د جرمني له خوا د البانیا نیواک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جرمني له لوري د البانیا نیواک د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د ۱۹۴۳ او ۱۹۴۴ز کلونو ترمنځ پېښ شو. د ۱۹۴۳ز کال د سپټمبر په ۸مه نېټه د اېټالیا او متحدینو د وسله والو ځواکونو تر منځ له اوربند نه مخکې، البانیا د اېټالیې د ټولواکۍ سره د یو قانوني شخصي اتحاد پر بنسټ تړلې او په غیر رسمي ډول یې تر ادارې لاندې وه. د اوربند او له متحدینو ډلې څخه د اېټالیا له وتلو وروسته، د جرمني پوځي ځواکونه البانیا ته ننوتل او البانیا په دې توګه د جرمني تر نیواک لاندې راغله، د البانیا ټولواکي (په الباني ژبه: Mbretëria Shqiptare؛ په جرمني ژبه کې: Königreich Albanien) یې د یو متکي دولت په توګه رامنځته کړه.[۱][۲]

جرمنيانو د پاچا لومړي زوګ (King Zog I) تند لارو قانون پالو پلویانو پر وړاندې د بالی کومبیتار(Balli Kombëtar) ولسپاله ټلواله (ملي ټلواله) غوره کړه او نیواک د یادې ټلوالې او جرمنيانو تر منځ د ملتیا په هلو ځلو سره رامنځته شو. د جرمني تر نیواک لاندې البانیا د کوسوو د زیاتره برخو، همداراز د لوېدیځې مقدونیې، د صربستان د توتین ښار او د ختیځې مونټینیګرو د یوې تړانګې په ګډون د هغو سیمو اداره وساتله چې د اېټالیا د واکمنۍ په وخت کې یې ترلاسه کړې وې. د بالي کومبیتار ټلوالې پالیسي دا وه چې ټولې د الباني نفوس مېشتې سیمې تر یو واحد دولت لاندې ولري.[۳][۴][۵]

تاریخ[سمول]

د جرمني له لوري د البانیا نیواک او د یوې جرمنۍ البانیا جوړول[سمول]

ویرماچټ (نازي منظم پوځي ځواکونه) په داسې حال کې چې په البانیا باندې حملې ته په تمه وو، د بالکان د کوډ په نوم د کنسټنټین په نامه د اېټالیوي جایدادونو په تړاو یو لړ پوځي پلانونه جوړ کړل تر څو یې په عمل کې پلي کړي. او په لا کره بڼه، د جرمني د پوځي استخباراتو (Abwehr) د دویمې برخې واحدونه د ۱۹۴۳ز کال په اپرېل کې په هغو مخ پر زیاتېدونکو البانیایانو باندې د نفوذ اچولو لپاره چې له اېټالویانو څخه ناراضه شوي وو مېتروویکا (اوسنۍ کوسوو) ته واستول شول. په لا ډېر وضاحت سره، د ۱۹۴۳ز کال د جولای او اګست په میاشتو کې، د جرمني پوځ د البانیا هوایي ډګرونه او بندرونه ونیول، چې دا کار په ښکاره ډول د متحدینو له اټکلي برید څخه د اېټالیاوي البانیا ژغورل وو.[۶]

د اګسټ میاشتې په نیمایي کې، په البانیا کې د ۶۰۰۰ په شاوخوا کې جرمني ځواکونه موجود وو. لومړی سیاسي ګام چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا له حملې څخه مخکې کېښودل شو، د سویل ختیځې اروپا لپاره د رابېنټراپ (Ribbentrop) د ځانګړي استازي په توګه د هېرمان نیوباچر (Hermann Neubacher) ټاکل وو، نیوباچر د ویانا پخوانی ښاروال و. نیو باچر چې لا له پخوا یې په بالکان کې په اقتصادي چارو کې د هتلر د استازي په توګه فعالیت کاوه، په دې توګه د جګړې په دویمه نیمه کې په بالکان کې کلیدي جرمنه څېره شوه، که څه هم البانیا د نوموړي د مسئولیتونو د یوې برخې په توګه د سپټمبر تر لسمې نېټې ور ترغاړې شوې نه وه. د نیو باچر له تعینولو ورهاخوا، تورن فرانز وون شیګر مېتروویکا ته استول شوی و. شیګر چې له مخکې یې په اتریش-هنګري پوځ کې د یو افسر په توګه البانیا ته د تګ تجربه لرله، د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې تر منځ دورې له زیات شمېر البانیایي سیاستوالو سره یې د شخصي نفوذ له لارې بلدتیا درلوده.

جرمنیانو پلان درلود تر څو داسې یوه نا پېيلې خپلواکه البانیا رامنځته کړي چې له جرمنیانو سره د دوستانه اړیکو جوړوونکي یو حکوت له خوا اداره شي. وروسته له هغه چې د موکجي تړون البانیا ته د ژمنو ګوندونو (Albanian Partisans) له خوا مات شو، نو د یادو ګوندنونو (چې د یوګوسلاوي پارتیزنانو یا ژمنو ګوندونو له خوا یې ملاتړ کېده، چې بیا په خپل وار سره د هغوی د متحدینو له خوا ملا تړ کېده) او بالي کومبیتار ټلوالې تر منځ جګړې زور واخیست.

د ۱۹۴۳ز کال د سپټمبر په اتمه د اېټالوي ځواکونو له تسلیمېدو وروسته، جرمني پوځیانو په چټکۍ سره د دوو فرقو په واسطه په برید کولو سره البانیا ونیوله. جرمنيانو په تیرانا ښار کې یو نا پېیلی حکومت جوړ کړ.[۷]

د ۱۹۴۳ز کال د سپټمبر په لسمه مکسیمېلیان وون وېچ(Maximilian von Weichs) البانیایانو ته په خطاب کې داسې وویل،”د البانیا نیول اړین وو. موږ البانیا ته د دښمن په توګه نه، بلکې دوستانو په توګه راغلي یو، او هېڅ داسې یو دلیل نشته چې تاسې ووېرېږۍ. موږ به د اړتیا په صورت کې هر څومره ژر چې کېږي، البانیا پریږدو. موږ به تاسې ته په ټولو داخلي چارو کې آزادي درکوو او ستاسې په داخلي چارو کې به لاسوهنه نه کوو. موږ له تاسې څخه د پیروۍ غوښتنه کوو هر هغه څوک چې پیروي نه کوي سزا به ورکول کېږي"[۸]

د البانیا یو خپلواک دولت[سمول]

جرمنيانو پلان درلود چې یوه خپلواکه اداره په پښو ودروي، او په دې اړه یې هلې ځلې وکړې چې البانیاي مشران وهڅوي تر څو داسې یو حکومت جوړ کړي چې د هېواد اداره په خپله په لاس کې واخلي. زیات شمېر کسانو دې کار ته د شک په سترګه کتل، په ځانګړې توګه هغه وخت چې په البانیا باندې حملې ته د برتانوي ځواکونو د چمتووالي ګنګوسې خپرې شوې. د کوسوو البانیایي مشران، څرنګه چې په دې ښه پوهېدل چې د جرمني ماتې به د یوګوسلاویا تر واکمنۍ لاندې بېرته د راستنېدو په معنا وي، همکارۍ ته لېواله وو.  د ۱۹۴۳ز کال د سپتمبر په څوارلسمه نېټه له د الباسان ښار څخه د ابراهیم بیکاکو، او له کوسوو څخه د کافو بېګ الکینی، بېدری پیجانی او ظفر دېوا په مشرۍ په البانیا کې یو حکومت رامنځته شو. د ۱۹۴۳ز کال د اکتوبر په شپاړسمه نېټه، ملي جرګې چې له ۲۴۳ غړو څخه جوړه شوې وه، د هېواد د اداره کولو لپاره د څلور کسیزې عالي نیابتي شورا (Këshilli i Lartë i Regjencës) په ټاکلو سره په خپل کار پیل وکړ. [۹][۱۰][۱۱]

جرمنیانو د البانیا د ۱۹۴۱ز کال د پولو څخه د ساتنې ژمنه وکړه، نوې البانیايي ادارې ته یې د "نه- لاسوهنې" ډاډ ورکړ او دا یې یقیني کړه چې د زیاترو البانیایانو لید (د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه کلونه د مخه او د جګړې په ترڅ کې کله چې اتریش-هنګري پالیسۍ د یو خپلواک البانیایي دولت ملاتړې وې) له جرمنیانو سره دوستانه یولید دی، دا ډاډ یې تر لاسه کړ چې دغه نوي حکومت په پیل کې د زیات شمېر خلکو له ملاتړ څخه برخمن و. نوي حکومت، چې په جګړه کې یې د بې طرفه پاتې کېدو وعده کړې وه، د یو ښه ثبات په ټینګولو کې بریالی شو. اداري او عدلي سېستمونه یو ځل بیا فعال شول، او په شمالي او مرکزي البانیا کې البانیایی ښوونځي بېرته پرانیستل شول. د ځمکوالۍ په چارو کې د اصلاحاتو د پلې کېدو په تړاو هم ګامونه اوچت شول. [۱۲][۱۳][۱۴]

جرمنیانو په صداقت سره هڅه وکړه تر څو البانیایي وګړو ته داسې تصور ورکړي چې دوی لږ تر لږ تر یوې کچې پورې خپلواک دي، که څه هم دا کار تر ډېره د جرمنیانو په زیان و. له البانیایانو څخه د هتلر د پاچاهۍ لپاره په زوره د کار اخیستنې په تړاو هېڅ هڅه نه وه تر سره شوې، ځکه دا کار د البانیا د خپلواکۍ له مفهوم سره په ټکر کې و. د ۱۹۴۴ز کال د فبرورۍ په میاشت کې نائب السلطنه فرېشري هم له جرمنیانو سره یو توافق ته ورسېد چې له مخې یې البانیايي بندیان له هېواده بهر نه لېږدول کېدل، په داسې حال کې چې جرمنیان په پرله پسې توګه په دې برخه کې په ځانګړې توګه د ۱۹۴۴ز کال په وروستیو کې، ژمن نه وو. د البانیا په تړاو د نیو باچر له پالیسیو سره سم، په جرمني پوځیانو باندې د بریدونو لپاره د ملکي خلکو د غچ اخیستنې حملې نادره او په مُسلمه توګه د نورو تر نیواک لاندې سیمو په څېر سخت-زړې او ظالمانه نه وې.[۱۵]

تورن فرېشري له جرمنیانو څخه د لا زیاتې خپلواکې لپاره د خپل توان تر نهايي پولې پورې خبرې اترې وکړې او نوموړي وکولی شول تر څو نیوباچر قانع کړي چې د البانیا "نسبي" نا پېیل توب او "نسبي" حاکمیت په رسمیت وپېژني. البانیا له نازي جرمني څخه د نسبي خپلواکۍ په لرلو سره، له کرواسي او سلواکیا سره یو شان وضعیت درلود. د ۱۹۴۳ز کال د نومبر په وروستیو کې البانیایي حکومت له جرمنیانو څخه غوښتنه وکړه چې د دغه نوي دولت په رسمیت پېژندنه د بلغاریا د ټولواکۍ له خوا وغځول شي، جرمنیانو یاده غوښتنه ومنله. همدا مهال، فرېشري له سویس او ترکیې سره د دېپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو لپاره خبرې اترې پیل کړې. دې کار د جرمني د بهرنیو چارو په وزارت کې یو څه وېره رامنځته کړه چې دلیل یې دا و چې له دغو نا پېیلو دولتونو سره د اړیکو لپاره باید هلې ځلې ونشي، بلکې پر ځای یې د جرمني تر کنترول لاندې دولتونو څخه غوښتنه وشي تر څو د دغې هېواد رسمیت پېژندنه وغځوي. [۱۶][۱۷]

له هغه څخه ډېر ژر وروسته په کرواسي کې د انت پاولیک اوستاشي رژیم )په کرواسي کې یو تندلاری ملتپال ګوند چې انت پاولیک یې بنسټ اېښی و) د البانیانو په رسمیت پېژندنه وغځوله. [۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Fischer, Bernd Jürgen (1999). Albania at War, 1939-1945. Purdue University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55753-141-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Owen Pearson (2006). Albania in the Twentieth Century, A History. III: Albania as Dictatorship and Democracy, 1945-99. I. B. Tauris. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84511-105-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Thomas, Nigel; Abbott, Peter (2010). Partisan Warfare 1941-45. Bloomsbury USA. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85045-513-7. Balli Kombetar, however, preferred German rule to Italian and, believing that only the Germans would allow Kosovo to remain Albanian after the war, began to collaborate. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Winnifrith, Tom (2002). Badlands, Borderlands: A History of Northern Epirus/Southern Albania. Duckworth. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7156-3201-7. Balle Kombetar, strongly Albanian nationalist, Muslim and at times pro-German الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Robert Elsie. "Balli Kombëtar: The Ten-Point Programme". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Fischer, Bernd Jürgen (1999). Albania at War, 1939-1945. Purdue University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55753-141-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Morrock, Richard (2014). The Psychology of Genocide and Violent Oppression: A Study of Mass Cruelty from Nazi Germany to Rwanda. McFarland. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-5628-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Pearson 2006، ص. 273.
  9. Fischer, Bernd Jürgen (1999). Albania at War, 1939-1945. Purdue University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55753-141-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Buçinca, Fahri (2009). Cafo Beg Ulqini: jeta dhe veprimtaria politike [Cafo Beg Ulqini: Political Life and Activity] (په البانوی ژبه کي). Art Club. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788690873326. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Albania: Heads of State: 1939-1944". Archontology.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Robert Elsie. "1945 Final Report of the German Wehrmacht in Albania". د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Fischer, Bernd Jürgen (1999). Albania at War, 1939-1945. Purdue University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55753-141-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Vickers 2001، ص. 152.
  15. Jürgen Fischer 1999، ص. 187.
  16. Jürgen Fischer 1999، ص. 175.
  17. Jürgen Fischer 1999، ص. 172.
  18. Jürgen Fischer 1999، ص. 176.