د تصدیق (تایید) تمایل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا هغه تمایل دی، چې پر داسې طریقه باندې د معلوماتو لټول، تشریح کول، خوښول او یادول ترسره کوي، چې په کې د کس پخوانی باور یا ارزښتونه تصدیقیږي او د هغه ملاتړ کوي.[۱] خلک دغه تمایل هغه وخت ښکاره کوي، کله چې دوی هغه معلومات ټاکي چې د دوی له نظرونو څخه ملاتړ کوي. دوی مخالف معلومات له پامه غورځوي یا کله چې دوی مبهم شواهد د دوی د موجوده نظرونو څخه د ملاتړ په موخه تفسیروي، نو په دې وخت کې هم دغه خلک ورته تمایل ښکاره کوي. دغه اغېز د مطلوبو پایلو، د احساساتي مسألو، او د ژورو باورونو لپاره خورا پیاوړی دی او مؤثر تمامیږي. امکان نه لري چې د  تایید تمایل په بشپړه توګه له منځه یوړل شي، مګر دا شوني ده، چې هغه کنټرول شي. د بیلګې په توګه د انتقادي فکر کولو په مهارتونو کې د زده کړې او روزنې له لارې مدیریت شي.

د تصدیق تمایل یو پراخه جوړښت دی، چې یو شمیر توضیحات په خپله لمنه کې رانغواړي. د تمایل په اساس د معلوماتو پلټنه، د تمایل په اساس د معلوماتو تفسیر او د تمایل په اساس د حافظې یادول د څلورو ځانګړو اغېزو د تشریح کولو لپاره کارول شوي دي: 1. د چلند قطبي کول (کله چې د نظر اختلاف ډیر شدید شي، حتی تر دې حده چې مختلف اړخونه پر ورته شواهدو افشأ کیږي)؛ 2 . د باور استقامت (کله چې باورونه د غلطو شواهدو د ښودلو وروسته دوام ومومي)؛ 3 . د غیر منطقي لومړیتوب اغېز (په هغه معلوماتو باندې ډیر تکیه چې د یوې لړۍ په پیل کې ورسره مخ کېږو)، 4.  درواغجن ارتباط (کله چې خلک په غلط یا ناسم ډول د دوو پېښو یا دوو حالتونو ترمنځ اړیکه پیژني).

په 1960 مه لسیزه کې د رواني تجربو یوې لړۍ وړاندیز وکړ، چې خلک د دوی د شته باورونو د تایید لپاره تمایل لري. وروسته کړنې دغه پایلې په یو اړخیز ډول د نظرونو د ازمویښت تر عنوان لاندې په یو طرفه ډول، یوازې په یو احتمال باندې د تمرکز او د نورو انتخابونو له پآمه غورځولو سره د دویم ځل لپاره تفسیر کړې. په عموم کې د مشاهده شوو تمایلاتو لپاره اوسني توضیحات دا څرګندوي چې د شته معلوماتو د بشپړ ټولګي د پروسس کولو لپاره انساني ظرفیت محدود دی او په پایله کې دغه محدودیت په بې طرفه ساینسي طریقه باندې د څیړنې د ناکامۍ سبب ګرځي.

په سیاسي، سازماني، مالي او ساینسي شرایطو کې د تایید د تمایل له امله داسې پرېکړې موندل شوې چې نیمګړې وې. دغه تمایلات په شخصي باورونو باندې د ډیر باور کولو سره مرسته کوي او کولی شي د برعکس شواهدو په مقابل کې باورونه وساتي یا یې پیاوړي کړي. د بېلګې په توګه، د تایید تمایل په ساینسي څېړنو کې د استدلال (د ملاتړ کونکو شواهدو تدریجي راټولول) پربنسټ د سېستماتیکې تېروتنې د  رامنځته کېدلو سبب ګرځي. په ورته ډول، د پولیسو کشفي جاسوس ممکن د تحقیق په پیل کې یو شکمن وپیژني، مګر وروسته ممکن یوازې د تأیید شوو شواهدو په لټه کې وي. یو طبي متخصص یا ډاکتر ممکن د تشخیصي ناستې په پیل کې د وخت څخه دمخه پر یو ځانګړي اختلال باندې تمرکز وکړي او وروسته یوازې د تایید شوو شواهد په لټه کې وي. په ټولنیزو رسنیو کې د تایید تمایل د فلټرشوو پوکاڼو یا «الګوریتمیک اېډېټ‎» په کارولو سره پیاوړی کېږي او یوازې هغه معلومات ښکاره کوي، چې دوی ورسره همغږي وي او مخالف نظرونو له منځه وړي.

تعریف او شرایط[سمول]

د تصدیق د تمایل یو عبارت چې د انګلیسي ارواپوه پیټر واسن لخوا جوړ شوی وایي چې دا اصلا د هغه خلکو تمایل دی، چې د معلوماتو سره مینه لري، ځکه چې د دوی د باورونه یا ارزښتونه تاییدوي یا یې پیاوړي کوي. کله چې یوځل تایید شي، نو وروسته یې له مینځه وړل ستونزمن کېږي. د تایید تمایل اصلا د ادراکي تمایل یوه بیلګه ده. تصدیقي تمایل (یا تأییدي تمایل) ته زما د طرف تمایل هم ویل کېږي. نوټ: د همغږۍ تمایل هم بلل کېږي. ځینې ارواپوهان د «تصدیق تمایل» اصطلاح د شواهدو پر هغې مجموعې پورې محدودوي، کومه چې د هغه څه څخه ملاتړ کوي، چې کس مخکې پرې باور درلود، پداسې حال کې چې هغه شواهد له پامه غورځوي، چې د دې برعکس پایلې څخه ملاتړ کوي. ځینې نور بیا دغه اصطلاح په پراخه توګه د شواهدو په لټون، تشریح، تفسیر او له حافظې څخه یې یادولو کې د یو چا د موجوده باورونود ساتلو تمایل ته راجع کوي. د تایید تمایل اصلا د عمدي تېرایستنې پر ځای د اتوماتیک یعنې غیر ارادي ستراتیژیو پایله ده. د تصدیقي تمایل مخه نشي نیول کیدلی یا په بشپړ ډول د هغه له مینځه وړل شوني نه دي، مګر یوازې د زده کړې او انتقادي فکر کولو د مهارتونو په ښه کولو سره کنټرول کېدلی شي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د تایید تمایل یو پراخه جوړښت دی، چې یو شمېر ممکنه توضیحات لري، د مثال په توګه: له جعل سره د فرضیې ازموینه، د مثبت ازموینې د ستراتیژۍ په واسطه د فرضیې ازموینه او د معلوماتو د پروسس کولو توضیحات.

د تایید د تمایل ډولونه[سمول]

د معلوماتو لپاره دتمایل لټون[سمول]

تجربو په مکرر ډول موندلي چې خلک د دوی د اوسنۍ فرضیې سره د مطابقت لرونکو شواهدو په لټولو کې فرضیې په یو اړخیز ډول ازمویي.[۸] د دوی د ټولو اړوندو شواهدو د لټون پرځای یوازې هغه پوښتنې وړاندې کوي، چې ځواب یې مثبت وي، ترڅو د د دوی د تیورۍ د ملاتړ لپاره اغېزمن واقع شي. دوی د هغه پایلو په لټه کې دي، چې که چېرې د خپلې فرضیې د سموالي په صورت کې یې تمه کوي، نه دا چې دا چې د دوی د فرضیو ناسموالۍ څه پایلې لري.[۹] د بېلګې په توګه، یو څوک د هو/ نه پوښتنې کاروي، ترڅو یو شمیر هغه کسان ومومي چې دوی شک لري چې ممکن د 3 عدد پوښتنه وکړي چې ایا دا یو طاق نمبر دی؟ خلک دې ډول پوښتنې ته ترجیح ورکوي کومه چې د «مثبت ازموینې» په نوم یادیږي. حتی کله چې منفي ازموینه لکه «ایا دا یو جفت عدد دی؟ ترسره کېږي، نو دقیقا ورته معلومات به ترلاسه کوي.[۱۰] په هرصورت، ددې مانا دا نه ده چې خلک د هغه ازموینو په لټه کې دي، چې مثبت ځوابونه تضمینوي. [۱۱][۱۲]

مثبتو ازموینو ته ترجیح ورکول تمایل ندی، ځکه چې مثبت ازموینې کيدلی شِ خورا معلوماتي وي. په هرصورت د نورو اغېزو سره په ترکیب کې دا ستراتیژي کولی شي موجوده باورونه یا انګیرنې تایید کړي، چې آیا دوی ریښتیا دي او که نه. په ریښتینې نړۍ کې شواهد اکثرا ګډ او پېچلي وي. د بېلګې په توګه، د یو چا په اړه مختلف او متضاد نظرونه کېدلی شي چې په یو طرفه ډول د هغه د چلند څخه ملاتړ وکړي. په دې توګه د یوې فرضیې په ګټه د شواهدو لپاره هر ډول لټون ممکن بریالی شي. د دې یوه بیلګه هغه طریقه ده، چې د یوې پوښتنې د عبارتونه تنظیم کولی شي د ځواب مسیر ور بدل کړي. د بېلګې په توګه، هغه خلک چې ترې پوښتنه کېږي چې، ایا تاسو له خپل ټولنیز ژوند څخه خوښ یاست؟ د هغو کسانو په پرتله ډیر ډاډ ښودلی، چې په دې ډول ترې پوښتل شوي، چې ایا تاسو له خپل ټولنیز ژوند څخه ناخوښه یاست؟ [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

حتی د یوې پوښتنې په کلیمو کې یو کوچنی بدلون کولی شي اغیزه وکړي، چې څنګه خلک د شته معلوماتو له لارې لټون کوي او له دې لارې پایلې ته رسېږي. دا د افسانوي ماشوم د توقیفي قضیې په کارولو سره ښودل شوي. ګډونوالو ولوستل چې والدین A په انصافي ډول له مختلفو لارو څخه د سرپرستۍ لپاره مناسب و. والدین B د پام وړ مثبتو او منفي ځانګړتیاو یو معتبر ترګیب دی. د ماشوم سره نږدې اړیکه، مګر هغه مشغولتیا چې دوی به د اوږدې مودې لپاره لرې کړي. کله چې پوښتنه وشي چې کوم والدین باید د ماشوم ساتنه وکړي؟ اکثریت ګډونوالوB  والدین ټاکلي او په قصدي ډول د مثبتو ځانګړتیاو په لټه کې دي. په هرصورت کله چې وپوښتل شوي  چې کوم والدین باید د ماشوم له ساتنې څخه منع شي؟ د منفي ځانګړتیاو په لټه کې اکثریت ګډونوالو B والدین ټاکلي چې باید د ماشوم له ساتنې څخه منع شي، په دې مانا چې باید د A والدین د ماشوم ساتنه او مراقبت وکړي. [۱۷]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Nickerson 1998, pp. 175–220
  2. Plous 1993, p. 233
  3. Hart, William; Albarracin, D.; Eagly, A. H.; Brechan, I.; Lindberg, M. J.; Merrill, L. (2009), "Feeling validated versus being correct: A meta-analysis of selective exposure to information", Psychological Bulletin, 135 (4): 555–88, doi:10.1037/a0015701, PMC 4797953, PMID 19586162 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Darley, John M.; Gross, Paget H. (2000), "A hypothesis-confirming bias in labelling effects", in Stangor, Charles (المحرر), Stereotypes and prejudice: essential readings, Psychology Press, د کتاب پاڼې 212, OCLC 42823720, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86377-589-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Risen & Gilovich 2007
  6. Oswald & Grosjean 2004, pp. 82–83
  7. Hergovich, Schott & Burger 2010
  8. Kunda 1999, pp. 112–15
  9. Baron 2000, pp. 162–64
  10. Kida 2006, pp. 162–65
  11. Devine, Patricia G.; Hirt, Edward R.; Gehrke, Elizabeth M. (1990), "Diagnostic and confirmation strategies in trait hypothesis testing", Journal of Personality and Social Psychology, 58 (6): 952–63, doi:10.1037/0022-3514.58.6.952, ISSN 1939-1315 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Trope, Yaacov; Bassok, Miriam (1982), "Confirmatory and diagnosing strategies in social information gathering", Journal of Personality and Social Psychology, 43 (1): 22–34, doi:10.1037/0022-3514.43.1.22, ISSN 1939-1315 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kunda, Ziva; Fong, G.T.; Sanitoso, R.; Reber, E. (1993), "Directional questions direct self-conceptions", Journal of Experimental Social Psychology, 29: 62–63, doi:10.1006/jesp.1993.1004, ISSN 0022-1031 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) via Fine 2006, pp. 63–65
  14. Oswald & Grosjean 2004, pp. 82–83
  15. Kunda 1999, pp. 112–15
  16. Klayman, Joshua; Ha, Young-Won (1987), "Confirmation, disconfirmation and information in hypothesis testing" (PDF), Psychological Review, 94 (2): 211–28, CiteSeerX = 10.1.1.174.5232 10.1.1.174.5232, doi:10.1037/0033-295X.94.2.211, ISSN 0033-295X, د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۰۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Shafir, E. (1993), "Choosing versus rejecting: why some options are both better and worse than others", Memory and Cognition, 21 (4): 546–56, doi:10.3758/bf03197186, PMID 8350746 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) via Fine 2006, pp. 63–65