د توکمپالنې (اپارټایډ) پر ضد داخلي مقاومت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په سويلي افريقا کې د توکمپالنې (اپارټایډ) پر ضد داخلي مقاومت د سويلي افريقايي ټولنې د ګڼو بېلا بېلو برخو څخه راپورته شو او د ټولنيزو خوځښتونو او منفي مقاومت څخه نيولې تر چريکي جګړو پورې يې خپلې بڼې غوره کړې. د واکمن ملي ګوند د حکومت پر ضد پراخ اقدام، تر څنګ يې په نړيواله کچه د سويلي افريقا مخ پر زېاتېدو انزوا او اقتصادي بنديزونو دې ته لاره هواره کړه چې د توکمپالنې د پای ته رسېدو پر سر مذاکرات وشي. د توکمپالنې د پای ته رسېدو لړۍ په رسمي ډول په ۱۹۹۰ کال کې پېل او په ۱۹۹۴ کال کې د رايې عمومي حق ورکولو سره په سويلي افريقا کې د ګڼ توکميزو ټولټاکنو په تر سره کېدو سره پای ته ورسېد.[۱]

د ۱۹۴۸ز کال په عمومي ټاکنو کې له بريا وروسته ملی ګوند توکمپالنه د سويلي افريقا د حکومت رسمي تګلارې په توګه غوره کړه. د ۱۹۵۰مو کلونو له پيل راهيسې، افريقايي ملي ګانګريس د منفي مقاومت په پيلولو سره د خپل مخالفت هڅې پېل کړې. له دې وروسته د مدني نافرمانۍ اعتراضونو په عامه ځايونو کې ګرځبنديز، تصويب شوي قوانين، او «بې اهميته توکمپالنې» توپيرتر هدف لاندې ونيول. په ۱۹۵۲ کال کې په پورټ اليزبيت او ختيز لندن کې د توکمپالنې ضد ځينې لاريونونه په پراخه بلوا واوښت، خو تر ۱۹۵۹کال پورې په منظم ډول په قصدي توګه د شتمنيو له ويجاړۍ کار نه و اخستل شوی. په همدې کال، د ځينو قوانينو د تصويب او چاپېريالي کړنلارو په اړه غوصه چې تور پوستو کروندګرو غير عادلانه بلل، د ګنيو په کروندو کې د اور لګېدو د يوې لړۍ لامل وګرځېد. د افريقايي ملي کانګريس، د سويلي افريقا کمونيست ګوند، او د پان افريقايي کانګريس په څېر ځينې ادارې د ۱۹۵۹ او ۱۹۶۰ تر منځ کلونو کې د زده کوونکو په لاريونونو او له کار څخه پر پرېکون اخته پاتې شوې. د شارپ ويل له ناورين وروسته، د افريقايي ملي کانګريس او پان افريقايي کانګريس په ګډون ځينو توکمپالنې ضد خوځښتونو په طريقه کې له سوله ايزې نه همکارۍ څخه د وسله وال مقاومت د څانګو جوړولو بدلون پيل کړ.[۲][۳][۴]

تر ۱۹۷۰ يمو کلونو د خلکو ډله ايزو اعتصابونو او د زده کوونکو لاريونونو دوام پيدا کړ، دا حالت د تور پوستو د بې کارۍ د زياتېدو، د سويلي افريقا په پولو کې د جګړې نه خوښولو، او د تورپوستو د بيدارۍ نوي رامنځته شوي خوځښت له خوا لا پسې پياوړی کړای شو. په ۱۹۷۶کال کې په ظالمانه ډول د سويټو پاڅون ځپلو د تور پوستو فعالينو يو نسل سخت دريځی کړ او په ستره کچه يې د «اومکونټو وي سيزوي» په نوم د افريقايي ملي کانګريس چريکي ځواکونه زيات ځواکمن کړل. له ۱۹۷۶ تر ۱۹۸۷ پورې يادو ځواکونو په دولتي ودانيو، ترانسپورتي کرښو، برېښنا مرکزونو، او نورو ملکي زېربیناوو يوه لړۍ بريالي بمي بريدونه تر سره کړل. د سويلي افريقا پوځ په ګاونډيو هيوادونو کې د افريقايي ملي کانګريس په خوندي ځايونو د بريدونو په تر سره کولو سره ډېر ځله د دې بريدونو ځواب ووايه.[۵][۶][۷]

ملي ګوند ګڼې هڅې وکړې تر څو د توکمپالنې نظام کې سمون راولي او پيل يې د ۱۹۸۳ کال د اساسي قانون له ټولپوښتنې وکړ. دې چارې تريکاميرل پارلمان «درې خونيز» متعارف کړ، کوم چې د رنګه پوستکي لرونکو او هنديانو استازولۍ ته هم په پارلمان کې د شتون اجازه ورکړه، خو بيايې هم تور پوستو افريقايانو ته د سياسي حقوقو اجازه نه ورکوله. د دې لانجې په پايله کې د توکمپالنې ضد خوځښتونو او سيمه ايزو ډلو يوه نوې ټولنيزه څپه راپورته کړه کومو چې په سياست کې د يو ملي محاذ، متحد ديموکراتيک محاذ، له لارې خپلې ګټې څرګندې کړې. په ورته وخت کې، د افريقايي ملي کانګريس، پان افريقايي کانګريس او اذانين پيپل اورګنايزيشن چې يو درېيم وسله وال ځواک و، تر منځ داخلي فرقه يي سيالۍ په چټکۍ سره په ګوندي تاوتريخوالي واوښتې؛ ځکه چې درېواړو ډلو د نفوذ لپاره مبارزه کوله. حکومت له دې فرصت څخه ګټه واخسته او په ۱۹۸۶ کال کيې په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ او له محاکمې پرته يې خپل زرګونه سياسي مخالفين ونيول.[۸][۹]

د ملي ګوند له خوا مخ پر زېاتېدونکي بهرني فشار او سياسي ناکرارۍ حالت ته په ځواب ويلو سره، په ۱۹۸۷ کال کې  توکمپالنې ته د پای ورکولو په موخه پټ دوه اړخيز مذاکرات پيل شول. د ۱۹۸۷ او ۱۹۸۹ کلونو تر منځ د افريقايي ملي کانګريس مشران مسئولين لکه ګوين ايمبيکي او والټر سيسولو له زندانه خوشې شول، په ۱۹۹۰ کالکې افريقايي ملي کانګريس او پان افريقايي کانګريس په رسمي ډول د ولسمشر ايف. ډبليو. ډي کليرک له خوا د بندو شويو سازمانونو له فهرست څخه و ايستل شول او نيلسن مانډيلا له زندانه خوشې شو. په همدې کال، «اومکونټو وي سيزوي» په رسمي ډول د سويلي افريقا دفاعي ځواک سره اوربند ته ورسېدل. د ۱۹۹۱ کال جون مياشتې په ۱۷ نېټه د توکمپالنې نور قوانين هم لغو شول او ګڼ ګونديز مذاکرات پر مخ ولاړل تر دې چې د ۱۹۹۴ کال د جون مياشتې په ۱۷ نېټه لومړۍ ګڼ توکميزې ټولټاکنې تر سره شوې.[۱۰]

افريقايي ملي کانګريس[سمول]

که څه هم دا ګوند له توکمپالنې مخکې رامنځته شوی، وروسته له هغې چې په ۱۹۴۹ کې د زياتو سخت دريځو ځوانانو ټولنه د افريقايي ملي کانګريس د اعتدال خوښي مشرتابه ځای ناستې شوه، دا کانګريس د حکومت لومړی مخالف ځواک وګرځېد. د والټر سيسولو، نيلسن مانډيلا او اوليور تمبو په مشرۍ، چې په دې کال د افريقايي ملي کانګريس ملي اجرائيه مديرانو په توګه ټاکل شوي وو، د ځوانانو ټولنې د سخت دريځ تور ملتپال پروګرام څخه ملاتړ وکړ، په کوم کې چې د انټون ليمبيډي افريقايي نظريات له مارکسيزم سره يو ځای کړای شوي وو. دوی وړانديز وکړ چې تور پوستي واکمن يوازې او يوازې د پراخه وګړيزې هڅې له لارې لرې کېدای شي. د درې اړخيز ايتلاف په اړه د افريقايي ملي کانګريس او د افريقايي ملي کانګريس د ځوانانو ټولنې موخې د افريقايي ملي کانګريس په رسمي ويبپاڼه او دولت کې داسې څرګندې شوي: «دا ايتلاف د ملي ديموکراتيک انقلاب د موخو لپاره د ګډې ژمنتيا، او دې اړتيا پر اساس رامنځته شوی،  تر څو د دې موخو ورهاخوا تر ممکنه کچې سويلي افريقايان سره متحد کړای شي»، د دوی د عملي نيت او د ظلم د پای ته رسولو د هدف په بيانولو سره. [۱۱]

کله چې د افريقايي ملي کانګريس د ځوانانو ټولنې د افريقايي ملي کانګريس واک په لاس کې واخيست، د لومړي ځل لپاره دې سازمان د پرانيستي مخالفت او مقاومت تګلارې غوښتنه وکړه، کوم چې د ۱۹۵۰ کلونو د اقداماتو پروګرام پر لار واچاوه کوم چې په ۱۹۴۹ کې جوړ شوي وو، دې اقداماتو د افريقايي ملتپالنې تر توغ لاندې د افريقايي خلکو د ازادۍ پر حق ټينګار کاوه. د اعتصابونو، پريکونونو او مدني نافرمانيو طرحې يې وړاندې کړې، چې په پايله کې يې ډله ايز لاريونونه، له نورو لرې پاتې کېدل، پرېکونونه، اعتراضونه او وخت په وخت له تاوتريخوالي ډکې نښتې رامنځته شوې.  د ۱۹۵۰ کال د مۍ مياشتې د لرې اوسېدو ورځ پر تورپوستو د ظلم تر ټولو پياوړې او بريالۍ څرګندونه وکړه.[۱۲]

په ۱۹۵۲ کال کې، د پلان جوړونې ګډې شورا، چې د افريقايي ملي کانګريس، سويلي افريقايي هندي کانګريس، او رنګه پوستکي خلکو له کانګريس څخه جوړه وه، د غېر مناسبو قوانينو پر ضد د مخالفت لپاره پر يوې طرحې موافقه وکړه. دوی لومړي وزير ډي. ايف. مالان ته ليک واستاوه او له هغه يې وغوښتل چې د ډلو د سيمو، د بانټو اداري او نور تصويب شوي قوانين لغو کړي. دوی ګواښ کړی و چې د دې غوښتنې د رد په حالت کې به د مخالفت له هڅو سره مخ شي. مالان شورا د ار اوسېدونکو چارو ادارې ته راجع کړه او ګواښ يې وکړ چې له بدخويه سره سخت چلند وکړي.[۱۳]

د ۱۹۵۲ جون په مياشت کې د اقداماتو پروګرام د مخالفت له هڅو سره پيل شو. د قوانينو په مخالفت سره دې سازمان هيله درلودله چې د پراخو نيولو لړۍ ته به هڅول وکړي او په دې ډول به حکومت تر فشارلاندې ونيسي. د غرمې د يوولس بجو څخه وروسته ګرځبنديز پر مهال مانډيلا د پنځوس نارينه وو يوه ډله په جوهانبرګ کې د سپين پوستو په کوڅه کې رهبري کړي، په کومه کوڅه کې چې د تور پوستو شتون بند و. داډله ونيول شوه، خونور ټول هيواد د ا بېلګه تعقیب کړه، دوی په هغو سيمو کې وګرځېدل چې يوازې د سپين پوستو لپاره ځانګړې شوې وې. د ۱۹۵۲ په سپتمبر کې د دې هلو ځلو د اوج پر مهال، په ۲۴ بېلا بېلو ښارونو کې له ۲۵۰۰ څخه زيات خلک د بېلابېلو قوانينو د مخالفت له کبله ونيول شول. شپږ مياشتې وروسته افريقايي اوهندي کانګريسونو پرېکړه وکړه چې د بلواګانو، اعتصابونو او پر ګډونوالو د سختو سزاګانو له کبله داهڅې ودروي. د دې هلو ځلو په اوږدوکې شاوخوا ۸۰۰۰ تور پوستي او هندي خلک بنديان شول؛ په ورته وخت کې، د افريقايي ملي کانګريس غړي له ۷۰۰۰ څخه ۱۰۰۰۰۰ ته پورته شول، او د هڅو په پيل کې د فرعي وېش ډلو شمېره چې ۱۴ وه په پای کې ۸۷ ته ورسېده. په مشرتابه کې هم بدلون راغلو: د دې هڅو له پای ته رسېدو ډېر ژر، البرټ لوتولي د افريقايي ملي کانګريس د نوي مشر په توګه وټاکل شو.[۱۴][۱۵]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Tom Lodge, "Action against Apartheid in South Africa, 1983–94", in Adam Roberts and Timothy Garton Ash (eds), Civil Resistance and Power Politics: The Experience of Non-violent Action from Gandhi to the Present. Oxford & New York: Oxford University Press, 2009, pp. 213–30. کينډۍ:ISBN.
  2. Lodge, Tim (2011). Sharpeville: An Apartheid Massacre and Its Consequences. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 31–34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0192801852. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Morton, Stephen (2013). States of Emergency: Colonialism, Literature and Law. Liverpool: Liverpool University Press. د کتاب پاڼي 94–96. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1846318498. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ottoway, Marina (1993). South Africa: The Struggle for a New Order. Washington: Brookings Institution Press. د کتاب پاڼي 23–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0815767152. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jacklyn Cock, Laurie Nathan (1989). War and Society: The Militarisation of South Africa. New Africa Books. د کتاب پاڼي 135–136. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86486-115-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ottoway, Marina (1993). South Africa: The Struggle for a New Order. Washington: Brookings Institution Press. د کتاب پاڼي 50–52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0815767152. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Minter, William (1994). Apartheid's Contras: An Inquiry into the Roots of War in Angola and Mozambique. Johannesburg: Witwatersrand University Press. د کتاب پاڼي 114–117. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1439216187. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Mitchell, Thomas (2008). Native vs Settler: Ethnic Conflict in Israel/Palestine, Northern Ireland and South Africa. Westport: Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼي 194–196. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0313313578. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Pandey, Satish Chandra (2006). International Terrorism and the Contemporary World. New Delhi: Sarup & Sons, Publishers. د کتاب پاڼي 197–199. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8176256384. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Myre, Greg (په 18 June 1991 باندې). South Africa ends racial classifications. Southeast Missourian.
  11. "A brief history of the African National Congress" Archived 5 December 2013 at the Wayback Machine., ANC.
  12. Valdi, Ismail (16 January 2012). "Historical Overview of Black Resistance, 1932-1952 - The Congress of the People and Freedom Charter Campaign by Ismail Vadi, New Delhi, 1995 | South African History Online". www.sahistory.org.za. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Naicker, M.P (21 June 2019). "The defiance campaign by M. P. Naicker | South African History Online". www.sahistory.org.za. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Clark, Nancy L, Worger, William H. (2011). South Africa : the rise and fall of apartheid (PDF). Worger, William H. (الطبعة 2nd). Harlow, England: Longman. د کتاب پاڼي 141–143. OCLC 689549065. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4082-4564-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  15. Lal, Vinay (2014). "Mandela, Luthuli, and Nonviolence in the South African Freedom Struggle". Ufahamu: A Journal of African Studies (په انګلیسي ژبه کي). 38 (1): 36–54. ISSN 0041-5715 – عبر escholarship. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)