Jump to content

د جازبې تیورۍ تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په فزیک (physics) کې د جاذبې (gravitation) تیوري په هغه بنسټیزه فرضیه ولاړه ده چې، د دوه اړخیز اغېز یا متقابل اثر میکانیزم، د لویو اجسامو حرکت تنظیم او اداره کوي. له پخوانیو وختونو راهیسې د جاذبې په اړه ډېر نظرونه موجود دي. هغه لومړنۍ موجودې سرچینې چې د دغه ډول نظریو په اړه په کې بحثونه شوي، د لرغوني یونان په فلسفه (ancient Greek philosophy) کې موندلای شو. دغه علمي کار، مخکې له دې چې، د رنسانس (Renaissance) او علمي انقلاب (Scientific Revolution,) په اوږدو کې په تېزۍ سره پرمختګ وکړي، چې د نیوټن د جاذبې قانون (Newton's law of gravity) په فورمول بندۍ سره خپل اوج ته ورسېده، د لرغونو هندیانو (ancient Indian) او د منځنیو پېړیو اسلامي فزیک پوهانو (medieval Islamic physicists) په واسطه پر مخ وړل کېده. د شلمې زیږدیزې پېړۍ په لومړیو کې د  آلبرټ اینشټاین (Albert Einstein) د نسبیت تیورۍ (theory of relativity) د نیوټن د نوموړي قانون ځای و نیوه.

یوناني فیلسوف ارسطو (Aristotle) (چې څلور پېړۍ مخکې له میلاده/ مخزېږد یې فعالیت کاوه) باور درلود چې اجسام د خپلې دنننۍ جاذبې (دروندوالي) له کبله د یوې نقطې خواته تمایل پیدا کوي. ویتریویس (Vitruvius) (چې یوه پېړۍ مخزېږد یې فعالیت کاوه) په دې و پوهېده چې اجسام د خپل مخصوص وزن/ مخصوصې جاذبې (specific gravity) له کبله سقوط کوي. په شپږمه زیږدیز پېړۍ کې د ختیځ روم اسکندریوي (Alexandrian) پوه جان فیلیپونوس (John Philoponus) د جاذبې قوې ارسطويي مفهوم (Aristotelian concept of gravity) د حرکي قوې تیورۍ (theory of impetus) په بڼه اصلاح کړ. په اومه زیږدیزه پېړۍ کې هندي ستور پوه برهماګوپتا (Brahmagupta) جاذبه یوه راکښونکې قوه وبلله. په څوارلسمه زیږدیزه پېړۍ کې اروپایي فیلسوفانو جین بوریدان (Jean Buridan) او ساکسانیوي (په ختیځ جرمني کې یو ښار دی) آلبرټ (Albert of Saxony) د ځینو اسلامي ساینس پوهانو تر اغېزې لاندې، د حرکي قوې او  تعجیل او د اجسامو د کتلې ترمنځ اړیکه پیدا کړه. همدارنګه آلبرټ د آزاد سقوط (free fall) په وخت کې د یوه جسم د سرعت او تېر شوي وخت تر منځ د تناسب یو قانون رامنځته کړ.

د اولسمې زیږدیزې پېړۍ په لومړیو کې ګالیله ګالیلي (Galileo Galilei) وموندله چې په ازاد سقوط کې ټول اجسام تمایل لري چې په مساوي توګه تعجیل واخلي. په ۱۶۳۲ز کال کې نوموړي د نسبیت بنسټیز قانون (the basic principle of relativity) منتشر کړ. د اولسمې زیږدیزې پېړۍ په منځ کې د ډېرو څېړونکو له خوا جاذبوي ثابت (gravitational constant) کشف شو، چې د اسحاق نیوټن (Isaac Newton) سره یې د نړیوال جاذبوي قانون په فورمول بندۍ کې مرسته وکړه. د شلمې زیږېدیزې پېړۍ په لومړیو کې اېنشټاین د عام او خاص نسبیت تیوري (special and general theory of relativity) رامنځته کړه، چې د نیوټن د کلاسیک میخانیک (classical mechanics) ځای یې ونیوه. د هرشي تیوري (theory of everything) په رامنځته کولو کې د جاذبې قوې حامل (force carrier of gravity) د ابتدایي معلوماتو هغه تشه ده چې د کوانټم جاذبې (quantum gravity) ډېر ماډلونه یې د ډکولو لپاره په نظر کې نیول شوي دي.

لرغونتوب

[سمول]

لرغونې یوناني-رومي نړۍ

[سمول]

د لونین مکتب یوناني فیلسوف (Ionian Greek philosopher Heraclitus) (چې د ۵۳۵ څخه تر ۴۷۵ مخزېږد کالونو په شاوخوا کې یې ژوند کاوه) لوګوس (logos) "کلیمه"، يې د یو قانون د توصیف کولو لپاره وکاروله چې کائنات (Cosmos) په تعادل کې ساتي او هر ډول اجسام لکه؛ ستوري، سیلۍ/ باد او څپې په حرکت راولي.[۱]

څلور پېړۍ مخزېږد یوناني فیلسوف ارسطو وویل چې هېڅ معلول (effect) یا حرکت (motion) له علت (cause) څخه پرته وجود نه لري. د درندو اجسامو لکه د ځمکې عنصر د کښته خوا حرکت علت د دوی په طبیعت (nature) پورې اړه لري، چې دوی، د کایناتو مرکز چې د دوی طبیعي/ اصلي ځای ؤ، په لور کښته خوا حرکت ته اړباسي. برعکس سپک شیان لکه د اور عنصر د خپل طبیعت پر بنسټ د اسماني کرې سپوږمۍ د دنننی سطحې (sphere) په لور پورته خوا ته حرکت کوي. په دې بنسټ په ارسطویي نظام/ سېستم کې درانده اجسام دکومې باندنۍ قوې په واسطه د زمکې (Earth) په لور نه راکښل کېږي، بلکه دکایناتو د مرکز په لور د دننۍ جاذبې یا دروند والي له کبله میلان لري.[۲][۳]

درې پېړۍ مخزېږد یوناني فیزیک پوه ارشیمیدیس (Archimedes) د یوه مثلث کتلوي  مرکز (centre of mass) کشف کړ. نوموړي همدارنګه دا فرضیه هم رامنځنته کړه چې که د دوه مساوي وزنونو د ثقل مرکز/ جاذبوي مرکز (centres of gravity) یو شان نه وي نو د هغې کرښې په مینځ کې به قرار لري چې دوی سره نښلوي. دوه پېړۍ وروسته له میلاده رومي مهندس او انجنير ویټریویس (Vitruvius) په خپله مهندسي مقاله (په رومی ژبه: De architectura ) کې ادعا وکړه چې جاذبه د یوې مادې د وزن نه بلکه د هغې د "طبیعت" سره اړیکه لري. (مخصوصه جاذبې "cf. specific gravity" ته مراجعه وکړئ):[۴][۵]

که په یوه لوښي کې سیماب واچوو او یوه ډبره چې سل پاونډه وزن ولري، یې په سطح کېږدو، نوموړې ډبره به د سیمابو په سطحه لامبو ووهي، نه یې کښېکښاږلی شي، نه پکې ډوبېدلی شي او نه یې سره بېلولی شي. که چېرې سل پاونډه وزن ور څخه لرې کړو او یو سکرپل (scruple: د درملو تللو واحد دی، چې د شل غنمو په اندازه وزن لري) طلا یې په سطح کېږدو، د سیمابو په سطح به لامبو و نه وهي بلکه د خپل میل سره سم په کې ډوبېږي. په دې بنسټ دا یو مسلم حقیقت دی چې د یوې مادې جاذبه د هغې د وزن په مقدار پورې نه، بلکه په طبیعت پورې یې تړاو لري. [۶]

په شپږمه زیږېدیزه پېړۍ کې د شرقي روم (Byzantine) اسکندریوي عالم جان فیلوپونوس (John Philoponus) د حرکي قوې تیوري (theory of impetus) وړاندې کړه، چې د یوې عاملي قوې چې د وخت په تېرېدو سره کمېږي په الحاق کولو سره، د ارسطو د "د حرکت دوام د قوې د عمل په دوام پورې اړه لري" تیورۍ اصلاحي بڼه وه.

د هند نیمه وچه

[سمول]

دا هم وګورئ: د هند په کوچنۍ وچه کې د ساینس تاریخ (په انګلیسي:  History of science and technology in the Indian subcontinent)

هندي ستور پوه/ ریاضي پوه (چې له ۵۹۸ څخه تر ۶۶۸ زېږیزو کالونو په شاوخوا کې یې ژوند کاوه) د جاذبې قوې لپاره د "ګوروتواکرصنم" (gurutvākarṣaṇam (गुरुत्वाकर्षणम्)) اصطلاح وکاروله او نوموړې قوه یې په لومړي ځل راکښونکې قوه وبلله.[۷][۸][۹][۱۰]

ځمکه له هرې خوا یو شان ده؛ ټول خلک په ځمکه نېغ درېږي او ټول درانده شیان د طبیعت د قانون پر بنسټ د ځمکې په لور کښته لوېږي، ځکه چې دا د ځمکې طبیعت دی چې ټول درانده شیان را جذب کړي او ویې ساتي، لکه څرنګه چې د اوبو طبیعت دی چې وبهېږي... که کوم شی غواړي چې له ځمکې لاندې لاړ شي، پرېږدي یې چې هڅه وکړي. یوازې ځمکه ټیټ شی دی او ټول زړي/ تخمونه ورته بیرته راګرځي، په هره خوا چې یې ګوزار کړئ او هېڅ کله له ځمکې پورته خوا ته نه جګېږي. [۱۱][۱۲]

اسلامي نړۍ

[سمول]

په یولسمه زیږدیزه پېړۍ کې فارسي ژبي عالم (بحرالعلوم) ابن سینا (ابوعلی سینا) (polymath Ibn Sina) د پرتابي حرکت (projectile motion) د وضاحت لپاره د فیلیپونوس د دې تیورۍ " متحرک جسم له محرک څخه د حرکت تمایل حاصلوي" سره موافقت وکړ. ابن سینا بیا د (۱۰۲۰ز کال په شاوخوا کې) په خپل کتاب "د شفا کتاب" (The Book of Healing) کي د حرکي قوې خپله تیوري (his own theory of impetus ) خپره کړه. فیلوپونوس باور درلود چې دا یوه موقتي ځانګړنه ده چې ان په تشیال/ خلا (vacuum) کې هم کمېږي، برعکس ابن سینا ثابته او دایمي ګڼله چې د سره پاشلو یا له منځه وړلو لپاره یې باندنۍ قوې لکه د هوا مقاومت (air resistance) ته اړتیا ده. ابن سینا د "قوې" او "میل" (inclination) په نا ورته والي/ تمایز اعتراف وکړ او استدلال یې وکړ چې یو جسم هغه وخت میل پیدا کوي چې د خپل طبیعي حرکت سره په تقابل کې واقع شي. هغه دې نتیجې ته ورسېد چې د یو جسم حرکت د هغه د میل له وجې دوام پیدا کوي چې نوموړي جسم ته انتقال شوی وي او تر څو چې میل ختم شوی نه وي، نوموړی جسم به د حرکت په حال کې وي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د یولسمې زیږېدیزې پېړۍ یو بل پارسي ژبي بحرالعلوم البیروني (Al-Biruni) وویل چې ټول درانده اجسام (heavenly bodies ) د ځمکې به څېر کتله(mass)، وزن او جاذبه لري. نوموړي د ارسطو او ابن سینا دواړو دا نظر چې یوازې ځمکه نوموړې ځانګړتیاوې لري رد کړ. د دولسمې زیږېديزې پېړۍ عالم الخازیني (Al-Khazini) وړاندیز وکړ چې د یوه جسم جاذبه د کایناتو له مرکز (موخه یې د ځمکې مرکز وه) څخه د نوموړي جسم په فاصلې پورې اړه لري، په هره اندازه چې نوموړې فاصله تغییر کوي، د جسم جاذبه هم ورسره تغییر کوي. الخازیني او البیروني د ثقل مرکز (جاذبې مرکز) تیوري مطالعه کړه او په درې بعدي اجسامو یې تعمیم او تطبیق کړه. دوی همدارنګه د برداشت وړ اړم یا اهرم (ponderable lever) تیورۍ بنسټ کېښود او د جاذبې علم یې ایجاد کړ. همدارنګه د تعادل تیورۍ (balances) او تَللو (weighing) پر بنسټ، د اجسامو د مخصوصه جاذبې یا مخصوصه وزن (specific weight) د پیدا کولو لپاره یې دقیقې تجربوي کړنلارې رامنځته کړې.[۱۸][۱۹]

په دولسمه زیږېدیزه پېړۍ کې ابوالبرکات البغدادي د ابن سینا د پرتابي حرکتونو نظریه قبوله کړه او هغه یې اصلاح کړه. ابوالبرکات په خپل کتاب المتبار کې لیکلي چې حرکت ورکونکی(محرک)، حرکت کونکي (متحرک) جسم ته شدید میل (میل قصری) ورکوي او له محرک څخه د متحرک جسم په لرې کېدلو سره، دغه میل کمېږي. د شلومو پاینز (Shlomo Pines) په وینا، د البغدادي د حرکت نظریه "د ارسطو د ډینامیکي قانون تر ټولو لرغونې نفي ده [د ارسطو ډینامیکي قانون وایي: ثابته قوه یو شان/ یکنواخت حرکت رامنځ ته کوي]، [او په همدې توګه] په مبهمه توګه د کلاسیک میخانیک (classical mechanics) د بنسټیز قانون [چې وایي: که يوه قوه په دوامداره توګه وارده شي، تعجیل (acceleration) رامنځته کوي] وړاندوینه ده".[۲۰][۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Smith, Homer W. (1952). Man and His Gods. New York: Grosset & Dunlap. p. 144.
  2. Edward Grant, The Foundations of Modern Science in the Middle Ages, (Cambridge: Cambridge Univ. Pr., 1996), pp. 60-1.
  3. Olaf Pedersen, Early Physics and Astronomy, (Cambridge: Cambridge Univ. Pr., 1993), p. 130
  4. CJ Tuplin, Lewis Wolpert (2002). Science and Mathematics in Ancient Greek Culture. Hachette UK. p. xi. ISBN 9780198152484.
  5. Reviel Neitz; William Noel (2011-10-13). The Archimedes Codex: Revealing The Secrets Of The World's Greatest Palimpsest. Hachette UK. ISBN 9781780221984.
  6. Vitruvius, Marcus Pollio (1914). "7". In Alfred A. Howard (ed.). De Architectura libri decem [Ten Books on Architecture]. VII. Herbert Langford Warren, Nelson Robinson (illus), Morris Hicky Morgan. Harvard University, Cambridge: Harvard University Press. p. 215.
  7. Pickover, Clifford (2008). Archimedes to Hawking: Laws of Science and the Great Minds Behind Them. Oxford University Press. p. 105. ISBN 978-0-19-979268-9.
  8. Bose, Mainak Kumar (1988). Late classical India. A. Mukherjee & Co.کينډۍ:Page needed
  9. Sen, Amartya (2005). The Argumentative Indian. Allen Lane. p. 29. ISBN 978-0-7139-9687-6.
  10. Thurston, Hugh (1993). Early Astronomy. New York: Springer-Verlag. ISBN 978-0-387-94107-3.کينډۍ:Page needed
  11. Alberuni's India. London: Kegan Paul, Trench, Trübner & Co., 1910. Electronic reproduction. Vol. 1 and 2. New York: Columbia University Libraries, 2006. p. 272. نه اخيستل شوی 3 June 2014.
  12. Kitāb al-Jawharatayn al-'atīqatayn al-mā'i'atayn min al-ṣafrā' wa-al-bayḍā': al-dhahab wa-al-fiḍḍah كتاب الجوهرتين العتيقتين المائعتين من الصفراء والبيضاء : الذهب والفضة. Cairo: Maṭba'at Dār al-Kutub wa-al-Wathā'iq al-Qawmīyah bi-al-Qāhirah. 2004. pp. 43–44, 87. OCLC 607846741.
  13. McGinnis, Jon; Reisman, David C. (2007). Classical Arabic philosophy: an anthology of sources. Hackett Publishing. p. 174. ISBN 978-0-87220-871-1. نه اخيستل شوی 16 June 2010.
  14. Espinoza, Fernando (2005). "An analysis of the historical development of ideas about motion and its implications for teaching". Physics Education. 40 (2): 141. Bibcode:2005PhyEd..40..139E. doi:10.1088/0031-9120/40/2/002.
  15. Seyyed Hossein Nasr & Mehdi Amin Razavi (1996). The Islamic intellectual tradition in Persia. Routledge. p. 72. ISBN 978-0-7007-0314-2.
  16. Aydin Sayili (1987). "Ibn Sīnā and Buridan on the Motion of the Projectile". Annals of the New York Academy of Sciences. 500 (1): 477–482. Bibcode:1987NYASA.500..477S. doi:10.1111/j.1749-6632.1987.tb37219.x. S2CID 84784804.
  17. Espinoza, Fernando. "An Analysis of the Historical Development of Ideas About Motion and its Implications for Teaching". Physics Education. Vol. 40(2).
  18. Starr, S. Frederick (2015). Lost Enlightenment: Central Asia's Golden Age from the Arab Conquest to Tamerlane. Princeton University Press. p. 260. ISBN 9780691165851.
  19. "Statics". Encyclopedia of the History of Arabic Science 2. (1996). Psychology Press. 614–642. ISBN 9780415124119. “Using a whole body of mathematical methods (not only those inherited from the antique theory of ratios and infinitesimal techniques, but also the methods of the contemporary algebra and fine calculation techniques), Muslim scientists raised statics to a new, higher level. The classical results of Archimedes in the theory of the centre of gravity were generalized and applied to three-dimensional bodies, the theory of ponderable lever was founded and the 'science of gravity' was created and later further developed in medieval Europe. The phenomena of statics were studied by using the dynamic approach so that two trends – statics and dynamics – turned out to be inter-related within a single science, mechanics. The combination of the dynamic approach with Archimedean hydrostatics gave birth to a direction in science which may be called medieval hydrodynamics. ... Numerous fine experimental methods were developed for determining the specific weight, which were based, in particular, on the theory of balances and weighing. The classical works of al-Biruni and al-Khazini can by right be considered as the beginning of the application of experimental methods in medieval science.” 
  20. Gutman, Oliver (2003). Pseudo-Avicenna, Liber Celi Et Mundi: A Critical Edition. Brill Publishers. p. 193. ISBN 90-04-13228-7.
  21. Pines, Shlomo (1970). "Abu'l-Barakāt al-Baghdādī , Hibat Allah". Dictionary of Scientific Biography 1. New York: Charles Scribner's Sons. 26–28. ISBN 0-684-10114-9.  (cf. Abel B. Franco (October 2003). "Avempace, Projectile Motion, and Impetus Theory", Journal of the History of Ideas 64 (4), p. 521-546 [528].)