Jump to content

د جنسي اړيکو ډېرغوښتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جنسي اړيکو ډېرغوښتنه يا هايپرسېکشوليټي (په انګرېزي: hypersexuality ) هغه حالت ته ويل کېږي چې يو نارینه له حد زيات جنسي اړيکو ته فکر کوي او زړه يې غواړي چې دېرې اړيکې ټينګې کړي.

د جنسي اړيکو ډېرغوښتنه
[[file:.|frameless|upright=1.2]]
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
جنسي برخه

څېړنې ښيي چې ډېری د برابر عمر نارينه په اونۍ کې یو سكس کوي او دوه ځله ځان پخپل لاس انزال کوي، ځينې نارينه بيا وايي چې په پرلپسې ډول يې زړه کېږي چې سکس وکړي، د سېکس غوښتنه يې بېخي زياته وي او تنده یې نه ماتېږي، همدې ته هاپيرسېکشولیټي وايي، په دې مانا چې دا ډول کس په پرلپسې ډول، هر وخت او ځينې وخت بيا ناڅاپي جنسي شوق لري او د جنسي اړيکې له ټينګولو وروسته هم نه ارامېږي، که څه هم ددې ستونزې سبب تراوسه نه دی موندل شوی خو د نړۍ د پام وړ برخه ورڅخه کړېږي.

پېژندنه

[سمول]

هایپرسېکشوليټي يوازې ددې نوم دی کې يو سړی دې ډېر زيات جنسي خواهش ولري، دا اصطلاح ددې لپاره هم کارول کېږي چې يو سړی ټوله ورځ د جنسي اړيکو په هکله فکر کوي او ټوله ورځ په دې مسله کې خبرې کوي.

د ډاکټر سپارښتنې

[سمول]

د دې لپاره چې پوه شئ چې په ريښتيا مو هم په سکس کې افراط کړی که نه دې ته پام وکړی، چې ايا زيات سکس ستاسې ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی؟ د دې سبب شوی چې تاسې خپل کارونه په سم ډول په تمرکز سره په مخ يونسی؟، که مو ځواب هو وي؛ په لوی احتمال په افراط کې یاست.

د دې ترڅنګ د ځان څخه پوښتنه وکړئ چې ولې دومره زيات سکس کوی، ايا اشتها او شوق مو ډېر دی؟ غواړی خپلې میرمنې ته ځان ثابت کړی چې تاسې څومره قوي ياست؟ يا مو ملګرې درنه غواړي چې زیات سکس ورسره وکړئ؟ نظر دې پوښتنو ته یې د سبب پيداکولو هڅه وکړئ.

که ډېر زيات سکس کوئ بدن مو ستاسو د پوهاوي لپاره ځينې نښې درښکاره کوي، له همدې کبله فزيکي حال ته مو پام وکړئ، ډېر ستړي ياست،التهاب او پړسوب لرئ، د اړيکې په جريان کې درد لرئ، د متيازو د لارو ناروغي لرئ، سر مو ګرځي نو کېدی شي د دې علت زيات سکس وي.

که ډېر زيات سکس کوئ نو باید ومنئ چې ځينې بدلونونه هم بايد ادا کړئ، روغتیا مو مجبور قرباني کړئ، نورمال ژوند، اقتصادي حالت او وده مو هم له ګواښ سره مخ کېږي.

سرچينې

[سمول]

لیکنه: ډاکتر استاد شفیقه صدیقي