د جاپان او بریتانیا اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جاپان – بریتانیا اړیکې (日英関係، Nichieikankei) د جاپان او بریتانیا ترمنځ دوه ګونو او دیپلماتیکو اړیکو ته ویل کېږي.

تاریخچه[سمول]

د جاپان او انګلستان ترمنځ د اړیکو تاریخچه له ۱۶۰۰ زکال څخه پیلېږي هغه مهال چې ویلیام ادامز (پیلوټ ادامز یا میورا آنجین چې یو له معدود شمېر غیرجاپاني سامورايي وګړو څخه و) د اویتا ایالت د اوسوکي ښار کیوشو سواحلو ته ورسېد. د ساکوکو په دوره کې (۱۶۴۱-۱۸۵۳ زکال) د دغو هېوادونو ترمنځ هېڅ رسمي اړیکې شتون نه درلود. د اړیکو په رامنځته کولو کې هالنډیانو د منځګړي رول ولوباوه. د ۱۸۵۴ زکال په هوکړې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلماتیکې اړیکې پیل شوې چې بیا دغه اړیکې له ۱۹۰۲ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې په رسمي اتحاد واوښتې. د بریتانیا پراختیا غوښتنې فشار راوړ څو دغه اتحاد ته پای ټکی کېښودل شي. دغه اړیکې په ۱۹۳۰مه لسیزه کې په چټکه بڼه وروسته له هغه له منځه لاړې چې جاپان په منچوریا او چین برید کړ او همدارنګه یې په ۱۹۴۱ زکال کې د نفتو عرضه کولو بندل کړل. جاپان د ۱۹۴۱ زکال په ډسمبر میاشت کې د جګړې اعلان وکړ او هانګ کانګ، بریتانوي بورنئو (د هغو له نفتي ذخایرو سره) او مالایا یې ونیول دغه چاره لامل وګرځېده دواړه هېوادونه په راتلونکو څلورو کلونو کې په یوه خونړۍ جګړه کې ښکېل شي. جاپانیانو د خپلو ګڼ شمېر ځواکونو پر مټ د بریتانیا ډېرې بېړۍ ډوبې کړې؛ سنګاپور اړ شو ورته تسلیم شي او په دې سره یې ګڼ شمېر کسان اسیر کړل. جاپانیانو بریتانویان د هند تر چاپېر پورې شاته تګ ته اړ کړل. د دغو دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ۱۹۵۰مې لسیزې څخه تر ۱۹۷۰مې لسیزې پورې د نښتو د خاطراتو په له منځه وړو بېرته رامنځته شوې. د ۲۰۱۱ زکال د مۍ په ۳مه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هېګ وویل چې جاپان «په آسیا کې د دوی [بریتانیا] یوله تر ټولو نږدې شریکانو څخه دی».

د جاپان او بریتانیا د اړیکو کرونولوژي[سمول]

پیل[سمول]

۱۵۷۷ زکال. ریچارډ وېلز د سفر د تاریخ (History of Travel) په نامه خپل اثر کې د جاپاني وګړو، د هغوی د آدابو او رواجونو اړوند لیکنه وکړه چې بیا په لندن کې خپور شو.

۱۵۸۰ زکال. ریچارډ هاکلیوټ لومړنیو انګلیسي سوداګرو ته لارښوونه وکړه چې له جاپان سره د وړیو او نقرې د سوداګرۍ په موخه له شمال لویدیځې لارې څخه یو نوی سوداګریز مسیر پیدا کړي (دوی د جورج او ویلیام په نومونو دوه کرجي بېړۍ ولېږلې چې لومړۍ یې د آرتور پیټ او دویمي یې د چارلز جکمن له خوا چلول کېده) او د همدغه کال په کرسمس کې نابریالۍ راوګرځېدې.[۱]

۱۵۸۷ زکال. د کریسټوفر او کازماس په نومونو دوه ځوان جاپانیان د یوې هسپانوي ګالئون بېړۍ پر مټ کالیفورنیا ته ورسېدل چېرې چې د دوی وړونکې بېړۍ د توماس کاوندېش له خوا ونیول شوه. کاوندېش دغه دوه جاپانیان له ځان سره انګلستان ته راوستل او وړاندې له دې چې له جاپان سره د سوداګریزو اړیکو جوړولو په موخه له نوموړي سره سویلي اطلس سمندر ته د هغه په وروستي سفر کې ملتیا وکړي هغوی د نږدې ۳ کلونو لپاره په انګلستان کې پاتې شول. هغوی لومړني پېژندل شوي جاپانیان ګڼل کېږي چې د بریتانیا په ټاپوګانو کې یې پښه اېښې. [۲][۳]

دویمه نړیواله جګړه[سمول]

  • ۱۹۴۱ زکال. د ډسمبر ۷/۸مه. د آرام سمندر جګړه هغه مهال پیل شوه چې جاپان په لرې ختیځ کې په بریتانوي قلمرونو برید وکړ.
  • ۱۹۴۱- ۱۹۴۲ زکال. د جګړې په لومړیو میاشتو کې جاپاني ځواکونو پرله پسې بریاوو ته لاسرسی وموند. هغوی هانګ کانګ، بریتانوي بورنئو، مالایا، سنګاپور او برما ونیول.
  • د سنګاپور تسلیمي د بریتانیا لپاره لویه ماته وه. د بریتانیا او ټول ګټو هېوادونو له سل زرو څخه زیات سرتېري بندیان شول. ډیری دغه سرتېری د سختو شرایطو سره د مخ کېدو له امله مړه شول. [۴]
  • ۱۹۴۴ زکال. د برما له لارې په هند باندې د جاپانیانو برید په یوې فاجعې سره پای ته ورسېد. د ایمفال او کوهیما په جګړو کې ماته تر دغه تاریخ پورې د جاپان په تاریخ کې په تر ټولو ناوړې ماتې واوښته[۵].
  • ۱۹۴۵ زکال، اګست میاشت. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د بریتانیا او جاپان ترمنځ مهمه ځمکنۍ جګړه ترسره شوه. دغه جګړه په برما کې وشوه – دا په پیګو یوماس کې د جاپانیانو ناکامه هڅه وه.
  • ۱۹۴۵ زکال، د سپټمبر ۲مه. د توکیو په خلیج کې یو اس اس میسوري بېړۍ ته اړوند اډمیرال بروس فریزر د متفقینو ځواکونو د هغو قوماندانو په ډله کې شامل و چې په رسمي توګه یې د جاپان تسلیمي ومنله.
  • ۱۹۴۵ – ۱۹۴۶ زکال. د هندو چین د لومړۍ جګړې او د اندونیزیا د انقلاب پر مهال بریتانوي ځواکونو ته تسلیم شوي جاپاني سرتېري په فرانسوي هندوچین او هالنډي ختیځ هند کې ځای پر ځای شول.

له جګړې وروسته[سمول]

  • ۱۹۴۵- ۱۹۵۱ زکال. جاپان د متفقینو له خوا ونیول شو. بریتانیا ته د اړوندو ټول ګټو هېوادونو ځواکونو د شیمانه لویدیځې برخې، یاموګوچي، توتوري، اوکایاما، هیروشیما او د شیکوکو جزیرې قلمرو په خپل واک کې واخیستل. په دغو سیمو کې ځای پر ځای شوي بریتانوي ځواکونه په ۱۹۵۱ زکال کې د کوریا د جګړې په پیل کېدو سره د کوریا په بریتانوي ټول ګټو ځواکونو واوښتل.
  • ۱۹۴۸ زکال. د ۱۹۴۸ زکال د اوړي د اولمپیک سیالۍ په لندن کې ترسره شوې. جاپان په دغو سیالیو کې ګډون وه نه کړ.
  • ۱۹۵۱ زکال. د سانفرانسېسکو هوکړه – د سولې هغه هوکړه چې له مخې یې د انګلستان او جاپان اړیکې بېرته عادي شوې. د جاپان دولت د توکیو د جنګي جرمونو د محکمې احکام ومنل. د پیټر لو په خبره بریتانویان لا هم په ۱۹۴۲ زکال کې د سنګاپور په تسلیمۍ سره د خپل ځان له کم راتلو غصه و؛ په جاپان باندې د امریکا په تسلط باندې ناخوښه و؛ د منسوجاتو او کشتۍ جوړونې په برخه کې د جاپان د رقابت له بیاځلي پیل کېدو اندېښمن و او همدارنګه د بریتانوي اسیرانو پر وړاندې د جاپانیانو د جنایاتو تریخوالي یې په زړونو کې شتون درلود. [۶]
  • ۱۹۵۳ زکال. ۱۹ کلن ولیعهد (له ۱۹۸۹ زکال څخه تر ۲۰۱۹ زکال پورې سترواک) آکیهیتو د ملکې دویمې الیزابت د تاج اېښودو په مراسمو کې د جاپان استازی و.
  • ۱۹۵۳ زکال. په جاپان کې د بریتیش کونسل څانګه پرانیستل شوه.
  • ۱۹۵۷ زکال. جاپاني لومړي وزیر نوبوسوکه کیشي پرېکړه وکړه چې د فرانسې دولت او د هندوچین بانک ته به په سټرلېنګ پونډ باندې تاوان ورکوي.[۷]
  • ۱۹۶۳ زکال. د اکسفورډ پوهنتون د ختیځو مطالعاتو په څانګه (د ختیځې آسیا د مطالعاتو په فرعي څانګه) کې جاپاني ژبه د یوه مضمون په توګه اضافه شوه.
  • ۱۹۷۱ زکال. سترواک هیروهیتو له ۵۰ کلونو څخه وروسته بریتانیا ته رسمي سفر وکړ. [۸]
  • ۱۹۷۵ زکال. ملکې دویمې الیزابت جاپان ته سفر وکړ.[۹][۱۰]
  • ۱۹۸۰مه لسیزه. د بریتانیا او جاپان پارلماني ګروپ د ۱۹۸۰مې لسیزې په لومړیو کې په بریتانیا کې رامنځته شو. [۱۱]
  • ۱۹۸۳ زکال. ناروهیتو (د جاپان اوسني سترواک) تر ۱۹۸۵ زکال پورې د اکسفورډ په مېرټون کالج کې زده کړې وکړې او په تیمز سیند کې یې د ټرانسپورټ اړوند څېړنه وکړه.
  • ۱۹۸۶ زکال. د ولز شاهزاده او شاهزادګۍ جاپان ته بریالی سلطنتي سفر ترسره کړ.
  • ۱۹۹۸ زکال. سترواک اکیهیتو بریتانیا ته رسمي سفر وکړ.

۲۱مه پېړۍ[سمول]

  • ۲۰۰۱ زکال: د کلتوري تبادلې په یوې کلنې پروژې «جاپان ۲۰۰۱» کې د جاپان کلتوري، روزنیز او ورزشي موارد نندارې ته وړاندې شول چې په ټوله بریتانیا کې د دغې پروژې لپاره نندارتونونه جوړ شوي و.
  • ۲۰۰۷ زکال: سترواک اکیهیتو بریتانیا ته خپل دویم رسمي سفر ترسره کړ.
  • ۲۰۱۱ زکال. بریتانیا د ۲۰۱۱ زکال د مارچ په ۱۱ مه د توهوکو د سونامي او زلزلې له رامنځته کېدو وروسته مرستندویه ډلې د ژغورنکو سپیو او تجهیزاتو سره د جاپانیانو مرستې ته ولېږل.
  • ۲۰۱۲ زکال. د لومړي وزیر ډېوېډ کامرون په مشرۍ د بریتانیا یو سوداګریز پلاوي جاپان ته سفر کړ او د مشترکو تسلیحاتي سیسټمونو د پراختیا پر سر یې د هوکړې اعلان وکړ.
  • ۲۰۱۲ زکال. د ۲۰۱۲ زکال د اوړي المپیک سیالۍ په لندن کې ترسره شوې. جاپان د لومړي ځل لپاره په لندن کې په دغو سیالیو کې ګډون وکړ؛ جاپاني لوبغاړي له ۳۸ مډالونو سره چې اووه یې د سرو زرو و، بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.
  • ۲۰۲۰ زکال، د سپټمبر میاشت. بریتانیا او جاپان د آزادې سوداګرۍ هوکړه لاسلیک کړه – دا لومړنۍ هوکړه وه چې بریتانیا له اروپايي اتحادیې څخه له وتو وروسته لاسلیک کړه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
  • ۲۰۲۲ زکال، د مۍ میاشت. بریتانوي لومړي وزیر بوریس جانسون له خپل جاپاني سیال فومیو کیشیدا سره په ډاونېنګ سټریټ کې ولیدل او د متقابل لاسرسي هوکړه یې لاسلیک کړه. دغه هوکړه په اوکراین باندې د روسیې د برید او په هند – پاسفیک سیمه کې د چین د مخکې تګ په غبرګون کې لاسلیک شوه چې موخه یې د ګډو پوځي تمریناتو پراختیا او د ستونزې په مهال کې یو بل ته لاس ورکول دي. همدارنګه دا تمه ترې کېږي چې له جاپان او بریتانیا سره متحد هېوادونه به د روسیې نفتو او ګازو ته له بشپړې اړوندتیا خلاص کړي.[۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Samurai William, Giles Milton, 2003
  2. English Dreams and Japanese Realities: Anglo-Japanese Encounters Around the Globe, 1587-1673, Thomas Lockley, 2019, Revista de Cultura, p 126
  3. The observations of Sir Richard Hawkins, Knt in his voyage into the South sea in the year 1593 :reprinted from the edition of 1622, Charles Ramsay Drinkwater Bethune, Richard Hawkins, 1847[1622], p.7
  4. Thomas S. Wilkins, "Anatomy of a Military Disaster: The Fall of" Fortress Singapore" 1942." Journal of Military History 73.1 (2009): 221–230.
  5. Bond, Brian; Tachikawa, Kyoichi (2004). British and Japanese Military Leadership in the Far Eastern War, 1941–1945 Volume 17 of Military History and Policy Series. Routledge. د کتاب پاڼې 122. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780714685557. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Peter Lowe, "After fifty years: the San Francisco Peace Treaty in the context of Anglo-Japanese relations, 1902–52." Japan Forum 15#3 (2003) pp 389–98.
  7. Protocole entre le Gouvernement du Japon et le Gouvernement de la République française, 1957. Ministry of Foreign Affairs, Japan.
  8. "Ceremonies: State visits". Official web site of the British Monarchy. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ نومبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mineko Iwasaki (2012). Geisha of Gion: The True Story of Japan's Foremost Geisha. د کتاب پاڼې 287. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781471105739. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "LinguaNews.com is for sale | HugeDomains". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. The British-Japanese Parliamentary Group, About us, official site.
  12. (په May 5, 2022 باندې). UK and Japan sign military agreement amid Russia concerns. BBC News
  13. "UK and Japan reach new defense deal amid Russia concerns". Associated Press. May 5, 2022. د لاسرسي‌نېټه May 7, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په May 5, 2022 باندې). UK and Japan sign military agreement amid Russia concerns. BBC News
  15. (په 5 May 2022 باندې). Japan, U.K. agree on defense pact amid China's rise in Indo-Pacific. Kyodo News
  16. (په 11 September 2020 باندې). UK and Japan agree historic free trade agreement.
  17. "Japan Maritime Self-Defense Force ship arrives in London". NHK. د اصلي آرشيف څخه پر June 23, 2022 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)