د توسکاني متیلدا
د توسکاني متیلدا (په انګلیسي: Matilda of Tuscany، په ایټالیایي: Matilde di Canossa؛ پیدایښت: شاوخوا ۱۰۴۶، مړینه ۲۴-جولای-۱۱۱۵) یا د کنوسا متیلدا (له هغه ځایه چې نیکهګانو یې د کنوسا کلا جوړه کړې وه) چې د «La Gran Contessa» («مشره کونتس») په نامه هم پېژندل کېږي د یوولسمې پېړۍ په دوهیمې نیمایي کې د کنوسا د اشرافي ټبر (چې د اتونیدانو په توګه هم پېژندل کېږي) یوه غړې وه. متیلدا په منځنیو پېړیو کې د ایټالیا له خورا مهمو حکومتي څېرو څخه وه. هغې د دوامدارو جګړو، سیاسي دسیسو او د رومي کاتولیکانو تکفیر کولو په پېر کې واکمنه وه، او وتوانېده چې هم په نظامي او هم په ډیپلوماتیکو برخو کې خپل فطري مهارت څرګند او د ستراتیژیک مشري کولو وړتیا له ځانه وښیي.
هغې د یوې فیوډالې مارګراوین په توګه حکومت وکړ او د سالیان کورنۍ د یوې غړي په توګه یې د واک لېږد د یوه ناندریز بحث پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړ؛ په دغې پراخې نښته کې، د معنوي (sacerdotium) او سیکولار (regnum) ځواکونو ترمنځ پر اړیکه باندې د پاپ لهخوا د نویو اصلاحاتو په رامنځته کېدو سره، اووم پاپ ګریګوري د مقدس روم ټولواکمن څلورم هنري په ۱۰۷۶ز کال کې وپرځوه او تکفیر یې کړ. پر همدې مهال، متیلدا د یوه لوی قلمرو اختیار په لاس کې ونیوه چې د نن ورځې لومباردي، امیلیا، رومانیا او توسکاني په کې شاملېدل؛ د خپلې د واکمنۍ مرکز یې د رېجو په سویل کې په اپنیني غرونو کې د کنوسا کلا وټاکله.[۱]
د ۱۰۷۷ کال په جنوري میاشت کې، څلورم هنري، کنوسا کلا په لور له مشهور سفر وروسته، د پاپ لهخوا د کلیسا ټولنې ته بېرته وبلل شو. خو بیا هم د امپراتور او پاپ ترمنځ سوله او تفاهم د اوږدې مودې لپاره دوام ونهموند. لږ څه وروسته له څلورم هنري سره شخړې راولاړې شوې او متیلدا له ۱۰۸۰ز کال وروسته خپل ټول نظامی ځواک او مادي سرچینې پاپ ته وسپارلې. د واک لېږد په سر د رامنځته شویو شخړو پر مهال، د متیلدا شاهي دربار د ګڼشمېر بېځایه شویو لپاره پناهځای وګرځېده. ان د اووم ګریګوري پاپ له مړینې (۱۰۸۵ز) وروسته متیلدا د کلیسا په اصلاحاتو کې مهم رول لوبوه. د ۱۰۸۱ او ۱۰۹۸ز کلونو ترمنځ، له څلورم هنري سره د ستړيکوونکو شخړو لهامله، د کنوسا حکومت له ستر کړکېچ سره مخ شو. د دغې مودې په هکله ډېر تاریخي اسناد او معلومات نشته. د سویلې آلمان له «دوکانو» سره (چې له څلورم هنري سره په مخالفت کې وو) د متیلدا ائتلاف ستر بدلون رامنځته کړ.
په ۱۰۹۷ز کال کې، له آلپ غرونو څخه د ټولواکمنۍ شمالي قلمرو په لور د څلورم هنري له شاتګ وروسته، په ایټالیا کې د واک تشه رامنځته شو. د سیکولار (regnum) او معنوي (sacerdotium) ډلو ترمنځ شخړې د ایټالیا ښارونو ټولنیز او حکومتي جوړښت له بېخه بدل کړ او هغو ته یې زمینه برابر کړه ترڅو په ټولیزه توګه وده وکړي او د بهرنیو له واکمنۍ خلاصون ومومي. د ۱۰۹۸ز کال له مني وروسته، متیلدا وکولای شول خپلې ډېرې لهلاسه تللې سیمې بېرته ونیسي. تر وروستي بریده یې هڅه وکړه ترڅو ښارونه تر خپل واک لاندې راولي. له ۱۰۹۸ز کال وروسته، له برابر شویو فرصتونه څخه یې د خپل حکومت په بیا تثبیتولو کې پوره ګټه واخېسته. د ژوند په وروستیو کلونو کې یې د خپلې حافظې په هکله اندېښنه درلوده او لههمدې امله د یوه مناسب وارث د موندلو پر ځای خپلې ټولې خیریه مرستې او فعالیتونه یې د پالیرون صومعې ته کول.
د ځینو انګازو او د دونیزو لیکنو لهمخې، د ۱۱۱۱ کال د مې ۶ او ۱۱ نېټو ترمنځ، په بیانېلو کلا (کواترو کستېلا، رېجو امیلیا) کې، متیلدا د مقدس روم امپراتور «پنځم هنري» لهخوا د ایټالیا ټولواکمنۍ ځایناستې او د نایبې ملکې په توګه وټاکل شوه. په ۱۱۱۵ز کال کې د متیلدا له مړینې وروسته، د کنوسا کورنۍ لهمنځه ولاړه. د متیلدا پراخو میراثي سیمو پر سر تر ۱۳مې پېړۍ پورې پاپانو او امپراتورانو سره ډېرې جګړې وګړې. متیلدا په ایټالیا کې یوه افسانوي څېره وګرځېدله چې د هنر، موسیقي او ادب په ډېري آثارو او همدا راز په افسانو خیالي نکلونو کې یې نوم ذکر شوی دی. دغه میراث د مقابلو اصلاحاتو (د کاتولیک اصلاحات) او باروک په پېر کې د خپل اوج ټکي ته ورسېده. پاپ اتم اوربان د متیلدا جسد په ۱۶۳۰ز کال کې روم ته ولېږدوه او لومړنۍ ښځه وه چې د سېنت پېتر په کلیسا کې دفنه شوه.
د کنوسا ټبر ریښې
[سمول]متیلدا د کنوسا په اشرافي کورنۍ کې (چې د اتونیدانو په نامه هم یادېږي) زېږېدلې وه (که څه هم دغه نومونه د راتلونکو نسلونو لهخوا رامنځته شول). د تاریخي سندونو لهمخې، د کنوسا ټبر (کورنۍ) تر ټولو پخوانی نیکه «سیګفرېد» نومېده؛ هغه یو اشرافي ؤ چې د لسمې پېړۍ په لومړیو درېیو لسیزو کې یې ژوند کاوه او په لوکا ښار کې زېږېدلی ؤ. په اغلب ګومان، هغه خپله د نفوذ سیمه د پارما ښار تر څېرمه او د اپنیني غرونو تر لمنو وغځوله. زوی یې «ادالبرټ-اتو» وکړای شول د اپنیني غرونو د لمنې په یوې څنډه کې (چې له سیاسي اړخه پر څو ټوټو وېشل شوې وه) څوګونې کلاګانې تر خپلې ولکې لاندې راولي او د رېجو امیلیا غرونو په سویللوېدیځ کې د کنوسا کلا جوړه کړي.[۲]
د ایټالیا پاچا «دوهیم لوتر» په ۹۵۰ز کال کې په ناڅاپه مړ شو او د اویوریا برنګار غوښتل چې واک په لاس کې ونیسي. د لوتر کونډې ملکې «ادېلاید» له یوه لنډ بند وروسته، په کنوسا کلا کې ادالبرټ-اتو ته پناه یوړه. وروسته، د ختیځو فرانکانو پاچا «لومړي اوتو» په ایټالیا کې مداخله او په ۹۵۱ز کال کې یې ادېلاید ځانته واده کړه. پهدې توګه د کنوسا ټبر له اوتونیانو له لړۍ سره نږدې اړیکې جوړې شوې. ادالبرټ-اتو د لومړي اوتو په تاریخي سندونو کې د یوه مدافع په توګه څرګند شوی او له اوتونیانو وروسته یې له پاپ سره د لومړي ځل لپاره اړیکې ټینګې او همدا راز د لومړي اتو لهلوري یې د رېجو او موډینا ښارونه ترلاسه کړل. په ۹۷۷ز کال کې د منتُوا ښار هم د هغه تر واک لاندې سیمو ته ورګډ شو.[۳]
له ۹۸۸ز کال وروسته، د ادالبرټ-اتو زوی (د متیلدا نیکه) «تېدالد» له اوتوني واکمنانو سره خپلې اړیکې ټینګې وساتلې. په ۹۹۶ز کال کې، په یوه سند کې د هغه نوم د «dux et marchio» (دوک او مارګرېف) په توګه ذکر شوی دی. د کنوسا ټبر ټولو راتلونکو واکمنانو دغه لقب غوره کړه.[۴]
پر میراث باندې د تېدالد درېیو زامنو ترمنځ شخړه د بحثوړ نهده. د کنوسا کورنۍ نوم او شهرت د متیلدا پلار «بونیفاس» په وخت کې تر ډېره خپور شو. د کنوسا درېیو پرلهپسې واکمنانو (ادالبرټ-اتو، تېدالد او بونیفاس) د خپلې د واکمنۍ غځولو لپاره صومعې تاسیس کړې. نوموړې صومعې (برِسچېلو، پالیرون او سانتا ماریا دي فلونیکا) په مواصلاتي او سترایژیکي اهمیت لرونکو ځایونو کې جوړې شوې ترڅو تر واک لاندې لویو سیمو کې اداري نظم په ښه توګه ټینګ شي؛ د کنوسا د کورنۍ د قدرت جوړښت تثبیتولو دنده د کورنۍ درېیو مشرانو (جېنسیوس، اپولونیوس او سیمیون) ته ورکړل شوه او پر هغو صومعو باندې د نفوذ کولو په هڅه کې وو چې له اوږدې مودې راهیسې یې شتون درلود (لکه د نوناتولا کلیسا/صومعه). سربېره پر نورو لاملونو، د سیمې اسقفانو ته د صومعې مسوولیت سپارنه او د معنوي بنسټونو ترویج هم د هغوی د اتحاد شبکه ډېره پراخه کړه. هغوی په څرګنده د نظم ساتنه کوله او د امیلیا لویې لارې په اوږدو کې د هغوی موقعیت له همدې امله ټینګ شو. د مورخ «ارنالدو تینکاني» مستندو لیکنو لهمخې، کنوسا کورنۍ د «پو» سیند ترڅېرمه ۱۲۰ کروندې درلودې.[۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Nash, Penelope (2017). Empress Adelheid and Countess Matilda: Medieval Female Rulership and the Foundations of European Society (په انګليسي). Palgrave Macmillan. ISBN 978-1-137-59088-6.
- ↑ Vito Fumagalli, Le origini di una grande dinastia feudale Adalberto-Atto di Canossa (in Italian), Tübingen 1971, pp. 74–77.
- ↑ Goez 2012، مم. 14–16.
- ↑ Goez 2006a، م. 119.
- ↑ Arnaldo Tincani, "Le corti dei Canossa in area padana", pp. 276–278 in Golinelli 1994