Jump to content

د تونس تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تونس اوسنی جمهوریت، الجمهوریه التونسیه، په شمالي افریقا کې پروت دی. له جغرافيايي پلوه په ختيځ کې د ليبيا، په لويديځ کې د الجزاير او په شمال کې د مديترانې د سمندرګي تر منځ پروت دی. تونس ښار، پلازمېنه او ترټولو لوی ښار دی (د ۸۰۰۰۰۰ څخه ډېر نفوس لري)؛ او د کارتاج ښار لرغوني سایټ ته نږدې دی.[۱]

د تونس خاورې فزیکي ځانګړتیاوې او چاپېریال د خپل ثبت شوي تاریخ په اوږدو کې نسبتاً ثابتې پاتې شوې دي، که څه هم په لرغونې زمانه کې ډېرو ځنګلونو په شمال کې وده وکړه او له تاریخ څخه په پخوا زمانه کې په لومړیو کې په جنوب کې صحارا یوه وچه صحرا نه وه.[۲][۳][۴]

په شمال کې هوا معتدله ده، چې د مدیترانه يي اقلیم  څخه چې معتدل باراني ژمي او ګرم وچ اوړي لري، برخمن دی، دا خاوره په ونو پوښل شوې او حاصل خېزه ده. اوس مهال د مجردا سیند دره (وادي مجرده، د تونس شمال ختیځ) ارزښتناکه کرنیزه ځمکه ده. د ختیځ ساحل په اوږدو کې مرکزي دښتې له معتدل اقلیم څخه برخمنې دي، چې لږ باران خو د زیاتې پرخې په بڼه د پام وړ اورښت لري؛ دا ساحلي ځمکې اوس مهال د باغونو او څړځایونو لپاره کارول کېږي. د الجزایر غرنۍ پولې ته نږدې د جبل الشعانبي غر، د هېواد ترټولو لوړه ۱۵۴۴ متره څوکه سرچینه اخلي. په نږدې سویل کې، د مالګې د جهيلونو یو کمربند له ختیځ څخه د لوېدیځ پر لور د هیواد په منځ کې تېریږي. لږ د سویل خوا ته د ختیځ لوی ارګ د شګو غونډیو په ګډون، د صحارا صحرا پرته ده.[۵][۶][۷]

لومړنی تاریخ   [سمول]

لومړني وګړي    [سمول]

د ډبرې د زمانې وسایل چې نېټه یې د ډبرې منځني دوران (شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ کاله وړاندې) ته رسي او کلیبیا ته نږدې موندل شوي، په سیمه کې د بشري کړنو تر ټولو پخواني شواهد دي. په موندنو کې ډبریز تېغونه، وسایل او د قفصي کلتور کوچنۍ مجسمې (په تونس کې د قفصه له مخې نوم ورکړل شوی) وې، چې له میلاد مخکې شاوخوا له ۱۰۰۰۰ تر ۶۰۰۰ کال (د ډبرې منځني دوران) څخه پاتې شوې. د موسمي کډوالیو لارې د لرغونو سفرونو نښانې دي. د صحرا د تیږې په هنر کې داسې ډبرلیکونه او انځورګرۍ شاملې دي چې د ډیزاین نمونې او د ژویو او انسانانو انځورونه ښیې، چې بربرانو او همدارنګه د سویل تور پوستو افریقایانو ته اړوند ګڼل کېږي. د دې باندنيو هنري آثارو نېټه ټاکل ستونزمنه او ناقانع کوونکې ثابته شوې. د مصر نفوذ ډېر ناشونی ښکاري. د هغو حیواناتو په منځ کې چې یوازې یا په نمایشي منظرو کې انځور شوي، لوی ښکر لرونکې ګاومېښې (د پخوانی آسیايي له منځه تللو ګاومېښې)، فیلان، خره، د آس بیاڼګی، پسونه، د غواګانو رمې، یو زمری او زمرۍ د دریو بچیانو سره، پړانګان ، خنځیران، شغالان، ګرګدنان، زرافې، د اوبو آس، ښکاري سپی او بېلابیل غرڅې  وو. ښکاري انسانانو ښايي د څارویو ماسکونه اغوستلي وي او خپلې وسلې یې له ځان سره درلودې. شپانه په خپل سر له وسایلو سره ښودل شوي، د انسان څو نور انځورونه د نڅا حالت کې ښودل شوي، په داسې حال کې چې ځینې یې بګۍ چلوي یا په اوښانو سپاره دي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د افریقا په شمال لوېدیځ کې تر پنځه زره کلونو پخوا پورې د مغرب د مېشتو لومړنیو-بربرانو په منځ کې نوي ډبریز کلتور وده کړې، چې د کرنې او څارویو د اهلي کولو په مسلک سره او هم د کلالیو او د غشو تراش شوو ډبریز سرونو په جوړولو سره تشخیص کېدل. دوی په خپلو کروندو کې غنم، اوربشې، لوبیا او نخود کرل او هره ورځ به یې کلالي کاسې او لګن، د شرابو ګلاسونه، بشقابونه او د پخلي لوی لوښي کارول. د خپلو استوګنځایونو په دېوالونو باندې په ځړولو سره به يې ساتل. د لرغون پېژندنې شواهد ښیي چې له زرو کلونو څخه ‌ډېر مخکې چې د فنیقیانو کارتاج جوړ کړی، لومړني بربران لا دمخه "کروندګر وو چې په خپل اقتصاد کې یې پیاوړی شپنیزه بڼه او نسبتاً ډولي هدیرې درلودې". د سویل کوچي شپنو په منځ کې انفرادي شتمني د پسونو، وزو او غواګانو په شمېر سره چې یوه کس درلوده، اندازه کېدله. د رخت موندل شوې ټوټې چې د کرښو په بڼه په بېلابېلو رنګونو کې اوبدل شوې، په ګوته کوي چې دې ډلو رختونه اوبدل.[۱۴][۱۵][۱۶]

د لرغونو بربرانو دین مستند نه دی او یوازې د جنازې مراسم د لرغون پېژندنې شواهدو له مخې احیا کېدی شي. د ښخولو ځایونه د دیني عقایدو لومړنۍ نښې وړاندې کوي؛ د ایټالیوی عالم جاکومو کاپوتو په وینا: یوازې په فزان کې نږدې شپېته زره قبرونه شته دي. یو ډېر وروستی قبر، مدراسن په ختیځ الجزایر کې لاهم پاتې دی. دا قبر د بربر پاچا لپاره جوړ شوی او په دودیز ډول ماسینیسا ( د میلاد نه مخکې له ۲۰۲-۱۴۹ کال یې واکمني کړې) ته اړوند ګڼل کېږي، ښايي د هغه پرځای یې د پلار ګالا (یا ګایا) وي. د هغه د معاصر سیفاکس د ښکلي لوړ قبر معماري د یونان یا پنیک نفوذ څرګندوي. د بربر دیني عقایدو په اړه ډېر نور معلومات له را وروسته کلاسیکو زمانو څخه سرچینه اخلي. لیبیایان په دې باور وو، چې خدايي ځواک په طبیعي نړۍ کې خپل ځان ښکاره کړ، مثلاً کولای یې شو چې په ډېرو اوبو کې واوسېږي یا په ډبرو کې چې عبادت ورته کېده، موجود وي. د زیږون ځواک د غويي، زمري او پسه نښو سره ښودل کېده. په هغه سیمه کې چې اوس تونس دی، د لومړنیو بربرانو په منځ کې د کبانو انځورونه چې اکثراً هلته په کیندل شوو موزایېکو کې موندل شوي وو، د نارینه تناسلي آلت نښانې وې، چې بد نظر یې ګرځاوه، په داسې حال کې چې سمندري صدفونه د ښځینه جنسیت په معنا وو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

هرودوت یادونه کوي چې د ناسامون قبیلې لیبیایان د خپلو نیکونو په قبرونو ویده کېدل، ترڅو د غیب وینې لپاره د خوبونو لامل شي. لیبیایانو لمر او سپوږمۍ (ایور) ته قربانۍ کولې. په پای کې خارق العاده موجودات ښايي د مصري یا پونیک کړنو تر اغېزې لاندې د اربا ب الانواعو او الهو په توګه شخص په بڼه څرګند شول؛ بیا هم بربریان داسې ښکارېدل چې "د اربا ب الانواعو او الهو په پرتله مقدساتو ته ډېر راکښل کېدل." اکثراً د بربري اربا ب الانواعو او الهو نومونو څخه یوازې لږ څه پوهېدل کېږي، د بېلګې په توګه: بونچار، چې یو مخکښ رب النوع و. په پای کې، بربرو - لیبیایانو د لرغوني مصري دین اصول ومنل. هرودوت د اربا ب النواعو او الهو د فرمان  په اړه چې د هغه وخت د مصري دین آمون څخه چې د لیبیایانو په منځ کې، د سیوا په واحه کې دی، سرچینه اخیستې. وروسته، بربري عقایدو، د کارتاج ښاري هېواد چې د فنیقیانو له لوري جوړ شو، په پونیک دین اغېزه وکړه.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د لومړنيو شاهي کورنیو مصري انځوریز توري هم په لیبیایانو، د "لوېدیځې صحرا" په بربرانو باندې شاهدي ورکوي. د دویم سکورپین (شاوخوا ۳۰۵۰) او د نارمر (د عاج استوانې پر مخ باندې) له کورنۍ پخوا واکمنیو پرمهال د لومړی تهینو په نوم یاد شوي او وروسته د ساهور د پنځمې کورنۍ معبد په برجسته نقوشونو کې راڅرګند شول. دویم رامسس ( چې ۱۲۷۹-۱۲۱۳ یې واکمني وکړه) لیبیايي ډلې په خپل پوځ کې ځای په ځای کړې. له میلاد نه مخکې د ۱۳ پېړۍ قبرونه، د لیبو مشرانو انځورونه ښیي، چې ښایسته چپنې یې په ځان دي، د شترمرغ بڼکې یې په "کوڅیو" کې دي، لنډې ږیرې لري او په اوږو او مټو ستنیز خالونه لري. ظاهراً ستر اوسرکون (اخپیري ستېپېنمن)، د مشوش قبیلې بربر، د لیبیا لومړی فرعون شو. څو لسیزې وروسته یې وراره لومړی شوشېنق ( چې ۹۴۵-۹۲۴ پورې یې واکمني وکړه) د مصر فرعون او د خپلې د دوه وېشتمې لړۍ (۹۲۴-۷۱۵) بنسټ ایښودونکی شو. لومړي شوشېنق ( ګمان کېده چې د انجیل شیشق وي) په بریالیتوب سره بیت المقدس ته په ۹۲۶ کال کې لښکر واستاوه، بیا سلیمان وارث ورباندې حکومت وکړ. مصر د څو پېړیو لپاره د مشوش لیبیايي قبیلوي سازمان پر بنسټ د یوه نامتمرکزه نظام له خوا اداره کېده. لیبیایانو هم د کلتور په منلو سره د مصر په دیني مرکزونو کې د لوړ پوړو کشیشانو په توګه خدمت وکړ. له همدې امله د شمال لوېدیځې افریقا ټول بربر خلک اکثراً د مدیترانې د کلاسیک دوران په اوږدو کې جمعاً د لیبیایانو په نوم پېژندل کېدل.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

بهرنیانو په وړاندې لوېدیځ کې ځینې بربران د ګیتولیانو(چې په لرې پرتو سیمو کې اوسېدل) په نوم او هغه بربران چې د نومیدیانو په نوم ډېر آشنا وو او د موري یا موریسي (وروسته مورها) په نوم پېژندل. دې بربر ملتونو د فنیقیې او کارتاج (چې د "لیبي فنیقیان" نوم یې هم کاراوه) او وروسته له روم سره راکړې ورکړې درلودې. بیا هم د تاریخ د دې دوران څخه وړاندې، مېشت کلیوالي بربران ظاهراً په نیمه خپلواک کرنیزو کلیو کې اوسېدل، چې د سیمه ییز مشر تر مشرۍ لاندې د کوچنیو قبیلوي ډلو څخه جوړ شوي وو. بیا هم دوی ښايي په هرموسم کې تلل، ترڅو د خپلو رمو او ګلو لپاره څړځای ومومي. عصري ګمان دا دی چې د ګاونډیو قبیلو تر منځ سخته دښمني د دې لامل شوه چې د بربر سیاسي سازمان د کلي له کچې څخه پورته نه شي، خو بیا هم شونې وه، د کارتاج ښار-هېواد له لوري نظامي ګواښ به د بربر کلي وهڅوي چې سره یوځای شي، ترڅو د یوه پیاوړي مشر په مشرۍ لوی وسله وال ځواکونه تنظیم کړي.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د کارتاج د نږدې سیاسي شتون څخه ټولنیز اصول غوره او اصلاح شول، ترڅو بربران یې وکاروي. د بربري نومیدیا، په ځانګړي توګه د ثوقې ښار (عصري دقه ، تونس) څخه، له میلاد نه مخکې د دویمې پېړۍ په دوو ژبو (پونیک او بربري) ښاري ډبرلیکنه د ښار پېچلی مدیریت ښيي، د بربري سرلیک GLD (د بربر عصري آګولید یا د قبیلو ستر رئیس سره سمون لري) سره چې د ښاري حکومت د واکمنې ښاروالۍ اداره ده، دا اداره ظاهراً د بربر د مخکښو کورنیو د غړو په منځ کې بدلېده. له میلاد نه شاوخوا ۲۲۰ کاله مخکې  لومړنی پوهه چې تاریخي روایتونو را په برخه کړې، د شمال لوېدیځې افریقا (لوېدیځ څخه ختیځ ته) د بربرانو په منځ کې درېو لویو پاچاهیو ظهور کړی ؤ: (۱) (په عصري مراکش کې) د باګا پاچا تر مشرۍ لاندې موري (۲) (په شمالي الجزایر کې) د سیفاکس تر مشرۍ لاندې ماسیسیليا، چې د دوو پلازمېنو سیګا (معاصر اوران ته نږدې) او ختیځ سیرتا (معاصر کنستانتین) څخه یې حکومت کاوه او (۳)  ماسیلی (د سیرتا سویل، د کارتاج لوېدیځ او سویل) چې د ماسینیسا پلار، ګالا ورباندې واکمني کوله. ماسینیسا به وروسته د روم او یونان دواړو هېوادونو څخه ویاړونه، چې د یوه مهم مشر وړ وو، ترلاسه کول. د بربر قومي هویت د کارتاج او د روم واکمنیو په اوږدو دورو کې وساتل شول.    

ویل کېږي چې بربري قبیلې د اسلامي دوران په لومړیو پېړیو کې په دوو ډلو بوتر (زناته او متحدین) او بارانيس (صنهاجه، مصموده او نور) ووېشل شوې. د دې نومونو رېښه پېژندنه روښانه نه ده، ښايي د جامو ("ابتر" او "بورمس") لپاره د قبیلوي دودونو څخه اخیستل شوې وي، یا ښايي کوچی (بوتر) له بزګر (بارانیس) څخه توپیر کوي. عربانو خپل زیاتره لومړني سرتېري له بوتر څخه نیول. وروسته  په شمال لوېدیځې افریقا باندې د یمن د حُمَیري عربانو د یوه ناڅرګند، لرغوني یرغل په اړه افسانې را پورته شوې، چې له هغې څخه د تاریخ څخه د پخوا دوران یو نسب و اصل په ښکاره ډول جوړ شو: د بربر نسل د دوو وروڼو بورنس او ​​ابتر څخه دی، چې د بار زامن او د کنعان لمسي وو( کنعان د حام له پلوه د نوح لمسی دی). ابن خلدون (۱۴۰۶-۱۳۳۲) او ابن حزم (۱۰۶۴-۹۹۴) دواړو او هم د بربر نسب پوهانو داسې باور درلود چې: د حُمَیري عرب نسب په بشپړ ډول د منلو وړ نه دی، خو دا افسانوي نسب د عرب جوړونې په اوږد بهیر کې ونډه لوبولې ده، چې د پېړیو لپاره يې د بربر ملتونو په منځ کې دوام وکړ.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

بربرانو د اسلام د منځنيو پېړیو په خپل تاریخ کې په درېو لویو قبیلوي ډلو زناته، صنهاجه او مصموده وېشل شوي دي. زناته په لومړیو کې د عربانو ډېره نږدې متحده وه او په پایله کې ډېره عرب پلوه شوه، که څه هم زناتوي بربر باندې لاهم د الجزایر په وړو ټاپوګانو او شمالي مراکش (ریف او شمالي منځني اطلس) کې خبرې کېږي. صنهاجه هم په پراخه کچه په ټول مغرب کې تیت شوې ده، چې له دې جملې څخه: د عصري الجزائر په لوېدیځ ساحل کې مېشت قبایل، د سویلي مراکش (د سویلي کوچني اطلس) او لوېدیځې صحرا تر سنګال پورې کوچي زناته او طوارق (آل - طوارق)، د مرکزي صحرا د اوښانو ښه پېژندل شوي روزنکي کوچیان دي. د مصمودې اولاده د مراکش په لوی اطلس کې او د رباط دننه څخه آزرو او خنیفرا پورې مېشت بربران دي، چې د عصري بربر له ترټولو ډېر نفوس لرونکو سیمو څخه دي.[۴۵][۴۶][۴۷]

په افریقیه او المغرب کې د منځنیو پېړیو پېښې اکثراً قبیلوي اړیکې لري. د کتامې قبیله د کبایل صنهاجه سره تړلې وه او ملاتړ یې د فاطمي خلافت (۱۱۷۱-۹۰۹، یوازې په افریقیه کې تر۱۰۴۹ کال پورې) په جوړولو کې مرسته وکړه؛ په افریقیه  کې د دوی لاس ناستي او وروسته ځایناستي، زیریون (۱۱۶۰-۹۷۳) هم له صنهاجه قبیلې څخه وو. المرابطون (۱۲۶۹-۱۱۴۷) په لومړي ځل د مراکش په لېرې سویل کې د لمتونه صنهاجه قبیلې په منځ کې پیل شول. ابن تومرت او د الموحدون غورځنګ (۱۲۶۹-۱۱۳۰) له مصمودې قبیلې څخه ظهور وکړ، چې وروسته یې صنهاجه ملاتړ وکړ، له دې امله، د تونس حفصیون کورنۍ (۱۵۷۴-۱۲۲۷) د مصمودې له منځ نه سرچینه واخیسته.[۴۸][۴۹]

سرچینې[سمول]

  1. See map at end of article.
  2. Cf., LaVerle Berry and Robert Rinehart, "The Society and Its Environment" pp. 71–143, 79, in Nelson (editor), Tunisia. A Country Study (Washington, D.C., 3rd ed. 1987).
  3. Prior to 6000 years ago, evidently the vast Sahara region to the south was better watered, resembling a savanna and able to support herds; then a gradual desiccation process set in, leaving the parched desert it is today. Robert Rinehart, "Historical Setting" pp. 1–70, 4, in Nelson (editor), Tunisia. A Country Study (Washington, D.C., 3rd ed. 1987).
  4. Emile F. Gautier, Le Sahara (Paris: Payot, 2nd ed. 1928), expanded edition translated by Dorothy Ford Mayhew as Sahara. The Great Desert (Columbia Univ. 1935) pp. 56–61.
  5. Kenneth J. Perkins, Tunisia: Crossroads of the Islamic and European Worlds (Boulder, Colorado: Westview 1986) pp. 1–5.
  6. Jamil M. Abun-Nasr, A History of the Maghrib (Cambridge Univ. 1971) pp. 1–6.
  7. The World Factbook on "Tunisia" .
  8. Donna Wheeler; Paul Clammer; Emilie Filou (2010). Tunisia. Lonely Planet. مخونه 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781741790016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Nigel Bagnall (1999). The Punic Wars. Hutchinson (Pimlico). مخونه 3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. The Capsian culture was preceded by the Ibero-Maurusian. J.Desanges, "The proto-Berbers" pp. 236–245, 236–238, in General History of Africa, volume II. Ancient Civilizations of Africa (UNESCO 1990), Abridged Edition.
  11. Lloyd Cabot Briggs, Tribes of the Sahara (Harvard Univ. & Oxford Univ. 1960) pp. 38–40.
  12. P. Salama, "The Sahara in Classical Antiquity" pp. 286–295, 291, in General History of Africa, volume II. Ancient Civilizations of Africa (UNESCO 1990), Abridged Edition.
  13. C.B.M.McBurney, The Stone Age of Northern Africa (Pelican 1960) pp. 258–266.
  14. Lloyd Cabot Briggs, Tribes of the Sahara (Harvard Univ. & Oxford Univ. 1960) pp. 34–36.
  15. Michael Brett; Elizabeth Fentress (1996). The Berbers. Oxford, UK: Blackwell. OCLC 782244287. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780631168522. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. J.Desanges, "The proto-Berbers" pp. 236–245, 241–243, in General History of Africa, volume II. Ancient Civilizations of Africa (UNESCO 1990), Abridged Edition.
  17. Michael Brett; Elizabeth Fentress (1996). The Berbers. Oxford, UK: Blackwell. OCLC 782244287. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780631168522. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Tomb of Syphax is at Siga near Oran. Brett and Fentress, The Berbers (1996) pp. 27–31.
  19. Herodotus (c.484–c.425), The Histories IV, 172–174, 188 (Penguin 1954, 1972) p. 329 (divination), 333–334 (sun and moon).
  20. J.Desanges, "The proto-Berbers" pp. 236–245, 243, in General History of Africa, volume II. Ancient Civilizations of Africa (UNESCO 1990), Abridged Edition.
  21. J.Desanges, "The proto-Berbers" pp. 236–245, 243–245, 245, in General History of Africa, volume II. Ancient Civilizations of Africa (UNESCO 1990), Abridged Edition.
  22. There is a third century A.D. relief from ancient Vaga (now Béja, Tunisia), with Latin inscription, which shows seven Berber gods (the Dii Mauri or Mauran gods) seated on a bench: Bonchar in the center with a staff (master of the pantheon), to his right sits the goddess Vihina with an infant at her feet (childbirth?), to her right is Macurgum holding a scroll and a serpent entwined staff (health?), to Bonchar's left is Varsissima (without attributes), and to her left is Matilam evidently presiding over the sacrifice of a boar; at. the ends are Macurtan holding a bucket and Iunam (moon?). Aicha Ben Abad Ben Khader and David Soren, Carthage: A Mosaid of Ancient Tunisia (American Museum of Natural History 1987) pp. 139–140.
  23. The Libyan oracle was sister to the divine oracle of Dodona in Greece, according to Herodotus (c.484–c.425), in his The Histories II, 55–56 (Penguin 1954, 1972) pp. 153–154.
  24. Soren, Ben Abad Ben Khader, Slim, Carthage (New York: Simon and Schuster 1990) pp. 26–27 (fusion with Tanit), 243–244.
  25. Cf., Julian Baldick, Black God: Afroasiatic Roots of the Jewish, Christian, and Muslim Religions (London: I.B.Tauris 1997).
  26. The Palermo Stone (named for the Museo Archeologico Regionale in Palermo, where much of it is kept), also called the Libyan Stone, contains a list of the earliest pharaohs up to the Fifth dynasty of Egypt (2487–2348) as well as about fifty prior rulers. Some consider these fifty earlier rulers to be Libyan Berbers, from whom the pharaohs derived. Helene F. Hagan, "Book Review" Archived 2008-12-09 at the Wayback Machine. of Brett and Fentress, The Berbers (1996), at paragraph "a".
  27. J.Desanges, "The proto-Berbers" pp. 236–245, 238–240, in General History of Africa, volume II. Ancient Civilizations of Africa (UNESCO 1990), Abridged Edition.
  28. Hornung, Erik (1999) History of Ancient Egypt: An Introduction Ithaca: Cornell University Press. pp. xv; 52–54; xvii-xviii; 128–133. ISBN 9780801484759. In 818 the ruling Bubastid house split, both of its Berber Meshwesh branches continuing to rule, one later called the 23rd Dynasty. (Hornung (1999) page 131.
  29. Almost two millennia later a Fatimid Berber army would again occupy Egypt from the west, and establish a dynasty there.
  30. 2 Chronicles 12:2–9.
  31. Hornung, Erik (1999) History of Ancient Egypt: An Introduction Ithaca: Cornell University Press. page 129. ISBN 9780801484759.
  32. Hornung, Erik (1999): page 129 and page 131.
  33. Welch, Galbraith (1949). North African Prelude. Wm. Morrow. مخونه 39. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Abun-Nasr (1971). A History of the Maghrib. Cambridge University. مخونه 7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Cf., Herodotus (c.484–c.425), The Histories IV, 167–201 (Penguin 1954, 1972) pp. 328–337; the Garamantes of the Libyan desert (the Fezzan) pp. 329, 332.
  36. Strabo (c. 63–A.D. 24). Geographica. مخونه XVIII, 3, ii. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. Basset, René (1901). Moorish Literature. Collier. مخونه iii. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Yet these names (Mauri from which Moor) have been used by ancient and medieval authors to designate also black Africans coming from south of the Sahara. Frank M. Snowden, Jr., Blacks in Antiquity: Ethiopians in the Greco-Roman Experience (Harvard University 1970) pp. 11–14.
  39. Soren, Ben Khader, Slim, Carthage (Simon and Schuster 1990) pp. 44–45.
  40. F. De Medeiros (1988). "The peoples of the Sudan: population movements". In M. Elfasi, Ivan Hrbek (سمونګر). Africa from the Seventh to the Eleventh Century. Unesco International Scientific Committee for the Drafting of a General History of Africa. UNESCO. مخونه 226–227. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-101709-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  41. Singular of Baranis is Burnus, from which burnous, understood as a long garment. "Abtar" signifies cut short, hence a short tunic. Brent and Fentress, The Berbers (1996) pp. 131. E.F.Gautier is cited for his conjecture regarding farmers and nomads.
  42. Genesis, in 10:1 & 6. The Hebrew Bible apparently does not list Barr as a descendant of Ham. Chapter 10 of Genesis is known as The Table of Nations.
  43. H.T.Norris, Saharan Myth and Saga (Oxford Univ. 1972) pp. 26, 30, citing René Basset (1900 & 1901). Yet Norris also notes that E.F.Gautier (1942) found an echo in the 6th century Byzantine historian Procopius of the Himyarite myth, and conjectured an ancient Canaanite Völkerwanderungen, finding common cultural symbols. Ibid. p. 30.
  44. See below, section Berber Role per the Umayyad Conquest of Ifriqiya.
  45. The tribal divisions are taken from Ibn Khaldun (1332–1406). Abun-Nasr remarks that "[T]hese divisions do not seem to coincide entirely either with the ethnic groupings or distinctions of dialect." Abun-Nasr, A History of the Maghrib (1971) p. 8.
  46. For Masmuda descendant population, cf., Grimes (ed.), Ethnologue (12th ed. 1992) p. 307.
  47. Generally, Jamil M. Abun-Nasr, A History of the Maghrib (Cambridge Univ. 1971) pp. 8–9.
  48. Perkins, Tunisia: Crossroads of the Islamic and European Worlds (1986) p. 34 (Fatamid), 36 (Zirid).
  49. H. Mones, "The conquest of North Africa and Berber resistance" pp. 118–129, 118–120, in General History of Africa, Volume III, Africa from the Seventh to the Eleventh Century (UNESCO 1992).