د جمهوري غوښتونکي ګوند تاریخچه (متحده ایالات)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جمهوري غوښتونکي ګوند، چې د جي او پي یا GOP ("پخوانی لوی ګوند - Grand Old Party ") په نوم هم یادېږي، په متحده ایالاتو کې یو له دوو لویو سیاسي ګوندونو نه دی او په متحده ایالاتو کې ترټولو پخوانی دویم شته سیاسي ګوند دی، اصلي سیال یې، دیموکرات ګوند دی چې تر ټولو پخوانی دی.   

جمهوري غوښتونکی ګوند، په ۱۸۵۴ ز کال کې راڅرګند شو، ترڅو د کانزاس – نبراسکا د قانون او د امریکا په خاوره کې د غلامۍ پراخېدو پر وړاندې هلې ځلې وکړي.  په لومړني جمهوري غوښتونکي ګوند کې شمالي پروتستانت، د کارخونو کارکوونکو، متخصصانو، سوداګرو، بریاليو بزګرانو او د ۱۸۶۶ز کال نه وروسته پخوانیو تورپوستو غلامانو ګډون درلود. په هغه وخت کې د ګوند سره د سویلي سپین پوستو او کاتولیکانو ډېر لږ ملاتړ و، چې سپین پوستو اصلا په پياوړي سویل یا سولې بلاک کې د ډیموکرات ګوند ملاتړ کاوه او کاتولیکانو د ډیموکرات ګوند د رایو اصلي برخه جوړوله. په داسې حال کې چې دواړو ګوندونو په ۱۹ مه پېړۍ کې سوداګري پلوه سیاست غوره کړ، لومړنی جي او پي د ملي بانکدارۍ د نظام، د سرو زرو د معیار، د اورګاډي د پټلۍ او د لوړو تعرفو د ملاتړ له اړخه نامتو و. ګوند د ۱۸۶۱ ز کال نه وړاندې د غلامۍ د پراخېدو سره مخالفت وکړ او د امریکا د همتړونو ایالاتو (۱۸۶۱-۱۸۶۵ز) د له منځه وړلو لپاره یې د جګړې مشري وکړه. په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکی ګوند د خپل پیل پرمهال په سویلي متحده ایالاتو کې نژدې هېڅ شتون نه درلود، په شمالي متحده ایالاتو کې ډېر بریالی و، چې هلته یې په ۱۸۵۸ ز کال کې پخواني ویګان او د آزادې خاورې پخواني ډیموکراټان رابللي وو، ترڅو په شمالي ایالت کې نږدې اکثریت رامنځ ته کړي. 

په ۱۸۶۰ ز کال کې د ابراهام لینکن (لومړی جمهوري غوښتونکی ولسمشر) په ټاکل کېدو، د امریکا په کورنۍ جګړه کې، د بریا په پلور د اتحادیې په بېولو کې د ګوند بریالیتوب او د غلامۍ په له منځه وړلو کې د ګوند ونډه، جمهوري غوښتونکی ګوند تر ډېره حده په ملي سیاسي صحنه کې تر ۱۹۳۲ ز کال پورې لاسبري کړ. پخواني جمهوري غوښتونکي ولسمشر تیوډور روزولټ، وروسته له هغه چې د جي او پي  له لوري لرې شو، په ۱۹۱۲ ز کال کې یې د پرمختګ ("بول موز") ګوند جوړ کړ او د درېیم ګوند د ولسمشرۍ نوماند په توګه چې د ټولنیزو اصلاحاتو غوښتنه یې کوله، ناکام شو. د ۱۹۱۲ ز کال نه وروسته، د روزولټ ډېر پلویان د جمهوري غوښتونکي ګوند نه ووتل او ګوند له ایډیالوژیک اړخه ښۍ لور ته د بدلون سره مخامخ شو. جي او پي د ستر ناورین (۱۹۲۹-۱۹۴۰) په ترڅ کې په کانګرس کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ، دیموکراتانو د ولسمشر فرانکلن ډي روزولت په مشرۍ د نيو ډيل ګټونکي ائتلاف جوړ کړ، چې د ۱۹۳۲ ز کال نه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې واکمن و.  [۱]

د ۱۹۶۴ ز کال د مدني حقونو قانون، د ۱۹۶۵ ز کال د رای ورکوونې د حقونو قانون او د سویلي ستراتیژۍ نه وروسته، د ګوند اصلي بنسټ بدل شو، داسې چې په ولسمشریزو سیاستونو کې سویلي ایالتونه ډېر باوري جمهوري غوښتونکي او شمال ختیځ ایالتونه ډېر باوري ډیموکراتان شول. سپین پوستي رایه ورکوونکي له ۱۹۶۰ ز کلونو نه وروسته په زیاتېدونکي توګه د جمهوري غوښتونکي ګوند سره یوځای شول. جمهوري غوښتونکي ګوند د وېډ پر وړاندې د رو په قضیه کې د سترې محکمې د ۱۹۷۳ ز کال پرېکړې وروسته د خپل ګوند په تګلاره کې د جنین د سقط کولو سره مخالفت وکړ او د انجیلیانو په منځ کې یې ځانته ملاتړ زیات کړ. جمهوري غوښتونکي ګوند، له ۱۹۶۸ ز کال نه تر ۱۹۸۸ز کال پورې د ولسمشرۍ له شپږو ټاکنو نه په پنځو کې ګټوکی شو. دوه دورې ولسمشر رونالډ ریګن د بدلون غوښتونکي ګوند مشر و، چې له ۱۹۸۱ ز کال نه تر ۱۹۸۹ ز کال پورې یې ریاست په غاړه درلود. د هغه محافظه کاره سیاستونو، د حکومت د ټولنیزو لګښتونو کمښت او مقررات، لوړ نظامي لګښتونه، ټیټ مالیات او د شوروي اتحاد پر وړاندې د پياوړي بهرنی سیاست غوښتنه وکړه. په ګوند باندې د ریګن نفوذ تر راتلونکې پېړۍ پورې دوام وکړ.  [۲][۳]

د ۱۹۹۰ ز کلونو را په دې خوا، د ګوند ملاتړ په بنستيزه توګه له سویل او د شمال له لویو دښتو، غرنیو ایالتونو او کلیوالي سیمو نه و. اوسنی جي او پي له ټولنیزو محافظه کاره اصولو، نوي لیبرال پانګه پلوه نظام او د اقتصادي ملتپالنې ملاتړ کوي. تر اوسه پورې ۱۹ جمهوري غوښتونکي ولسمشران شته دي، چې شمېر یې د هر بل سیاسي ګوند له ولسمشرانو نه زیات دی.  [۴][۵][۶]

سرچینې[سمول]

  1. "The Ol' Switcheroo. Theodore Roosevelt, 1912". time.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Zingher, Joshua N. (2018). "Polarization, Demographic Change, and White Flight from the Democratic Party". The Journal of Politics (په انګلیسي ژبه کي). 80 (3): 860–72. doi:10.1086/696994. ISSN 0022-3816. S2CID 158351108. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Layman, Geoffrey (2001). The Great Divide: Religious and Cultural Conflict in American Party Politics. Columbia University Press. د کتاب پاڼي 115, 119–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0231120586. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Republicans Now Dominate State Government". Daily Kos. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. . Presidential Election Results: Donald J. Trump Wins.
  6. "2016 Republican Party Platform". University of California, Santa Barbara. July 18, 2016. د لاسرسي‌نېټه January 25, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)