کړی دی.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د الوتونکو د ZW او د تيلرونکو د XY کروموزومونو ترمنځ هېڅ کوم ګډ جېن شتون نهلري او د چرګې Z کروموزوم، د انسان X یا Y کروموزوم ته نه، بلکې 9 اتوزومي کروموزوم ته ورته دی. لهدې څخه معلومېږي چې د جنسیت ټاکلو ZW او XY سیسټمونه ګډه منشا نهلري، بلکې جنسي کروموزومونه د الوتونکو او تيلرونکو د ګډ نسب له اتوزومي کروموزومونو څخه مشتق شوي دي. په پلاتیپوس کې، یو مونوترم له ځناورو تيلرونکو سره ګډ X1 کروموزوم لري، په داسې حال کې چې X5 کروموزوم کې د الوتونکو د جنسیت ټاکلو یو جېن شتون لري، چې لا زیات د یوې تکاملي اړیکې ښودونکی دی.[۲۱][۲۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ Rosenfield, Kevin A. (2018), "Hermaphrodite", in Vonk, Jennifer; Shackelford, Todd (eds.), Encyclopedia of Animal Cognition and Behavior (په انګليسي), Cham: Springer International Publishing, pp. 1–2, doi:10.1007/978-3-319-47829-6_329-1, ISBN 978-3-319-47829-6, نه اخيستل شوی 2021-05-04
- ↑ Minelli A, Fusco G (10 October 2019). The Biology of Reproduction. Cambridge University Press. pp. 116–117. ISBN 9781108499859. Archived from the original on 11 October 2020. نه اخيستل شوی 11 October 2020.
- ↑ Hake, Laura (2008). "Genetic Mechanisms of Sex Determination". Nature Education. 1 (1). نه اخيستل شوی 8 December 2011.
- ↑ Goodfellow, P. N.; Camerino, G. (1999). "DAX-1, an 'antitestis' gene". Cellular and Molecular Life Sciences. 55 (6–7): 857–863. doi:10.1007/PL00013201. PMID 10412368. S2CID 19764423.
- ↑ Chandra, H. S. (25 April 1999). "Another way of looking at the enigma of sex determination in Ellobius lutescens". Current Science. 76 (8): 1072.
- ↑ Cox, James J.; Willatt, L; Homfray, T; Woods, C. G. (6 January 2011). "A SOX9 Duplication and Familial 46,XX Developmental Testicular Disorder". New England Journal of Medicine. 364 (1): 91–93. doi:10.1056/NEJMc1010311. PMID 21208124.
- ↑ Huang, Bing; Wang, S; Ning, Y; Lamb, A. N.; Bartley, J . (7 December 1999). "Autosomal XX sex reversal caused by duplication of SOX9". American Journal of Medical Genetics. 87 (4): 349–353. doi:10.1002/(SICI)1096-8628(19991203)87:4<349::AID-AJMG13>3.0.CO;2-N. PMID 10588843.
- ↑ Uhlenhaut, Henriette N.; Jakob, S; Anlag, K; Eisenberger, T; Sekido, R; Kress, J; Treier, A. C.; Klugmann, C; Klasen, C; Holter, N. I.; Riethmacher, D; Schütz, G; Cooney, A. J.; Lovell-Badge, R; Treier, M (11 December 2009). "Somatic Sex Reprogramming of Adult Ovaries to Testes by FOXL2 Ablation". Cell. 139 (6): 1130–1142. doi:10.1016/j.cell.2009.11.021. PMID 20005806.
- ↑ Penalva, Luiz O. F.; Sánchez (September 2003). "RNA Binding Protein Sex-Lethal (Sxl) and Control of Drosophila Sex Determination and Dosage Compensation". Microbiology and Molecular Biology Reviews. 67 (3): 343–359. doi:10.1128/MMBR.67.3.343-359.2003. PMC 193869. PMID 12966139.
- ↑ Kuroiwa A, Handa S, Nishiyama C, Chiba E, Yamada F, Abe S, Matsuda Y (8 June 2011). "Additional copies of CBX2 in the genomes of males of mammals lacking SRY, the Amami spiny rat (Tokudaia osimensis) and the Tokunoshima spiny rat (Tokudaia tokunoshimensis)". Chromosome Res. 19 (5): 635–44. doi:10.1007/s10577-011-9223-6. PMID 21656076. S2CID 23311263.
- ↑ Chandra, H. S. (25 April 1999). "Another way of looking at the enigma of sex determination in Ellobius lutescens". Current Science. 76 (8): 1072.
- ↑ Patricia E. Kuwabara; Peter G. Okkema; Judith Kimble (April 1992). "tra-2 Encodes a Membrane Protein and May Mediate Cell Communication in the Caenorhabditis elegans Sex Determination Pathway". Molecular Biology of the Cell. 3 (4): 461–73. doi:10.1091/mbc.3.4.461. PMC 275596. PMID 1498366.
- ↑ (Majerus 2003)
- ↑ Traut, W.; Sahara, K.; Marec, F. (2007). "Sex Chromosomes and Sex Determination in Lepidoptera". Sexual Development (په انګليسي). 1 (6): 332–346. doi:10.1159/000111765. PMID 18391545. S2CID 6885122.
- ↑ "Genetic Mechanisms of Sex Determination - Learn Science at Scitable". www.nature.com.
- ↑ Handbuch Der Zoologie / Handbook of Zoology. Walter de Gruyter. 1925. ISBN 9783110162103 – via Google Books.
- ↑ Lehtonen J, Parker GA (2014). "Gamete competition, gamete limitation, and the evolution of the two sexes". Molecular Human Reproduction. 20 (12): 1161–1168. doi:10.1093/molehr/gau068. PMID 25323972.
- ↑ Clarke, Robert; Merlin, Mark (2016-06-28). Cannabis: Evolution and Ethnobotany (په انګليسي). Univ of California Press. p. 359. ISBN 978-0-520-29248-2.
- ↑ Namekawa, Satoshi; Lee, Jeannie T. (2009). "XY and ZW: Is Meiotic Sex Chromosome Inactivation the Rule in Evolution?". PLOS Genetics. 5 (5): 3. doi:10.1371/journal.pgen.1000493. PMC 2679206. PMID 19461890.
- ↑ Vallender, Eric; Lahn, B. T. (28 November 2006). "Multiple independent origins of sex chromosomes in amniotes". Proceedings of the National Academy of Sciences. 103 (5): 18031–2. Bibcode:2006PNAS..10318031V. doi:10.1073/pnas.0608879103. PMC 1838700. PMID 17116892.
- ↑ Stiglec R, Ezaz T, Graves JA (2007). "A new look at the evolution of avian sex chromosomes". Cytogenetic and Genome Research. 117 (1–4): 103–9. doi:10.1159/000103170. PMID 17675850. S2CID 12932564.
- ↑ Veyrunes F, Waters PD, Miethke P, Rens W, McMillan D, Alsop AE, et al. (June 2008). "Bird-like sex chromosomes of platypus imply recent origin of mammal sex chromosomes". Genome Research. 18 (6): 965–73. doi:10.1101/gr.7101908. PMC 2413164. PMID 18463302.