Jump to content

د تلنګانه بغاوت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د 1946-51ز کلونو د تلنګانه بغاوت چې عموماً د تلنګانه سايودا پوراتم په نوم شهرت لري، د تلنګانه په سيمه کې د حيدراباد ايالت پر ضد د کمونستانو په مشرۍ د بزګرانو يو بغاوت و، کوم چې د 1944-46ز کلونو د ګډوډيو پايله کې سخت او لوی شو.

حيدراباد يو فيوډالي پاچايي وه (فيوډالي د خانۍ يا ملوک الطوايفۍ نظام سره برابر دی)، چېرته چې ډېره ځمکه په تلنګانه کې د «ډوراګانو» په نوم مشهورو د ځمکو څښتنانو اشرافيه په لاسونو کې راټوله وه، په دې سيمه کې فيوډالي استثمار (ناوړه ګټه اخيستنه) د هندوستان د نورو ايالتونو په پرتله ډېر سخت و؛ ډوراګانو په بزګرانو بشپړ اختيار درلود او کولای شول چې دوی د کرنيز مريتوب تابع کړي. د 1930ز لسيزې په اوږدو کې، د ستر رکود او سوداګريزو فصلونو لور ته د لېږد له امله  حالات ډېر خراب شول. په 1940ز لسيزه کې، بزګرانو د کمونيزم لور ته پر اوښتلو پيل وکړ، د اندهرا مهاسبها له لارې يې خپل ځانونه منظم کړل، او د حقوقو خوځښت يې پيل کړل، کوم چې د خوراک له بحران څخه لا چټک شو، کوم بحران چې د دويمې نړيوالې جګړې له پای وروسته پر دې سيمه اغېز درلود، دې خوځښت له هغه وروسته د بغاوت بڼه خپله کړه، کله چې نظام او ډوراګانو د هغوی د ځپلو هڅه وکړه.

د 1946ز کال د جولای د مياشتې په څلورمه نېټه هغه مهال بغاوت پيل شو، کله چې د ورنګل په کداوينډي کلي کې يو سيمه ييز بزګر رهنما د يو ډورا د استازي له خوا ووژل شو. د نلګنډه او ورنګ په ولسواليو کې پيل شوی دا بغاوت د نظام مير عثمان علي خان او وروسته د قاسم رضوي د پرله پسې ظلم په ځواب کې په ټوله تلنګانه کې د انقلاب بڼه خپله کړه. د حيدراباد ايالت ځواکونو او پوليسو، او له هغوی سره نيمه پوځي رضاکارانو، ونه شول کولای چې هغوی وځپي او له ناکامۍ سره مخ شول، په داسې حال کې چې باغي ځواکونه په چريکي جګړه کې بريالي شول.

باغيانو له حکومت سره يو موازي نظام جوړ کړ، کوم چې د ګرام راجيم (کلیوالي ټولنې يا "يوه كوچنۍ سيمه چې يو څه خپلواک نظام او يو ښاروال ولري") څخه جوړ و، چې يو ټولنيز انقلاب يې پيل کړ، په کوم کې چې د طبقې او جنسيت توپيرونه کم کړای شول؛ په وسله والو ټوليو کې د شتون په ګډون د ښځو افرادي ځواک کې زياتوالی راغی او د ځمکو په بيا وېشلو سره د بزګرانو په حالاتو کې د پام وړ ښه والی وليدل شو. په 1948ز کال کې د خپل اوج پر مهال، دې بغاوت نږدې ټوله تلنګانه نيولې وه، او لږ تر لږه څلور زره کلي نېغ په نېغه د دې ټولنې تر ادارې لاندې وو. د حيدراباد ايالت د کانګرس د چپ اړخي ډلې له خوا يې ملاتړ کېده، د کومو ډېری يې چې وروسته د هندوستان د سوسيال ګوند سره يوځای شول، کله چې دا ګوند د کانګريس سوسيال غونډې له خوا جوړ شو.

دا بغاوت هغه مهال پای ته ورسېد، کله چې د نهرو د حکومت له خوا جوړې شوي پوځي ادارې د حيدراباد له ضميمه کولو سملاسي وروسته په دې سیمه ييزو ټولنو ناڅاپه بريد پيل کړ، تر څو هغه ډاډمنتياوې پوره کړي چې د «وي.پي. مينن» له خوا امريکايي سفارت ته ورکړل شوې وې،  چې کمونستانو جرړې به وباسي، د همدې بريد په پايله کې، د 1951ز کال د اکتوبر په پنځه ويشتمه نېټه د هندوستان د کمونست ګوند له خوا په یوه حتمي غوښتنه کې پر باغيانو غږ وشو چې وسلې وغورځوي.

مخينه[سمول]

په سويلي هندوستان کې د دکن په لوړه سیمه پروت حيدراباد د برتانوي راج يو شاهي ايالت و، حیدراباد په دې ايالتونو کې تر ټولو زیات نفوس لرونکی او دويم ستر ايالت و. دې ايالت يو ميراثي سيستم درلود چې د حيدراباد نظام يې واکمن و، او برتانويانو په دې ايالت بشپړه واکمني درلوده. د جوړښت له اړخه څو توکميز ايالت و، اولس ولسوالۍ يې په درې ژبنيو سيمو وېشل شوې وې:[۱][۲][۳][۴]

  • حيدراباد-کرناټک د درې ولسوالیو درلودونکی و، او د کناډا ژبې ويونکي پکې زيات وو.
  • مراټهواړه يې د پنځو ولسوالیو درلودکنی و، او د مراټي ژبې ويونکي پکې زیات وو.
  • تلنګانه يې د نهو ولسواليو لرونکی و، او د تيلګو ژبې ويونکي پکې زيات وو. په دې کې د ايالت له نيمايي څخه زيات نفوس مېشت و، او د ايالت د مرکز حيدراباد ښار په ګډون يې ټوله ختيځه نيمايي برخه پوښلې وه.

فيوډالي نظام[سمول]

شاهي ايالت حيدراباد په خپل کرنيز اقتصاد کې فيوډالي نظام ساتلی و. دې ايالت د ځمکو دوه مهم قسمونه درلودل، ديواني (يا خالصه) او د ځمکې يوه جلا کټګوري چې جاګير يې باله. زمکې د جاګير په توګه، اشرافو ته د هغوی د رتبې او ترتيب پر بنسټ ورکړل شوې وې چې جاګيرداران بلل کېدل، په داسې حال کې چې د جاګير د ځمکو يوه برخه د نظام د واکمن د ځمکو (صرف خاص) په توګه خوندي وه. مدني محکمو د جاګير پر زمکو هېڅ واک نه درلود، د کوم له امله چې جاګيردارانو په بزګرانو ډول ډول خپلسري او لوړ مالیات وضع کړي، او دا مالیات به يې د شخصي استازو په مټ تر لاسه کول. د ديواني د تصدۍ موده د برتانويانو له خوا د هېواد په نورو برخو کې د وړاندې کړای شوي «ريتواري» نظام سره ورته والی درلود. دې ميراثي عايدات راټولونکي درلودل؛ چې ديشمک او ديشپنډ يې بلل، دوی ته د ماضي د عايد د تر لاسه کولو پر بنسټ د ځمکې کلنی عاید ورکول کېدو چې «وټن» يې باله. ديواني ځمکې چې په قانوني ډول د حکومت ملکيت و، په کوچنيو برخو وېشل شوې وې، کومو ته چې «پټاس» ويل کېدل، د هغه چا په نوم ثبت کېدې، د چا په واک کې به چې وې، او دوی د ځمکې د محصول د تاديې مسئولیت درلود. په ثبت شويو نيونکو کې هغه بزګران شامل و، چا چې خپلې ځمکې کرلې، يا هغه نيونکي، چا به چې يا کرنيز مزدوران ګومارلي وو، يا به يې ځمکې کرايه دارو ته په کرايه ورکړې وې. کرايه دارو چې شکميداران يې بلل، د کرايه دارۍ حقوق درلودل، او دوی په دې شرط نه شول ايستل کېدای چې هغوی دې د ځمکې د حاصل مسئولیتونه پوره کړي. له درې پر څلورو برخو څخه زيات کرايه دار د خپلې خوښې کرايه داران وو، يا اسامي شکميداران وو، چا چې د ځمکې د محصول مسئولیت درلود، خو د کرايه دارۍ حقوق يې نه درلودل. دوی د دولسو کلونو مودې وروسته شکميدار ګرځېدای شول، خو په عملي ډول دوی له درې څخه تر څلورو کلونو پورې ايستل کېدل. د ثبت کولو مسئولیت له ديشمکيانو او ديشپانډيانو سره و. دوی د ځمکو ثبت او قبالو ته لاس رسی درلود او په بزګرانو کې سوااد هم کم و. دې سيستم دوی د فيوډالي خان او يو ملک په ګډوله بدل کړي وو، چا به چې اکثره له بزګرانو څخه ډېره ځمکه تر لاسه کوله او دوی به يې په زور د خپلې خوښې کرايه دارو او بې ځمکې مزدورانو په حيثت بدلولو ته اړ کول. انفرادي ديشمکيانو او ديشپانډيانو به د خپل اختيار لاندې ګڼ کلي درلودل، او دوی د هر کلي د مديريت لپاره رسمي مسئولين (سيريداران) ټاکلي وو. جاګير او ديواني تصدي د حيدراباد ايالت د ځمکې په ترتيب سره 30٪ او 60٪ برخه جوړوله.[۵][۶][۵][۷][۸][۶]

د دې ايالت د تلنګانه په سيمه کې فيوډالي نظام په ځانګړي ډول سخت و. ځواکمن ديشمک او جاګيرادار اشرافيه، چې په سيمه کې «دوراګان» بلل کېدل، سربېره پر دې د پيسو د پور ورکونکو او د کلي د تر ټولو لوړ مقام په توګه هم کار کاوه. دوراګانو د «جاجمني» نظام بېلا بېل ډولونه کارول، کوم ته چې «ويټي» او «بګيلا» ويل کېدل، کومو چې د بزګرانو کورنۍ د دوديزو تړونونو او پورونو په مټ مريتوب ته اړ کولې. د پټيل، پټواري او مالي پټيل په څېر اضافي ميراثي القابو په ورکولو سره ديشموکيانو ځواک نور هم زيات شو، د کومو القابو له امله چې دوی ته ګڼ سياسي، قضايي يا اداري فعاليتونه وسپارل شول. دوی د مالياتو  اندازه ټاکلې شوی او د ځمکې سروی کول يې اداره کولای شول؛ بزګرانو بايد د څارويو، فصلونو او پيسو په بڼه دوی ته نذرانې وړاندې کړې وای، تر څو د دوی له متعصبانه چلند څخه ځان وساتي. جاګيرادارن په بنسټيز ډول براهمن و چې د «ويلاما» او «ريډي» ديشموکيانو په راڅرګندېدو سره يې ځای ونيو. بازارونه او لويې سوداګرۍ د «مارواړي» او «کومتي» دوراګانو په واک کې وې. د دې بر عکس، ډېره برخه بزګران د مختلفو ذاتونو (طبقو) مخينه لرونکي و، تر دې چې په هغوی کې براهمن، ريډي او کومتي هم شامل وو. د چنچس، کويا، لمباډي، کونډا ريډي، او مالاس او ماډيګاس په څېر قبيلې چې د لمس وړ نه وې، تر ټولو زياتې بې وزله وې، او همدوی په ځانګړي ډول د دوراګانو له خوا د استثمار له سختو بڼو سره مخ وو، چې په هغې کې کرنيز مريتوب هم شامل وو. په برتانوي راج کې د مريتوب خلاف قوانين تر ډېره بريده پلې نه وو، او د دې پر ځای په اسنادو کې د مريانو په يادولو سره مسئولين رټل کېدل کېدل.[۵][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Elliott 1974، م. 32.
  2. Dhanagare 1983، م. 183.
  3. Elliott 1974، م. 28.
  4. Leonard 2003، مم. 365–367.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Gupta 1984a، م. 5.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Dhanagare 1983، مم. 180–184.
  7. Gupta 1984a، مم. 4–5.
  8. Gupta 1984a، م. 4.
  9. Sundarayya 1973a، مم. 8–13.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Dhanagare 1983، مم. 184–186.
  11. Chatterjee 2005، مم. 137–154.
  12. Dhanagare 1983، مم. 186–189.
  13. Shankar 2016، م. 488.