د جرمني له خوا د بریتانیا بمباري، ۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ زکال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جرمني په لومړۍ نړیواله جګړه کې د بریتانیا پر ضد هوايي عملیات ترسره کړل. د سمندري الوتکو په واسطه له یو شمېر بریدونو وروسته اصلي عملیات د ۱۹۱۵ زکال په جنوري میاشت کې د هوايي بېړیو په واسطه پیل شول. د اوربند تر مهاله د سمندري پوځ هوايي برخې (Marine-Fliegerabteilung) او د جرمني سلطنتي هوايي ځواک (Die Fliegertruppen des deutschen Kaiserreiches) د بمباریو څه باندې ۵۰ بریدونه ترسره کړل. په دغو بریدونو کې چې په بریتانیا کې تر ډېره د سپلین (Zeppelin) بریدونو په نومونو بلل کېدل، له شوات – لانز (Schütte-Lanz) هوايي بېړیو څخه هم ګټنه وشوه.

د هوا حالاتو او همدارنګه به د شپې تیارې د هوايي بېړیو کنټرول او بمبار له ستونزو سره مخ کاوه. بمونه به تر ډېره پورې له موخې څخه څو مایله لرې غورځېدل (په لندن او کینګسټون آپان هال برید) او په دغو بریدونو کې د پوځي تاسیساتو په نښه کېدل یوازې چانس ته اړوند و. د سپلینونو له امله ملکي تلفاتو دغه ډول عملیات د کرکې په موضوع واړول. ورته مهال د بریتانیا دفاعي اقداماتو بیا د هوايي بېړیو بریدونه لاپسې ګواښوونکي کړل؛ له همدې امله په ۱۹۱۷ زکال کې د هوايي بېړیو ځای تر ډېرې کچې پورې الوتکو ونیو. د دغو بریدونو پوځي اغېز ډېر لږ و، خو د ګواښ د خبرداري، په صنعتي تولید کې د اختلال او همدارنګه له لویدیځې جبهې څخه د منابعو د انحراف لامل ګرځېدل. د دغه ډول بریدونو پر وړاندې د دفاع په برخه کې اندېښنې چې مسئولیت یې د سمندري پوځ د لوی درستیزیت او د جګړې د دفتر ترمنځ ویشل شوی و؛ لامل وګرځېدې د یان سموت تر نظر لاندې پارلماني څېړنې وشي او همدارنګه د ۱۹۱۸ زکال د اپرېل په لومړۍ نېټه سلطنتي هوايي ځواک تاسیس شي. [۱]

د دغې جګړې په اوږدو کې د هوايي بېړیو په واسطه په بریتانیا ۵۱ بریدونه ترسره شول چې له امله یې ۵۵۷ تنه مړه او ۱۳۵۸ تنه نور ټپیان شول. دغو هوايي بېړیو ۵۸۰۶ بمونه وغورځول چې د ۱۵۲۷۵۸۵ پونډو په کچه یې زیان واړوه. په دغو بریدونو کې ۸۴ هوايي بېړیو ونډه لرله چې ۳۰ دانې یې یا راوغورځول شوې او یا هم په یو شمېر پېښو کې ورکې شوې. الوتکو بیا ۵۲ بریدونه ترسره کړل چې ۲۷۷۲ بمونه وغورځول او ټولیز وزن یې د لوی ټن له مخې ۷۳.۵ ټنه (۷۴.۷ ټنه) و. په دغو بریدونو کې ۸۵۷ تنه مړه او ۲۰۵۸ تنه ټپیان شول؛ سربېره پر دې یې ۱۴۳۴۵۲۶ پونډه زیان واړوه. د یو شمېر لیکوالانو له خوا د جرمنانو دغه بمبارۍ د لومړي بلیتس په نامه یادېږي چې د دویمې نړیوالې جګړې بلیتس بمباریو ته اشاره لري. [۲][۳][۲][۴]

۱۹۱۴ زکال[سمول]

په لرې فاصله کې د جرمني لومړنۍ بمبارۍ[سمول]

د ۱۹۱۴ زکال د اګست په ۶مه نېټه د جرمني پوځ سپلین زیډ ۶(Z VI) الوتکو د بلجیم لیژ ښار بمبارد کړ او له امله یې ۹ ملکي وګړي مړه شول. لس تنه نور د اګست په ۲۵مه او د سپټمبر په ۲مه په انتورپ باندې د شپنیو بریدونو له امله ووژل شول. د جګړې په لومړۍ میاشت کې جرمني د د اوسټنډ کفترو د وړونکې ډلې « Brieftauben Abteilung Ostende» په نامه د هوايي پوځ یوه ډلګۍ تاسیس کړه؛ دا یو پرمختللی هوايي واحد و چې قومنداني یې جګړن ویلهلم سیګرت کوله او دنده یې هم لرې مزل وهونکو الوتکو ته له لاسرسي وروسته د کانال د بنادرو بمباري وه. د جګړې په پیلنیو میاشتو کې یو جرمنی پیلوټ چې توب الوتکه یې پورته کوله په مکرر ډول سره یې په پاریس بمونه وغورځول. په لومړني برید کې پنځه کوچني بمونه او یو یاددښت شامل و چې د پاریس او فرانسوي وګړو د چټکې تسلیمۍ غوښتنه یې په کې کړې وه. د لویدیځې جبهې له جوړېدو وړاندې د جرمني الوتکو په پاریس باندې څو بریدونه وکړل او د نوتردام کلیسا ته یې هم لږ زیان واړوه. په انګلستان باندې د بمباریو لومړي بریدونه د کانال په بندرونو ترسره شول. جرمني مطبوعاتو هم هغه برید ته اشاره وکړه چې د اکتوبر په ۲۷مه ترسره شو، خو په دغه تاریخ باندې په بریتانیا کې د هېڅ پېښې شواهد شتون نه لري. [۵][۶][۷][۸][۹]

په بریتانیا لومړنی برید[سمول]

په بریتانیا باندې لومړنی ښکاره برید د ډسمبر په ۲۱مه نېټه وشو؛ دغه ورځ له سویل لوري څخه نرم باد لګېده او میده باران هم ورېد. د غرمې په ۱:۰۰ بجه ۲۰۳ نمبر Friedrichshafen FF.29 الوتکې له I. Seeflieger-Abteilung څخه چې څلور ۴.۴ پونډي (۲ کیلوګرامي) بمونه یې لېږدول د بریدمن سټیفان فون پروډوژنسکي له خوا د څارونکي لوډویګ وي فرانکنبرګ په همکارۍ هوا ته پورته شوه؛ دغې الوتکې په ډوور کې د سمندري ځواک یوې اډې ته نږدې دوه بمونه وغورځول. د ډسمبر په ۲۴مه نېټه چې هوا ورېځ وه او له شمال ختیځ څخه نری نری باد لګېده ۲۰۴ نمبر FF.29 الوتکه د ډوور پر سر را ښکاره شوه؛ ټامي ټرسون چې په لیبرن واټ یې کې له خپل باغ څخه اسمان ته کتل او د کریسمس د ورځې د ډودۍ لپاره له خپل باغ څخه د کرم په راغونډولو پسې تللی و، یو شی یې ولید چې په آسمان کې په چټکۍ سره تېر او د هغه باغ یې والوزاوه؛ دی په ځمکه راولوېد او له امله یې سطحي ټپي شو. هغه مهال چې له خپل ځای څخه را جګ شو د ۱۰ فوټو په اوږدوالي او ۴ فوټو (۳ متره او ۱.۲ متره) په پلنوالي یو جسم یې ولید چې ټوټې یې پرتې وې. د نږدې کورونو کړکۍ ماتې شوې وې او د هغه ګاونډي جیمز بانکس چې هولیک یې راغونډول په ځمکه لوېدلی و. دغې الوتکې بل بم د ډوور قلا ته څېرمه وغورځاوه چې د یو شمېر ځایونو ښیښې یې ماتې کړې. په دغې الوتکې پسې یو بریتانوي پیلوټ خپله الوتکه پورته کړه خو وه نه توانېد هغه ومومي. [۶][۱۰][۱۱]

د شپې پر مهال بمباري[سمول]

د بریتانیا پرمختللي دفاعي سیسټم کاګول ۳ الوتکې اړ کړې چې شپنیو بمباریو ته مخه کړي، په پیل کې هوډ دا و چې دغه بمبارۍ د لنډ مهال لپاره وي، تر هغه چې پرمختللې الوتکې جوړې شي، خو ګوتا جي پنځه الوتکې ناهیلې کوونکې وې او له جي څلور الوتکو څخه غوره نه وې. جي پنځه او همدارنګه د ګوتا نور ماډلونه، آن جي اووه چې د ۲۰ زرو څخه تر ۲۳۰۰۰ فوټو (۶۰۰۰ – ۷۰۰۰ متره) ارتفاع کې د الوتنې لپاره جوړې شوې وې، هېڅکله هم د ورځې پر مهال د بمباریو لپاره په کافي کچه وړاندې نه شوې. شپنیو بریدونو د دفاعي سیسټمونو پر وړاندې تر یوه بریده الوتکې خوندي ساتلې، خو الوتنه او بېرته ناسته یې ډېره جنجالي کوله. ډیری الوتکې به په زیانمن شوي حالت کې بېرته هوايي ډګرونو ته راستنېدې او آن یو شمېر به یې د ناستې پر مهال له منځه تللې.

لومړنی شپنی برید د سپټمبر ۳/۴ نېټې د شپې پر مهال د چتهام پر وړاندې د پنځو ګوتا الوتکو ازمایښتي برید و. هوا نیمه وریځ وه او د باد چټکتیا هم په ۲۰۰۰ فوټه (۶۱۰ متره) ارتفاع کې په ساعت کې له ۱۰ مایلو (۱۶ کیلومتره) او په ۱۰۰۰۰ فوټه (۳۰۰۰ متره) کې له ۲۰ مایلو (۳۲ کیلومتره) څخه زیاته وه. الوتکې د شپې په ۱۰:۳۵ بجو په سویل ختیځ لوري کې د کېنټ، وېسټ ګېټ ته ورسېدې. هغه مهال چې الوتکو د تانت ټاپو پر سر الوتنه کوله دوه ۲۶ پونډي (۱۲ کیلوګرامي) بمونه یې راوغورځول چې په یوه کرونده کې ولوېدل. پنځه نور بمونه هم د سنټ پیټرز په کروندو او باغونو کې ولوېدل او څو شیشه یي کړکیو ته یې زیان واړوه. بلې یوې الوتکې د شپې په ۱۰:۴۵ بجو د سمندر پر لور پرواز وکړ او له څلورو هغو نورو الوتکو سره مل شوه چې د تمیز پر سر د پرواز په حال کې وې. دغې الوتکې یو ۲۶ پونډي (۱۲ کیلوګرامه) بم د شپې په ۱۱:۱۰ بجو پر چتم راوغورځاوه او بل یې هم د روچسټر د ګازو د کارخونې له خټو څخه په ډک ډنډ کې خطا کړ چې څوک په کې زیانمن نه شول. [۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Fredette 1976، صص. 212, 245.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Jones 2009e، ص. 164.
  3. Hanson 2009، ص. 452.
  4. Liddell Hart 1934، ص. 76.
  5. Baughen 2014، ص. 49.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Hanson 2009، صص. 17–18.
  7. Hanson 2009، ص. 17.
  8. Hanson 2009، صص. 62–63.
  9. Boyne 2003، ص. 99.
  10. Parker 2019a، صص. 53–54.
  11. Parker 2019a، ص. 53.
  12. Hanson 2009، صص. 224–226.