د تکاملي نظریې مخینه
تکاملي نظریه، د دې منل دي چې نوعې د وخت په تېریدلو سره بدلون کوي او د داسې يوې پروسې د سرته رسېدلو د څرنګوالي په اړه د پام وړ هوښیارتیا له لرغونې زمانې را پدیخوا پیل شوې – د لرغونو یونانیانو، رومیانو او چینایانو په نظریو کې او همدارنګه د منځنیو پېړیو په اسلامي ساینس کې په دې اړه یادښتونه شته دي. په 17 مه پیړې کې د عصري بیالوژیکي تکسانومې په رامنځته کېدو سره، دوو متضادو مفکورو د غرب په بیالوژیکي بهیر باندې اغېز وکړ: ازنشیالیزم یا ارزښتګرايی، دا عقیده چې هرنوعه یولړ داسې ځانګړټیاوې لري، چې بدلون نه منونکې دي، یو مفهوم چې د منځنیو پېړیو له ارستویي ماوراطبیعه یا میتافزیک څخه رامنځته شوی او د طبیعي خدای پېژندنې سره خورا په انډول کې ده او بله هغه عصري علومو ته د ارستو ضد لید لوري پراختیا ده: په داسې حال کې چې رونډ اندي پرمختګ کاوه، تکاملي کیهان پېژندنې او میخانیکي فلسفه له فزیکي علومو څخه طبیعي تاریخ ته خپرې شوې. طبیعت پېژندونکو د نوعو بدلون منلو وړتیا ته پام اړولو باندې پیل وکړ، د فسیل پېژندنې ظهور په ځانګړې توګه د انقراض له مفهوم سره د طبیعت په اړه ستاتیکې نظریې لا پسې پیکه کړې. د 19 مې پېړې په لومړيو کې جان-باپټیستې لامارک Jean-Baptiste Lamarck(1744-1829) خپله د نوعو د بڼې د بدلون نظریه وړاندې کړه، چې د تکامل په اړه لومړنۍ په بشپړه توګه جوړه شوې تیوري ده.
په 1858 کې چارلس ډاروین (Charles Darwin) او الفرد راسل والاس(Alfred Russel Wallace) یوه نوې تکاملي تیوري خپره کړه، چې د ډاروین د نوعو په سرچینه کې(1859) په کتاب کې په مفصل ډول تشرېح شوې ده. د لامارک پرخلاف، ډاروین د ګډ وراثت او د ژوند د یوې ښاخ لرونکې ونې وړاندیز وکړ، په دې معنا چې کېدلای شي ،دوه کاملاٌ جلا نوعې د یوه ګډ نیکه لرونکې وي. د ډاروین تیوري د طبیعي ټاکنې پر بنسټ ولاړه ده: په یاده تیوري کې په پراخه کچه شواهد له مالدارۍ، بایوجغرافيې، ځمک پېژندنې، مورفولوژي او ایمبریلوژي څخه را ټول شوي دي. د ډاروین د کار په اړه مباحثه د تکامل د عمومي مفهوم ګړندي منلو ته لاره هواره کړه، مګر د هغه د لوري وړاندې شوی ټاکلې میکانیزم، طبیعي ټاکنه، تر هغه مهاله په پراخه کچه نه وه منل شوې، چې د 1920 نه تر 1940 کلونو ترمنځ په بیالوژي کې د واقع شوو پرمختیاوو په واسطه بیا را ژوندی شوه. له هغه وخت څخه د مخه بیالوژي پوهانو نور عوامل د تکامل لپاره مسؤل ګڼل. د طبیعي ټاکنې پرځای متناوبې حل لارې چې د ډاروینیزم د پيکه کېدو پرمهال (1880 تر 1920) په جریان کې وړاندیز شوې، د ترلاسه شوو ځانګړتیاوو میراث (نیو-لامارکیزم)، بدلون لپاره یو ذاتي محرک (اورتوجینیسس) او ناڅاپي لوی بدلونونه (سالټاشینیزم) په کې شامل وو. منډلي جینیتک، د 19 پېړۍ د ازمایښتونو یوه لړۍ ده، چې د نخود په بوټي ترسره شوې، په 1900 کې بیا وموندل شو، د رونالد فیشر(Ronald Fisher)، جی.بی.اس هالډاين (J. B. S. Haldane) او سیوال رایټ (Sewall Wright) د طبیعي ټاکنې سره د 1910 تر 1930 کې یو ځای شو، چې په پایله کي يې د جمعیت جینیتک نوی ډسپلین رامنځته شو. د 1930 او 1940 کلونو په اوږدو کې د جمعیت جینیتک د نورو بیولوژیکي څانګو سره یوځای شوی، پایله يې په پراخه کچه د تطبیق وړ د تکامل تیوري ده چې د بیالوژي ډېرۍ برخه رانغاړي- چې عصري ترکیب بلل کېږي.
د تکاملي بیالوژۍ د رامنځته کېدو په تعقیب، په طبیعي جمعیتونو کې د بدلون او جینیتک تنوع مطالعې، د بایو جغرافيې او سیستماتیک سره یوځای، د پېچلو ریاضیکي او سببي موډلونو د رامنځته کېدو لامل شو. لرغون پېژندنې او تطبیقي اناتومۍ د ژوند د تکاملي تاریخ د تفصیلي بیارغونې اجازه ورکړه. په 1950 کې د مالیکولي جینیتیک له ودې وروسته، د مالیکولي تکامل څانګې پراختیا و مونده، چې بنسټ يې د پروټيڼ پړاوونه او معافیتي ازمایښتونه دي او وروسته یې د RNA او DNA مطالعات هم ورسره يوځای کړل. د تکامل جین محوره نظریه، په 1960 لسیزې کې د پام وړ ودې ته ورسئده، هم مهاله ورسره د مالیکولي تکامل شنډه تیوري وه، چې د تکامل د لامل په توګه د طبیعي ټاکنې په مقابل کې د تطابق، د ټاکنې د واحد او د جنتیک انحراف د نسبي ارزښت په اړه یې بحثونه را وپارول. د 20 پېړۍ په وروستیو کې، د DNA ترتیب ګذاري د مالیکولر فیلوژینیتیک او د کارل وویز(Carl Woese) په واسطه د ژوند د ونې په درې ډومین سیستم کې د بیا تنظیم لامل شوی ده. پردې سربېره، د سیمبایوجینیسس او په افقي ډول د جین لېږد نوو پېژندل شویو فکتورونو تکاملې تیوري ته لا ډېرې پېچلتیاوې معرفي کړې. په تکاملي بیولوژي کې کشفیاتو نه یواځې د بیالوژي په دودیزو څانګو کې، بلکې همدارنګه په نورو اکاډمیکو څانګو (د بېلګي په توګه: انتروپولوژي او روانپوهنه) او په ټوله کې په ټولنه باندې د پام وړ اغېزه کړې ده. [۱][۲]
لرغونتوب
[سمول]یونانیان
[سمول]هغه وړاندیز شوې طرحې، چې د حیواناتو یوه نمونه، حتی انسانان کېدای شي، د حیواناتو له نورو نمونو څخه رامنځته شوې وي، داسې برېښي چې د سقراط دمخه یوناني فیلسوفانو ته ورګرځي. د ملیتوس اناګزیماندر Anaximander(610 – 546 ق.م) داسې طرحه وړاندې کړې، چې د ځمکې د تېرو وختونو د یو لوند پړاو په جریان کې، لومړنیو حیواناتو په اوبو کې ژوند کړی دی او داچې د انسانانو لومړني د وچې استوګن نیکونه به هرومرو په اوبو کې زېږېدلي وي او یواځې د ژوند یوه برخه یې په وچه کې تېره کړې ده. هغه همدارنګه دا استدلال هم کړی دی، چې د نننۍ پېژندل شوې بڼې لومړنۍ انسان به حتماً د حیواناتو د یوې جلا نمونې (ښایې یو کب) بچی وي، ځکه چې انسان د ژوند کولو لپاره اوږد مهاله پرستارۍ ته اړتیا لري. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، اناګزیماندر د “لومړنی ډاروین پوه” په حیث و پېژندل شو، مګر د یوه شخصیت دا ډول توصیف نور په عامه توګه نه منل کېږي. د Anaximander فرضیه په یوه معنا کې "تکامل" ګڼل کېدلایشي، که څه هم یو ډاروینین نه وي.[۳][۴][۵]v
ایمپیډوکلیس Empedocles ( 490 – 430ق.م) استدلال کړی، هغه څه چې موږ یې په حیواناتو کې زېږون او مرګ بولو، یواځې د عناصرو یوځای والی او جلا والی ده، کوم چې د بې شمېره “له منځه تلونکو شیانو د قبیلو” لامل ګرځي. په ځانګړې توګه، لومړني حیوانات او نباتات د هغو چې موږ یې نن په کومه بڼه ګورو، له یو بله د جلا شوو برخو په څېر ول، چې ځینې يې په مختلفو ترکیبونو کې په یو ځای کېدلو سره بقا موندلې او بیا د جنین د پراختیا پرمهال سره ګډ شوي دي، او چېرته چې “ هر څه داسې وګرځېدل، لکه: څرنګه چې باید وای، که چېرې په قصدي توګه ترسره شوې وه، موجوداتو هلته بقا کړې چې په ناڅاپي توګه په یوه مناسب ډول سره یوځای شول.” نور فیلسوفان چې هغه مهال د ډېر نفوذ خاوندان شول، په ګډون د پلاتو Plato(428/427 – 348/347)، ارستوAristotle (384 – 322) او د سټویک (Stoic) د فلسفې ښوونځۍ غړي، په دې باور وو چې، د ټولو شیانو نمونې، نه یواځې ژوندي شیان، د الهي ډيزاین په واسطه جوړ شوي دي. [۶][۷]
پلاتو، د بیولوژي پوه ارنست مایر(Ernest Mayer) له خوا “د تکامل پلوه ضد ستر اتل” وبلل شو، ځکه چې هغه د بنسټ پلوي باور ته وده ورکړې ده، کوم چې ورته د جوړښتونو نظریه هم ویل کېږي. دا نظریه بیانوي چې، په مشاهده شوې نړۍ کې د شي هره طبیعي نمونه، د بشپړ(مطلوب) یوه نیمګړې ښکارندویی ده، جوړښت یا “نوعې” چې هماغه نمونه تعینوي. د بېلګي په توګه: د هغه په ټیمایوس(Timaeus) کې، پلاتو یو کرکټر لري، یوه کیسه بیانوي، دا چې ډیمیورج(Demiurge) کاینات او هر څه چې په کې دي رامنځته کړي ،ځکه، ښه وه او له همدې امله، “... له کینې څخه پاک، هغه غوښتل چې ټول شیان باید تر هغه بریده چې کولای شي، د هغه په څېر وي.“ خالق (ج) د تصور وړد ژوند ټول ډولونه رامنځته کړي، له هغه مهاله” ...له دوی پرته به کاینات نیمګړي وي، ځکه چې دا به هر هغه حیوان و نه لري، کوم چې باید ولري، که چېرې دا غواړي بشپړ وي. د “کثرت اصل” – دا فکر چې د یوه بشپړ تخلیق لپاره د ژوند ټول بالقوه ډولونه اړین دي – عیسوي عقیده خورا اغېزمنه کړې ده. په هر حال، ځینو تاریخ پوهانو دا چې د پلاتو بنسټ پلوي په طبیعي فلسفه باندې څومره اغېز لرلی، تر پوښتنې لاندې راوستی. هغوی د دې په بیانولو سره چې له پلاتو وروسته ډېری فیلسوفان په دې باور وو چې نوعې ښایي د بدلون وړتیا ولري او دا فکر چې بیولوژیکي نوعې ثابتې وې او د نه بدلېدونکو اړینو ځانګړتیاوو څخه برخمنې دي، په 17مو او 18مو پېړیو کې د بیالوژیکي تکسانومۍ تر پيله ارزښت و نه موند. [۸][۹][۱۰]
ارستو، په اروپا کې د یونانیانو تر ټولو اغېزناک فیلسوف، د پلاتو له شاګردانو څخه و او تر ټولو مخکینی طبیعي تاریخ پوه دی، د چا څېړنې چې په رښتینې توضیحاتو کې ساتل شوې دي. د بیولوژي په اړوند د هغه لیکنې د هغو څېړنو پایله ده چې، هغه په طبیعي تاریخ کې د لیسبوس ټاپو او د هغې په شاوخوا کې ترسره کړي او د څلورو کتابونو په بڼه خوندي پاتې شوې دي، چې معمولاً د دوی په لاتیني نومونو پېژندل کېږي، دی انیما De anima (د روح په اړوند)، حیستوریا انیمالیم Historia animalium(د حیواناتو تاریخ)، ډی جینیریشن انیمالیم De generatione animalium(د حیواناتو نسل) او ډی پارټیبس انیمالیم De partibus animalium (د حیواناتو د غړو اړوند). د ارستو څېړنې دقیقې کتنې لري، چې د هغه په خپلو د بدن د میکانیزمونو په نظریو کې ځای پر ځای شوي دي. په هر حال، د چارلس سنګر(Charles singer) لپاره، “هېڅ شی پرته له دې هڅو څخه چې د [ارستو] د ژوندیو شیانو ترمنځ اړیکه، د طبیعت یا کایناتو زینه (scala naturae) په توګه [څرګنده] کړې د پام وړ نه دي.“ دا سکالا ناټوریا، چې په د حیواناتو تاریخ (Historia animalium) کې تشرېح شوې، ژوندي موجودات یوه مرتبه یې، مګر ثابت “د ژوند زینه” یا “د وجود لوی ځنځیر” ته په تړاو کې طبقه بندي کړي دي، چې د جوړښټ د پېچلتیا او فعالیت سره مطابق يې ځای پر ځای کوي، هغه ژوندي موجودات، چې د تحرک ډېره وړتیا او حیاتي توان یې ښکاره کړی، د “لوړو ژوندیو موجوداتو” په توګه تشرېح شوي دي. ارستو په دې باور وو چې، د ژوندیو موجوداتو ځانګړتیاوو په روښانه توګه ښودلې ده چې ،دوی یو څه لري چې هغه یې وروستۍ علت بولي، یعني دا چې د دوی بڼه د دوی له فعالیت سره سمون لري. هغه په ښکاره ډول، د ایمپیډوکلیس دا نظریه، چې ژوندي موجودات ښایي په ناڅاپي توګه را منځته شوي وي، رد کړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
نورو یوناني فیلسوفانو،لکه: د سیټیوم زینو Zeno (334 – 262 ز) د رواقي فلسفې د مکتب بنسټګر، له ارستو او نورو پخوانیو فیلسوفانو سره په دې اړه همغږې وه. روښانه شواهدو ښودلې ده چې، دا طبیعت د یوې موخې لپاره ډیزاین شوې دي، دا نظریه د ټیلیولوژي(Teleology) په نامه یادېږي. سیسرو(Cicero) رومي شکګرا فیلسوف (106-43 ق.ز) لیکلي دي چې، زینو د سټویک فزیک د مرکز د نظریې په درلودلو سره مشهوره وه، دا چې طبیعت اساساً “ متمرکز او هدایت شوی دی... د نړۍ د خوندي کولو لپاره...داسې جوړښټ، چې د پایښت لپاره خورا مناسب دی.” [۱۵][۱۶]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ Moran, Laurence A. (2006). "Random Genetic Drift". What is Evolution?. Toronto, Canada: University Toronto. خوندي شوی له the original on 2006-10-19. بياځلي په 2015-09-27.
- ↑ Futuyma, Douglas J., ed. (1999). "Evolution, Science, and Society: Evolutionary Biology and the National Research Agenda" (PDF) (Executive summary). New Brunswick, NJ: Office of University Publications, Rutgers, The State University of New Jersey. OCLC 43422991. خوندي شوی له the original (PDF) on 2012-01-31. بياځلي په 2014-10-24. and Futuyma, Douglas J.; Meagher, Thomas R., eds. (2001). "Evolution, Science and Society: Evolutionary Biology and the National Research Agenda". California Journal of Science Education. 1 (2): 19–32. بياځلي په 2014-10-24.
- ↑ Kirk, Raven & Schofield (1983:140–142)
- ↑ Harris 1981, p. 31
- ↑ Krebs 2004, p. 81
- ↑ Kirk, Raven & Schofield (1983:291–292)
- ↑ Kirk, Raven & Schofield (1983:304)
- ↑ Mayr 1982, p. 304
- ↑ Johnston 1999, "Section Three: The Origins of Evolutionary Theory"
- ↑ Wilkins, John (July–August 2006). "Species, Kinds, and Evolution". Reports of the National Center for Science Education. 26 (4): 36–45. خوندي شوی له the original on 2012-01-22. بياځلي په 2011-09-23.
- ↑ Singer 1931, pp. 39–40
- ↑ Boylan, Michael (September 26, 2005). "Aristotle: Biology". Internet Encyclopedia of Philosophy. Martin, TN: University of Tennessee at Martin. OCLC 37741658.
- ↑ Aristotle. Physics. Translated by R. P. Hardie and R. K. Gaye. The Internet Classics Archive. Book II. OCLC 54350394. بياځلي په 2008-07-15.
- ↑ Johnston 1999, "Section Three: The Origins of Evolutionary Theory"
- ↑ Cicero. De Natura Deorum. Vol. LCL268. Cambridge, MA: Harvard University Press. p. 179 (2.22). OCLC 890330258.
{{cite book}}
:|website=
ignored (help) - ↑ Bowler 2000, pp. 44–46