د جغرافيې تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د جغرافيې تاريخ د جغرافيې زيات تاريخونه رانغاړي، چې د وخت په تېرېدو سره او د بېلابېلو کلتوري او سياسي ډلو تر منځ يې توپير کړی دی. په يو څه وروستيو پرمختګونو کې جغرافيه يو بېل پوهنيز سمون يا روزنه باندې بدله شوې ده. جغرافيه “Geography” له يوناني (γεωγραφία – geographia) څخه اخيستل شوی دی، چې په لفظي ډول «د ځمکې ليکنې» معنا لري او د ځمکې په اړه تشرېح يا ليکنې ته وايي. لومړنی شخص چې د جغرافيه “geography” ويی يې وکاروه، له ميلاد څخه مخکې (۲۷۶ – ۱۹۴) کې ايراتوستينس (Eratosthenes) و. که څه هم د جغرافيې د پېژندلو وړ لارو چارو لپاره ثبوت شته چې د يادې اصطلاح له کارونې څخه مخکې وختونو پورې تړاو لري. لکه: کارتوګرافي يا نقشه جوړونه. [۱]

مصر[سمول]

د لرغوني مصر پېژندل شوې نړۍ د نيل سيند د مرکز او نړۍ د ياد سيند پر بنسټ وګڼله. ختيځ او لويديځ ته بېلابېلې ابادۍ پېژندل شوې وې او د بېلابېلو خدايانو (لکه: سيوا د امون لپاره) ځايونه ګڼل کېدل. سويل لورې ته د کوشيتيک “Kushitic” سيمه پرته ده، چې د څلورم لوی ځړوبي يا ابشار په توګه پېژندل شوې ده. پونټ “Punt” سويل لور ته د سور سمندر (Red Sea) د سواحلو په اوږدو کې پرته سيمه وه. راز راز اسيايي وګړي د ريټينيو “Retenu”، کاناان “Kanaan”، کيو “Que”، هاررانيو “Harranu” يا خاټي يا هايټيټيس “Khatti (Hittites)” په نومونو پېژندل کېدل. په ګڼو وختونو، په ځانګړي ډول وروستۍ برونز دوره کې مصريانو له بابل”Babylonia”  او ايلم “Elam” سيمو سره سوداګريزې او سياسي اړيکې درلودې. مديترانې [سمندر] ته «ستر شين:the Greet Green» ويل کېده او په اړه يې عقيده وه، چې د نړۍ د دوراني يا رانغاړونکي سمندر برخه وي. اروپا نامعلومه وه، که څه هم ښايي په فنيقي وختونو کې د مصري نړۍ ليد برخه شوې وي. د اسيا لويديځ ته د کيفټيو “Keftiu” سيمې پرتې دي، چې ښايي کريټي “Crete” او مايسيني “Mycenae” سيمې دي. د يادې سيمې په اړه فکر کېده، چې د ټاپوګانو د هغه ځنځير برخه وه، چې قبرس “Cyprus”، کريټي، سيسلي “Sicily” او وروسته ښايي سردينيا “Sardinia”، کورسيکا “Corsica” او بالاريکس “Baearics” يې له افريقا سره يو ځای کړل. [۲]

بابل[سمول]

د نړۍ د تر ټولو لرغونې پېژندل شويو نقشو نېټه له ميلاد څخه مخکې نهمې پېړۍ لرغوني بابل ته ورګرځي. د نړۍ تر ټولو غوره پېژندل شوې بابلي نقشه که څه هم له ميلاد څخه مخکې د ۶۰۰ کال د “Imago Mundi” په نوم ده. د ايکهارډ يونګر “Eckhard Unger” له لورې بيارغول شوې نقشه د بابل ښار پر فرات “Euphrates” باندې ښيي، ګردچاپېره يې دايروي وچې سيمې دي چې اشور “Assyria” او يورارټيو “Urartu” او ځيني ښارونه ښايي چې په خپل وار سره د يو تريخ يا خونړي سيند (اقيانوس) له لورې رانغاړل شوی دی او شا او خوا ته يې اوه ټاپوګان داسې ترتيب شوي دي، چې يو اوه ټکي ستوری جوړوي. د سيمو اړوند متن د رانغاړونکي سمندر تر شا د اوه باندنيو سيمو يادونه کوي.[۳][۴][۵][۶]

د “Imago Mundi” نقشې خلاف د نړۍ يوه پخوانۍ بابلي نقشې، چې نېټه يې له ميلاد څخه مخکې ۹ پېړۍ ته رسېږي، بابل د نړۍ له مرکز څخه يو څه زيات شمال لور ته انځور يا رسم کړ، که څه هم معلومه نه ده چې مرکزي سيمه کومه ګڼل شوې وه. [۳]

يوناني-رومي نړۍ[سمول]

لرغوني يونانيان هومر “Homer” د جغرافيې بنسټګر بولي. د الياد “Iliad” او Odyssey په نومونو د نوموړي حماسي کيسې په ادبياتو پورې تړاو درلود، مګر دواړه يې د جغرافيوي معلوماتو لويه برخه لري. هومر څرګندوي چې دايروي يا ګرده نړۍ د يو لوی سمندر په واسطه رانغاړل شوې ده. د نوموړي کارونه ښيي چې يونانيانو له ميلاد څخه مخکې اتمه پېړۍ کې د ختيځ مديترانې د جغرافيه په اړه د پام وړ پوهه درلوده. د هومر ايلياد او اوديسي شعرونه د پراخه شمېر ځايونو نومونه او تشرېحات لري، مګر د زياترو لپاره دا معلومه نه ده، چې اصلي ځای که کوم وي؛ کوم ځای ته ويل کېږي. [۷]

د ماليتس سيمې تېلېس “Thales of Miletus” يو له هغو لومړنيو نامتو فيلسوفانو څخه دی، چې د نړۍ د بڼې په اړه يې د حېرانتيا چاره يا معجزه کړې ده. نوموړي وړانديز وکړ چې نړۍ د اوبو پر سر ده او ټول شيان له هغې څخه وده کوي. هغه د ستورپوهنې او رياضي اړوند زيات قواعد هم رامنځته کړل، چې په پوهنيز ډول د جغرافيې څېړلو ته به لاره هواره کړي. د تېلېس ځايناستی اناکسيمېنډر “Anaximander” هغه لومړنی پېژندل شوی شخص دی، چې د پېژندل شوې نړۍ د ميزان يا درجه بندۍ نقشې د جوړولو هڅه يې کړې ده او همدرانګه يې لرغوني يونان “Ancient Greece” ته يې عقربه وروپېژندله.

د ميلېتس هيکاتيوس “Hecataeus of Miletus” د جغرافيې يوه توپيري يا بېله بڼه رامنځته کړه. نوموړي د پخوانيو کارونو او د مېلېتس بوخت بندر له لارې راغليو کښتۍ چلوونکو سره د خبرو يو ځای کولو په واسطه له تېلېس او اناکسيمېنډر له هغو رياضيکي محاسبو څخه ډډه وکړه، چې د نړۍ په اړه يې له هغوی څخه زده کړي وو. د همدې دلايلو پر بنسټ نوموړي د هغه څه په اړه يو بشپړ نثري دليل وليکه، چې د نړۍ په توګه پېژندل کېده. يو ورته او يوازينی کار چې زياتره يې نن ورځ هم پايي د هرودوت تاريخونه “Herodotus Histories” په نوم کتاب دی. په داسې حال کې چې ياد کتاب په لومړني ډول د تاريخ په اړه دی، مګر بډايه جغرافيوي معلومات لري، چې د پېژندل شوې نړۍ زياته برخه پوښي. مصر، سيتيا، ايران، کوچنۍ اسيا او د هند د يادونې په ګډون ټول په کې تشرېح شوي دي. د افريقا په اړه سپړنه يا تشرېح په ټوله کې ځکه د بحث وړ يا متنازع ده، چې هرودوت يې د سمندر له لورې رانغاړل شوې سيمې په توګه بيانوي. که څه هم نوموړی د فنيقي وګړو په اړه څرګندوي، چې له ميلاد څخه مخکې ۶ پېړۍ کې يې د افريقا شا او خوا سمندري سفرونه کول، مګر د اروپا د وروستي تاريخ د ډېری برخې له لارې د هند سمندر په اړه فکر کېده، چې يو دننی يا داخلي سمندر دی او د افريقا سويلي برخه د اسيا له لويديځې برخې سره د يو ځای کېدلو په موخه نږدې په سويل کې پوښل کېږي. لويديځو نقشه کښونکو د “Vasco da Gama” په واسطه د افريقا ګردچاپېره د سمندرې يون تر مودې پورې له يادو معلوماتو څخه په بشپړ ډول تېر نه شول. که څه هم ځيني دا نظر لري چې د هند په شان د ځينو سيمو په اړه معلومات يا تشرېحات په بشپړ ډول خيالي دي. په هر حال، هرودوت د جغرافيې په اړه مهمې کتنې يا مشاهدې وکړې. هغه لومړنی شخص دی، چې د هغې پروسې يادونه يې کړې ده، چې په واسطه يې لوی سيندونه لکه نيل دلتا ګانې جوړوي. همدارنګه هرودوت لومړنی شخص دی، چې د کتنې په توګه يې ثبت کړل چې بادونه له سړو سيمو څخه ګرمو سيمو پر لور د لګېدلو يا الوتلو ميلان لری. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

فيثاغورث ښايي لومړنی شخص و، چې دې استدلال له مخې يې د کروي نړۍ وړانديز وکړ، چې کره تر ټولو بشپړه بڼه وه. دا نظريه د اپلاتون له خوا ومنل شوه او ارستو يې د تاييدولو په موخه ازمايښتي ثبوت وړاندې کړ. نوموړي يادونه وکړه، چې د خسوف پر مهال د ځمکې سيوری له هرې زاويې څخه (اسمان څنډې يا په اسمان کې لوړې زاويې ته نږدې) منحني یا کږېږي او همدارنګه شمال ته د حرکت کولو پر مهال د ستورو لوړوالی زياتېږي. د “Cnidus”په نوم پوه چې د  “Eudoxus”له سيمې څخه دی، د عرض البلد پر بنسټ د لمر له لورې د رامنځته کېدونکو بېلابېلو اقليمي سيمو د څرنګوالي تشرېح کولو په موخه د کرې نظريې څخه ګټه واخېستله. دا چاره پر پينځو سيمو باندې د نړۍ د وېش په اړه د يونانيانو د باور لامل شوه. په هر قطب کې يوه بې خيره سړه سيمه وه. په داسې حال کې چې د افريقا د لويې دښتې “Sahahra” له تودوخې څخه د قياس له مخې پايله تر لاسه کېږي چې د استوا کرښې ته نږدې سيمه نه زغمېدونکې ګرمه وه. د دې لويو يا بې شانه سيمو تر منځ شمالي او سويلي دواړو نيمو کرو د انسان د اوسېدنې لپاره مناسب معتدل کمربند درلود.

سرچينې[سمول]

  1. "Online Etymology Dictionary". Etymonline.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Montet, Pierre (2000), "Eternal Egypt"(Phoenix Press)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Kurt A. Raaflaub & Richard J. A. Talbert (2009). Geography and Ethnography: Perceptions of the World in Pre-Modern Societies. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 147. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-9146-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Siebold, Jim Slide 103 Archived 2018-09-29 at the Wayback Machine. via henry-davis.com – accessed 2008-02-04
  5. Catherine Delano Smith (1996). "Imago Mundi's Logo the Babylonian Map of the World". Imago Mundi. 8: 209–211. doi:10.1080/03085699608592846. JSTOR 1151277. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) pp.209
  6. Finel, Irving (1995). "A join to the map of the world: A notable discover": 26–27. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  7. Strabo, Geography, I, 1.
  8. James Rennell. The geographical system of Herodotus, examined and explained, by a comparison with those of other ancient authors and with modern geography. Bulmer, 1800. p672
  9. The Ancient History of Herodotus By Herodotus. p200. (cf., Asia is well inhabited; but from India eastward the whole country is one vast desert, unknown and unexplored).
  10. Die Umsegelung Afrikas durch phönizische Schiffer ums Jahr 600 v. Chr. Geb (1800)
  11. The Cambridge History of the British Empire. CUP Archive, 1963. p56
  12. Die umsegelung Asiens und Europas auf der Vega. Volume 2. By Adolf Erik Nordenskiöld. p148
  13. Geographical thought. By Lalita Rana. Concept Publishing Company, 2008. p6