د جلندهر پښتانه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جلندهر د هند د پنجاب په ایالت کې یو مشهور ښار دی چې په تاریخونو کې یې ډیره یادونه شوې ده . دغه ښار د پنجاب د مرکز چندیګړ نه په شمال لویدیځ کې په ۱۴۴ کیلومټرۍ کې پر جي ټي روډ (Grand Trunk Road) یا شیر شاهي سړک پروت دی . جلندهر د پنجاب د نورو ولسوالیو لکه لودیانې ، امرتسر، موګا ، فیروزپور او هوشیارپور سره ګډې پولې لري . دغه ښار يو ستر صنعتي ښار دي. دلته له پخوا څخه پښتانه مېشت دي.

د جلندهر پښتانه:[سمول]

په جلندهر ښار کې د ډیرې پخوا زمانې نه پښتانه استوګن شوي دي .په دې ښار کې د لاندنیو پښتنو قبیلو خلک اوسي لوديان، سوريان ، موسی خیل او اورمړ. اورمړ دلته په ۱۶۱۷ میلادی کال د وزیرستان د کانیګروم نه دشیخ درویش او موسی خان سره دلته راغلی وو او دا ټول د پیر روښان مریدان وو، پیر روښان هم په 1525 زیږدیز کال کې په جلندهر کې د قاضي عبدالله په کور کې زیږیدلی و. اوس هم د دغو اورمړو کلی هلته شته چې بستی شیخ او بستي پیردادخان نومیږی. د جلندهر لودي پښتانه د اورمړو نه د مخه دلته راغلي وو ځکه د اکبر باچا د وخت په تاریخ آئین اکبري کې راغلي دي یاد کتاب لیکي چې کله لودیانو جلندر ونیوه نو مالیه یې د کال څوارلس لکه روپۍ وه . دغه لودیان په پیل کې دجلندهر د سیمې په شمال ختیز ډهوګرۍ ,او کوټ بوري خان کې اوسیدل. د یادو پښتني قبیلو ډېری وګړي اوس هلته مېشت دي.

سرچینې:[سمول]

[۱]