د توطیې تیوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د توطیې تیوري د یوې پېښې یا حالت په اړه هغه توضیح ده چې د شومو او ځواکمنو ډلو توطیو ته اشاره کوي، په تېره بیا هغه چې زیاتره سیاسې انګیزې ولري او په اړه یې نور توضیحات زیاتره احتمالات وي. دغه اصطلاح یو منفي مفهوم لري، په دې معنا چې د توطیې غوښتنه د تعصب یا ناکافي شواهدو له مخې ده. د توطیې تیوري په خپله د توطیې په څېر نه ده؛ د دې پر ځای، هغه هغې فرضیه شوې توطیې ته اشاره کوي چې مشخصې ځانګړتیاوې لري، لکه د هغو کسانو (لکه د ساینس پوهانو او تاریخ لیکونکو) په منځ کې د اصلي جریان له اجماع سره مخالفت، کوم چې د هغو د دقت ارزولو لپاره په شرایطو برابر دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د توطیې تیوري له جعل سره مقاومت کوي او له دایروي استدلال سره پیاوړتیا مومي. د توطیې په وړاندې هم شواهد او هم د شواهدو نشتوالی، د هغه لپاره د هغه د واقعیت د مدرک په توګه تفسیر کېږي، چې له مخې یې توطیه د دې پر ځای چې ثابت یا نا ثابت شي، پر یوه عقیده باندې اوړي. ځینې څېړونکي دا وړاندیز کوي چې توطیه کوونکي نظریات یا هغه عقاید چې د توطیې پر تیوري ولاړ دي، ښایې د روان پیژندنې له اړخه مضر یا ځورمنونکي وي او دا له تحلیلي ټیټ تفکر، ټیټ هوش، روان پیژندنې، له بدګوماني او ماکیاولینیزم سره تړلي دي. روان پیژندونکي معمولاً د توطیې پر تیوري او د داسې توطیې موندلو باندې اعتقاد لري چې په هغو کې هېڅ د رواني ځورمننې شرایط نه وي، لکه بدګوماني، سکیزوتایپي، نارسیزم او ناخوندي تړاو یا هم یو ډول پېژند پلوي، کوم چې ورته د «خیالي بېلګې ادراک» وايي. که څه هم، اوسنۍ علمي ټولنه، پر دې عقیده لري چې زیاتره نظریه ورکوونکي د ځورمننې توطیه نه لري، دا په دې خاطر چې د هغوی عقاید پر پېژندنیزو تمایلاتو باندې ولاړ دي، چې له عصبي اړخه د انسان په ډولونو کې نغښتې دي او ښایي چې ژورې تکاملي ریښې ولري، له هغې ډلې د اضطراب او د عاملیت د تشخیص پر لوري طبیعي تمایلات. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

له تاریخي اړخه، د توطیي تیوري له تعصب، تبلیغاتو، جادوګرانو، جګړو او نسل وژنې سره نږدې تړاو لري. پر دغو مواردو باندې د ترهګریزو بریدونو د عاملانو له خوا ډېر کلک باو کېږي او د ټیموټي وي او انډرسن برویک او همداشان د نازي المان او پخواني شوروي او ترکیې هېوادونو له خوا د توجیې په توګه کارول کېږي. د سویلې افریقا د دولت له خوا له ایډز څخه منکریدل، د توطیې د تیورې له مخې د ایډز له لاسه د ۳۳۰۰۰۰ وګړو د مرګ لامل وګرځېد. کیوانان (QAnon) او په ۲۰۲۰ ز کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلې انکار، د دې لامل وګرځېد، تر څو په ۲۰۲۱ ز کال کې د متحده ایالاتو پر کنګره باندې خلک برید وکړي، په داسې حال کې چې له جینیتکي اړخه پر اصلاح شوو خوړو د توطیې د تیوري په اړه باور لرل د دې لامل شو چې د زامبیا حکومت د لوږې په مهال د خوراکي توکو مرسته رد کړي، په داسې حال کې چې هغه مهال د زامبیا په هېواد کې دری میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ وو. د توطیې تیوري د عمومي روغتیا په برخه کې یو له سترو خنډونو څخه ګڼل کېږي، چې له واکسین او د اوبو له فلورایډ کولو سره مخالفت د دې لامل ګرځي چې د واکسین په مټ مخنیوی کېدونکې ناروغۍ عامې شي. د توطیې د تیوري نورې اغیزې دا دي چې پر علمي شواهدو باندې باور راکمیږي، د افراطي ډلو سخت دریځي او د هغوی د ایډیالوژۍ د پیاوړتیا لامل ګرځي او پر اقتصاد باندې منفې اغېزې ښندي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

کله چې د توطیې تیوري په حاشیه یې مخاطبینو پورې محدود شي، نو بیا په ډله ییزو رسنیو، انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو کې دود کېږي، چې د شلمې پېړۍ په وروستیو او د یووېشتمې پېړۍ په لومړیو کې د یوې کلتوري ښکارندې په توګه رامنځته شو. دا په ټوله نړۍ کې ډېر پراخ دي او زیاتره دا باور لري او ان ځینې یې د وګړو د اکثریت له خوا ساتل کېږي. د توطیې د باورونو د کمولو لپاره لارې چارې دا دي چې، یوه ټولنه باید پرانیستي وساتل شي او د ټولو خلکو د تحلیلي تفکر مهارتونه ښه والی ومومي.  [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸].[۳۹][۴۰][۴۱]

ریښه پېژندنه (ایتمولوژي) او کارونه یې[سمول]

د اکسفورډ انګریزې ډیکشنري د توطیې تیوري داسې راپېژني: «هغه تیوري چې یوه پېښه یا پدیده د ښکېلو غاړو تر منځ د توطیې له مخې رامنځته کېږي؛ په ځانګړې ډول، دا باور چې یو پټ خو اغېزناک سازمان د هغه مسؤل وي (په معمول ډول د سیاسي انګیزې له نظره او د ځپونکي نیت له نظره)». دلته یې د ۱۹۰۹ زکال یوه مقاله،  د امریکا تاریخي بیاکتنې څخه را اخیستې چې هلته دا کلیمه په کې کارېدلې، که څه هم دا اصطلاح د ۱۸۷۰ز کال د اپریل په میاشت کې په یوه مقاله کې چاپ شوې ده. د «توطیې» کلیمه له لاتین (con) چې د «ګډ» او spirare (چې د «ساه اخیستنې») معنا ورکوي را اخیستل شوې ده. [۴۲][۴۳][۴۴]

رابرټ بلاسکیویچ وايي چې د دغې اصطلاح بېلګې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې کارېدلې او زیاتوي چې:  د دې اصطلاح کارول تل یو ډول له سپکاوي څخه ډک و. د هغې څېړنې له مخې چې د انډرو مک کنزي-مک هارګ له خوا تر سره شوه، هلته ښیي چې د دې پرخلاف په نولسمه پېړۍ کې د توطیې تیوري په ساده توګه «له یوې توطیې څخه د منلو وړ وړاندیز وړاندې کوي» او«په دغه پړاو کې هېڅ منفي یا مثبت معنا نه لري»، که څه هم ځینې وختونه په دغه نوم فرضیې تر ګوتنیونې لاندې راغلې دي. «د توطیې تیوري» اصطلاح، په خپله د توطیې د نظریې یوه موضوع ده چې ادعا کوي، دا اصطلاح د( CIA) له خوا مشهوره شوه، تر څو پر توطیه باورلرونکي خلک بې باوره کړي، په تېره بیا د وارین کمیسیون منتقدین چې پر هغو باندې په ملنډې وهلو سره دود شوه. د سیاسي علومو عالم لنس ډی هاوین-سمیټ په ۲۰۱۳ زکال کې په خپل لیکل شوي کتاب(( په امریکا کې د توطیې تیوري)) کې وړاندیز کوي چې دغه اصطلاح له ۱۹۶۴ز کال را وروسته، د خلکو ورځنۍ ژبې ته را دننه شوه، ځکه چې په دې کال کې د وارین کمیسیون د ولسمشر جان ایف کنیډي د وژنې په اړه خپلې موندنې خپرې کړې او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په هغه کال کې په خپلو پنځو مقالو کې دا اصطلاح وکاروله. که څه هم د ډي هاوین-سمیټ دا وړاندیز د ټوبینګن پوهنتون د امریکا د ادبي او کلتوري تاریخ د ښوونکي مایکل بټر له خوا تر ګوتنیوونې لاندې راغلی او هغه هم په دې خاطر چې ډي هاوین-سمټ چې د CIA کوم سند (د وارن د رپوتټ د ګوتنیوونې په اړه) ته اشاره کړې ده، چې په ۱۹۷۶ کې د معلوماتو د ازادۍ د قانون له تصویب وروسته خپور شو، هلته په مفرد بڼه «د توطیې تیوري» یا په جمع بڼه «د توطیې تیوري ګانې» نه دي راغلې او په یوه جمله کې یې داسې راغلي دي: «د توطیې تیوري ګانو په کراتو زموږ پر سازمان باندې شک کړی دی، د بېلګې په توګه: دا چې دوی په غلطه سره دا ادعا کوي چې لي هاروي اوسوالډ زموږ لپاره کار کوي».[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

له توطیې سره توپیر[سمول]

د توطیې تیوري یوازې توطیه نه ده، چې د دوو یا زیاتو خلکو په ښکېلولو سره کوم پټ پلان ته اشاره ولري. د دې پرخلاف، «د توطیې تیوري» هغو فرضیه شوو تیوري ګانو ته اشاره لري، کوم چې مشخصې ځانګړتیاووې لري.

ریښتينې توطیې هغه که ډېرې اسانه هم وي، خو په سختۍ سره پټیږي او په معمول ډول ناڅاپي ستونزې تجربه کوي. په مقابل کې، د توطیې تیوري دا ښیې چې دسیسې په غیرواقعي بڼه سره بریالۍ دي او د توطیه کوونکو ډلې، لکه بوروکراسيان، کولای شي په پوره صلاحیت او راز ساتنې سره عمل وکړي. د پېښو یا شرایطو علتونه ډېر ساده شوي دي او هغه دا چې پېچلې یا متقابل عوامل او همداشان د چانس رول او ناغوښتل شوې پایلې باید ترې ایسته کړل شي. [۵۰][۵۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Goertzel, T (December 1994). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Belief in conspiracy theories"]. Political Psychology 15 (4): 731–742. doi:10.2307/3791630.  "explanations for important events that involve secret plots by powerful and malevolent groups"
  2. "conspiracy theory", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (الطبعة 3rd), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |mode=CS1 غير صالح (مساعدة) (Subscription or UK public library membership required.) "the theory that an event or phenomenon occurs as a result of a conspiracy between interested parties; spec. a belief that some covert but influential agency (typically political in motivation and oppressive in intent) is responsible for an unexplained event"
  3. Brotherton, Robert; French, Christopher C.; Pickering, Alan D. (2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Measuring Belief in Conspiracy Theories: The Generic Conspiracist Beliefs Scale"]. Frontiers in Psychology 4: 279. doi:10.3389/fpsyg.2013.00279. ISSN 1664-1078. PMID 23734136. "A conspiracist belief can be described as 'the unnecessary assumption of conspiracy when other explanations are more probable'.". 
  4. Additional sources:
    • Aaronovitch, David (2009). Voodoo Histories: The Role of the Conspiracy Theory in Shaping Modern History (په انګلیسي ژبه کي). Jonathan Cape. د کتاب پاڼې 253. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780224074704. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۹. It is a contention of this book that conspiracy theorists fail to apply the principle of Occam's razor to their arguments. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Brotherton, Robert; French, Christopher C. (2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Belief in Conspiracy Theories and Susceptibility to the Conjunction Fallacy"]. Applied Cognitive Psychology 28 (2): 238–248. doi:10.1002/acp.2995. ISSN 0888-4080. "A conspiracy theory can be defined as an unverified and relatively implausible allegation of conspiracy, claiming that significant events are the result of a secret plot carried out by a preternaturally sinister and powerful group of people.". 
    • Jonason, Peter Karl; March, Evita; Springer, Jordan (2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Belief in conspiracy theories: The predictive role of schizotypy, Machiavellianism, and primary psychopathy"]. PLOS ONE 14 (12): e0225964. doi:10.1371/journal.pone.0225964. ISSN 1932-6203. PMID 31794581. Bibcode2019PLoSO..1425964M. "Conspiracy theories are a subset of false beliefs, and generally implicate a malevolent force (e.g., a government body or secret society) involved in orchestrating major events or providing misinformation regarding the details of events to an unwitting public, in part of a plot towards achieving a sinister goal.". 
    • Thresher-Andrews, Christopher (2013). "An introduction into the world of conspiracy". PsyPAG Quarterly 88: 5–8. http://www.psypag.co.uk/wp-content/uploads/2013/09/Issue-88.pdf. "Conspiracy theories are unsubstantiated, less plausible alternatives to the mainstream explanation of the event; they assume everything is intended, with malignity. Crucially, they are also epistemically self-insulating in their construction and arguments.". 
  5. Byford, Jovan (2011). Conspiracy theories : a critical introduction. Houndmills, Basingstoke, Hampshire: Palgrave Macmillan. OCLC 802867724. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780230349216. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Andrade, Gabriel (April 2020). "Medical conspiracy theories: Cognitive science and implications for ethics". Medicine, Health Care and Philosophy (Springer on behalf of the European Society for Philosophy of Medicine and Healthcare) 23 (3): 505–518. doi:10.1007/s11019-020-09951-6. ISSN 1572-8633. PMID 32301040. PMC 7161434. https://link.springer.com/content/pdf/10.1007/s11019-020-09951-6.pdf. Retrieved 7 October 2021. 
  7. Campion-Vincent, Véronique; Renard, Jean-Bruno, eds (October 2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Conspiracy Theories as Stigmatized Knowledge"]. Diogenes (SAGE Publications on behalf of the International Council for Philosophy and Humanistic Studies) 62 (3–4: Conspiracy Theories Today): 114–120. doi:10.1177/0392192116669288. ISSN 0392-1921. 
  8. Brotherton, Robert (2013). "Towards a definition of 'conspiracy theory'". PsyPAG Quarterly 88: 9–14. http://www.psypag.co.uk/wp-content/uploads/2013/09/Issue-88.pdf. "A conspiracy theory is not merely one candidate explanation among other equally plausible alternatives. Rather, the label refers to a claim which runs counter to a more plausible and widely accepted account...[Conspiratorial beliefs are] invariably at odds with the mainstream consensus among scientists, historians, or other legitimate judges of the claim's veracity.". 
  9. Byford, Jovan (2011). Conspiracy theories : a critical introduction. Houndmills, Basingstoke, Hampshire: Palgrave Macmillan. OCLC 802867724. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780230349216. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Keeley, Brian L. (March 1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Of Conspiracy Theories"]. The Journal of Philosophy 96 (3): 109–126. doi:10.2307/2564659. 
  11. Barkun, Michael (2003). A Culture of Conspiracy: Apocalyptic Visions in Contemporary America. Berkeley: University of California Press. د کتاب پاڼي 3–4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Barkun, Michael (2011). Chasing Phantoms: Reality, Imagination, and Homeland Security Since 9/11. Chapel Hill: University of North Carolina Press. د کتاب پاڼې 10. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Freeman, Daniel; Bentall, Richard P. (29 March 2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The concomitants of conspiracy concerns"] (in en). Social Psychiatry and Psychiatric Epidemiology 52 (5): 595–604. doi:10.1007/s00127-017-1354-4. ISSN 0933-7954. PMID 28352955. 
  14. Barron, David; Morgan, Kevin; Towell, Tony; Altemeyer, Boris; Swami, Viren (November 2014). "Associations between schizotypy and belief in conspiracist ideation" (in en). Personality and Individual Differences 70: 156–159. doi:10.1016/j.paid.2014.06.040. http://westminsterresearch.wmin.ac.uk/14570/1/1-s2.0-S0191886914003821-main.pdf. 
  15. Douglas, Karen M.; Sutton, Robbie M. (12 April 2011). "Does it take one to know one? Endorsement of conspiracy theories is influenced by personal willingness to conspire". British Journal of Social Psychology 10 (3): 544–552. doi:10.1111/j.2044-8309.2010.02018.x. PMID 21486312. http://kar.kent.ac.uk/26187/1/Douglas%20%26%20Sutton%202011%20BJSP.pdf. Retrieved 28 December 2018. 
  16. Andrade, Gabriel (April 2020). "Medical conspiracy theories: Cognitive science and implications for ethics". Medicine, Health Care and Philosophy (Springer on behalf of the European Society for Philosophy of Medicine and Healthcare) 23 (3): 505–518. doi:10.1007/s11019-020-09951-6. ISSN 1572-8633. PMID 32301040. PMC 7161434. https://link.springer.com/content/pdf/10.1007/s11019-020-09951-6.pdf. Retrieved 7 October 2021. 
  17. Douglas, Karen M.; Uscinski, Joseph E.; Sutton, Robbie M.; Cichocka, Aleksandra; Nefes, Turkay; Ang, Chee Siang; Deravi, Farzin (2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Understanding Conspiracy Theories"]. Political Psychology 40 (S1): 3–35. doi:10.1111/pops.12568. ISSN 0162-895X. 
  18. Goertzel, Ted (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Conspiracy theories in science"]. EMBO Reports 11 (7): 493–499. doi:10.1038/embor.2010.84. ISSN 1469-221X. PMID 20539311. 
  19. Copp, Paul; Wedemeyer, Christian K., eds (February 2021). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Religion in the Mirror of the Other: The Discursive Value of Cult-Atrocity Stories in Mediterranean Antiquity"]. History of Religions (University of Chicago Press for the University of Chicago Divinity School) 60 (3): 188–208. doi:10.1086/711943. ISSN 0018-2710. OCLC 299661763. 
  20. Nefes, Turkay (2018). "Framing of a Conspiracy Theory: The Efendi Series". In Asprem, Egil; Dyrendal, Asbjørn; Robertson, David G. (المحررون). Handbook of Conspiracy Theory and Contemporary Religion. 17. Leiden: Brill Publishers. د کتاب پاڼي 407–422. doi:10.1163/9789004382022_020. ISSN 1874-6691. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-38150-6. Conspiracy theories often function as popular conduits of ethno-religious hatred and conflict. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Göknar, Erdağ (2019). "Conspiracy Theory in Turkey: Politics and Protest in the Age of "Post-Truth" by Julian de Medeiros (review)" (in en). The Middle East Journal 73 (2): 336–337. ISSN 1940-3461. https://muse.jhu.edu/article/730239. 
  22. Thresher-Andrews, Christopher (2013). "An introduction into the world of conspiracy". PsyPAG Quarterly 88: 5–8. http://www.psypag.co.uk/wp-content/uploads/2013/09/Issue-88.pdf. 
  23. Simelela, Nono; Venter, W. D. Francois; Pillay, Yogan; Barron, Peter (2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Political and Social History of HIV in South Africa"]. Current HIV/AIDS Reports 12 (2): 256–261. doi:10.1007/s11904-015-0259-7. ISSN 1548-3568. PMID 25929959. 
  24. Burton, Rosie; Giddy, Janet; Stinson, Kathryn (2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prevention of mother-to-child transmission in South Africa: an ever-changing landscape"]. Obstetric Medicine 8 (1): 5–12. doi:10.1177/1753495X15570994. ISSN 1753-495X. PMID 27512452. 
  25. کينډۍ:Cite magazine
  26. Crossley, James (September 2021). "The Apocalypse and Political Discourse in an Age of COVID" (PDF). Journal for the Study of the New Testament (SAGE Publications) 44 (1): 93–111. doi:10.1177/0142064X211025464. ISSN 1745-5294. https://journals.sagepub.com/doi/pdf/10.1177/0142064X211025464. Retrieved 13 October 2021. 
  27. "QAnon Capitol Siege Trump". د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Dominique Brossard; James Shanahan; T. Clint Nesbitt (2007). The Media, the Public and Agricultural Biotechnology. CABI. د کتاب پاڼي 343, 353. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84593-204-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Goertzel, Ted (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Conspiracy theories in science"]. EMBO Reports 11 (7): 493–499. doi:10.1038/embor.2010.84. ISSN 1469-221X. PMID 20539311. 
  30. Thresher-Andrews, Christopher (2013). "An introduction into the world of conspiracy". PsyPAG Quarterly 88: 5–8. http://www.psypag.co.uk/wp-content/uploads/2013/09/Issue-88.pdf. 
  31. Glick, Michael; Booth, H. Austin (2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Conspiracy ideation"]. The Journal of the American Dental Association 145 (8): 798–799. doi:10.1016/S0002-8177(14)60181-1. ISSN 0002-8177. PMID 25082925. 
  32. Prematunge, Chatura; Corace, Kimberly; McCarthy, Anne; Nair, Rama C.; Pugsley, Renee; Garber, Gary (2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Factors influencing pandemic influenza vaccination of healthcare workers—A systematic review"]. Vaccine 30 (32): 4733–4743. doi:10.1016/j.vaccine.2012.05.018. ISSN 0264-410X. PMID 22643216. 
  33. Douglas, Karen M.; Sutton, Robbie M.; Cichocka, Aleksandra (1 December 2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Psychology of Conspiracy Theories"] (in en). Current Directions in Psychological Science 26 (6): 538–542. doi:10.1177/0963721417718261. ISSN 0963-7214. PMID 29276345. 
  34. Robert Brotherton (19 November 2015). "Chapter 2". Suspicious Minds: Why We Believe Conspiracy Theories. Bloomsbury Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4729-1564-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Barkun 2003، ص. 58.
  36. Camp, Gregory S. (1997). Selling Fear: Conspiracy Theories and End-Times Paranoia. Commish Walsh. ASIN B000J0N8NC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Goldberg, Robert Alan (2001). Enemies Within: The Culture of Conspiracy in Modern America. Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-09000-0. مؤرشف من الأصل في ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Fenster, Mark (2008). Conspiracy Theories: Secrecy and Power in American Culture. University of Minnesota Press; 2nd edition. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8166-5494-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. van Prooijen, Jan-Willem; Douglas, Karen M. (2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Belief in conspiracy theories: Basic principles of an emerging research domain"]. European Journal of Social Psychology 48 (7): 897–908. doi:10.1002/ejsp.2530. ISSN 0046-2772. PMID 30555188. 
  40. Sunstein, Cass R.; Vermeule, Adrian (2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Conspiracy Theories: Causes and Cures"]. Journal of Political Philosophy 17 (2): 202–227. doi:10.1111/j.1467-9760.2008.00325.x. ISSN 0963-8016. 
  41. Robert Brotherton (19 November 2015). "Introduction". Suspicious Minds: Why We Believe Conspiracy Theories. Bloomsbury Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4729-1564-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Oxford English Dictionary Second Edition on CD-ROM (v. 4.0), Oxford University Press, 2009, s.v. 4
  43. Johnson, Allen (July 1909). "Reviewed Work: The Repeal of the Missouri Compromise: Its Origin and Authorship by P. Orman Ray". The American Historical Review 14 (4): 835–836. doi:10.2307/1837085. http://archive.org/details/missouricomp00rayprich. "The claim that [David R.] Atchison was the originator of the [Missouri Compromise] repeal may be termed a recrudescence of the conspiracy theory first asserted by Colonel John A. Parker of Virginia in 1880.". 
  44. Robertson, Lockhart; Association of Medical Officers of Asylums and Hospitals for the Insane (London, England); Medico-psychological Association of Great Britain and Ireland; Royal Medico-psychological Association (April 1870). Maudsley, Henry; Sibbald, John. eds. "The Report of a Quarterly Meeting of the Medico-Psychological Association, held in London at the Royal Medico-Chirurgical Society, by permission of the President and Council, on the 27th January, 1870. [in Part IV. Psychological News."]. The Journal of Mental Science (London: Longman, Green, Longman, & Roberts) XVI (73). ISSN 0368-315X. OCLC 4642826321. https://books.google.com/books?id=VsRMAAAAYAAJ&pg=PA141. "The theory of Dr. Sankey as to the manner in which these injuries to the chest occurred in asylums deserved our careful attention. It was at least more plausible that the conspiracy theory of Mr. Charles Reade, and the precautionary measure suggested by Dr. Sankey of using a padded waistcoat in recent cases of mania with general paralysis—in which mental condition nearly all these cases under discussion were—seemed to him of practical value.". 
  45. Blaskiewicz, Robert (8 August 2013). "Nope, It Was Always Already Wrong". The Skeptical Inquirer. Committee for Skeptical Inquiry. مؤرشف من الأصل في ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Robert Brotherton (19 November 2015). "Chapter 4". Suspicious Minds: Why We Believe Conspiracy Theories. Bloomsbury Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4729-1564-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. deHaven-Smith, Lance (15 April 2013). Conspiracy Theory in America. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780292743793. مؤرشف من الأصل في ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۶. The term "conspiracy theory" did not exist as a phrase in everyday American conversation before 1964. ... In 1964, the year the Warren Commission issued its report, The New York Times published five stories in which "conspiracy theory" appeared. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. McKenzie-McHarg, Andrew (2019) "Conspiracy Theory: The Nineteenth-Century Prehistory of a Twentieth-Century Concept," pp. 78, 76. In Joseph E. Uscinski (ed) Conspiracy Theories & the People Who Believe Them. New York: Oxford University Press.
  49. Butter, Michael (16 March 2020). "There's a conspiracy theory that the CIA invented the term 'conspiracy theory' – here's why". The Conversation. The Conversation Trust (UK) Limited. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Campion-Vincent, Véronique; Renard, Jean-Bruno, eds (October 2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Conspiracy Theories as Stigmatized Knowledge"]. Diogenes (SAGE Publications on behalf of the International Council for Philosophy and Humanistic Studies) 62 (3–4: Conspiracy Theories Today): 114–120. doi:10.1177/0392192116669288. ISSN 0392-1921. 
  51. Brotherton, Robert (2013). "Towards a definition of 'conspiracy theory'". PsyPAG Quarterly 88: 9–14. http://www.psypag.co.uk/wp-content/uploads/2013/09/Issue-88.pdf.