د تي لرونکو وده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تریاسیک په منځ کې، ډېری سایناپسید Synapsid ډولونه شته چې د تي لرونکو حیواناتو په څېر ښکاري. د تي لرونکو ژوو تکامل په لومړي ځل په پنسلوانیا د کاربنیفیرس دورې په وروستیو کې د دوی د سایناپسید (synapsid) څارویو یوه ډله ده چې تي لرونکي په کې شامل دي او هر ژوی چې د نورو غړو په پرتله د تي لرونکو سره ډېر نږدې تړاو لري، لکه مرغۍ او داسې نورو ته ویل کېږي، نيکونو لومړۍ څرګندیدو راهیسې، له ډېرو پړاوونو څخه تېر شوي دي. د ټریاسیک دورې (یو جیولوژیکي سیسټم او د میسوزویک دورې لومړۍ او لنډه دوره ده چې بیا په درېو نورو دورو وېشل شوې ده) په نيمایې کې، د سیناپسیډ ډیری ډولونه شته، چې د تي لرونکو په څېر ښکارېدل. دغه کورنۍ او نسب چې د نن ورځې تي لرونکو ته لارهواروي، په جوراسیک دوره کې جلا شوې، د دې دورې په سایناپسید کې شامل نسل درایولیستیس چې د پلاسینتال او مارسوپیالزسره، د مونوتریمیز په پرتله نږدې اړیکه لري او امبوندرو چې له مونوتریمیز سره نږدي اړیکه لري. وروسته بیا د ایتیرین او میتاتیرین کورنۍ جلا شوې میتاتاریان هغه ژوي دي چې د مارسوپیالز سره ډېر نږدې تړاو لري، په داسې حال کې چې یوتیرین هغه دي، چې د پلاسنټال سره ډېر نږدې تړاو لري. له هغه وخته چې جورامیا، چي لومړنی پېژندل شوی ایتیرین ګڼل کېږي، ۱۶۰ میلیونه کاله دمخه په جوراسیک کې ژوند کاوه، دا جلاتوب باید په ورته دوره کې پېښ شوی وي. [۱]

وروسته له دې چې د کرتاسیوس- پیالوجین د دورې د انقراض پېښې غیر الوتونکي دایناسور (چی مرغان یوازینی پاتې شوي دایناسور دي) او نور، د تي لرونکي ژوو ډلې، د ځمکې له مخ نه محوه کړې، پلاسنټال او مارسوپیل تي لرونکي په ډېری نويو شکلونو او ایکولوژیک ځایونو کې د پیالوجین او نیجین دورو په اوږدو کې بدلون کړی، چې په پایله کې ټول عصري ګروپونه څرګند شول. 

تي لرونکي د سایناپسید یوازیني ژوندي موجودات دي. د سیناپسید کورنۍ او نسب، د کاربونیفیرس دورې په وروستیو کې د ۳۲۰ او ۳۱۵ میلیونه کلونو دمخه د سوروپسید کورنۍ او نسب څخه جلا شوه. سوروپسید د نننیو ژوو او الوتونکو، خزندګانو او د ټولو له منځه تللو امنیتونه دي چې د تي لرونکو په پرتله له دوی سره ډېر نږدې تړاو لري. په دې کې د تي لرونکو څارویو په څېر خزندګان شامل نه دي، کومه ډله چې د تي لرونکو سره ډېر نږدې تړاو لري.  [۲][۳]

د پیرمیان دورې په بهیرکې، د سنپسیدز په ډله کې غوښه خوړوونکي او څو مهم نباتات شامل دي. ورپسې په تریاسیک دوره کې، سربیره پردې، د سوروپسیدونو یوه پخوانۍ ناڅرګنده ډله، آرکوسورز، واکمنه د ملاتیر لرونکي حیوانات شول. د دې دورې په لړ کې د تي لرونکو ډول را څرګند شو، لکه: د دوی د بوی لوړ احساس چې د لوی مغز له خوا یې ملاتړ شوی و، د شپې له خوا د هغوی جوړښت او فعالیت ته اسانتیاوې را منځ کړې چې هغوی یې د ارچوسور ښکایانو له ښکار څخه پت ساتل. د شپې ژوند کول ممکن د تي لرونکو د ځانګړتیاوو، لکه تودوخې او ویښتانو په پراختیا کې خورا مرسته کړې وي. په میسوزویک دوره کې، وروسته له هغه چې د تروپود دایناسور د رویسوچیان پرځای د غښتلو غوښه خوړونکو په څېر ځای پر ځای کړل، څاروي نورو ایکولوژیک ځایونو ته خپاره شول. د بېلګې په توګه: ځینې یې د اوبو وګرځېدل، ځینې یې هوا ته شول، او یو شمېر نور یې، حتی د کوچني ډیناسورونو نه تغذیه شول.     [۴]

په ډېری شواهدو کې فوسیلونه شامل دي. د ډېرو کلونو لپاره، د میزوزویک تي لرونکو فوسیلونو او دوی ته نږدې کورنۍ او نسب خورا نادر او ټوټه ټوټه و، مګر د ۱۹۹۰ز لسیزې له نیمایي راهیسې، ډېری مهمې نوي موندنې شته، په ځانګړي توګه په چین کې. د مالیکولي فیلوجنیتیک یو څه نويو تخنیکونو د پرمختللو او عصري نوعو لپاره، د مهمو جلا کېدو وخت اټکل کولو سره د تي لرونکي وده او تکامل په ځینو اړخونو باندې هم رڼا اچولې. دا تخنیکونه کله چې په غور سره وکارول شي، زیاتره د فوسیل ریکارډ سره سم وي.   

که څه هم د تیوغدې د عصري تي لرونکو ځانګړې نښې دي، خو د شیدو ورکولو ودې او تکامل په اړه لږ څه معلومات ترلاسه کېږي، ځکه چې دا نرم نسجونه زیاتره د فوسیل په ریکارډ کې نه ساتل کېږي. د تي لرونکو ژوو د ودې او تکامل په اړه ډېری څېړنې د غاښونو په شکلونو باندې کېږي چې د فقاریه حیواناتو یا څارویو بدن کلکې برخې دي. د څېړنې نورې مهمې ځانګړتیاوې، د غوږ د منځ د هډوکو وده او تکامل، د غړو جوړېدل، د هډوکي ثانوي تالو، پوست، ویښتان او تود وینېتوب دي.  

د تي لرونکي تعریف[سمول]

په داسې حال کې چې د ژونديو تي لرونکو ډولونه په ښځينه ژوو کې د شیدو تولیدوونکي غدو یا تیو شتون سره پیژندل کېدای شي، د فوسیلونو طبقه بندي کولو پرمهال نورو ځانګړتیاوو ته هم اړتیا وي، ځکه چې د تيو غدې او نورو نرمو نسجونو  نښې په فوسیلونو کې نه لیدل کېږي. 

یوه داسې نښه چې په پیالونتولوژي کې شته او په ټولو ژوندي تي لرونکو کې شریکه ده (د مونوتریمز په ګډون)، مګر په کوم لومړني تریاسیک ترپسېد کې نه شته، په لاندې شکل کې ښودل شوې، هغه دا چې: تي لرونکي د اورېدو لپاره دوه هډوکي کاروي چې نور ټول امنیتس یې د خوړلو لپاره کاروي. لومړني امنیتس د ژامې داسې مفصل درلود چې د ارتیکولر (د لاندې ژامې شاته یو کوچنی هډوکی) او کوادریت (د پورتنۍ ژامې شاته یو کوچنی هډوکی) څخه جوړ شوي وو. ټول غیر تي لرونکي تیتراپودز ذوحیاتین، کیشپانو، کربوړو، مارانو، تمساح ګانو، ډیناسورونه (د الوتونکو په ګډون)، ایکتیوسور،پتیروسور او تیراپسید په ګډون دا سیسټم کاروي، مګر تي لرونکي بل ډول د ژامې مفصل لري، چې یوازې د غاښونو لرونکي هډوکي (د لاندې ژامې هډوکی، چې غاښونه په کي دي) او سکواوموسال (د کوپړۍ یو بل کوچنۍ هډوکي) څخه جوړ شوی دی. په جوراسیک کې، د کوادریت او ارتیکولر هډوکو په منځني غوږ کې د سندان او څټک هډوکو ته تکامل او وده ورکړه. تي لرونکي هم د کوپړۍ د هډوکي دوه بارزې لري. دوی د کوپړۍ په لاندینۍ برخه کې دوې غوټۍ لري چې د غاړې په پورتنۍ برخه کې دي، په داسې حال کې چې نور تیتراپود د کوپړۍ د هډوکي یوه بارزه لري.  [۵][۶]

د ۱۹۸۱ زکال په یوه مقاله کې، کینیټ اې کرمیک او د هغه همکارانو د تي لرونکو او پخوانیو سنپسیدو نو ترمنځ د مرزي کرښې ایستلو لپاره استدلال وکړ چې د تي لرونکي مولار غاښونه منځ ته راتلل او د غاښونو توازن مفصل څرګند شوی و. دوی یادونه وکړه چې، ټاکل شوی معیار یوازې یو ساده او عادی معیار ده، د دوی غورچاڼ د دې حقیقت پراساس و چې " لاندينۍ ژامه، د میسوزویک تي لرونکي خورا احتمالي سکلېټي عنصر دی چې باید وساتل شي".  نن ورځ ډېری پیالوټولوژیستان په دې اند دي چې که څاروي دا معیار پوره کړي، څاروي تي لرونکي دي.    [۷][۸]

د تي لرونکو اصل او نسب[سمول]

امنیوتس[سمول]

لومړني بشپړ ځمکني فقاریه، امنیوتس وو. د دوی هګیو داخلي پردې (غشاوې) درلودې، چې وده کوونکي جنین ته د تنفس کولو اجازه ورکوي، مګر او به دننه ساتي. دې امنیوتس ته اجازه ورکړه، چې په وچه ځمکه کې هګۍ واچوي، په داسې حال کې چې ، ذوحیاتین په عمومي توګه خپلې هګۍ په اوبو کې اچوي( ځینې ذوحیاتین، لکه د سورینام عادې چنګښه، په دې حلقه کې په بل ډول تکامل کړی). لومړني امنیوتس په ظاهره په منځني کاربونیفیرس کې د ریپتیلیومورفس اصل او نسب څخه راپورته شو.   [۹]

د څو میلیونه کلونو په اوږدو کې، دوې مهمې امنیوتس قبیلې او کورنۍ جلا وپېژندل شوې: د تي لرونکو ساینپسید نسب او سوروپسید، چې دکربوړو، مارانو، کيشپانو، تمساح ګانو، ډیناسورونو او الوتونکو برخه ده. د ساینپسید او سوروپسید لومړني پېژندل شوي فوسیلونه( په ترتیب سره آرکیوتیرس او هیلونوموس) له ۳۲۰ څخه تر ۳۱۵ میلیونه کاله دمخه لرغون والی لري. د اصلي وخت پیژندل مشکل دي، ځکه چې د وروستي کاربونیفیرس څخه د هډوکو فوسیل خورا نادر دي او له همدې امله، د دې هر ډول څارویو لومړۍ پېښې ممکن د لومړي فوسيل په پرتله خورا دمخه وي.  [۱۰]

ساینپسید[سمول]

د سانپسید کوپړۍ د هرې سترګې شاته د سوري د ځانګړتیا له خوا پیژندل کېږي، چې په لاندې برخو کې مرسته کوي:

  • د کوپړۍ سپکوالي پرته د قوت له لاسه ورکولو نه
  • له لږ هډوکو نه په ګټه، د انرژۍ کم لګښت
  • د ژامې د غړو لپاره یې د اتصال ټکۍ چمتو او رامینځ ته کړی. د ژامې څخه ډېر لرې د اتصال ټکو درلودل، د غړو لپاره دا ممکنه کوي چې اوږده وي او له همدې امله د ژامې پراخ خوځښت باندې قوي فشار راوړي، پرته له دې چې د دوی له اعظمي حد څخه وغځول شي. 

پلایکوزورس سانپسید، د لومړني پریمیان دورې تر ټولو لوی ځمکني فقاریه لرونکو کې وو، لکه د ۶ متره (۲۰ فوټه) اوږد کوتیلورینچوس هانکوکي. د نورو لوی پلایکوزورس په منځ کې دیمیترودن ګرادډیس او ادافوسوروس کروسیګر وو. 

سرچينې او ياداښتونه                                                                                                                                        [سمول]

  1. ROUGIER, GUILLERMO W.; MARTINELLI, AGUSTÍN G.; FORASIEPI, ANALÍA M.; NOVACEK, MICHAEL J. (2007). "New Jurassic Mammals from Patagonia, Argentina: A Reappraisal of Australosphenidan Morphology and Interrelationships". American Museum Novitates (3566): 1. doi:10.1206/0003-0082(2007)507[1:NJMFPA]2.0.CO;2. hdl:2246/5857. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Waggoner, Ben (February 2, 1997). "Introduction to the Synapsida". University of California Museum of Paleontology. د لاسرسي‌نېټه April 28, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. White AT (May 18, 2005). "Amniota – Palaeos". د اصلي آرشيف څخه پر December 20, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 23, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hu, Y.; Meng, J.; Wang, Y.; Li, C. (13 January 2005). "Large Mesozoic mammals fed on young dinosaurs". Nature. 433 (7022): 149–152. Bibcode:2005Natur.433..149H. doi:10.1038/nature03102. PMID 15650737. S2CID 2306428. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mammalia: Overview – Palaeos Archived June 15, 2008, at the Wayback Machine.
  6. Cowen R (2000). History of Life. Oxford: Blackwell Science. د کتاب پاڼې 432. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7266-0287-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. K. A. Kermack; Frances Mussett; H. W. RIgney (January 1981). "The skull of Morganucodon". Zoological Journal of the Linnean Society. 71 (1): 148. doi:10.1111/j.1096-3642.1981.tb01127.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kemp TS (2005). The Origin and Evolution of Mammals. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-850760-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Carroll R.L. (1991): The origin of reptiles. In: Schultze H.-P., Trueb L., (ed) Origins of the higher groups of tetrapods — controversy and consensus. Ithaca: Cornell University Press, pp 331-353.
  10. "Synapsida: Varanopseidae – Palaeos". د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)