د جرمني کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جرمني کلتور په اروپا کې د دیني او سېکولر دواړو په ګډون د لویو فکري او پراخو ولسی غورځنګونو څخه بڼه اخیستې ده. له تاریخي پلوه جرمني د داس لنډ دېرډیچټر انډ ډنکرــ Das Land der Dichter und Denker  (د شاعرانو او مفکرینو هېواد) بلل شوی دی. جرمنی کلتور له هغو جرمنیو قومونو څخه چې د ژېړو په دوره (Bronze Age) کې په لوېدیځه او مرکزي اروپا کې اوسېدل، سرچینه اخیستې ده. د جرمني کلتور تر ټولو لومړني شواهد د یاستروف کلتور ته ورګرځي. له جرمنیو قومونو سره اړیکې د بېلابېلو یوناني-رومي لیکوالانو له خوا شرح شوې دي. تر ټولو لومړنۍ پراخه لیکنه چې په جرمني کلتور باندې تر سره شوې ده د روم د سترواکۍ په دوره کې د تاسیتوس په جرمنیا اثر کې لیدل کېدی شي.[۱]

تاریخ[سمول]

جرمن کلتور د زرګونو کلونو لپاره د اروپا د اوج د نقطې په توګه پاتې شوی دی. جرمني د بېلابېلو مهمو ښکارندو لکه د مهاجرت د دورې، د کارولینجي سترواکۍ، د روم د مقدسې سترواکۍ، د منځنیو پېړو د رنسانس لکه د کارولینجي رنسانس، علمیت پالنې، د هانزایي اتحاد، جرمن رنسانس، د چاپ انقلاب، د پروتستانت اصلاحاتو، پروشیا، رومناتېسېزم خوځښت، رایش جرمني، وایمار او ملي سوسیالېزم لپاره د مرکز په توګه پاتې شوی دی.

په جرمني کې یو شمېر عمومي رخصتۍ شته. دا هېواد په ځانګړې توګه په میونیخ کې د خپل اکتوبرفېست د لمانځنو لپاره، د خپل کارنیوال یا لمانځنو د رسم او دود لپاره او د کرېسمس په تړاو په نړیواله کچه د خپلو اغېزناکو دودونو لپاره چې په وایناختن (Weihnachten) سره شهرت لري. د اکتوبر درېیمه له ۱۹۹۰ز کال څخه راهیسې د جرمني ملي ورځ ده چې د جرمني د یوځای کېدو د ورځې (Tag der Deutschen Einheit) په توګه لمانځل کېږي. یونیسکو په جرمني کې ۴۶ ملکیتونه د نړۍ د میراث په فهرست کې ثبت کړي دي. بي بي سي ته یوې نړیوالې نظر سنجۍ وښودله چې جرمني په ۲۰۱۱، ۲۰۱۲، او ۲۰۱۴ز کلونو کې  د نړۍ لپاره د تر ټولو ډېرې مثبتې اغېزمنتیا لپاره پېژندل شوی دی. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

ژبه[سمول]

جرمني ژبه د جرمني هېواد رسمي او جرمني کې په غالب ډول ورباندې خبرې کېږي. نوموړې ژبه په اروپایي اتحادیه کې له ۲۳ رسمي ژبو څخه یوه او د انګلیسي او فرانسوي ژبو په څنګ کې د اروپایي کمېسیون له دریو کاري ژبو څخه ده. په جرمني کې په رسمیت پېژندل شوې اقلیت ژبې ډنمارکي، صوربي (موخه له صربي ژبې نه پرته بله هغه ده)، شمالي فریزي او ساترلنډي فریزي دي. له دې هاخوا ښکتنۍ جرمني ژبه د سیمه ییزې ژبې په توګه کارول کېږي. له نوموړو ژبو څخه په رسمي ډول د ځایي یا اقلیت ژبو لپاره اروپایي منشور (ECRML) له خوا ساتنه کېږي. د مهاجرینو له ژبو څخه تر ټولو ډېرې کارېدونکې هغه یې ترکي، کوردي، پولنډي، د بالکان ژبې، او روسي دي. [۸][۹]

ستندرده یا معیاري جرمني ژبه یوه لوېدیځه جرمنۍ ژبه ده او د انګلیسي، هالنډي او فریزي ژبو سره نږدې تړاو لري او د هغوی تر څنګ صنف بندي کېږي. تر یوې لږې کچې پورې، نوموړې ژبه له ختیځې (منقرضې شوې) او شمالي جرمني ژبو سره تړلې ده. د جرمني ژبې زیاتره لغتونه د اندو اروپایي ژبو د کورنۍ له جرمني څانګې څخه راویستل شوي دي. یو د پام وړ شمېر کلیمې له لاتیني او یوناني څخه، ورسره په څنګ کې یو کوچنی شمېر له فرانسوي او په دې نږدې وختونو کې له انګلیسي څخه (چې ډي-انګلشچ بلل کېږي) راویستل شوې دي. جرمني ژبه له لاتیني الفبا سره لیکل کېږي. د ۲۶ ستندردو تورو په څنګ کې جرمني ژبه د دوو ټکو له تفکیک کوونکو نښو سره دری واول توري لري چې له ä، ö، ü څخه عبارت دي او همدارنګه اسزت یا سچارفس S  (تېره س) توری هم لري چې د "ß" په توګه لیکل کېږي. جرمني لیکدود د اصلاحاتو له یوې لړۍ څخه تېر شوی دی چې تر ټولو نږدې اصلاحات په ۱۹۹۶ز کال کې ورباندې پلي شوي دي. [۱۰]

جرمني لهجې د ستندرد جرمني ژبې له بېلابېلو ژبنیو بڼو (varieties ) څخه تشخیصېږي. جرمني لهجې دودیزې سیمه ییزې ژبنۍ بڼې دي او بېلابېلو جرمني قومونو ته ورګرځېدی شي. له دغو لهجو څخه زیاتره یې په ستندرد ژبې د یوه خبرې کوونکي لپاره د پوهېدو وړ نه دي، ځکه چې نوموړې لهجې زیاتره وخت په لغت پوهنه، آواز یا فونوګرافۍ، او نحوه کې توپیر لري.[۱۱]

جرمنۍ ژبه په ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې په توګه تقریباً ۱۰۰ میلیونه خبرې کوونکي، او همدارنګه د ۸۰ میلیونو په شاوخوا کې هغه خبرې کوونکي لري چې جرمني یې مورنۍ ژبه نه ده. جرمني ژبه د ۹۰ میلیونه په شاوخوا کې خلکو اصلي ژبه ده چې دا خلک د  اروپایي اتحادیې ٪۱۸ تشکیلوي. ٪۶۷ جرمني اتباع ادعا کوي چې لږ تر لږه په یوه بهرنۍ ژبه، او ٪۲۷ یې له خپلې لومړنۍ ژبې څخه پرته په لږ تر لږه دوو ژبو د اړیکې ټینګولو وړتیا لري[۱۲][۱۳]

د جرمني کلتور په نړۍ کې په تیت او پرک شوو جرمنیانو (German diaspora) کې، د جرمن کلتور اړخونه په ځوانو نسلونو باندې د نوم اېښودنې د رسم او رواج او د لیکلې او ویل کېدونکې جرمنۍ ژبې  له لارې لېږد مومي. د ګوېته انستېتیوت په دې لټه کې دی چې د جرمني کلتور پوهه د نړۍ په کچه خوره کړي. اوسمهال په مجموعي ډول ۱۵.۵ میلیونه خلک د دویمې ژبې په توګه په جرمني په زده کړه بوخت دي.[۱۴]

ادبیات[سمول]

د جرمني ژبې ادبیات په منځنیو دورو کې د سپړنې وړ دي، چې په نوموړو دورو کې یې تر ټولو د یادونې وړ لیکوالان والتر فون دېر ووګلویدې او وولفورام فون اشنباچ دي. د نيبېلونګلید حماسي کتاب هم، چې لیکوال یې نا معلوم دی، او ورسره د ثېدریکساګا اثر د ددې دورې مهم اثرونه دي. د افسانوي کیسو هغه مجموعې چې په ۱۹مه پېړۍ کې د یعقوب او ویلهیم ګریم په واسطه راټولې او چاپ شوې دي، د نړۍ په کچه شهرت وموند.

الهیات پوه مارتین لوتر ته، چا چې انجیل جرمنۍ ژبې ته وژباړه، په پراخه کچه د نوې عالي جرمنۍ ژبې د بنسټ اېښودو لپاره  اعتبار ورکول کېږي.

تر ټولو ډېر د تحسین وړ جرمني فیلسوفان او لیکوالان لاسنګ، یوهان ولفگانگ فون ګوېته، فریدریش شیلر، کلیست، هوفمن، برتولت برشت، هاینریش هاینه او شمېت دي. په ادبیاتو څانګه کې نهو جرمنیانو د نوبل جایزه ګټلې ده: چې له تهیودور مومسن، پاول فون هېسې، ګېرهارت هاپتمن، توماس من، نېلي ساشز، هېرمان هېسې، هِنریک بُول، ګونتر ګراس او هرتا مولر څخه عبارت دي.

فلسفه[سمول]

د معاصرو طبیعي علومو ظهور او له هغه سره په تړاو د دین زوال د پوښتنو یوه لړۍ رابرسېره کړه، کومې چې د جرمني په فلسفه کې د علم او عقیدې، استدلال او عاطفې، او د نړۍ د علمي، اخلاقي او هنري لیدلورو تر منځ د اړیکو په تړاو په پرله پسې ډول تکرارېږي.

جرمني فیلسوفانو ان له منځنیو پېړیو څخه (البرتوس مګنوس) لوېدیځې فلسفې ته په بڼې ورکولو کې مرسته کړې ده. وروسته، لېبنیز (په ۱۷مه زېږدیزه پېړۍ کې) او له هغه څخه په ډېره مهمه بڼه امانوېل کانت د فلسفې په تاریخچه کې مرکزي رولونه لوبولي دي. د کانت فلسفې د شوپنهاور، او نیچه کار ته او همدارنګه جرمني ایدیالېزم ته چې ورنه  د فېچت او هېګل له خوا دفاع شوې ده، الهام ورکړی دی. مارکس او انګلز د ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ په دویمه نیمایي کې کمونېستي نظریې ته پراختیا ورکړه، په داسې حال کې چې هیدېګر او ګادامر په شلمه زېږدیزه پېړۍ کې د جرمني فلسفې دود تعقیب کړ. یو شمېر جرمني روشن فکران همداراز په ټولنپوهنه کې اغېزناک ثابت شوي دي چې تر ټولو مهم یې تیودور ادورنو، الیاس، هابېرماش، مکس هورخیمر، نیکلاس لوهمان، هربرت مارکوز، جورج سمویل، فریدناند تونیز او مکس وېبر دي. د برلین پوهنتون چې په ۱۸۱۰ز کال کې د ژبې پېژندونکي او فیلسوف وېلیام فون همبولد له خوا تاسیس شو، د یو شمېر معاصرو لوېدیځو پوهنتونونو لپاره یې د یوې اغېزناکې الګو په حیث عمل کړی دی.

په ۲۱مه زېږدیزه پېړۍ کې جرمني د اروپا په قاره کې د فرانسې، اتریش، سویزرلنډ اوسکندنویایي هېوادونو (ډنمارک، سویډن، ناروې)  په څنګ کې د معاصرې تحلیلي فلسفې د پراختیا لپاره یو مهم هېواد بلل شوی دی. [۱۵]

موسیقي[سمول]

د موسیقۍ په څانګه کې، جرمني ادعا لري چې د باچ او بیتوېن په ګډون د نړۍ په کچه ډېر زیات مشهور کلاسیک کمپوزران لري، څوک چې د لوېدیځې کلاسیکې موسیقۍ د کلاسيک او رومانتیکې دورې تر منځ په لېږد کې د یادونې وړ بلل شوي دي. جرمنیانو همدارنګه، زیات شمېر لوتري مذهبي سندرو او ترانو ته پراختیا ورکړې ده.

د اتریشي-جرمني دستور او دود نور هغه کمپوزران چې نړیوال شهرت ته ورسېدل ولفګانګ امادیوس موزارت، یوهانس براهمز، واګنر، هایدن، فرانتس شوبرت، هاندل، روبرت شومان، فلیکس مندلسون، بارتولدي، دویم یوهان شتراوس، ماهلر، جیورج فیلیپ ټیلیمن، ریچارډ شتراوس، ارنولډ شونبرګ، کار اورف، او ډېر وروستني، هانس ورنر هنتسه، هلموت لاچنمان، او کارل هاینز اشتوکهاوزن پکې شامل دي.[۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې  [سمول]

  1. Wasser, Jeremy (په 6 April 2006 باندې). Spätzle Westerns.
  2. MacGregor, Neil (28 September 2014). "The country with one people and 1,200 sausages". BBC. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Christmas Traditions in Austria, Germany, Switzerland". German Ways. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 7 March 2011 باندې). Views of US Continue to Improve in 2011 BBC Country Rating Poll. Worldpublicopinion.org.[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  5. (په 23 May 2013 باندې). BBC poll: Germany most popular country in the world. BBC
  6. (په 4 June 2014 باندې). World Service Global Poll: Negative views of Russia on the rise. BBC.co.uk.
  7. "World Heritage Sites in Germany". UNESCO. د اصلي آرشيف څخه پر 12 مې 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه 3 اکتوبر 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. European Commission (2006). "Special Eurobarometer 243: Europeans and their Languages (Survey)" (PDF). Europa (web portal). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)European Commission (2006). "Special Eurobarometer 243: Europeans and their Languages (Executive Summary)" (PDF). Europa (web portal). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Full list". Treaty Office (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. European Commission (2004). "Many tongues, one family. Languages in the European Union" (PDF). Europa (web portal). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Germany - Languages". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. National Geographic Collegiate Atlas of the World. Willard, Ohio: R.R Donnelley & Sons Company. April 2006. د کتاب پاڼي 257–270. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7922-3662-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. European Commission (2006). "Special Eurobarometer 243: Europeans and their Languages (Survey)" (PDF). Europa (web portal). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)European Commission (2006). "Special Eurobarometer 243: Europeans and their Languages (Executive Summary)" (PDF). Europa (web portal). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Attractive Language". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Searle, John. (1987). The Blackwell Companion to Philosophy, "Introduction". Wiley-Blackwell.
  16. "Bundesverband Musikindustrie: Deutschland drittgrößter Musikmarkt weltweit". Musikindustrie.de. 13 اپریل 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 8 April 2011 باندې). Kraftwerk maintain their legacy as electro-pioneers. Deutsche Welle
  18. BBC Radio 1 Documentary Retrieved 2006, 10 December