د جمشيد تخت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا لرغونې او تاریخي سیمه د لوگر ولايت دبرکي برک ولسوالۍ په سجاوند کې پرته ده.لکه څنگه چې دنوم له قرایینو څخه یې ښکاري،نو لرغونتیا ېې د آریایانو دریم ستر افسانوي پاچا جمشید زمانو ته رسیږي،چې ۲۵۰۰قبل المیلاد ېې تاریخي جرړې غزیږي.له تخت جمشید سیمې څخه دسروزرو اوسپینو زرو دوه مجسمې نارینه اوښځینه ترلاسه شوي دي،چې بیا دطالبانو دواکمنۍ پرمهال له دغې سیمې څخه قاچاق شوي دي. دا نو څرگنده نه ده، چې دا دوه سترې تاریخي مجسمې په کوم بهرني موزیم کې دنندارې لپاره ایښودل شوي وي.همدا ډول له تخت جمشید څخه داسې ډبرینې لیکنې لاس ته راغلي،چې ددې سیمې دپیړیو پیړیو لرغونتوب په زبات رسوي.