د جاپان تاریخ
د جاپان په ټاپوګانو (مجموع الجزایر) کې د انسان لومړۍ هستوګنه له میلاد نه ۳۰۰۰۰ کاله پخوا، تاریخ وړاندې دورې ته اړوندېږي. د جومون له دورې وروسته چې د نوم (ناف) د بند نښه لرونکو خټینو لوښو (cord-marked pottery) له مخې نومول شوې، له میلاد نه وړاندې لومړۍ زریزه کې یایوی وګړي (Yayoi people) هغه مهال لپاره راپیدا شول چې په آسیا کې نوي نوښتونه معرفي شول. د دغې دورې پر مهال جاپان ته اړوند لومړني لیکل شوي منابع په لومړۍ میلادي پېړۍ کې په چینايي کتاب هان کې ثبت شوي.
له میلاد نه څلور پېړۍ وړاندې، یایويي وګړي له دغې لویې وچې نه د جاپان ټاپوګانو ته کډه شول او هلته یې د اوسپنې ټکنالوژي او کرنیز تمدن معرفي کړ. له دې امله چې دوی یو کرنیز تمدن درلود، یایويي تمدن په چټک ډول ودې کولو پیل وکړ او په جامون وګړو (Jōmon people) باندې یې چې د جاپان د ټاپوګانو اصلي وګړي او ښکاریان و؛ واک وموند. د ۴ مې او نهمې پېړۍ ترمنځ د جاپان ګڼ شمېر پاچهۍ او قبیلې د یوه مرکزي دولت تر واک لاندې سره یوموټۍ شوې او یوازې په اسمي ډول د جاپان د سترواک له خوا کنټرول کېدلې. له هغه مهال نه تاسیس شوې سترواکه لړۍ تر نن ورځې پورې دوام لري، خو نږدې بشپړ تشریفاني رول لري. په ۷۹۴ ز کال کې د نوې سترواکۍ پلازمېنه په هیان کیو(معاصر کیوتو) کې جوړه شوه، چې د هیان دورې (Heian period) د پیل نښه ده، چې تر ۱۱۸۵ ز کال پورې یې دوام وکړ. هیان دوره د جاپان په کلاسیک کلتور کې طلایي دوره ګڼل کېږي. د جاپانیانو مذهبي ژوند له دغه مهال وروسته د شینتو (Shinto) بومي دودونو او بودیزم ترکیب و.[۱][۲]
په راتلونکو پېړیو کې، د سترواکې کورنۍ واک په پیل کې د غیرنظامي اشرافو/ارستوکراتانو – په ځانګړې توګه، د فوجي وارا- او وروسته د هغوی د پوځي قبایلو او سامورايي ځواکونو پر وړاندې را کم شو. له ۱۱۸۰ ز کال نه تر ۱۱۸۵ ز کال پورې په جینپي جګړه کې د میناماتو نویوریتمو تر مشرۍ لاندې میناماتو قبیلې خپلې پوځي سیالې قبیلې تایرا ته ماتې ورکړه. د واک له ترلاسه کولو وروسته یوریتومو خپله پلازمېنه په کاماکورا کې جوړه کړه او د شوګان لقب یې ځانته ځانګړی کړ. شوګانات کاماکورا د مغولو د دوو بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړ، خو په ۱۳۳۳ ز کال کې د شوګانات له مدعیانو نه د یو له خوا راوپرځول شو او موروماچي دوره پیل شوه. د دغې دورې پر مهال د دایمیو په نوم جنګ سالاران د شوګان د لګښتونو په پایله کې واک ته ورسېدل، چې په پایله کې د جاپان کورنۍ جګړه رامنځته شوه. د شپاړسمې پېړۍ په وروستیو کې، جاپان د مخکښ دایمیو اودا نوبونګا او د هغه د ځای ناستي تویوتومي هیدیوشي تر مشرۍ لاندې بېرته یو موټی شو. په ۱۵۹۸ ز کال کې د تویوتومي له مړینې وروسته، توکوګاوا لیاسو واک ته ورسېد او د سترواک له خوا د شوګان په توګه وټاکل شو. شوګانات توکوګاوا چې له اېدو (معاصرې توکیو) نه یې واک چلاوه، د اېدو دورې (۱۶۰۰-۱۸۶۸ ز کال) په نوم په یوې سوکاله او سوله ییزه دوره کې یې واک وچلاوه. توکوګاوا په جاپاني ټولنه کې یو سخت طبقاتي سیسټم پلی کړ او له نړۍ سره یې نږدې ټولې خپلې اړیکې پرې کړې.
په ۱۵۴۳ ز کال کې پرتګال او جاپان له یوبل سره په اړیکه کې شول، هغه مهال پرتګالیان لومړني اروپایان و چې د جاپان سویلي ټاپوګانو ته ورسېدل. هغوی له جاپان سره په خپل لومړني محدود تعامل کې د ګرمو وسلو په معرفي کولو په جاپان د پام وړ اغېز وکړ. په ۱۸۵۳-۵۴ ز کال کې امریکايي پری لښکر کشۍ (American Perry Expedition) په بشپړ ډول د جاپان انزوا ته د پای ټکی کېښود؛ دغې چارې په ۱۸۶۸ ز کال په بوشین جګړه کې د شوګانات له سقوط او واک ته د سترواک له بیا رسېدو سره مرسته وکړه. په میجي دوره کې نوې ملي رهبري، منزوي شوی فئوډالي ټاپوئیز هېواد په سترواکۍ واړاوه چې له نږدې نه یې له لویدیځو موډلونو ګټنه کوله او په یو پیاوړي ځواک واوښت. په داسې حال کې چې د تایشو په دوره کې (۱۹۱۲- ۱۹۲۶ زکال) کې دیموکراسي وده وکړه او معاصر غیرنظامي کلتور پرمختګ وکړ، خو د جاپان پیاوړي پوځ په پراخه کچه آزادۍ لرلې او په ۱۹۲۰ مه او ۱۹۳۰ مه لسیزه کې د جاپان غیرنظامي واکمنان یې تر واک لاندې و. جاپاني پوځ په ۱۹۳۱ ز کال کې په منچوري باندې برید وکړ چې له ۱۹۳۷ کال وروسته دغه برید له چین سره په اوږد مهاله جګړه واوښت. په ۱۹۴۱ ز کال کې په پرل هاربر باندې د جاپان برید له متحده ایالاتو او د هغه له متحدینو سره د جګړې لامل وګرځېد. د جاپان د ځواکونو کچې ډېر ژر وده وکړه او پوځ د متفقینو د هوايي بریدونو پر وړاندې چې د وګړو مرکزونو ته یې سخت زیان اړوه، مقاومت وکړ. د ۱۹۴۵ ز کال د اګست په ۱۵ مه په ناګاساکي او هیروشیما باندې له اټمي بریدونو او په منچوریا باندې د شوري له برید وروسته سترواک هیروهیتو په جګړه کې د جاپان تسلیمي اعلان کړه.
متفقینو تر ۱۹۵۲ ز کال پورې جاپان اشغال کړ، دغه مهال په ۱۹۴۷ ز کال کې نوی اساسي قانون تصویب شو او جاپان یې په یو مشروطه شاهي هېواد بدل کړ. له ۱۹۵۵ ز کال وروسته، جاپان د لیبرال دیموکرات ګوند تر مشرۍ لاندې د ډېرې لوړې اقتصادي ودې شاهد و چې دغه هېواد یې په یو اقتصادي نړیوال ځواک بدل کړ. د جاپان د سوځېدلې لسیزې یا ۱۹۹۰ مې لسیزې وروسته، اقتصادي وده کمزورې شوه. د ۲۰۱۱ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۱ مه نېټه جاپان د ریشتر ۹ درجې ځمک ښوېدنې او سونامي شاهد و، چې تر ټولو پیاوړې ثبت شوې ځمک ښوېدنه وه او له امله یې له ۲۰۰۰۰ زیات کسان ووژل شول، د فوکوشیما دایچي اټومي ناورین لامل هم وګرځېده.
دویمه نړیواله جګړه
[سمول]د ۱۹۴۱ ز کال په وروستیو کې، د لومړي وزیر جنرال هیدکي توجو تر مشرۍ لاندې جاپاني دولت پرېکړه وکړه چې د متحده ایالاتو بندیزونه د تسلیحاتي زور پر مټ له منځه یوسي. د ۱۹۴۱ ز کال د ډسمبر په اوومه نېټه، د جاپان د سترواکۍ سمندریزو ځواکونو د هاوايي په پرل هاربر کې په امریکايي پوځي بېړیو برید وکړ. دغه برید د جاپان پر وړاندې د امریکا او د هغو متحدینو د جګړې د پیل کېدو لامل وګرځېد. وروسته له هغه جاپان د فلیفین، مالایا، هانګ کانګ، سنګاپور، برما او د هالنډ د ختیځ هند په ګډون د متحده ایالاتو، بریتانیا او هالنډ په آسیایي مستعمرو بریالي بریدونه وکړل.[۳][۴]
د جګړې په لومړیو پړاوونو کې، جاپان پرله پسې بریاوو ته لاسرسی وموند. د ۱۹۴۲ ز کال په جون میاشت کې له مېډوې جګړې او ورپسې د ګودال کانال له جګړې وروسته، چې له امله یې سلومان ټاپوګان د متفقینو د ځواکونو له خوا د جاپان له کنټرول وایستل شول، په جګړه کې د جاپان د بریا ځایګي تغیر وموند. په دغه مهال کې جاپانی پوځ د جنګي جرمونو لکه له بندیانو سره د ناوړه چلند، د ملکي وګړو د عامې وژنې او له کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د کارونې مسئول ګڼل کېږي. په ۱۹۴۴ ز کال کې د جاپاني سترواکۍ سمندریزو ځواکونو د کامیکازی پیلوټانو ډلګۍ مؤظفه کړه، څو خپلې الوتکې د دښمن له بېړیو سره ټکر کړي.[۵][۶][۷]
د ۱۹۴۵ ز کال د اګست په ۶ مه نېټه، متحده ایالاتو په هیروشیما باندې اټومي بم وغورځاوه ،چې له امله یې له ۷۰۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول. دا په تاریخ کې لومړنی اټومي برید و. د اګست په ۹ مه شوروي اتحاد له جاپان سره جګړه اعلان کړه او په منچوري او نورو قلمرونو یې برید وکړ؛ دویم اټومي بم په ناګاساکي وغورځول شو چې نږدې ۴۰۰۰۰ کسان یې ووژل شول. د اګست په ۱۴ مه متفقینو ځواکونو ته د جاپان د تسلیمۍ اعلان وشو او راتلونکې ورځ د سترواک هیروهیتو له خوا په ملي راډیو کې اعلان شو.[۸][۹][۱۰]
سرچینې
[سمول]- ↑ Shinya Shōda (2007). "A Comment on the Yayoi Period Dating Controversy". Bulletin of the Society for East Asian Archaeology. 1. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 August 2019. ترلاسهکېدو نېټه 16 February 2020.
- ↑ "'Jomon woman' helps solve Japan's genetic mystery". NHK World (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 26 April 2020. ترلاسهکېدو نېټه 6 May 2020.
- ↑ Henshall 2012، مم. 129–130.
- ↑ Henshall 2012، مم. 124–126.
- ↑ Henshall 2012، م. 134.
- ↑ Henshall 2012، مم. 132–133.
- ↑ Henshall 2012، مم. 131–132, 135.
- ↑ Morton او Olenike 2004، م. 188.
- ↑ Totman 2005، م. 448.
- ↑ Perez 1998، مم. 147–148.
- Akiyama, Terukazu (1977). Japanese Painting. New York: Rizzoli International Publications. pp. 19–20. ISBN 9780847801329.
- Alchon, Suzanne Austin (2003). A Pest in the Land: New World Epidemics in a Global Perspective. Albuquerque: University of New Mexico Press. p. 21. ISBN 9780826328717.
- Baten, Jörg (2016). A History of the Global Economy: From 1500 to the Present. Cambridge: Cambridge University Press. p. 177. ISBN 9781107104709.
- Beasley, WG (1962). "Japan". In Hinsley, FH (ed.). The New Cambridge Modern History Volume 11: Material Progress and World-Wide Problems 1870–1898. Cambridge: Cambridge University Press. p. 472
- Bix, Hebert P. (2000). Hirohito and the Making of Modern Japan. New York: Harper Collins. pp. 27, 30. ISBN 978-0-06-186047-8.
- Bolitho, Harold (2007). "Yoshimasa and the Silver Pavilion: The Creation of the Soul of Japan. By Keene Donald. New York: Columbia University Press, 2003. x, 208 pp. $29.95 (cloth)". The Journal of Asian Studies. 63 (3): 799–800. doi:10.1017/S0021911804001950..
- Carter, William R. (1983). "Asuka period". In Reischauer, Edwin et al. (eds.). Kodansha Encyclopedia of Japan Volume 1. Tokyo: Kodansha. p. 107. ISBN 9780870116216.
- Chaiklin, Martha (2013). "Sakoku (1633–1854)". In Perez, Louis G. (ed.). Japan at War: An Encyclopedia. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. pp. 356–357. ISBN 9781598847413.
- Collcutt, Martin C. (1983). "Bushidō". In Reischauer, Edwin et al. (eds.). Kodansha Encyclopedia of Japan Volume 1. Tokyo: Kodansha. p. 222. ISBN 9780870116216.
- Coox, Alvin (1988). "The Pacific War," in The Cambridge History of Japan: Volume 6. Cambridge: Cambridge University Press. p. 368
- Crihfield, Liza (1983). "Geisha". In Reischauer, Edwin et al. (eds.). Kodansha Encyclopedia of Japan Volume 3. Tokyo: Kodansha. p. 15. ISBN 9780870116230.
- Dalby, Liza (2010). Little Songs of the Geisha. New York: Tuttle. pp. 14–15
- Deal, William E (2006). Handbook to Life in Medieval and Early Modern Japan. New York: Facts on File. p. 296. ISBN 9780195331264.
- Edstrom, Bert (2016). "Japan's Foreign Policy and the Yoshida Legacy Revisited". In Edstrom, Bert (ed.). Turning Points in Japanese History. London: Routledge. p. 216. ISBN 978-1138986268.
- Feifer, George (1992). Tennozan: The Battle of Okinawa and the Atomic Bomb. New York: Ticknor & Fields. pp. 558, 578, 597, 600. ISBN 9780395599242.
- Frank, Richard (1999). Downfall: The End of the Imperial Japanese Empire. New York: Random House. pp. 28–29. ISBN 978-0-14-100146-3.
- Frederic, Louis (2002). Japan Encyclopedia. Cambridge, Massachusetts: Belknap. p. 59. ISBN 9780674017535.
- Gordon, Andrew (2009). A Modern History of Japan: From Tokugawa Times to the Present. New York: Oxford University Press. pp. 55–56. ISBN 9780195339222.
- Habu, Junko (2004). Ancient Jomon of Japan. Cambridge, MA: Cambridge Press. pp. 3, 258. ISBN 978-0-521-77670-7.
- Hane, Mikiso and Perez, Louis G. (2015). Premodern Japan: A Historical Survey (2nd ed.). Boulder, Colorado: Westview Press. pp. 161-162. ISBN 9780813349657.
- Hastings, Max (2007). Nemesis : The Battle for Japan, 1944–45. London: HarperPress. p. 379. ISBN 978-0-00-726816-0.
- Hirschmeier, Johannes and Yui, Tsunehiko (1975). The Development of Japanese Business, 1600-1973. London: Allen & Unwin. p. 32
- Hudson, Mark (2009). "Japanese Beginnings", p. 15 In Tsutsui, William M. (ed.). A Companion to Japanese History. Malden MA: Blackwell. ISBN 9781405193399.
- Hunter, Janet (1984). Concise Dictionary of Modern Japanese History. Berkeley: University of California Press. p. 3. ISBN 9780520045576.
- Moriguchi, Chiaki; Saez, Emmanuel (2008). "The Evolution of Income Concentration in Japan, 1886–2005: Evidence from Income Tax Statistics" (PDF). Review of Economics and Statistics. 90 (4): 713–734. doi:10.1162/rest.90.4.713. S2CID 8976082.
- Ito, Takatoshi (1992). The Japanese Economy. Cambridge, Massachusetts: MIT Press. p. 60
- Karan, Pradyumna (2010). Japan in the 21st Century: Environment, Economy, and Society. Lexington: University Press of Kentucky. p. 60. ISBN 9780813127637.
- Kidder, J. Edward (1993). "The Earliest Societies in Japan," in The Cambridge History of Japan: Volume 1. Cambridge: Cambridge University Press. p. 59
- Klein, Thomas M. (1972). "The Ryukyus on the Eve of Reversion". Pacific Affairs. 45 (1): 20. doi:10.2307/2755258. JSTOR 2755258.
- Kshetry, Gopal (2008). Foreigners in Japan: A Historical Perspective. Kathmandu: Rabin Gurung. p. 29
- Kuroda, Sokichi (13 January 2020). "Documents show concerns from Okinawa on U.S. base presence". Asahi Shimbun.
- Kuzmin, Yaroslav V. (2015). "Chronology of the earliest pottery in East Asia: progress and pitfalls". Antiquity. 80 (308): 362–371. doi:10.1017/S0003598X00093686. S2CID 17316841.
- Lauerman, Lynn (2002). Science & Technology Almanac. Westport, Connecticut: Greenwood Press. p. 421.
- Maher, Kohn C. (1996). "North Kyushu Creole: A Language Contact Model for the Origins of Japanese," in Multicultural Japan: Palaeolithic to Postmodern. New York: Cambridge University Press. p. 40
- McCurry, Justin (1 April 2019). "Reiwa: Japan Prepares to Enter New Era of 'Fortunate Harmony'". The Guardian.
- Nakagawa, Ryohei; Doi, Naomi; Nishioka, Yuichiro; Nunami, Shin; Yamauchi, Heizaburo; Fujita, Masaki; Yamazaki, Shinji; Yamamoto, Masaaki; Katagiri, Chiaki; Mukai, Hitoshi; Matsuzaki, Hiroyuki; Gakuhari, Takashi; Takigami, Mai; Yoneda, Minoru (2010). "Pleistocene human remains from Shiraho-Saonetabaru Cave on Ishigaki Island, Okinawa, Japan, and their radiocarbon dating". Anthropological Science. 118 (3): 173–183. doi:10.1537/ase.091214.
- Mackie, Vera (2003). Feminism in Modern Japan. New York: Cambridge University Press. p. 121. ISBN 9780521527194.
- Mason, RHP and Caiger, JG (1997). A History of Japan. Rutland, Vermont: Tuttle. p. 315. ISBN 9780804820974.
- McCullough, William H. (1999). "The Heian Court, 794–1070," in The Cambridge History of Japan: Volume 2. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 30–31
- Neary, Ian (2003). "Burakumin at the End of History". Social Research: An International Quarterly. 70 (1): 269–294. JSTOR 40971613.
- Nester, William R. (1996). Power across the Pacific: A Diplomatic History of American Relations with Japan. Basingstoke: Macmillan. p. 177. ISBN 9780230378759.
- Ono, Akira (2014). "Modern hominids in the Japanese Islands and the early use of obsidian", pp. 157–159 in Sanz, Nuria (ed.). Human Origin Sites and the World Heritage Convention in Asia. Paris: UNESCO.
- Pekkanen, Robert (2018). "Introduction". In Pekkanen, Robert (ed.). Critical readings on the Liberal Democratic Party in Japan Volume One. Leiden: Brill. p. 3. ISBN 9789004380523.
- Perkins, Dorothy (1991). Encyclopedia of Japan : Japanese history and culture, from abacus to zori pp. 19, 20
- Rhee, Song Nai; Aikens, C. Melvin.; Chʻoe, Sŏng-nak.; No, Hyŏk-chin. (2007). "Korean Contributions to Agriculture, Technology, and State Formation in Japan: Archaeology and History of an Epochal Thousand Years, 400 B.C.–A.D. 600". Asian Perspectives. 46 (2): 404–459. doi:10.1353/asi.2007.0016. hdl:10125/17273. JSTOR 42928724. S2CID 56131755.
- Deal, William E and Ruppert, Brian Douglas (2015). A Cultural History of Japanese Buddhism. Chichester, West Sussex : Wiley Blackwell. pp. 63-64. ISBN 9781118608319.
- Takashi, Tsutsumi (2012). "MIS3 edge-ground axes and the arrival of the first Homo sapiens in the Japanese archipelago". Quaternary International. 248: 70–78. Bibcode:2012QuInt.248...70T. doi:10.1016/j.quaint.2011.01.030.
- Takeuchi, Rizo (1999). "The Rise of the Warriors," in The Cambridge History of Japan: Volume 2. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 675-677
- Turnbull, Stephen and Hook, Richard (2005). Samurai Commanders. Oxford: Osprey. pp. 53–54
- Wan, Ming (2008). The Political Economy of East Asia: Striving for Wealth and Power. Washington, DC: CQ Press. p. 156. ISBN 9781483305325.
- Wakita, Osamu (1991). "The social and economic consequences of unification". In Hall, John Whitney (ed.). The Cambridge History of Japan. Vol. 4. Cambridge University Press. p. 123. ISBN 978-0-521-22355-3.