د جعلي خبرونو وېب سايټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جعلي خبرونو وېب سايټونه چې د غولوونکو وېب سايټونو په نوم هم شهرت لري، هغه انټرنيټي وېب سايټونه دي چې په قصدي توګه جعلي او غولوونکو خبرونو، پروپاګانډا او ناسمو معلوماتو ته د ريښتينو/حقيقي  خبرونو  بڼه ورکوي. تر ډېره ټولنيزې رسنۍ د  وېب جعل  /فساد ته لار پرانيزي او اغېزې یې ډېروي. د طنزي وېب سايټونو پر خلاف د جعلي خبرونو وېب سايټونه په قصدي توګه د مشروعيت موندلو په هڅه کې دي خو په ظاهره د دوی کړنې د سياسي موخو او  پيسو تر لاسه کولو لپاره دي. د سياسي دروغو دا ډول وېب سايټونه په هند، جرمني، اندونيزيا او فليپين، سويډن، مکسيکو، ميانمار او متحده ايالتو کې دود دي. ډېری سايټونه د روسيې، شمالي مقدونيې، رومانيا او متحده ايالاتو له خوا رامنځته يا دود شوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د پوښښ بیاکتنه[سمول]

د اروپا اړوند یوې ځايي ورځپاڼې د جعلي خبرونو ښېرازي/ پراختيا يو ډول اروايي جګړه بللې ده. د رسنيو د ځينو شننوکو په اند دا د ديموکراسۍ پر وړاندې ګواښ دی. په ۲۰۱۶ کال کې د اروپا د پارلمان د بهرنيو اړيکو کمېټې د يوه پرېکړه‌ليک  په تصويبولو سره د روسيې دولت ته خبردارۍ ورکړ چې د جعلي خبرونو د اجينسيو او انټرنيټي ټرول (هغه ډله کسان چې پر مجازي نړۍ د نورو د نظر جلبولو لپاره پاره‌وونکي او احساساتي ناسم معلومات خپروي) په کارولو سره د ناسمو معلوماتو او پروپاګند په خپرولو سره د ديموکراسۍ پر ارزښتونو باور کمزوری کوي. [۲۴][۲۵][۲۶]

په ۲۰۱۵ کال کې د سويډن  امنيتي خدمت او د ملي خونديتوب آژانس  له خوا خپور شوي راپور پايلو څرګنده کړه چې روسيه د جعلي خبرونو په کارولو او د پروپاګانډا په دودولو سره  « په ټولنه کې نفاق» ته لمن وهي. د سويډن د دفاع وزارت د احتمالي پېښو پر وړاندې خپله مدني اداره د روسيې له جعلي خبرونو سره د مبارزې لپاره موظفه کړه. غولوونکو/جعلي خبرونو په اندونيزيا او فليپين کې چېرته چې د ټولنيزو رسنيو کارول هم‌مهاله او پراخ دي او د سياسي ادعاګانو د اثبات لپاره محدودې سرچينې موجودې دي سياست اغېزمن کړی دی. د آلمان صدراعظمې انګېلا مېرکل د جعلي سايټونو، انټرنيټي ټرولونو (هغه ډله کسان چې پر مجازي نړۍ د نورو د نظر جلبولو لپاره پاره‌وونکي او احساساتي ناسم مالومات خپروي) او رباتونو د ټولنيزو اغېزو په هکله خبرداری ورکړ. [۲۷]

په ۲۰۱۶ کال کې د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال پر ټولنيزو رسنيو جعلي مقالې خپرې شوې، د امريکا پر اطلاعاتي ټولنې سربېره څو رسمي سرچينو وويل چې روسيه د جعلي خبرونو په خپرولو کې ښکېله ده. د FireEye په نوم د کمپيوټري خونديتوب کمپنۍ موندلې چې روسيه ټولنيزې رسنۍ د جعلي خبرونو او کيسو د خپرولو لپاره کاروي او دا يې د مجازي /سايبري جګړې لپاره يو کمپاين ياد کړی. ګوګل او فېسبوک د جعلي سايټونو پر آنلاين مارکېټنګ/تبليغاتو بنديز ولګاوه. فېسبوک د حقيقت موندلو له يو وېب سايټ سره همکاري پيل کړه تر څو  جعلي او غولوونکي خبرونه وپېژني، هغه ادارې چې له دې طرحې څخه يې هرکلی وکړ دا دي:( Snopes.com, FactCheck.org, and PolitiFact) بارک اوباما وويل: حقيقتونو ته نه پاملرنې د بې‌ځايه خبرو  «ګرد یا ورېځ رامنځته کړې. » الېکس يانګر د پټو/محرمو اطلاعاتو د خدمتونو رييس وويل جعلي خبرونه او پرليکه/آنلاين پروپاګانډا د ديموکراتيک ملت لپاره خطرناکه ده. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

تعريف[سمول]

نيويارک ټايمز پر انټرنېټ جعلي خبرونه د هغه دروغي مقالو په توګه تعريف کړي چې په ټوله کې په قصدي توګه د لوستونکو د تېر ایستلو لپاره د کلېک بایټ (د ډېرو کتونکو او لوستونکو د پام راجلبول) په موخه جوړ شوي دي. پوليټوفکت جعلي خبرونه د هغې دروغي محتوا په توګه تشرېح کړي چې د لوستونکو د تېر ایستلو لپاره طرحه شوي او وروسته  د ګڼ شمېر هغو کسانو تر منځ چې پر انټرنېټ يې خپرول زياتوي په يو ويروس بدل شوي. ځينې نور بيا د ذاتي سيستمونو د ځانګړنو په کارولو سره د هغو سرچينو او چينلونو پر جوړولو بوخت دي چې جعلي خبرونه خپروي. د مثال په ډول د نندارچيانو/کتونکو د پېژندګلوۍ/هويتي، ذهني او ګوندي/حزبي تړاو سره لوبې کول، د جعلي خبرونو ځينې وېب سايټونه له وېب سايټ سپوفېنګ (د جعلي وېب سايټ جوړول په داسې توګه چې لوستونکي په دې باوري کړي چې دا يوه باوري سرچينه ده) څخه کار اخلي او دا جوړښت د دې لامل کېږي چې ليدونکي  په دې باوري کړي چې دا لکه د MSNBC او ABC News په څېر د باور ‌وړ سرچينه ده. [۳۹][۴۰][۴۱]

جعلي خبرونه د متحده ايالاتو د ۲۰۱۶ کال تر ټاکنو د مخه په انټرنېټ او تبليغاتي ورځپاڼو کې موجود و، د هېلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ تر منځ د ټاکنيزو مبارزو د مخه جعلي خبرونو د ټاکنو پر بهير او راتلونکو پايلو تر دې کچې اغېز نه درلود خو د ۲۰۱۶ کال تر ټاکنو وروسته د جعلي خبرونو موضوع  په سياسي وسله بدله شوه او د کيڼ اړخ ( ټولنيزې برابرۍ) پلويانو ويل چې د ښي اړخ (سوسياليزم) پلويان جعلي خبرونه خپروي، په داسې حال کې چې دوهم لوري ادعا کوله چې هغه سانسور شوي دي. دا ډول پرلپسې شکايتونو ته په کتو د جعلي خبرونو تعريف  چې د داسې بحثونو لپاره کارول کېږي لا پېچلی دی. 

تر انټرنېټ وړاندې د دا ډول خبرونو تاريخچه[سمول]

په ورځپاڼو ليکلو کې غير اخلاقي کړنې له انټرنېټ څخه سلګونه کاله د مخه موجودې وې. ژېړ ژورنالېزم (هغه خبرونه او خبريالان چې د مسلکي اخلاقو له معيار څخه په سرغړونې غير اخلاقي راپورونه خپروي) د تاريخ په اوږدو کې چې د طلايي دورې په نوم پېژندل کېده، د اخلاقي معيارونو او مسلکي اخلاقو په نه مراعتولو سره په پراخه کچه راپورونه خپرېدل د مسلکي اخلاقو نه لرونکو خبريالانو به د جعلي نومونو، مرکو او کيسو په جوړولو سره د پوهانو په هکله د ناسمو خبرونو د خپرولو په موخه جعل کاوه. د ۱۸۹۰یمې لسيزې په جریان کې دغه ډول جعلي خبرونه د شخړې او تاوتریخوالي لامل شول. ژېړ ژورنالېزم د جوزوف پولېټزر او وېليم رانډولف هرسېټ  په نوم دوو  ورځپاڼو خپرونکو له‌خوا د ګټو د لوړولو په موخه دود/ رامنځته  شو او وروسته يې تر هغې کچې ناسم پوهای رامځته کړ چې په ۱۸۹۸ کال کې د اسپانيا  او امريکا تر منځ د جګړې لامل شو. په ۱۸۹۸ کال کې جې بي مانت ګومري ـ اېم ګورڼ يوه ليکنه خپره کړه چې د جعلي خبرونو په اړه يې کلکه نيوکه کړې وه او په تندو ټکو يې غندلې وه او ويلي يې و هغه څه چې جعلي خبرونه څرګندوي په مطلق ډول د پاروونکو/ احساساتي او ناسمو مقالو خپرول دي چې د ناپوهه او بدګومانه وګړو د بېلارۍ لپاره خپريږي. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

له ګلايويټس (د نظامي عملياتو نوم)  څخه د کارل هومک په نوم  يو آلماني سرتېري د راډيويي خپرونو له لارې داسې ښکارندويي کوله چې ګواکي دی يو پولنډی ترهګر دی او راډيويي سټېشن يې په خپله ولکه کې نيولی خو کله يې چې د جرمني د ننه او بهر له نورو سټېشنونو څخه رسميت تر لاسه کړ  په بله ورځ يې د پولنډ پر ضد د هېټلر د جګړې اعلان ته لمن ووهله. د يو اس اې ټوډې (د امريکايي ورځپاڼې نوم) په حواله هغه ورځپاڼې چې په عام ډول د جعلي خبرونو د خپرولو تاريخچه لري دا دي: ګلوب، ويکلي ورلډ نيوز او نېشنل اېنکوايرر.[۴۷]

ښکاره سرچينې[سمول]

د جعلي خبرونو په وېب سايټونو کې چې په انفرادي توګه ناسم تبليغات خپروي تر ټولو نوميالي سايټونه په روسيه، شمالي مقدونيې، رومانيا او متحده ايالاتو پورې تړاو لري.  [۴۸][۴۹][۵۰]

شمالي مقدونيه[سمول]

د متحده ايالاتو د ۲۰۱۶ کال ټاکڼو په بهير کې ډېری څارل شوي جعلي خبرونه د مقدونيې چې اوس د شمالي مقدونيې په نوم ياديږي د نويو ځوانانو په ځانګړې توګه د وېلز ښار وګړو له خوا خپاره شوي. د وېلز ښار ۵۰۰۰۰ کسيز نفوس په لرلو سره د مقدونيې په منځنۍ برخه کې پروت دی، د بې روزګارۍ کچه په کې لوړه ده او د ورځني مزد منځنۍ کچه په کې ۴۸۰۰ امریکايي ډالره ده. د جعلي خبرونو څخه تر لاسه شوی عايد د ان بي سي ورځپاڼې له خوا د طلايي معدن په نوم ياد شوی او مشرانو د دې عايد په ملاتړ ويلي دوی خوشحاله دي چې ځوانان کار کوي. سلاوچوچاديوي د وېلز ښاروال وويل دی د ځوانانو له کړنو څخه خواشينی نه دی ځکه دا د مقدونيې له قانون سره په ټکر کې نه دي او د هغوی شتمني په مالياتو کې برخه اخلي او دی به خوشحاله وي که چېرې د وېلز چال په ټاکنو کې د ټرامپ په ګټه اغېزمن پريوځي. [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

د بزفيډ او ګارډین په نوم ورځپاڼو د بېلابېلو څېړنو په لړ کې وموندله چې د وېلز نويو ځوانانو له ۱۰۰ څخه زيات جعلي سايټونه جوړ کړي چې د ډونالډ ټرامپ په پلوۍ جعلي کيسې خپروي. نويو ځوانانو د بارني سنډېرس په هکله جعلي کيسې و ازمويلي خو وروسته يې وموندل چې د ټرامپ په پلوۍ د کيسو مينه‌وال ډېر دي. د ۲۰۱۶ کال تر ټاکنو د مخه ځوانانو د جعلي طبي مشورو د سايټونو له لارې پيسې ګټلې د ۲۰۱۶ کال په اګسټ مياشت کې د الېکس په نوم يو ځوان له ګارډېن سره په مرکه کې وويل دغه چل به له دې پرته چې څوک به د ټاکنو ګټونکی شي  بيا هم ګټور پاتې کېدای شي. الکس زياته کړه چې هغه د ځينو مطالبو لپاره له نورو وېب سايټونو څخه د مقالو د غلا او کاپي کولو چاره هم عملي کړې وه چې کولی يې شوی د ورځې څو زره ډالر پرې ترلاسه کړي خو هغه په منځنۍ کچه يوازې په  مياشت کې څو زره ډالر کېدل. [۵۵][۵۶][۵۷]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Bartolotta, Devin (9 December 2016), "Hillary Clinton Warns About Hoax News On Social Media", WJZ-TV, د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Wemple, Erik (8 December 2016), "Facebook's Sheryl Sandberg says people don't want 'hoax' news. Really?", The Washington Post, د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Weisburd, Andrew; Watts, Clint (6 August 2016), "Trolls for Trump - How Russia Dominates Your Twitter Feed to Promote Lies (And, Trump, Too)", The Daily Beast, د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. LaCapria, Kim (2 November 2016), Snopes' Field Guide to Fake News Sites and Hoax Purveyors - Snopes.com's updated guide to the internet's clickbaiting, news-faking, social media exploiting dark side., Snopes.com, د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lewis Sanders IV (11 October 2016), "'Divide Europe': European lawmakers warn of Russian propaganda", Deutsche Welle, د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Neudert, Lisa-Maria; Howard, Philip; Kollanyi, Bence (16 July 2019). "Sourcing and Automation of Political News and Information During Three European Elections". Social Media + Society. 5 (3): 205630511986314. doi:10.1177/2056305119863147. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2 June 2015 باندې). The Agency.
  8. Vij, Shivam (27 May 2020). "India's anti-Muslim fake news factories are following the anti-Semitic playbook". ThePrint (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sahoo, Niranjan. "How fake news is complicating India's war against COVID-19". ORF (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2 December 2016 باندې). Fake news: an insidious trend that's fast becoming a global problem.
  11. "Merkel warns against fake news driving populist gains", Yahoo! News, Agence France-Presse, 23 November 2016, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۹ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Mozur, Paul; Scott, Mark (17 November 2016), "Fake News on Facebook? In Foreign Elections, That's Not New", The New York Times, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Concern over barrage of fake Russian news in Sweden", The Local, 27 July 2016, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kragh, Martin; Åsberg, Sebastian (5 January 2017). "Russia's strategy for influence through public diplomacy and active measures: the Swedish case". Journal of Strategic Studies. 40 (6): 773–816. doi:10.1080/01402390.2016.1273830. S2CID 157114426. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Frenkel, Sheera (20 November 2016), "This Is What Happens When Millions Of People Suddenly Get The Internet", BuzzFeed News, د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Russian propaganda effort likely behind flood of fake news that preceded election", PBS NewsHour, Associated Press, 25 November 2016, د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Russian propaganda campaign reportedly spread 'fake news' during US election", Nine News, Agence France-Presse, 26 November 2016, د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Chen, Adrian (27 July 2016), "The Real Paranoia-Inducing Purpose of Russian Hacks", The New Yorker, د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Tynan, Dan (24 August 2016), "How Facebook powers money machines for obscure political 'news' sites - From Macedonia to the San Francisco Bay, clickbait political sites are cashing in on Trumpmania – and they're getting a big boost from Facebook", The Guardian, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Gilbert, Ben (15 November 2016), "Fed up with fake news, Facebook users are solving the problem with a simple list", Business Insider, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۶, Some of these sites are intended to look like real publications (there are false versions of major outlets like ABC and MSNBC) but share only fake news; others are straight-up propaganda created by foreign nations (Russia and Macedonia, among others). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Townsend, Tess (21 November 2016), "Meet the Romanian Trump Fan Behind a Major Fake News Site", Inc. magazine, ISSN 0162-8968, د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Sydell, Laura (23 November 2016), "We Tracked Down A Fake-News Creator In The Suburbs. Here's What We Learned", All Things Considered, National Public Radio, د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. staff, THR (17 November 2016), "Facebook Fake News Writer Reveals How He Tricked Trump Supporters and Possibly Influenced Election", The Hollywood Reporter, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Concern over barrage of fake Russian news in Sweden", The Local, 27 July 2016, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Merkel warns against fake news driving populist gains", Yahoo! News, Agence France-Presse, 23 November 2016, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۹ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Lewis Sanders IV (11 October 2016), "'Divide Europe': European lawmakers warn of Russian propaganda", Deutsche Welle, د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Concern over barrage of fake Russian news in Sweden", The Local, 27 July 2016, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Russian propaganda effort likely behind flood of fake news that preceded election", PBS NewsHour, Associated Press, 25 November 2016, د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Russian propaganda campaign reportedly spread 'fake news' during US election", Nine News, Agence France-Presse, 26 November 2016, د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Watkins, Ali; Frenkel, Sheera (30 November 2016), "Intel Officials Believe Russia Spreads Fake News", BuzzFeed News, د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Frederick, Kara (2019). "The New War of Ideas: Counterterrorism Lessons for the Digital Disinformation Fight". Center for a New American Security. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  32. Merlo, Carlos (2017), "Millonario negocio FAKE NEWS", Univision Noticias الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Strohm, Chris (1 December 2016), "Russia Weaponized Social Media in U.S. Election, FireEye Says", Bloomberg News, د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Google and Facebook target fake news sites with advertising clampdown", Belfast Telegraph, 15 November 2016, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Gunaratna, Shanika (15 November 2016), "Facebook, Google announce new policies to fight fake news", CBS News, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Silverman, Craig (15 December 2016), "Facebook Is Turning To Fact Checkers To Fight Fake News", BuzzFeed News, د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Ribeiro, John (14 November 2016), "Zuckerberg says fake news on Facebook didn't tilt the elections", Computerworld, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Waterson, Jim (8 December 2016), "MI6 Chief Says Fake News And Online Propaganda Are A Threat To Democracy", BuzzFeed News, د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Tavernise, Sabrina (7 December 2016), "As Fake News Spreads Lies, More Readers Shrug at the Truth", The New York Times, د کتاب پاڼې A1, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۶, Narrowly defined, 'fake news' means a made-up story with an intention to deceive, often geared toward getting clicks. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Kertscher, Tom (13 December 2016), "PolitiFact's Lie of the Year 2016: Fake news", Milwaukee Journal Sentinel, د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Gelfert, Axel (2018), "Fake News: A Definition", Informal Logic Vol. 38, No. 1, 38, د کتاب پاڼې 109, doi:10.22329/il.v38i1.5068 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په 8 December 2017 باندې). Back in the 1890s, fake news helped start a war. Public Radio International
  43. (په 18 December 2016 باندې). The Long and Brutal History of Fake News. Politico.
  44. (په 26 November 2016 باندې). How the Google and Facebook era drove news back to yellow press excesses.
  45. (په 2 December 2016 باندې). The Fake web: why we're so apt to believe fake news, apps and reviews.
  46. Mourão, Rachel R.; Robertson, Craig T. (2019). "Fake News as Discursive Integration: An Analysis of Sites That Publish False, Misleading, Hyperpartisan and Sensational Information". Journalism Studies. 20 (14): 2077–2095. doi:10.1080/1461670x.2019.1566871. S2CID 149808827. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. (په 29 August 2009 باندې). World War II's first victim.
  48. Tynan, Dan (24 August 2016), "How Facebook powers money machines for obscure political 'news' sites - From Macedonia to the San Francisco Bay, clickbait political sites are cashing in on Trumpmania – and they're getting a big boost from Facebook", The Guardian, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Gilbert, Ben (15 November 2016), "Fed up with fake news, Facebook users are solving the problem with a simple list", Business Insider, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۶, Some of these sites are intended to look like real publications (there are false versions of major outlets like ABC and MSNBC) but share only fake news; others are straight-up propaganda created by foreign nations (Russia and Macedonia, among others). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Townsend, Tess (21 November 2016), "Meet the Romanian Trump Fan Behind a Major Fake News Site", Inc. magazine, ISSN 0162-8968, د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Tynan, Dan (24 August 2016), "How Facebook powers money machines for obscure political 'news' sites - From Macedonia to the San Francisco Bay, clickbait political sites are cashing in on Trumpmania – and they're getting a big boost from Facebook", The Guardian, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Condliffe, Jamie (15 November 2016), "Facebook's Fake-News Ad Ban Is Not Enough", MIT Technology Review, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. Smith, Alexander; Banic, Vladimir (9 December 2016), "Fake News: How a Partying Macedonian Teen Earns Thousands Publishing Lies", NBC News, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "In Macedonia's fake news hub, this teen shows how it's done", CBS News, Associated Press, 2 December 2016, د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. Silverman, Craig; Alexander, Lawrence (3 November 2016), "How Teens In The Balkans Are Duping Trump Supporters With Fake News", BuzzFeed News, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. Woolf, Christopher (16 November 2016), Kids in Macedonia made up and circulated many false news stories in the US election, Public Radio International, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. Daro, Ishmael N.; Silverman, Craig (15 November 2016), "Fake News Sites Are Not Terribly Worried About Google Kicking Them Off AdSense", BuzzFeed, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)