Jump to content

د جامایکا تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کارابین د جامایکا ټاپو کې په لومړي سر له میلاد څخه ۶۰۰ یا ۶۵۰ کاله وروسته د ریډواري خلک اوسېدل، چې زیاترو ریډواري لوښې له ځانه سره درلودل. له میلاد څخه ۸۰۰ کاله وروسته، دغې سیمې ته د اراواک قبیلو دویمه جوپه خلک ورغلل، چې په هغو کې ټاینو خلک هم و دا البته په ۱۴۹۴ میلادي کال کې د کولمبس له ورتګ وړاندې و. د جامایکا لومړنیو اوسېدونکو دې هېواد ته د «Xaymaca» نوم ورکړی و چې معنی یې وه «د لرګیو او اوبو هېواد». هسپانویانو اراواک خلک په غلامۍ ونیول او د هغو ناروغیو په مټ چې هسپانویانو له ځان سره راوړي و، هغوی یې لا پسې له منځه یوړل. لومړني مورخین پر دې اند دي چې تر ۱۶۰۲ کال پورې، د ټاینو اراواک ژبې قبایل ټول منقرض شول. خو بیا هم ځینې ټاینو خلک ځنګلیي غرونو ته وتښتیدل، چېرې چې هغوی له تښتیدلو افریقايي غلامانو سره ګډ شول او د هسپانویانو له لومړني حکومت او بیا انګریزانو څخه بچ پاتې شول.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

هسپانویانو همداشان په سلګونو د لویدیځې افریقا خلک ونیول او د غلامۍ ټاپو ته یې ولیږدول. که څه هم زیاتره افریقایان د انګریزانو له خوا جامایکا ته راوستل شول.

په ۱۶۵۵ کال کې انګلستان پر جامایکا برید وکړ او هلته یې حاکم هسپانویان مات کړل. ځینې غلام شوو افریقایانو له دې سیاسي اړودوړ نه ګټه پورته کړه او د دې ټاپو داخلي غرونو ته وتښتیدل چې خپلواکي سیمې یې رامنځته کړي چې وروسته د مارونز په نوم پېژندل کېدل. په داسې حال کې چې د ساحل پر غاړه، انګریزانو د پورټ رویال په نوم یو ښارګوټي جوړ کړ چېرې چې به هغوی د دې ښار په مټ عملیات تر سره کول او سمندري غلا هم دود وموند، ځکه چې زیاتره اروپايي بلواګرانو به د خپل محکومیت دوران په سمندر کې تېراوه. کپټان هینري مورګن، هغه ویلزي کروندګر او د شخصي کاروبار څښتن و چې له پورټ رویال څخه به یې پر کلیو او بانډو او کښتیو باندې بریدونه کول، چې په دې سره هغه په کارابین سیمه کې د سمندري غلاوو له اړخه ډېر بډای او شهرت یې موندلی و.[۹]

د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې، د سمندري غلاوو پر ځای نیشکر د بریتانیوي جامایکا د عاید اصلي سرچینه وګرځېده. د شکر صنعت زیات شمېر کارګرانو ته اړتیا درلوده او په دې سره بریتانویانو په سلګونو زره افریقايي تورپوستي غلامان دغه ټاپو ته راوستل. په ۱۸۵۰ کال کې، په جامایکا کې د د جامایکايي ملاټو وګړو په پرتله د تورپوستو شمېر دومره شو چې نسبت یې ۱ پر ۲۰ ته رسېده. د اتلسمې پېړۍ په اوږدو کې غلام جامایکانو له څه باندې لسو ستر قیامونه وکړل له هغې ډلې په ۱۷۶۰ کال کې د ټاکي قیام هم شامل و. همداشان د بریتانویانو او جامایکا د مارون د غره د خلکو تر منځ به نښتې کېدلې، چې په ۱۷۳۰مه لسیزه کې د مارون لومړۍ جګړه او له ۱۷۹۵ تر ۱۷۹۶ کال پورې د مارون دویمه جګړه هم وشوه.

د باپټیسټ د جګړې پایلو د غلامانو شرایط روښانه کړل چې د غلامۍ د لغو کولو له خوځښت سره یې د غلامۍ د لغو کولو د قانون له تصویب سره په ۱۸۳۳ کال کې مرسته وکړه او له مخې یې په ۱۸۳۴ کال کې په جامایکا کې د غلامۍ قانون پای ته ورسېد.و د ۱۹مې پېړۍ په نیمايي کې، یعنې په ۱۸۶۵ کال کې د مورانټ خلیج بغاوت زیات مشهور شو. د نولسمې پېړۍ دویمه نیمايي بیا د اقتصادي ځوړنتیا، د کرهڼیزو محصولاتو د ټیټې بیې، وچکالي او ناروغۍ دوره وه. کله چې شکر خپل اهمیت له لاسه ورکړ، زیاتره پخوانۍ مزارع له اقتصادي ماتې سره مخ شول او ځمکې جامایکايي بزګرانو باندې وپلورل شوي او د نیشکر مزارع بیا د زیاتره بریتانوي تولیدکوونکي له خوا سره را ټولې شوي.

په جامایکا کې لومړني سیاسي ګوندونه د ۱۹۲۰مې لسیزې په وروستیو کې رامنځته شول، په داسې حال کې چې د کارګرانو ټولنې او اتحادیې بیا په ۱۹۳۰مې لسیزې کې جوړې شوي. اساسي قانون په ۱۹۴۴ کال کې جوړ شو او په ۱۹۶۲ کال کې د نارینه وو د رای ورکولو مبارزه او محدود خودمختاره حکومت بالاخره د جامایکا په خپلواکۍ باندې پای ته ورسېد او الیکسانډر بوسټامنټي د دې هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. دا هېواد له جګړې وروسته د ودې د یوې پراخې دورې او په کرهڼه باندې د کمې اتکا شاهد و خو په ۱۹۶۰مه او ۱۹۷۰مه لسیزو کې یې زیاتره اتکا پر بوکسټ او کانونو باندې وه. د ۱۹۷۰یمې لسیزې راهیسې تر نن ورځې پورې د دوو حاکمو ګوندونو JLP او PNP تر منځ سیاسي واک بدلیږي. په داسې حال کې چې په جامایکا کې د ترور (وژنو) کچه په ۲۰۱۰ کال کې د تیوولي په برید سره نږدې نیمایي را ټیټه شوې ده، خو بیا هم په دې هېواد کې د ترور کچه د نړۍ په کچه په لومړي مقام کې راځي. دا هېواد په ۲۰۱۳ کال کې اقتصادي ستونزو تر خپل اغېز لاندې راوست، خو د پیسو نړیوال صندوق له جامایکا سره د یو میلیارد ډالرو مرسته وکړه تر څو خپل لوی پورونه پرې کړي او په دې سره جامایکا په نړۍ کې یو له تر ټولو زیات پوروړو هېوادونو څخه دی چې هر کال خپله نیمايي بودیجه د پورونو بېرته ورکړې باندې لګوي.

له کولمبس وړاندې جامایکا

[سمول]

په زیات احتمال سره د جامایکا لومړني اوسېدونکې د کډوالو په دوو څپو کې له ټاپوګانو څخه ختیځ خوا ته راغلي دي. له میلاد څخه ۶۰۰ کاله وروسته، د «ریډواري خلک» په نوم یو کلتور دلته راغی. د دې خلکو په اړه ډېر کم معلومات شته، خو بیا هم هغوی له خپلو ځانونو څخه سره خټین لوښې پر ځای پرېیښي دي. په مانچیسټر پرېش کې د تمساح جهیل او په سنټ ان پرېش کې کوچنی سیند د هغو لرغونو سیمو له ډلې دي چې د اوسټوینډ خلک به د دغو سیمو په ساحل کې اوسېدل او په پراخه کچه سره یې د کېسپان او کبان ښکارول.[۱۰][۱۱]

له میلاد څخه ۸۰۰ کاله وروسته، د ټاینو اراواک قبایل دلته راغلل او په ټول ټاپو کې خواره شول. دا خلک چې په کلیو کې به یې ژوند کاوه نو د قبایلو د مشرانو چې د کاکیک په نوم به یادیدل، اداره کېدل او د کبانو په نیولو او د جوارو او کاساوا په کرلو به یې ژوند کاوه. د هغوی د تمدن په اوج کې، د وګړو شمېر یې ۶۰۰۰۰ تنه اټکل شوی دی.[۱۲]

اراواک خلکو دې ټاپو ته د سویلي امریکا د یوکا د لویولو سیستم راوړ. د خاورې د لا پیاوړي کولو په خاطر به اراواک خلکو سیمه ییز بوټي او ونې سوځولي او د هغو اېرې به یې په خاورو کې خښوولي او بیا به یې د یوکا د بوټو قلمونه په کې کرل. زیاتره اراواکانو به په ګړدو سترو ودانیو (بوهیو) کې ژوند کاوه، چې په لرګو، بانګسونو او د خورما په پاڼو سره به یې پټول. اراواکانو به په اراواکایي ژبه خبرې کولي خو لیکلي ژبه یې نه درلوده. د هغوی له خوا ځینې کارول شوي کلیمې لکه barbacoa ("کباب")، hamaca ("بانوج")، کانوا ("کانو")، tabaco ("تنباکو")، یوکا، batata ("سیب زمینی شیرین") او juracán ("توپان") په هسپانوي او انګریزې ژبو کې درج شوي دي.[۱۳][۱۴]

د هسپانویانو دوره (۱۴۹۴-۱۶۵۵)

[سمول]

باور پر دې دی چې کریسټوفر کولمبس لومړنی اروپايي و چې جامایکا ته ورسېد. نوموړی د ۱۴۹۴ کال د مۍ په ۵مه د خپل دویم سفر په لړ کې امریکاګانو ته ورسېد. کولمبس جامایکا ته د امریکاګانو په خپل څلورم سفر کې ورسېد. نوموړي د نږدې یوه کال لپاره د کارابین شاوخوا بېړۍ چلوله چې یوه توپان د هغه بېړۍ د ۱۵۰۳ کال د جون په ۲۵مه د جامایکا د سنټ ان بې کې ووهله. کولمبس او د هغه نور ملګري په دې ټاپو کې د یوه کال لپاره پاتې شول تر هغه چې بیا د ۱۵۰۴ کال په جون کې ترې را ووتل.[۱۵]

هسپانوي ولیعهد دا ټاپو د کولمبس کورنۍ ته ورکړه، خو د لسیزو لپاره دغه ټاپو کې کوم کار تر سره نه شو او زیاتره د خوراکي توکو او د څارویو د پوستکو د ټولولو لپاره کاریده. په ۱۵۰۹ کال کې خوان ډو اسکویول د دغه ټاپو په شمالي ساحل کې د اروپایانو لومړنۍ او دایمي هستوګنه د سویلا لا نووا (نوی سویل) په نوم جوړه کړه. یوه لسیزه وروسته، بارټولومي ډي لاس کاساس هسپانوي چارواکو ته په ۱۵۰۳ کال کې د هیګوی د خلکو د عام وژنې په اړه د اسکویول د چلند په اړه لیک ولیکه.

په ۱۵۳۴ کال کې، د دې هېواد پلازمېنه ویلا ډي لا ویګا (وروستی نوم یې سانټیاګو ډي لا ویګا) ته ولېږدول شوه، چې اوس ورته هسپانوي ښارګوټی وایي. دغه ښار هم د هسپانویانو او هم د انګریزانو د یرغل پر مهال د پلازمینې حیثیت درلوده، چې بیا وروسته په ۱۸۷۲ کال کې پلازمېنه کینګسټون ته ولېږدول شوه.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. "Jamaica" Archived 2019-04-20 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica.
  2. Rampersad, Sabrina R. (2009). "Targeting the Jamaican Ostionoid: The Blue Marlin Archaeological Project". Caribbean Quarterly. 55 (2): 23–41. doi:10.1080/00086495.2009.11829757. S2CID 160946039.
  3. Lee, James W. "Jamaican Redware". The International Association for Caribbean Archaeology (IACA). Proceedings of the Eighth International Congress for the Study of the Pre-Columbian Cultures of the Lesser Antilles. خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-10-20. بياځلي په 2020-10-17 – via ufdc.ufl.edu.
  4. "The History of Jamaica". Jamaica Information Service (in بريتانوی انګلیسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2013-11-05. بياځلي په 2020-09-21.
  5. "Arawak People". Encyclopedia Britannica. خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-11-05. بياځلي په 2020-10-17.
  6. Madrilejo, N.; Lombard, H.; Torres, JB (2015). "Origins of marronage: Mitochondrial lineages of Jamaica's Accompong Town Maroons". Am. J. Hum. Biol. 27 (3): 432–37. doi:10.1002/ajhb.22656. PMID 25392952. S2CID 30255510.
  7. Michael Sivapragasam, After the Treaties: A Social, Economic and Demographic History of Maroon Society in Jamaica, 1739–1842 Archived 2021-05-20 at the Wayback Machine., PhD Dissertation, African-Caribbean Institute of Jamaica library (Southampton: Southampton University, 2018), pp. 23–24.
  8. E. Kofi Agorsah, "Archaeology of Maroon Settlements in Jamaica", Maroon Heritage: Archaeological, Ethnographic and Historical Perspectives, ed. E. Kofi Agorsah (Kingston: University of the West Indies Canoe Press, 1994), pp. 180–81.
  9. "History of the Maroons. The maroons consisted of individuals who chose to pursue freedom without interference from any nation". cyber.harvard.edu. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-02-06. بياځلي په 2020-09-21.
  10. "Jamaica" Archived 2019-04-20 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica.
  11. , Atkinson, Lesley-Gail. "The Earliest Inhabitants: The Dynamics of the Jamaican Taíno."
  12. "Jamaica" Archived 2019-04-20 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica.
  13. Rogozinski, Jan. "A Brief History of the Caribbean."
  14. "The History of Jamaica – Jamaica Information Service". خوندي شوی له اصلي څخه په 2013-11-05. بياځلي په 2019-03-06.
  15. ""Christopher Columbus – 2nd Voyage"". خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-04-21. بياځلي په 2015-05-02.
  16. "The History of Jamaica – Jamaica Information Service". خوندي شوی له اصلي څخه په 2013-11-05. بياځلي په 2019-03-06.
  17. Michael Sivapragasam, After the Treaties: A Social, Economic and Demographic History of Maroon Society in Jamaica, 1739–1842 Archived 2021-05-20 at the Wayback Machine., PhD Dissertation, African-Caribbean Institute of Jamaica library (Southampton: Southampton University, 2018), pp. 23–24.
  18. E. Kofi Agorsah, "Archaeology of Maroon Settlements in Jamaica", Maroon Heritage: Archaeological, Ethnographic and Historical Perspectives, ed. E. Kofi Agorsah (Kingston: University of the West Indies Canoe Press, 1994), pp. 180–81.
  19. "JAMAICAN HISTORY I". Discover Jamaica. خوندي شوی له the original on 5 August 2013. بياځلي په 23 August 2013.
  20. C.V. Black, History of Jamaica (London: Collins, 1975), pp. 34-5.
  21. "Brief History of Jamaica". Jamaicans.com. خوندي شوی له the original on 7 August 2020. بياځلي په 23 August 2013.