د جاپان اقتصادي معجزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، بیا د سړې جګړې تر پایه پورې د جاپان چټکه اقتصادي وده د جاپان د اقتصادي معجزې په توګه پيژندل کېږي. د یادې اقتصادي ودې په لړ کې، جاپان په چټکۍ سره د نړۍ په دویم لوی اقتصاد (له متحده ایالاتو نه وروسته) بدل شو. په۱۹۹۰ لسیزه کې، د جاپان نفوس په کمېدو پیل وکړ او کاري ځواک نور د تېرو لسیزو په څېر پراخه او پرېمانه نه و، که څه هم تر دې مهاله د هر کارګر تولید لا هم لوړ و.

مخینه[سمول]

یاده اقتصادي معجزه تر ډېره د دویمې نړیوالې جګړې له پایلو پورې تړلې وه چې پر ترڅ کې یې جاپان او لوېدیځې جرمنی له سړې جګړې پوره ګټه پورته کړه. د امريکا حکومت د جاپان د اشغال پر مهال جاپاني ټولنه اصلاح او سياسي، اقتصادي او مدني بدلونونه يې پکې رامنځته کړل.  دا تر ډېره د جاپان د حکومت د اقتصادي مداخلې او تر یوه حده په اسیا کی د امریکا د مرستو له امله وه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، متحده ایالاتو په جاپان کې د پام وړ حضور پیدا کړ ترڅو په ارام سمندر کې د شوروي نفوذ پراختیا ورو کړي. متحده ایالات د جاپان د اقتصادي ودې په اړه هم اندېښمن و، ځکه چې د دې خطر شتون درلود چې د جاپان ناخوښه او بې وزله خلک به کمونیزم ته مخه کړي او په دې سره به په ارام سمندر کې د شوروي کنټرول لا پیاوړی کړي. د امریکا په مشرۍ د جاپان بیا جوړونې او بیارغونې دا په ګوته کړه، چې ډیموکراسۍ د لېږد وړ وه، تر څو ټولنې د ځان د بدلون لپاره وهڅول شي.[۱][۲][۳][۴]

د «اقتصادي معجزې» کلونو په لړ کې د جاپاني اقتصاد توپیر لرونکي ځانګړتیاوې دا دی: د تولید کونکو، عرضه کوونکو، توزیع کوونکو او بانکونو سره په نږدې ګروپونو کې چې د کیریټسو په نوم یادیږي مرسته کول؛ د ځواکمنو اتحادیو رامنځته کول؛ د دولتي بیوروکراټانو سره ښې اړیکې او په لویو شرکتونو او متحد نیليغاره فابریکو(blue-collar factories) کې د ټول عمر لپاره د کارکولو تضمین.

په هرحال، ځینې پوهان استدلال کوي چې له جګړې وروسته د جاپان وده له متحده ایالاتو سره له اتحاد نه پرته ممکنه نه وه، ځکه چې متحده ایالاتو د جاپان صادرات جذب کړل، د جاپاني سوداګریزو اختلافي کړنلارې یې وزغملې، د جاپان اقتصاد ته یې سبسایډي ورکوله او جاپاني شرکتونو ته یې ټیکنالوژي لېږدوله چې په دې توګه یی د جاپان د سوداګرۍ تګلارې اغېزمنتوب زیات کړ.[۵]

دولتي ونډې[سمول]

د جاپان مالي بیا رغونه آن د SCAP له وتلو وروسته هم دوام درلود، خو د کوریا د جګړې له امله اقتصادی وده ورو شوه. د جاپان اقتصاد د پوځي تدارکاتو لپاره د متحده ایالاتو د تادیاتو له لاسه ورکولو له امله له ژور ناورین نه ژوندی پاتې شو او خپلو لاسته راوړنو ته یې دوام ورکړ.د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې، جاپان د دویمې نړیوالې جګړې له خاورو نه راپاڅېدلی و ترڅو چټک او بشپړ اقتصادي بیا رغونه ترلاسه کړي. د جاپان حکومت د خصوصي سکټور د ودې په هڅولو سره د جګړې وروسته د جاپان اقتصادي معجزې سره مرسته وکړه او په دې توګه یې لومړی د مقرراتو او محافظت پالنې په پلي کولو سره چې په مؤثره توګه یې اقتصادي ناورینونه اداره کول او وروسته د سوداګرۍ پراختیا باندې تمرکز وکړي.[۶]

تاریخچه[سمول]

کتنه[سمول]

د جاپان اقتصادي معجزه د دویمې نړیوالې جګړې د پای او د سړې جګړې (۱۹۴۵-۱۹۹۲زکلونو) تر منځ موده کې د جاپاني اقتصادي ودې ته اشاره کوي .اقتصادي معجزه په څلورو مرحلو ویشل کېږي: بیا رغونه (۱۹۴۶-۱۹۵۴)، لوړ زیاتوالی (۱۹۵۵-۱۹۷۲)، ثابت زیاتوالی (۱۹۷۲-۱۹۹۲)، او ټیټ زیاتوالی (۱۹۹۲-۲۰۱۷).[۷]

که څه هم په هیروشیما او ناګاساکي کې د اتومي بمبارۍ او په جاپان باندې د نورو متحدینو د هوایي بریدونو له امله جاپان سخت زیانمن شو، خو جاپان په دې وتوانېد چې له دویمې نړیوالې جګړې روغ پاتی شي اوپه ۱۹۶۰ لسیزې کې وروسته له متحده ایالاتو او شوروي نه د نړۍ درېیم لوی اقتصاد شي. په هرحال، له درېیو لسیزو وروسته، جاپان د «پرمختګ کمښت» سره مخ شو،ځکه چې د جاپاني ین ارزښت لوړ شو او د ودې د نور کمېدو د مخنیوي په هڅه کې جاپان خپل تخنیکي پرمختګونه خورا زیات کړل او د ین ارزښت یې لوړ کړ،ځکه چې د ین ارزښت کمول  نور خطرونه رامنځته کول او همدارنګه یې په سوداګرۍ باندې ناوړه اغېزه کوله. د ین ارزښت لوړول  په ۱۹۸۰ لسیزه کې د اقتصادي ناورین لامل شو. د یاد ناورین داغېزو د کمولو لپاره، جاپان د کورني تقاضا د هڅولو لپاره یو لړ اقتصادي او مالي تګلارې پلي کړې. په هر حال، د حبابي اقتصاد چې د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو او د ۱۹۹۰لسیزې په لومړیو کې رامنځته شو او وروسته د انفلاسیون د اغېزو د کمولو تګلارې د جاپان اقتصاد لا نور هم ویجاړ کړ. د انفلاسیون د اغېزو د کمولو تګلارې وروسته، د جاپان اقتصاد له لېږ ودې سره مخامخ کړچې تر نن ورځې پورې دوام لري..[۸][۹]

د بیا رغونې پړاو (۱۹۴۶ـ۱۹۵۴ز کلونه)[سمول]

جاپان په دویمه نړیواله جګړه کې سخت زیانمن شو. د بېلګې په توګه، د جګړې په وخت کې«د جاپان د پنبې صنعت د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې په ګونډو شو». د دوۍ د پنبې دوه پر درېیمه برخه د جګړې د وخت د مدیرانو له خوا له منځه ویوړل شوه او د ښاري سیمو بمبارۍ او ویجاړول د دې لامل شوي چې د پنبې صنعت زیانونه نورهم زیات شي. په سلو کې۲۰سلنه د اوبدلو او ۱۴ سلنه د اوبدلو د وړتیا له لاسه ورکړه. په هرحال، د جاپان د بیا رغونې وړتیا نړۍ حیرانه کړه او د «جاپاني اقتصادي معجزې» لقب یې ترلاسه کړ. په ټولیزه توګه، هر هېواد د جګړې وروسته یوڅه صنعتي وده تجربه کړې، هغه هېوادونه چې د جګړې د زیانونو له امله په صنعتي تولید کې د پام وړ کمښت ترلاسه کړی لکه جاپان، لوېدیځ جرمني او ایټالیا، خورا چټکه بیا رغونه یې هم ترلاسه کړې. د جاپان په قضیه کې، صنعتي تولید په ۱۹۴۶ز کال کې له جګړې د مخه ۲۷.۶ سلنې ته راټیټ شو، خو په ۱۹۶۰ز کال کې ۳۵۰سلنې ته ورسېد.[۱۰][۱۱][۱۲]

په ۱۹۵۲ز کال کې پر جاپان د امریکا د اشغال له پایته رسېدو سره سم متحده ایالاتو په بریالیتوب سره جاپان په نړیوال اقتصاد کې مدغم کړ ترڅو د جاپان امپریالیستي پراختیا لپاره هڅونه له منځه یوسي، او اقتصادي زیربناوې بیارورغول شي چې وروسته د جاپان اقتصادي معجزې لپاره پیلامه شوه.[۱۳]

د جګړی له اغېزو نه د جاپان د چټک بیا رغېدو یو لامل د حکومت له خوا بریالی اقتصادی اصلاحات پلي کول و. یو له لویو اقتصادي اصلاحاتو نه د «متواضع تولید حالت» غوره کول و، چې د «متواضع تولید حالت» هغه متضاد تولید ته اشاره کوي چې په لومړي سر کې د فولادو، ډبرو سکرو او پنبې په شمول د خامو موادو تولید باندې تمرکز کوي. د ټوکر تولید د ټول صنعتي تولید ۲۳.۹ سلنه نه ډیره برخه جوړوله. سربیره پردې، د تولید هڅولو لپاره د جاپان حکومت د کارګرانو د نويو ګومارنو ملاتړ کاوه، په ځانګړې توګه د ښځینه کارګرانو. د ښځینه کارګرانو د استخدام په زیاتولو سره، جاپان وکولای شول چې د جګړی له زیانونو نه ځان وژغوري. د کارموندنې قانون درې برخې درلودي: د کارګرانو په سیمه ایز استخدام او ځای پرځای کولو محدودیتونه،د نویو فارغانو په مستقیم ګومارنې باندې بندیز، او د کار وزارت له خوا د واضح توضیحي مقرراتو سره سم د غیرښوونځينه د غیر مستقیم ګومارنه او د دویمې نړیوالې جګړې نه د جاپان د چټک بیا رغونې دویم لامل د کوریا د جګړې پیل و.د کوریا جګړه تر ۱۹۴۵ز کا لد چوسین خاوره کې ترسره شوه. [۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Political and Economic Changes during the American Occupation of Japan". Columbia University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Orr, Robert (2004). Winning the Peace: An American Strategy for Post-Conflict Reconstruction. Washington D.C.: The CSIS Press. د کتاب پاڼې 183. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780892064441. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Nakamura, Takafusa (1981). "3: Rapid Growth". The Postwar Japanese Economy: Its Development and Structure (book). تُرجم بواسطة Jacqueline Kaninski. Tokyo: University of Tokyo Press. د کتاب پاڼې 56. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Political and Economic Changes during the American Occupation of Japan". Columbia University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Michael Beckley; Yusaku Horiuchi; Jennifer M. Miller (2018). "America's Role in the Making of Japan's Economic Miracle". Journal of East Asian Studies. 18 (1): 1–21. doi:10.1017/jea.2017.24. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hane, Mikiso. Eastern Phoenix: Japan Since 1945. Boulder: Westview Press, 1996.
  7. Liu, Haoyuan. "日德战后经济奇迹(Japanese and Germany Postwar Economic Miracle)". Finance World. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Ranking of the World's Richest Countries by GDP (1967) – Classora Knowledge Base". en.classora.com (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مې ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Nanto, Dick Kazuyuki (1976). The United States' role in the postwar economic recovery of Japan. Massachusetts: Harvard University Press. د کتاب پاڼې 258. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. https://www.nationalww2museum.org/war/articles/what-happened-to-emperor-hirohito
  11. Macnaughtan, Helen (2005). Women, work and the Japanese economic miracle: the case of the cotton textile industry, 1945–1975. New York: RoutledgeCurzon. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 0415328055. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Ichiro, Nakayama (1964). Industrialization of Japan. Tokyo. د کتاب پاڼې 7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Orr, Robert (2004). Winning the Peace: An American Strategy for Post-Conflict Reconstruction. Washington D.C.: The CSIS Press. د کتاب پاڼې 183. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780892064441. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Organisation for Economic Co-operation and Development (1972). The industrial policy of Japan. Paris. د کتاب پاڼې 45. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Macnaughtan, Helen (2005). Women, work and the Japanese economic miracle: the case of the cotton textile industry, 1945–1975. New York: RoutledgeCurzon. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 0415328055. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Seymour, Broadbridge (1966). Industrial dualism in Japan : a problem of economic growth and structural change. Chicago: Alpine Publication Corporation. د کتاب پاڼې 39. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)