د تودوخې د لېږد وړتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هغې تودوخې کچې ته چې په یوه ثانیه کې د یوې درجې د تودوخې د توپیر سره (ننه او باندې)، د تودوخې د وړانگو او بهېدو په توگه د ودانۍ له یوې برخې (لکه: دېوال، کړکۍ...) له منځه تېرېږي؛ د هغې برخې د تودوخې د لېږد وړتیا په نامه یادېږي. هر څومره چې دا شمېر لوی وي همدومره د هغې برخې د د تودوخې د لېږد وړتیا لویه وي. په ودانۍ کې د توکونو دغه وړتیا ته په درنه سترگه نه کتل کېږي او هڅه کېږي چې د کار شوي توکي دا وړتیا راکښته کړي. وړتیا په دغه فورمول شمېرل کېږي:

دلته:

h - د تودوخې د لېږد وړتیا، واحد یې (W/(m2.K)دی.
Q - د تودوخې لېږد،واټ(W)یې واحد دی.
A - د دېوال (د ودانۍ د هغه برخې) د مخ غټوالی، په (m2) ښودل کېږي.
ΔТ - د تودوخې توپير په دېوال (او یا په هغه برخه کې) په کلوین(K)اندازه کېږي.

سرچينې[سمول]

محمود علیمي وردگ: ښيښه په ودانۍ کې