د تودوخې تېرېدنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ځانګړنه، د توکي د تودوخې هدایت هم بولي. په فزیک کې د k او یا د λ په ټکیو څرګندېږي. د تودوخې تېرېدنه د توکونه هغه ځانګړنه ده چې په توکي کې د تودوخې تېرېدنه، د هغه توکي په 1 متر پنډوالي کې ښکاروي. هرڅومره چې دغه کچه وړه وي همدومره د توکي د تودوخې د ساتنې کېښت لوړ وي. دغه ځانګړنه د تودوخې د کچې، کثافت او په توکي کې په لندبل پورې تړښت لري او یوکی یې [W/m.k - ویلیم / متر x کلوین] دی. د کلوین او د سانتي ګرېد د درجې اړوند به داسې ولرو:

273,15K = 0C

د تودوخې تېرېدنه په فزیکي توګه شمیرل کېږي او د توکي جوړونکې فابریکه یې د توکي د ځانګړنې په رپوټ کې ورکوي.


د معیاري توکونو د تودوخې تېرېدنه[سمول]

هغه توکونه چې په ورځني حالت کې ډېر کاریږي داسې دي:

  • سپین زر - ۴۱۷
  • سره زر - ۲۳۰
  • وسپنه - ۷۹
  • المونیم - ۲۳۷
  • کوټ - ۱۱۶
  • نېکل - ۹۲
  • فولاد ۵۰


  • ښيښه - ۰،۸ - ۰،۹
  • کانګرېت - ۰،۲ - ۲۰
  • سپک کانګرېت - ۰،۰۹
  • لرګی - ۰،۵ - ۰،۱
  • پولییتن (PE) - ۰،۲۹ - ۰، ۲۳
  • پولیسترین (PS) - ۰،۰۴
  • ښیښه ییزه وړۍ - ۰،۰۴


  • اوبه - ۰،۶۰
  • شودې (شیدې) - ۰،۴۹
  • اسیتون - ۰،۱۶


  • هوا - ۰،۰۲۴
  • اکسیجن - ۰،۰۲۵
  • هایدروجن - ۰،۱۷۴
  • ارګون - ۰،۰۱۶
  • کریپتون - ۰،۰۰۹۵


نوټ: دغې کچې د تودوخې په ۲۹۳ کلوین کې شمېرل شوې دي.


سرچينې[سمول]

  • ښيښه په ودانۍ کې کتاب
  • د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ پاڼې