Jump to content

د تبسیانو او سپارتیانو جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له میلاد وړاندې د ۳۷۸ کال څخه تر ۳۶۲ کال پورې د تبسیانو او سپارتیانو جګړه د هغو پوځي نښتو ټولګه وه چې په یونان باندې د واکمنۍ په موخه د سپارتیانو او تبسیانو ترمنځ ترسره شوې. له دې وړاندې سپارت د آتن پر وړاندې په پلوپونز جګړه (له میلاد وړاندې ۴۳۱ – ۴۰۴ کال) کې بریالی شوی و او پر یونان باندې یې خپله واکمني ټینګه کړې وه. ورته مهال د سپارتیانو له تاوتریخوالي ډکو لاسوهنو د هغوی پخواني متحدین په ځانګړې توګه تبس او کورینت ناخوښه کړي وو. له کورینتیانو سره په جګړه (له میلاد وړاندې ۳۹۵ – ۳۸۷ کال) کې سپارتیانو په ډېرو ستونزو سره بریا خپله کړه، خو له دې سره هم د تبس په مشرۍ بوئوتي اتحاد وه نه پاشل شو.

له میلاد وړاندې ۳۷۸ کال کې تبس د اپامینونداس په مشرۍ د سپارتي ځواکونو پر وړاندې پاڅون وکړ او د سپارتیانو بریدونه یې په بریالي ډول دفع کړل. اپامینونداس چې ځیرک او د جګړې په تاکتیکونو ښه پوهېده، له میلاد وړاندې ۳۷۱ کال کې یې د سپارتیانو نه ماتېدونکي پوځ ته په لئوکترا جګړه کې ماته ورکړه، همدا و چې په یونان باندې یې د سپارتیانو واکمنۍ ته پای ټکی کېښود او هغه یې د تبس تر واک لاندې راووړ. له لئوکترا جګړې وروسته په پلوپونز کې جګړې دوام وموند، ځکه چې سپارتیانو د خپلې بقا په موخه جګړه کوله. له میلاد وړاندې ۳۶۲ کال کې تبس د مانتانیا په جګړه کې بله بریا خپله کړه، خو اپامینونداس هم په کې ووژل شو. دغه کړکېچ ډېر ژر د ټولو ښکېلو غاړو ترمنځ د یوې عمومي سولې د هوکړې پر مټ پای ته ورسېد، یوازې له سپارت پرته چې اوس نور منزوي او د تل لپاره کمزوری شوی و.

له میلاد وړاندې ۳۷۸ کال – د تبسیانو کودتا

[سمول]

د کورینت په وړاندنۍ جګړه (له میلاد وړاندې ۳۹۴ – ۳۸۶ کال) کې د آتن د ملاتړو ځواکونو ماته او همدارنګه د سپارت بریا د تبس لپاره فاجعه جوړونکې چاره وه، ځکه چې له میلاد وړاندې ۳۸۷ کال کې د انتالکیداس سولې یا «د پاچایانو سولې» د ټولو یوناني ښارونو کور واکي تضمین کړه او همدارنګه یې بوئوتیان په تبس کې د سیاسي واک له لرلو محروم کړل. ورته مهال د تبس ځواک له میلاد وړاندې ۳۸۲ کال کې محدود شو، ځکه چې سپارتي ځواکونو هغوی ته اړونده یوه کلا د یوې خاینانه کودتا په ترڅ کې اشغال کړه. هغه مهال چې تبسي ارګ د سپارتیانو له خوا ونیول شو (له میلاد وړاندې ۳۸۳ یا ۳۸۲ کال)؛ پلوپیداس او نور مخکښ تبسي دیموکراتان یونان ته وتښتېدل، چېرې چې پلوپیداس د تبس د بېرته آزادولو په موخه د یوې توطئې مشري وکړه.

د سپارتیانو د واکمنۍ په راتلونکو کلونو کې تبعید شوي تبسیان په آتن کې سره راغونډ شول او د خپل ښار د آزادولو په موخه یې د پلوپیداس څخه خپل ملاتړ څرګند کړ. ورته مهال په تبس کې اپامینونداس له سپارت سره د مبارزې په موخه د ځوانانو په راغونډولو لاس پورې کړ. له میلاد وړاندې ۳۷۹ کال په ژمي کې د پلوپیداس په مشرۍ د تبعیدي کسانو یوې کوچنۍ ډلې دغه ښار ته بېرته نفوذ وکړ. هغوی د سپارت تر ملاتړ لاندې حکومت مشران ترور کړل او د اپامینونداس او ګورګیداس په ملاتړ سره یې چې د ځوانانو د یوې ډلې او د آتني پیاده سرتېرو مشري یې کوله په کادمیا کې یې سپارتیان کلابند کړل. راتلونکې ورځ اپامینونداس او ګورګیداس خپل کسان د تبس شورا ته راوستل او په دې سره یې تبسیان وهڅول څو د خپلې آزادۍ لپاره جګړه وکړي. شورا د پلوپیداس هڅې وستایلې او هغه یې آزادي ګټونکی وباله. همدا و چې دوی کادمیا کلابنده او په سپارتیانو باندې یې برید وکړ. پلوپیداس دې متوجه شو چې هغوی باید وړاندې له دې چې له سپارت څخه کومکي ځواکونه راورسېږي، د سپارتي ځواکونو د ارامښت په موخه له کرارۍ څخه کار واخلي. سپارتي ځواکونه بالاخره په دې شرط تسلیم شول چې له کوم زیان اوښتو پرته د وتو اجازه ورکړل شوه. د توطئه کوونکو د بریا دغې کوچنۍ څنډې د دې واقعیت څرګندويي کوله چې له دې ځایه څخه ستنو شوو سپارتي ځواکونو په لار کې د دوی لپاره د راتلونکو کمکي ځواکونو سره په لیدو بېره سپارت ته وګرځېدل. [۱][۲][۳][۴]

د دویم آژیلاوس بریدونه

[سمول]

د مقدس فلانژ ډله د لومړي ځل لپاره له میلاد وړاندې ۳۷۸ کال پر مهال د بوئوتیا د جګړې په پیل کې د یو لړ اقداماتو شاهده وه. دا د آتني لاس پوڅي قومندان (او وروسته د لښکر د مشر) چابریاس (مړینه: له میلاد وړاندې شاوخوا ۳۵۷ کال) او د سپارتي پاچا دویم آژیلاوس (له میلاد وړاندې ۴۴۴ – ۳۶۰ کال) ترمنځ مشهوره جګړه وه. د ګورګیداس په مشرۍ د سپېڅلې ډلې له جوړېدو وړاندې، آتنیایو له تبسي تبعیدیانو سره مرسته کړې وه څو تبس او د کادمیا ارګ بېرته له سپارت څخه ونیسي. له دې وروسته آتن په ښکاره ډول د سپارت پر ضد د تبس متحد شو. له میلاد وړاندې ۳۷۸ زکال په اوړي کې آژیلاوس له بوئوتي تیپسي ښار (دغه مهال د سپارت متحد و) څخه د سپارتیانو د یوې لښکرکشۍ مشري وکړه. د هغه په ځواکونو کې ۱۵۰۰ سواره او ۲۸۰۰۰ پیاده سرتېري شامل و چې لږ تر لږه ۲۰۰۰۰ یې هوپلیت یا اوږده نیزه لرونکي سرتېري و، په داسې حال کې چې ۵۰۰ یې د سکریټي پیاده ځواکونو ځانګړي سرتېري و. آتن له دغه ژر پیل کېدونکې جګړې څخه په خبرېدو ۲۰۰ سواره او ۵۰۰۰ پیاده سرتېري (له آتني وګړو او مزدور ځواکونو څخه جوړ و چې هوپلېت او پلتست سرتېري یې لرل) د آتني لښکر مشر دیمیاس او مزدور قومندان چابریاس تر مشرۍ لاندې د تبس مرستې ته ولېږل. [۵][۶][۷]

سپارتي ځواکونه د څو ورځو لپاره د تبسي ځواکونو له خوا د تبس د دفاعي دیوالونو تر شا وساتل شول او پر هغوی یې جدي پام درلود. بالاخره سپارتیانو دغه استحکامات ړنګ کړل او د تبس لرې پرتو سیمو ته ننوتل، همدا و چې هغوی د تبس ټولې کروندې له منځه یووړې. دغه مهال آتني ځواکونه د تبسیانو مرستې ته رسېدلي و، خو شمېر یې له سپارتیانو څخه لږ و. د دوی په ترکیبي پوځونو کې یوازې ۱۷۰۰ سواره سرتېري، ۱۲۰۰۰ هوپلېت او ۵۰۰۰ هم د پیاده نظام ټیټ پوړي سرتېري شامل وو. د موانعو په له منځه تلو سره دوی ته یوازې دوې ټاکنې پاتې شوې؛ یا به یې د تبس دفاع وړ دیوالونو ته شاتګ کاوه او یا به یې هم په پرانیستې فضا کې له هغو سره مبارزه کوله. هغوی دویمه ټاکنه انتخاب کړه او خپل ځواکونه یې د لږ مایلې تپې په سر کې د سپارتي ځواکونو پر وړاندې ځای پر ځای کړل. ګورګیداس او د هغه سپېڅلې ډلې په ښي اړخ کې د تبسي ځواکونو پورتنۍ غاړه خپله کړه، په داسې حال کې چې چابریاس او د هغه باتجربه مزدورو هوپلېت سرتېرو بیا په کیڼ اړخ کې د آتني ځواکونو مخکنۍ کرښې جوړولې. [۸]

آژیلاوس په پیل کې د تبسیانو او آتنیانو د ترکیبي کرښو د ازمیښت په موخه خپل نښه ویشتونکي جنګیالي ولېږل. دوی په ډېرې اسانۍ سره د تبس او آتن د ځواکونو، په ډېر احتمال سره د هغوی د ګڼ شمېر سورو ځواکونو له خوا له منځه یووړل شول. له دې وروسته اژیلاوس ټولو سپارتي ځواکونو ته د مخکې تګ امر ورکړ. هغه تمه لرله چې د تبس او آتن ځواکونه به د مخکې تلونکو ګڼ شمېر سپارتي ځواکونو په لیدو سره په کافي کچه وویرېږي. همدغه تاکتیک په کورنیا جګړه (له میلاد وړاندې ۳۹۴ کال) کې د آرګیو پر وړاندې د آژیلاوس لپاره ګټه ګړې وه. [۹][۱۰]

دا نو هغه مهال و چې چابریاس خپل تر ټولو مشهور فرمان ورکړ. د دواړو پوځونو ترمنځ په ۲۰۰ مترۍ (۶۶۰ فوټه) فاصله کې آژیلاوس تمه لرله چې تبسي او آتني ځواکونه کېدای شي هره شېبه برید وکړي. پر ځای یې چابریاس خپلو سرتېرو ته امر وکړ چې ارامه اوسي. د هغه مزدورو هپلېت ځواکونو د استراحت وضعیت خپل کړ – په داسې توګه چې د هغوی د نیزو مخه د دښمن پر ځای پورته خوا ته وه، او ډالونه یې هم د دې پر ځای چې د دوی د سینې مخې ته وي د چپ زنګون مخې ته یې کېښودل. ګورګیداس د دغې چارې په لیدو سره خپلې سپېڅلې ډلې ته هم امر وکړ چې له ورته کړنلارې پیروي وکړي؛ همدا و چې هغوی هم په ډیر دقت او په خپل پوځي تمرین باندې په ډاډ لرلو ورته چاره ترسره کړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د لښکرو زړورتیا او نظم تر دې کچې و چې اژیلاوس هم د مخکې تګ د درېدو امر ورکړ. اژیلاوس متوجه شو چې په ټیټو ځمکو کې د جګړې لپاره د تبس او آتن د ځواکونو په تحریک کولو کې پاتې راغلی، فکر یې وکړ چې عاقلانه به دا وي خپل ځواکونه تیپسي ته وګرځوي. ګزنوفون او ډیوډور دواړه څرګندوي چې اژیلاوس د خپلې دغې چارې له امله په ځان ویاړ کاوه چې «بې مثاله اتل» دی او دا یې د سپارتیانو بریا بلله؛ ځکه چې دښمنانو یې جګړې ته د هغه بلنه یا چلنج وه نه مانه. ورته مهال ډیوډوروس څرګنده کړه چې دغه چاره یې یوازې د خپلو کسانو د آرامښت لپاره له دې امله ترسره کړه چې له یوه کوچني پوځ سره په ښکېلتیا کې د خپل پاچا له ماتې زړتوري شوي وو. خو چابریاس بیا د خپلې دغه ډول ستراتیژۍ له امله ستایل کېده او تبسیانو هغه یو ژغورونکی باله. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Plutarch, Pelopidas, 7
  2. Plutarch, Pelopidas, 8–13
  3. Plutarch, Pelopidas, 8–13; Xenophon, Hellenica, 5.4
  4. Plutarch, Pelopidas, 8–13. For a scrutiny of the primary sources concerning the re-establishment of the boiotarchia, see Beck, Politics of Power, 87–98
  5. James G. DeVoto (1992). "The Theban Sacred Band". The Ancient World. 23 (2): 3–19.
  6. Mark H. Munn (1993). The Defense of Attica: The Dema Wall and the Boiotian War of 378–375 B.C. University of California Press. ISBN 978-0520076853.
  7. Mark H. Munn (1993). The Defense of Attica: The Dema Wall and the Boiotian War of 378–375 B.C. University of California Press. ISBN 978-0520076853.
  8. Mark H. Munn (1993). The Defense of Attica: The Dema Wall and the Boiotian War of 378–375 B.C. University of California Press. ISBN 978-0520076853.
  9. Diodorus Siculus (trans. C.H. Oldfather, 1952). "Book XV". Bibliotheca Historica. Loeb Classical Library.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: authors list (link)
  10. Mark H. Munn (1993). The Defense of Attica: The Dema Wall and the Boiotian War of 378–375 B.C. University of California Press. ISBN 978-0520076853.
  11. Mark H. Munn (1993). The Defense of Attica: The Dema Wall and the Boiotian War of 378–375 B.C. University of California Press. ISBN 978-0520076853.
  12. Duncan Campbell (2012). Spartan Warrior 735–331 BC. Osprey Publishing. pp. 89–90. ISBN 9781780968698.[مړه لينکونه]
  13. John Kenyon Davies (1993). Democracy and Classical Greece. Harvard University Press. p. 187. ISBN 9780674196070. peltasts gorgidas.
  14. John Kenyon Davies (1993). Democracy and Classical Greece. Harvard University Press. p. 187. ISBN 9780674196070. peltasts gorgidas.
  15. John Kinloch Anderson (1970). Military Theory and Practice in the Age of Xenophon. University of California Press. pp. 89–90. ISBN 9780520015647.
  16. Diodorus Siculus (trans. C.H. Oldfather, 1952). "Book XV". Bibliotheca Historica. Loeb Classical Library.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: authors list (link)
  17. Polyaenus (trans. R. Shepherd, 1793). "Book II". St?at???µata [Stratagems in War].{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: authors list (link)
  18. Xenophon. Agesilaus.
  19. Mark H. Munn (1993). The Defense of Attica: The Dema Wall and the Boiotian War of 378–375 B.C. University of California Press. ISBN 978-0520076853.
  20. Diodorus Siculus (trans. C.H. Oldfather, 1952). "Book XV". Bibliotheca Historica. Loeb Classical Library.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: authors list (link)