د جرمني تاریخ (۱۹۴۵-۱۹۹۰ زکلونه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۱۹۴۵ زکال څخه تر ۱۹۹۰ زکال پورې د جرمني تاریخ د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د جرمني د وېش دورې ته اړوندېږي. د ۱۹۴۵ زکال د اګست په لومړۍ نېټه د دویمې نړیوالې جګړې د اصلي ګټونکو (متحده ایالاتو، بریتانیا او شوروي اتحاد) ترمنځ د پوتسدام هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې یې جرمني د سړې جګړې پر مهال د لویدیځ بلاک او ختیځ بلاک ترمنځ ووېشل شو.

جرمني په دویمه نړیواله جګړه کې له ماتې وروسته له خپلو لاسته راوړنو بې برخې شو او په دې سربېره له جګړې وړاندې د جرمني یو پر څلورمه برخه پخوانی قلمرو هم پولنډ او شوروي اتحاد ته الحاق شو. د دغو سیمو جرمني وګړي لویدیځ ته وشړل شول. همدارنګه زارلنډ تر ۱۹۵۷ زکال پورې د فرانسې په کنټرول کې و. د جګړې په پای کې نږدې اته میلیونه بهرني بې ځایه شوي په جرمني کې و؛ چې ډېرې یې اجباري کارکوونکي او بندیان وو چې په کې د اجباري کار د سیسټم په کمپونو کې ۴۰۰۰۰۰ کسانو هم شاملېدل. پاتې نور ګڼ شمېر د لوږې، سختو شرایطو، وژنو او د مړینې تر سرحده کارکولو له امله مړه شوي وو. له ۱۹۴۴ زکال څخه تر ۱۹۵۰ زکال پورې له ۱۲ څخه تر ۱۴ میلیونه جرمني ژبې ویونکي کډوال او تبعید شوي کسان د مرکزي او ختیځې اروپا له هېوادونو د جرمني لویدیځ او مرکز ته راغلل. د یوه اټکل له مخې له دغې شمېرې څخه نږدې ۲ میلیونو د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړی. نږدې ۹ میلیونه جرمنیان هم جنګي بندیان وو چې څو کاله د جبري کارکوونکو په توګه وساتل شول څو د هغو هېوادونو تاوان ورکړي چې آلمان ړنګ کړي و، همدارنګه یو شمېر صنعتي وسایل هم د تاوان په توګه ترې واخیستل شول.[۱][۲][۳][۴][۵]

د سړې جګړې پر مهال جرمني د متحده ایالاتو په مشرۍ د غربي متفقینو او د شوروي اتحاد په مشرۍ د ختیځ بلاک ترمنځ ووېشل شو، دغه دوه سیمې تر ۱۹۹۰ زکال پورې بیا یوځای نه شوې. د سړې جګړې پر مهال دوه جلا جرمني هېوادونه رامنځته شول:

  • د جرمني فدرال جمهوریت (FRG)، د ۱۹۴۹ زکال د مۍ په ۲۳ مه رامنځته شو چې په عام ډول د لویدیځ جرمني په توګه پېژندل کېږي، دغه جمهوریت د پارلماني دیموکراسۍ پر بنسټ و چې سوسیال دیموکرات اقتصادي نظام یې درلود او کلیساوې او کارګري اتحادیې په کې آزادې وې.
  • د جرمني دیموکراتیک جمهوریت (GDR)، د ۱۹۴۹ زکال د اکتوبر په ۷ مه رامنځته شو چې په عام ډول د ختیځ جرمني په توګه پېژندل کېږي، دغه هېواد کوچنی مارکسیست – لینینېست سوسیالیستي جمهوریت و چې توالیتري رهبري یې لرله او د شوروي د متحد ګوند په توګه د آلمان د سوسیالیستي اتحاد د ګوند تر ولکې لاندې و او د شوروي د نفوذ په حوزه کې یې ځان ساته. [۶]

په ۱۹۵۵ کې لویدیځ آلمان د Wirtschaftswunder یا «اقتصادي معجزې» د تجربې کولو له امله د اروپا په مخکښ اقتصاد واوښت. د لومړي وزیر کنراد آدناور تر مشرۍ لاندې لویدیځ جرمني له فرانسې، بریتانیا، متحده ایالاتو او اسرائیلو سره پیاوړې اړیکې رامنځته کړې. لویدیځ جرمني همدارنګه له ناټو سازمان او د اروپا له اقتصادي ټولنې سره (چې وروسته په اروپايي اتحادیې واوښته) یوځای شو. ختیځ جرمني له سقوط سره مخامخ شو، ځکه اقتصاد یې تر ډېره د شوروي اتحاد د اړتیاوو پوره کولو په موخه برابر شوی و؛ د ستاسي په نوم مخفي پولیسو په شدید ډول د خلکو په ورځني ژوند کنټرول درلود او د برلین دېوال (۱۹۶۱ زکال) لویدیځ ته د کډوالو د پرله پسې تګ مخه ونیوله. دغه هېواد په سوله يیز ډوله د ۱۹۹۰ زکال د اکتوبر په ۳ مه نېټه یو موټی شو؛ په ختیځ جرمني کې د جرمني د سوسیالیستي اتحاد د ګوند او د کمونیستي ختیځ جرمني په له منځه تلو سره دغه هېواد یو ځل بیا په نړۍ کې په یو پیاوړي ځواک واوښت. [۷]

د ختیځ جرمني او لوېدیځ جرمني ترمنځ اړیکې[سمول]

د لومړي وزیر آدناور تر مشرۍ لاندې لویدیځ جرمني د ټول جرمني ملت اړوند د خبرو کولو د انحصاري حق اعلان وکړ. په هالشتاین دوکتورینو کې د ختیځ آلمان نه په رسمیت پېژندل او له هغو هېوادونو سره د دیپلماتیکو اړیکو محدود کول (یا په بشپړ ډول پرې کول) شامل و چې ختیځ آلمان یې د یو خپلواک هېواد په توګه باله.

د ختیځو جرمنیانو د تېښتې دایمي جریان چې د جرمني له داخلي پولو څخه لویدیځ ته تلل، په ۱۹۵۰ز لسیزه کې یې د ختیځ جرمني او لویدیځ جرمني ترمنځ اړیکې تر اغېزې لاندې راوستې وې. ختیځ جرمني په ۱۹۵۲ زکال کې له لویدیځ جرمني سره خپلې پولې وتړلې، خو وګړي بیا هم له ختیځ برلین څخه لویدیځ برلین ته تښتېدل. د ۱۹۶۱ زکال د اګست په ۱۳ مه ختیځ جرمني د لویدیځ برلین په چاپېر د دېوال په جوړولو کار پیل کړ، څو د کډوالو کچه را ټیټه کړي؛ دغې چارې په عملي ډول ښار په دوو برخو ووېشه چې لویدیځ برلین یې په کمونیستي قلمرو کې د لویدیځې نړۍ په محاصره کې راوست. دغه دېوال د سړې جګړې او د اروپا د وېش په سمبول واوښت. لږه موده وروسته د دغو دوو جرمني هېوادونو ترمنځ پوله پیاوړې شوه.

په ۱۹۵۶ زکال کې د یوموټي کېدو په اړه جرمني پاپانو ته د پولنډي پاپانو لیک بحثونه راوپارول، خو اوس مهال د جرمني او پولنډ د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې تر ټولو مهم ګام بلل کېږي.

په ۱۹۶۹ زکال کې د جرمني لومړي وزیر ویلي برانت اعلان وکړ چې لویدیځ آلمان به په پیاوړې توګه په اتلانتیک اتحاد (ناټو) کې رېښه ولري، خو له ختیځ بلاک په ځانګړې توګه له ختیځ آلمان سره به د اړیکو د ښه کولو په موخه خپلې هڅې زیاتې کړي. لویدیځ جرمني د ختیځ لپاره خپل نوي سیاست ته مخه کړه؛ په شوروي اتحاد، پولنډ، چکسلواکیا، بلغاریا او هنګري باندې د نه برید کولو اړوند هوکړو په اړه یې مذاکرات پیل کړل چې په پیل کې د محافظه کارانو له سخت مخالفت سره مخامخ شول.

له ختیځ آلمان سره د لویدیځ آلمان اړیکو یو شمېر ستونزمنې پوښتنې رامنځته کړې. په داسې حال کې چې لویدیځ جرمني د وېشل شوو کورنیو د جدي ستونزو د راکمولو، د مخالفتونو او ټکرونو د له منځه وړو په هڅه کې و، د براندیت د نوي سیاست تر ولکې لاندې لویدیځ جرمني هوډ درلود چې«په یوه جرمني ملت کې د دوو جرمني هېوادونو» په مفهوم کلک ودرېږي. د ۱۹۷۰ یمې ز لسیزې په لومړیو کې دغه نوی سیاست په یوه ډول په متقابله توګه د لویدیځ او ختیځ جرمني هېوادونو د په رسمیت پېژندلو لامل وګرځېد. د مسکو هوکړه (اګست ۱۹۷۰ زکال)، د وارسا هوکړه (ډسمبر ۱۹۷۰ زکال)، په برلین کې د څلورو قدرتونو هوکړه (سپټمبر ۱۹۷۱ زکال)، د ترانزیټ هوکړه (مۍ ۱۹۷۲ زکال) او د دواړو جرمني هېوادونو ترمنځ د اساسي اړیکو هوکړې (ډسمبر ۱۹۷۲ زکال) مرسته وکړه ،چې د ختیځ او لویدیځ جرمني ترمنځ اړیکې عادي شي او هم د دې لامل وګرځېدې چې دواړه هېوادونه د ۱۹۷۳ زکال په سپټمبر میاشت کې له ملګرو ملتونو سره یوځای شي. دغو دوو جرمني هېوادونه په ۱۹۷۴ زکال کې یو بل ته خپل دایمي استازي ولېږل او په ۱۹۸۷ زکال کې د ختیځ جرمني دولت مشر ایریش هونکر، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له لویدیځ جرمني لیدنه وکړه.

پایلې(عواقب)[سمول]

په ۱۹۹۰ زکال کې د دواړو جرمني هېوادونو له یوځای کېدو را وروسته نن ورځ په پراخه کچه د پخواني ختیځ جرمني او لویدیځ جرمني تر منځ توپیرونه (د بېلګې په توګه: د ژوند کولو په ډول، بډایتوب، سیاسي باورونو او نورو مواردو کې) شتون لري. له همدې امله هم تر اوسه د ختیځ او لویدیځ جرمني اړوند په جلا ډول خبرې کول دود دي. د یو موټي کېدو له مهاله د ختیځ جرمني اقتصاد له ستونزو سره مخامخ دی چې له همدې امله د لویدیځ له خوا ورته په پراخه کچه سبسیاډي ورکول کېږي.

سرچينې[سمول]

  1. Stragart, Nicholas (2015). The German War; a nation under arms, 1939-45. Bodley Head. د کتاب پاڼې 551. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Stragart, Nicholas (2015). The German War; a nation under arms, 1939-45. Bodley Head. د کتاب پاڼې 549. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Die deutschen Vertreibungsverluste. Bevölkerungsbilanzen für die deutschen Vertreibungsgebiete 1939/50. Herausgeber: Statistisches Bundesamt - Wiesbaden. - Stuttgart: Kohlhammer Verlag, 1958, pp. 35-36
  4. Federal Ministry for Expellees, Refugees and War Victims. Facts concerning the problem of the German expellees and refugees, Bonn: 1967
  5. Wachsmann, Nikolaus (2015). KL; A History of the Nazi Concentration Camps. Little, Brown. د کتاب پاڼې 544. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Knowles, Chris (29 January 2014). "Germany 1945-1949: a case study in post-conflict reconstruction". History & Policy. History & Policy. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Allies end occupation of West Germany". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)