د تلپاتې پراختیا لسمه موخه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تلپاتې پراختیا لسمه موخه SDG10) یا (Goal 10 د نابرابرۍ د کمولو په اړه ده او د تلپاتې پراختیا له اوولسو موخو څخه یوه موخه ګڼل کېږي، چې په ۲۰۱۵ز کال کې د ملګرو ملتونو له خوا رامنځته شوې ده. پوره سرلیک یې داسې دی: "د هېوادونو ترمنځ او په هېوادونو کې دننه د نابرابرۍ کمول".[۱][۲]

دغه موخه لس نورې نښې لري، چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې باید تر لاسه شي. د نښو پرمختګ د شاخصونو پرمټ اندازه کېږي. لومړنۍ اووه موخې یې د "پایلې موخې" دي: د عایداتي نابرابریو کمول؛ نړیوال ټولنیز، اقتصادي او سیاسي شمولیت ته وده ورکول؛ د برابرو فرصتونو ډاډ ترلاسه کول او د تبعیض پای ته رسول؛ د مالي او ټولنیزو سیاستونو خپلول، چې برابریو ته وده ورکوي؛ د نړیوالو مالي بازارونو او ادارو ښه تنظیم؛ په مالي ادارو کې د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د نمایندګۍ زیاتول؛ د مدیریت شوې او مسئولې کډوالۍ سیاست.

درې نورې موخې یې د "لاسته راوړنې وسیلې" دي: د مخ پر ودې هېوادونو لپاره ځانګړی او جلا چلند؛ په لږو پرمختللو هېوادونو کې د پراختیایي مرستو او پانګونو لپاره هڅونه؛ د کډوالو د حوالو لپاره د لګښتونو کمول.[۳]

د ۱.۱۰ موخه دا ده، چې د نفوس تر ۴۰سلنې ټیټې برخې ته عایداتي وده له ملي اوسط نه په لوړه کچه ساتل دي. دا موخه د "ګډې نېکمرغۍ" په نامه یادېږي او د SDG1 بشپړونکې ده، چې د بې کچې بېوزلۍ له منځه وړل دي او دا موخه د ټولو هېوادونو لپاره اړینه ده. له ۲۰۱۲ز نه تر ۲۰۱۷ز کلونو په موده کې په ۷۳هېوادونو کې، د نفوس تر ۴۰سلنې ټیټې برخې، خپلو عایداتو ته وده ورکړې، بیاهم په هغو هېوادونو کې چې د ارقاموو لرونکي دي، د نفوس تر ۴۰سلنه ټیټه برخه له ټولو عایداتو او لګښتونو نه تر ۲۵سلنې لږ هغه ترلاسه کوي.[۴][۵]

شالید[سمول]

نابرابرۍ بېلابېلې بڼې لري؛ لکه: اقتصادي، جنسیتي، معلولیت، توکمیز، ټولنیزه نابرابري او د تبعیض بېلابېل ډولونه. په روغتیا، ککړتیا او چاپېریالي عدالتونو پورې تړلې مسئلې ډېر وخت له نابرابرۍ سره نه بېلېدونکې دي. ځینې وخت دا مسئلې له اصلي او لومړنیو ټولنو، توکمیز لږکي او له ټیټ ټولنیز- اقتصادي حالت (SES) سره هم تړاو لري. د چاپېریالي عدالت مطالعې ښيي، چې دا ټولنې په نامنظم ډول په چاپېریال کې ژوند کوي، چې له زهرجنو ککړتیاوو سره مخ دي او دا هغه ککړتیاوې دي، چې اوږدمهالي روغتیایي او چاپېریالي ګواښونه لري.[۶][۷][۸]

نړیوال کېدل له کډوالۍ، بېځایه کېدو او محرمیتونو سره مل دی او دا زیاتره وخت په محرومو ټولنو او زیانمنو ډلو کې زیاتوالی راولي، چې د نړیوال کېدلو او خلاصون لپاره د دوی امکاناتو ته منفي بڼه ورکوي او په عین حال کې نابرابرۍ هم پراخېږي. د سمې، منظمې او مسئولې کډوالۍ او ځای پر ځای کېدلو لپاره د سیاسي اقداماتو د ښه کولو لپاره لا هم هڅو ته اړتیا ده.[۹][۱۰]

د نابرابرۍ او رواني او فزیکي روغتیا ترمنځ هم په بېلابېلو بڼو اړیکې شته؛ لکه: د وضعیت اندېښنه/سیالۍ، ټولنیزه پانګه، ټولنیزه اړیکه او همغږي.[۱۱]

د نابرابرۍ اندازه کول[سمول]

په انفرادي بڼو کې د نابرابرۍ اندازه کول، د هېوادونو ترمنځ  او په هېوادونو کې دننه د نابرابریو د کمولو لپاره یو اړین ټکی دی. د جیني ضریب د ټولنیزې – اقتصادي نابرابرۍ تر ټولو ډېره کارول شوې اندازه ده؛ ځکه دا کولای شي، چې د هېوادونو ترمنځ او په هېوادونو کې د عاید او شتمنۍ اړین وېش ښکاره کړي. [۱۲]

ډېری وخت، د ټولنیزې نابرابرۍ اندازه کول ډېر پېچلي فکټورونه او تخنیکونه لري؛ لکه د زده کړې په کیفیت کې د ټولنیزې ډلې اندازه کول او لوړو زده کړو ته یې لاسرسی، د دوی ټولنیز حالت، ازدواجي حالت او نور هغه لاملونه، چې له نابرابرۍ سره تړاو لري؛ لکه: ښاري یا کلیوالي موقعیت.[۱۳]

موخې، شاخصونه او پرمختګ[سمول]

ملګرو ملتونو د SDG10 لپاره لس نښې او ۱۱ شاخصونه تعریف کړي دي. موخې یې نښې مشخصوي او شاخصونه یې هغه معیارونه راښيي، چې له مخې یې نړۍ غواړي دا معلومه کړي، چې ایا دا نښې ترلاسه شوي که نه.

په SDG10 کې لاندې موضوعګانې شاملې دي: (۱.۱۰): د عایداتي نابرابریو کمول، (۲.۱۰): نړیوال ټولنیز، اقتصادي او سیاسي شمولیت ته وده ورکول، (۳.۱۰): د برابرو فرصتونو تضمین کول او تبعیض ته د پای ټکی اېښودل. (۴.۱۰): د مالي او ټولنیزو سیاستونو خپلول، چې برابریو ته وده ورکوي، (۵.۱۰): د نړیوالو مالي بازارونو او ادارو ښه تنظیمول، (۶.۱۰): په مالي ادارو کې د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د نماینده ګیو زیاتول، (۷.۱۰): د ښې اداره شوې او مسئولې کډوالۍ سیاست خپلول، (۱۰ الف): د مخ پر ودې هېوادونو لپاره ځانګړی او جلا چلند، (۱۰ ب): په لږو پرمختللو هېوادونو کې پراختیایي مرستو او پانګونو ته هڅونه، (۱۰ ج): د کډوالو د حوالو لپاره د لګښتونو کمول.[۱۴]

  ۱.۱۰ نښه: د عایداتي نابرابریو کمول.[سمول]

د دې موخې پوره سرلیک دا دی: «تر ۲۰۳۰ز کال پورې به د نفوس تر ۴۰ سلنې ټیټه برخه په تدریجي ډول د عایداتو وده له ملي اوسط نه په لوړه کچه ترلاسه او دوام به ورکوي».[۱۵]

۱.۱۰ نښه یو شاخص ۱.۱.۱۰ لري، چې "په ټول نفوس او د نفوس تر ۴۰سلنې ټیټه برخه کې د کورنیو لګښتونو یا د هر وګړي پر سر عایداتو ته وده ورکول دي".[۱۶]

په نسبي بېوزلۍ او نابرابرۍ کې هغه خلک ښکېل دي، چې د منځني عاید له ۵۰سلنې نه ښکته ژوند لري. د ۱۱۰ لوړ او ټيټ عاید لرونکو هېوادونو معلومات ښیي، چې منځني هېوادونه ۱۴سلنه داسې نفوس لري، چې عاید یې تر دې هم ټيټ دی، خو دواړه، بډایه او بېوزلي هېوادونه د نابرابرۍ لوړه او ټیټه کچه لري. عایداتي نابرابري په کلکه له بېوزلۍ یا بډایتوب سره تړاو نه لري، بلکې دا ښیي چې د برابریو او ټولیزو ودو سیاست نړیوال تړاو لري.[۱۷][۱۸]

۲.۱۰ نښه: نړیوال ټولنیز، اقتصادي او سیاسي شمولیت ته وده ورکول.[سمول]

پوره سرلیک یې دا دی: «تر ۲۰۳۰ز کال پورې به پرته له دې، چې عمر، جنس، معلولیت، توکم، اصل، مذهب یا اقتصادي حالت په پام کې ونیسي، د ټولو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ګډون ته به پیاوړتیا او وده ورکوي». [۱۹]

دا موخه یو شاخص ۱.۲.۱۰ لري، چې "دوی جنس، سن او معلولیت ته په کتو هغه خلک دي، چې د منځني عاید له ۵۰سلنې نه ښکته ژوند لري".[۲۰]

په اوس وخت کې د کره معلوماتو راټولول ډېر اړین دي؛ ځکه هېوادونه غواړي هغه بېوزلي خلک وپېژني، چې د کووېډ۱۹ له امله تر اقتصادي اغېز لاندې دي.[۲۱]

۳.۱۰ نښه: د برابرو فرصتونو تضمین کول او تبعیض ته د پای ټکی اېښودل.[سمول]

پوره سرلیک یې دا دی: «د برابرو فرصتونو تضمین کول او د نابرابرۍ کمول، همدارنګه توپیري قوانین، سیاستونه او کړنې له منځه وړل او په دې برخه کې د مناسبو قوانینو، سیاستونو او اقدامونو زیاتول». [۲۲]

دا موخه یو شاخص ۱.۳.۱۰ لري، چې "د نفوس په اړه یو راپور دی، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د نړیوالو بشري حقونو د قانون له مخې توپیري چلند منع شوی دی".  [۲۳]

ښځې د نارینه وو په پرتله ډېرې د تبعیض قرباني کېږي. په معلولو کسانو کې له لسو نه درې یې له تبعیض سره مخ کېږي، چې دغه شمېره په ښځینه وو کې لا ډېره لوړه ده.[۲۴]

۴.۱۰ نښه: د مالي او ټولنیزو سیاستونو خپلول، چې برابریو ته وده ورکوي.[سمول]

د دې نښې پوره سرلیک دا دی: «د سیاستونو خپلول، په ځانګړې توګه د مالي، معاشاتي او ټولنیز خوندیتوب تګلارې او په تدریجي ډول د اړینو برابریو ترلاسه کول دی. دا موخه یو شاخص ۱.۴.۱۰ لري، چې "په GDP کې د کارګرو ونډه، معاشونه او ټولنیز خوندیتوب شامل دی".[۲۵]

د نړۍ د کارګرو عایداتي برخه له ۲۰۰۴ز کال راهیسې، کله چې ۵۴سلنه ته ورسېدله، مخ پر ښکته کېدو شوه. دا په دې معنا ده چې کارګران د هغه تولید لږه برخه ترلاسه کوي، چې دوی یې په تولید کې مرسته کړې ده. په ۲۰۱۷ز کال کې په شمالي او لوېدیځه اسیا کې د کارګرو د کار عاید د سیمې د تولید (۳۶سلنه) برخه جوړوله. بل خوا په اروپا او شمالي امریکا کې د کارګرو عایداتي برخه ۵۸سلنې ته نږدې وه.[۲۶][۲۷]

۵.۱۰ نښه: د نړیوالو مالي بازارونو او ادارو ښه تنظیمول.[سمول]

د  ۵.۱۰ نښې پوره سرلیک  دا دی: «د نړیوالو مالي بازارونو او ادارو مقرراتو او څارنې ته وده ورکول او مقرراتو ته یې پیاوړتیا وربښل».[۲۸]

دا یو شاخص ۱.۵.۱۰ لري، چې "د مالي سالمتیا شاخص" دی.[۲۹]

۶.۱۰ نښه: په مالي ادارو کې د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د نماینده ګیو زیاتول.[سمول]

پوره سرلیک یې دا دی: په نړیوالو اقتصادي او مالي ادارو کې د تصمیم نیونې په برخه کې د مخ پر ودې هېوادنو لپاره د ښو نماینده ګیو ډاډ ترلاسه کول، چې ډېر اغېزمن، باوري، مسئولانه او قانوني بنسټونه رامنځته کړي». [۳۰]

دا موخه یو شاخص ۱.۶.۱۰ لري، چې "په نړیوالو سازمانونو کې د مخ پر ودې هېوادونو د غړو برابره ونډه او د رایې ورکولو حق یې" دی. [۳۱]

۷.۱۰ نښه: د کډوالۍ د تګلارو مسوول او ښه مدیریت.[سمول]

  پوره سرلیک یې دا دی: «د خلکو لپاره اسانه، خوندي، منظمه او مسئوله کډوالي، چې د کډوالۍ د مدیریت شوو او پلان شوو سیاستونو پر مټ کېږي».

۷.۱۰ نښه دوه شاخصونه لري:[۳۲]

  • ۱.۷.۱۰ شاخص: د موخې په  هېواد کې به د ګمارنې لګښت د کارګر له خوا وي، چې د ترلاسه شوي کلني عاید نه یې په برابر ډول اخیستل کېږي.
  • ۲.۷.۱۰ شاخص: هغو هېوادونو، چې د کډوالۍ سیاست یې په ښه توګه اداره کړی دی.

څارنه[سمول]

د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا یو کلنی راپور جوړ شوی، چې تلپاتې پراختیا ته د پرمختګ لپاره ارزونه کوي.[۳۳]

ننګوونې[سمول]

د کووېډ۱۹ وبا اغېزې[سمول]

په ۲۰۲۰ز کال کې کووېډ۱۹ وبا نابرابرۍ لا خرابوي او اړمنو خلکو ته سخت زیان اړوي. د اقتصادي همکاریو او پراختیایي پروژو سازمان وړاندوینه کړې، چې په ۲۰۲۰ز کال کې به د نړۍ په GDP کې تر ۷.۶سلنې پورې کموالی راځي. که چېرې د کووېډ۱۹ دویمه څپه راڅرګنده شي؛ نو د ODA پر بودیجې به هم فشار راوړي. په ۲۰۲۱ز کال کې ملګرو ملتونو یو راپور وړاندې کړ، چې کووېډ۱۹ وبا د تلپاتې پراختیا موخې۱۰ پر پرمختګ څومره ناوړه اغېزه کړې. اټکل کېږي، چې وبا ناروغۍ د دې لامل شوې چې لږ پرمختللي هېوادونه به د لسو کلونو لپاره د تلپاتې پراختیا موخو ته په رسېدو کې ځنډ ولري.[۳۴]

سازمانونه[سمول]

هغه سازمانونه چې د SDG10 لاسته راوړلو لپاره کار کوي، چې دا دي:

  • IMF (د پیسو نړیوال صندوق)
  • OECD (د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان)
  • UN (ملګري ملتونه)
  • WEF (نړیواله اقتصادي ټولنه)    

سرچینې[سمول]

  1. United Nations (2015) Resolution adopted by the General Assembly on 25 September 2015, Transforming our world: the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/70/1)
  2. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  3. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  4. United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
  5. "What We Do". World Bank (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The Sustainable Development Goals Report 2020". The Sustainable Development Goals Report. 2020-07-14. doi:10.18356/214e6642-en. ISSN 2518-3958. S2CID 242750645 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 9789210049603. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Cooper, Nathan; Green, Donna; Sullivan, Marianne; Cohen, David (2018-07-23). "Environmental justice analyses may hide inequalities in Indigenous people's exposure to lead in Mount Isa, Queensland". Environmental Research Letters. 13 (8): 084004. Bibcode:2018ERL....13h4004C. doi:10.1088/1748-9326/aad295. ISSN 1748-9326. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sandlos, John; Keeling, Arn (2016). "Pollution, Local Activism, and the Politics of Development in the Canadian North". RCC Perspectives (4): 25–32. ISSN 2190-5088. JSTOR 26241386. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Helbert, Maryse (2020-07-27). "Transitions in the Niger Delta: Oil, Poverty, and Environmental Degradation" (په انګلیسي ژبه کي): 5 Pages, 483.12 KB. doi:10.5282/RCC/9072. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  10. "The Sustainable Development Goals Report 2020". The Sustainable Development Goals Report. 2020-07-14. doi:10.18356/214e6642-en. ISSN 2518-3958. S2CID 242750645 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 9789210049603. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Layte, R. (2012-08-01). "The Association Between Income Inequality and Mental Health: Testing Status Anxiety, Social Capital, and Neo-Materialist Explanations". European Sociological Review (په انګلیسي ژبه کي). 28 (4): 498–511. doi:10.1093/esr/jcr012. ISSN 0266-7215. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Sitthiyot, Thitithep; Holasut, Kanyarat (December 2020). "A simple method for measuring inequality". Palgrave Communications (په انګلیسي ژبه کي). 6 (1): 112. doi:10.1057/s41599-020-0484-6. ISSN 2055-1045. S2CID 219314216. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Borooah, Vani K. (June 2017). "Measuring Inequality of Access to Higher Education in India". Journal of Quantitative Economics (په انګلیسي ژبه کي). 15 (2): 241–263. doi:10.1007/s40953-016-0053-4. ISSN 0971-1554. S2CID 156641002. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  15. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  16. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  17. United Nations (2020) Sustainable development goals report, New York
  18. United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
  19. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  20. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  21. United Nations (2020) Sustainable development goals report, New York
  22. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  23. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  24. United Nations (2020) Sustainable development goals report, New York
  25. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  26. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  27. United Nations (2020) Sustainable development goals report, New York
  28. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  29. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  30. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  31. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  32. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 11) SDG-Tracker.org, website (2018)
  33. United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
  34. United Nations (2020) Sustainable development goals report, New York