د تباهۍ یا ختمولو بغاوت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تباهۍ یا ختمولو  بغاوت (چې مختصره بڼه یې XR) ده، دا د استوګنیز چاپېریال اړوند یو نړوال خوځښت ده، چې هدف یې دا دی، ترڅو د غیر متشدده مدني مخالفت او نافرمانۍ په کارولو سره دولت او حکومت دېته اړ کړي، ترڅو په اقلیمي برخو کې د لوړو برخو مخنیوی وکړي، د ژوندیو موجوداتو یا ژوو بېلابېلوالی یا تنوع له لاسه ورکړي او دغه راز د ټولنیزو او ایکولوژیکي پاشلتیا اړوند ګواښ مخنیوی وکړي. د تباهۍ یا ختمولو  دا بغاوت د ۲۰۱۸ ز کال په می میاشت کې د ګیل بردبروک، سایمون برامول، راجر هالام او د رایزینګ اپ Rising Up د کمپاین ډلې اته تنه نورو بنسټ ایښودونکو په وسیله په بریتانیا کې رامنځته شو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ۲۰۱۸ ز کال اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د دې بغاوت لومړی اړین او لوی اقدام په لندن کې د ګرین پیس (زرغونې سولې) اړوندو دفترونو قبضه کول وو، چې د ۲۰۱۸ ز کال د اکتوبر میاشتې په ۳۱ مه نېټه د "بغاوت اعلامیه" کې د انګلستان له پارلمان څخه بهر له عمومي پیلامې سره تعقیب شو. د همدې میاشتې په لومړیو کې شاوخوا سل تنه اکادمیکو شخصیتونو د دوی په ملاتړ سره د چمتو والي اړوند اقدام لاسلیک کړ. د ۲۰۱۸ ز کال په نومبر میاشت کې د لندن د تیمس سیند په اوږدو کې پنځه پلونه د احتجاج په توګه وتړل شول. د ۲۰۱۹ ز کال په اپریل میاشت کې د لندن ښار په مرکز کې پنځه اساسي ځایونه د تباهۍ یا ختمولو  اړوند بغاوت کوونکو له لوري اشغال شول، چې د پیکاډیلي سرکس، اکسفورد سرکس، د ماربل یا مرمرو طاق، د واټرلو څلی او د پارلمان چوک اړوند شاوخوا سیمه وه. د ۲۰۲۱ ز کال په اګست میاشت کې ناشوني بغاوت یا پاڅون د لندن ښار نیول خپله موخه وګرځوله. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د تباهۍ یا ختمولو  بغاوت د یو شمېر نورو ټولنیزو او وګړیزو حرکتونو لکه د اشغال، د رایې ورکولو حق او د مدني حقونو اړوند خوځښتونو څخه په الهام اخیستو سره د دې بغاوت موخه دا ده، چې د نور"اقلیم د خرابیدو" مخنیوي لپاره بیړنی احساس رامنځته کړي او دغه راز د روان شپږم ډله ایز تباه کوونکي یا وژونکي بغاوت مخه ونیسي. د خوځښت یو شمېر فعالین د ۱۹۶۱ ز کال د ۱۰۰مې کمیټې د ډله ییزې دستګیرۍ یا نیول کېدو اړوندو تخنیکونو په څېر نیول کېدل او زندان مني. دا غورځنګ یو ډول دایروي شکل لرونکی ساعت کاروي، چې د ختمېدو د نښې او نښان په توګه پېژندل کېږي او د دې لپاره یې کاروي، چې ټولو لپاره دا یو خبرداری وي، چې وخت په تیزۍ او چټکۍ سره تیرېږي او د زیاتره ډولونو لپاره ختمېږي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د تباهۍ یا ختمولو  اړوند بغاوت د «چاپېریالي متعصبینو» په توګه تر نیوکو لاندې راغلي، چې د زرګونو بالقوه احتمالي ملاتړو د بیګانګۍ یا ګوښه کېدو خطر لري. د تباهۍ یا ختمولو  اړوند بغاوت اړوندو لاریونونو په ۲۰۱۹ ز کال کې د متروپولیتین پولیسو لپاره ۷.۵ میلیونه پونده لګښت درلود. هغه فعالین چې له دې خوځښت سره ځان تړلی بولي هغوی د مالي تاوانونو لکه د شیشو ماتېدو پلوي هم کړې ده. د تباهۍ یا ختمېدو دې بغاوت ویلي، چې کله کله دا ډول تخنیکونه ارړین دي او کوښښ کوي، چې څوک له ګواښ او خطر سره مخ نه کړي. د YouGov په نظر پوښتنه کې، چې په ۲۰۱۹ ز کال کې د اکتوبر په ۱۵ له ۳۴۸۲ تنه بریتانیایي ډېر عمر لرونکو خلکو څخه ترسره شوه، په دې نظر پوښتنه کې ۵۴ سلنه خلک له دې سره «په شدت مخالف» یا «تر یو حده مخالف» و، چې خپلو موخو ته د خلکو پام اړولو لپاره په واټونو یا عمومي ترانسپورتي برخو کې د «لندن د تړلو» اقدام وشي، دغه راز ۳۶ سلنه خلکو له دې اقدامونو څخه په «ژوره توګه» یا «تر یو حده» ملاتړ وکړ. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

موخې[سمول]

په بریتانیا کې د تباهۍ یا ختموونکي بغاوت اړوند ویبپاڼې ډلې د پیلیدو په وخت کې لاندې موخې بیان کړې:[۲۹][۳۰]

  1. دولت باید د اضطراري ایکولوژیکي او چاپیریالي اقلیمي وضعیت په اعلانولو او دغه راز د بدلونونو په هکله د سمدلاسه خبراوي په برخه کې له نورو بنسټونو سره د همکاري کولو په برخه کې ریښتینی او ژمن اوسي.
  2. دولت باید تر ۲۰۲۵ ز کاله پورې د چاپېریالي تنوع د ضایع کېدو د مخنیوي او د صفر تر کچې پورې د ګلخانه یي ګازونو د راکمولو په برخه کې سر له اوسه اقدام وکړي. [۳۱]
  3. دولت باید د اقلیم او ایکولوژیکي عدالت په هکله د اتباعو یوه شورا یا ټولنه جوړه کړي او د دې شورا یا ټولنې د پریکړو په اساس یې رهبري کړي.

کله چې دې خوځښت د امریکې تر متحده ایالتونو پورې وده وکړه، نو یوه بله غوښتنه هم د دې ډلې په فهرست کې اضافه شوه: «موږ د یو عادلانه لیږد غوښتنه کوو، چې تر ټولو زیان منونکي وګړي او اصلي حاکمیت لومړیتوب وګڼي؛ د خسارو جبرانول او دغه راز اصلاحات د تورپوستو، بومي خلکو، عادي خلکو او داسې نورو په رهبرۍ سره رامنځته کړي. رنګه پوست لرونکې او بېوزله ټولنې د کلونو چاپېریالي بې عدالتیو له امله د اکوسیستمونو، د دایمې ودې او بیا رغونې لپاره قانوني حقوق رامنځټه کوي او دغه راز د انسانانو او هر ډول ژوندیو موجوداتو د ختمېدو او تباهۍ د مخنیوي لپاره دوامداره چاپېریالي اغېزې رامنځته کوي، ترڅو د ټولو لپاره د ژوند کولو وړ او عادله سیاره وساتل شي.»[۳۲][۳۳]

اصول[سمول]

XR لاندني موارد په خپله وېبپاڼه کې بیانوي او دغه راز لاندني موارد په خپله اعلامیه کې تشریح کوي:[۳۴][۳۵]

  1. «موږ د بدلون په هکله مشترک لیدلوری لرو – یعنې د داسې یوې نړۍ جوړول چې د راتلونکو نسلونو لپاره مناسبه وي.»
  2. موږ خپل ماموریت د هغه پڅه په اساس ټاکلی، چې اړین دي ـ یعنې د سیستم بدلون تر لاسه کولو لپاره د ۳.۵٪ سلنه نفوس راټولول، البته دې موخې ته د رسېدو لپاره د ځینې لیدلورو لکه «د حرکت په اساس تنظیمول».
  3. موږ یو بیارغوونکي فرهنګ ته اړتیا لرو ـ د یو سالم، انعطاف منونکي او د تطبیق وړ فرهنګ رامنځته کول.
  4. موږ په ښکاره توګه خپل ځان او دا زهرجن سیسټم ننګوو او خپلې هوسا سیمې پرېږدو، تر څو د بدلون لپاره اقدام وکړو.
  5. موږ زده‌کړې او انعکاس، د یو عمل ترسره کولو تګلارې، د لا ډېر اقدام لپاره زده‌کړې او پلان جوړونې ته ډېر ارزښت ورکوو، لکه (له نورو حرکتونو او شرایطو او دغه راز خپلو تجربو څخه زده‌کړې ته ډېر ارزښت ورکوو).
  6. موږ د هرچا او دغه راز د هرچا د هرې برخې هرکلی کوو - په فعاله توګه د خوندي آو د لاسرسي وړ ځایونو د رامنځته کولو لپاره کار کوو.
  7. موږ په فعاله توګه ځواک او قدرت کموو – د واک او قدرت اړوند درجه بندي او بېلابېل پړاوونه د عادلانه مشارکت لپاره ختموو.
  8. موږ له ملامتولو او شرمولو څخه ډډه کوو – موږ په یو ډول زهرجن سیسټم کې ژوند کوو؛ خو هیڅوک هم ملامت نه دي.
  9. موږ داسې یوه شبکه یو، چې عدم تشدد مو تګلاره ده او د عدم تشدد اړوند ستراتیژۍ او تخنیکونه د بدلون رامنځته کولو لپاره د تر ټولو ګټورې او اغېزمنې لارې په توګه کاروو.
  10. موږ د خپلواکۍ او غیرمتمرکز کولو پر بنسټ کار کوو ـ موږ په ټولیزه توګه داسې جوړښتونه رامینځته کوو، چې د قدرت او ځواک د ننګونې په برخ کې ورته اړتیا لري. هر هغه څوک چې د دې اصلي اصولو او ارزښتونو پیروي کوي، هغه د تباهۍ یا ختموونکي بغاوت په نامه اقدام کولای شي. [۳۶]

سازمان[سمول]

جوړښت[سمول]

د تباهۍ یا ختموونکی بغاوت یو ډول بې شبکې، غیر متمرکزه خوځښت دی، چې تر ډېره داسې خپلواکه سیمه ییزه ډلې لري، چې تر ډېره د اقداماتو په برخه کې له یو بل سره همکاري کوي او د خوځښت د سازماني ظرفیت لویه برخه جوړوي. داسې یوه یوه سیمه ییزه ډله ده، چې په عمومي توګه د یوې ځانګړې جغرافیايي سیمې په شاوخوا لکه یوې علاقې، یو ښار یا په ځینې مواردو کې یوې لویې سیمې په شاوخوا کې وي. دا خوځښت همدارنګه په پراخه کچه تر ډېره د خپلواکۍ په تړاو بېلابېل ګروپونه هم تنظیم او سازماندهي کوي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

هرڅوک چې د «XR» د درې ټاکل شویو اهدافو په برخه کې اقدام وکړي او دغه راز د عدم تشدد اړوند ټاکل شوي لس اصول مراعت کړي او هغو ته ژمن وي، نو کولای شي داسې ادعا وکړي چې هغه د XR په نامه فعالیت کوي. [۴۱]

اقتصاد پوه دا ډله د دولت د ژورو او شدیدو مخالفتونو په پام کې نیولو سره د هوکراسۍ اړوندو اصولو د کارولو په توګه د اغېزمن او قوي عملکرد په توګه معرفي کوي.[۴۲]

سازمان او رول[سمول]

تباه کوونکی یا ختموونکی بغاوت یو ډول غیر متمرکزه جوړښت لري. هره سیمه ییزه ډله او ګروپ په کې کولای شي، ټاکل شویو «اصولو او ارزښتونو» ته د درناوي په شرط خپل اقدامات په خپلواکه توګه تنظیم او سازماندهي کړي. د خوځښت تنظیمولو لپاره سیمه ییزه ډلې له بېلابېلو «کاري ډلو» سره جوړې شوې دي، چې د تګلارې، د خوځښت د پراختیا، ودې او داسې نورو برخو څخه ساتنه کوي.

وزرونه[سمول]

د XR لپاره ډاکټران[سمول]

د ډاکترانو یوه ډله چې د «د تباه کوونکي یا ختموونکي بغاوت ډاکتران» په نامه یادېږي، ټول یې د XR له اقداماتو څخه ملاتړ کوي او یو شمېر لاریونونه او تظاهرات په یوازې توګه تنظیموي. دغه راز د انسانانو په روغتیا باندې د اقلیمي بدلون د اغېزو په هکله هم خلکو ته خبراوی ورکوي. دا ډلې تر ډېره په بریتانیا او سوئیس کې موجود دي.[۴۳][۴۴][۴۵]

د XR ځوانان[سمول]

د ۲۰۱۹ ز کال تر جولای میاشتې پورې د (XR Youth- of Extinction Rebellion) په نامه یوه ځوانه ډله جوړه شوې وه. د اصلي XR په ضد دا ډله د نړیوال سویلي او ځایي خلکو په پام کې نیولو سره متمرکزه ده او تر ډېره عدالت او اقلیم ته پام کوي. د ۲۰۱۹ ز کال تر اکتوبر میاشتې پورې په بریتانیا کې د ځوانانو ۵۵ د XR ځوانانو ډلې موجود وې او دغه راز ۲۵ نورې ډلې هم په نورو ځایونو کې موجود وې. د XR ډلې ټول ځوانان هغه وګړي دي، چې له ۱۹۹۰ ز کاله وروسته زېږېدلي دي، چې د سن او عمر منځنی اوسط یې ۱۰ تر ۱۶ کلونو پورې دی.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

سرچينې[سمول]

  1. (په 6 October 2019 باندې). How Extinction Rebellion put the world on red alert.
  2. Corbett, Jessica (8 October 2019). "Extinction Rebellion movement kicks off two weeks of civil disobedience around the world". Salon. مؤرشف من الأصل في ۲۶ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Matthew Taylor (په 26 October 2018 باندې). 'We have a duty to act': hundreds ready to go to jail over climate crisis. The Guardian.
  4. "A Declaration of International Non-Violent Rebellion Against the World's Governments for Criminal Inaction on the Ecological Crisis" (PDF). Extinction Rebellion. April 2019. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Our Demands". rebellion.earth. مؤرشف من الأصل في ۲۷ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Extremism Rebellion". Policy Exchange (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Dans, Enrique. "If You Haven't Heard Of Extinction Rebellion Yet, You Soon Will ..." Forbes (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 11 April 2019 باندې). Extinction Rebellion: inside the new climate resistance.
  9. "Extremism Rebellion". Policy Exchange (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Extinction Rebellion campaigners arrested in London". Green World. 19 November 2018. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Opinion | Climate Activists Occupy Greenpeace UK Headquarters—Wait, That Can't Be Right". Common Dreams (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Extremism Rebellion". Policy Exchange (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "The evolution of Extinction Rebellion". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 4 August 2020. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Alison Green (په 26 October 2018 باندې). Facts about our ecological crisis are incontrovertible. We must take action. The Guardian.
  15. Matthew Taylor and Damien Gayle (په 17 November 2018 باندې). Dozens arrested after climate protest blocks five London bridges. The Guardian.
  16. Matthew Taylor and Damien Gayle (په 17 November 2018 باندې). Dozens arrested after climate protest blocks five London bridges. The Guardian.
  17. (په 23 November 2018 باندې). Extinction Rebellion eyes global campaign. The Ecologist.
  18. (په 7 October 2019 باندې). Arrests as Extinction Rebellion protests begin. BBC News – UK.
  19. Rinvolucri, Bruno; Lamborn, Katie (22 November 2018). "'We can't get arrested quick enough': life inside Extinction Rebellion – video". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Extinction Symbol". Extinction symbol information. مؤرشف من الأصل في ۰۳ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 16 April 2019 باندې). How the symbol for extinction became this generation's peace sign. The Guardian.
  22. Church, Sophie. "Dear climate activists, stop alienating the public or you might lose the battle". The Independent. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Ingle, Julian; Dias, Duarte. "Extinction Rebellion protesters are alienating workers who may otherwise support them". The Telegraph. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Extinction Rebellion activists smash windows at Canary Wharf HSBC". BBC News. 22 April 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Extinction Rebellion: Jury acquits protesters despite judge's direction". BBC News. 23 April 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "'This is an act of care' - Extinction Rebellion women break windows at HSBC Canary Wharf HQ in latest action to highlight the financing of climate breakdown". Extinction Rebellion UK. 22 April 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 23 August 2021 باندې). What is Extinction Rebellion and what does it want?. BBC News.
  28. "Daily Question: 15 October 2019". yougov.co.uk (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 16 July 2019 باندې). Who are Extinction Rebellion and what do they want?. www.bbc.com.
  30. "Extinction Rebellion". Rebellion.earth. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Jackson, Tim. "2050 is too late – we must drastically cut emissions much sooner". The Conversation (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 4 October 2019 باندې). Does Extinction Rebellion have a race problem?.
  33. "Demands". Extinction Rebellion US. مؤرشف من الأصل في ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "A Declaration of International Non-Violent Rebellion Against the World's Governments for Criminal Inaction on the Ecological Crisis" (PDF). Extinction Rebellion. April 2019. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "About Us". Extinction Rebellion. مؤرشف من الأصل في ۲۱ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Who We Are | Extinction Rebellion". Rebellion.earth. مؤرشف من الأصل في ۲۷ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 17 October 2019 باندې). Extinction Rebellion has built up so much goodwill. It mustn't throw that away.
  38. (په 6 October 2019 باندې). How Extinction Rebellion put the world on red alert.
  39. (په 7 October 2019 باندې). How Extinction Rebellion evolved its tactics for its London protests.
  40. (په 12 October 2019 باندې). Here's the secret to Extinction Rebellion's explosive growth.
  41. (په 7 October 2019 باندې). How Extinction Rebellion evolved its tactics for its London protests.
  42. How the anarchists of Extinction Rebellion got so well organised Archived 27 March 2020 at the Wayback Machine., The Economist, 10 October 2019.
  43. Rebecca Speare-Cole (په 25 September 2019 باندې). Extiction Rebellion: Doctors glue themselves to government building to protest threat of climate change on global health. Evening Standard.
  44. Agence France-Presse (په 31 May 2021 باندې). 'Threat to life itself': Doctors4XR march to WHO demanding global action against health risks posed by climate change. Firstpost.
  45. Reuters (په 29 May 2021 باندې). Medics March to WHO Headquarters in Climate Campaign. Voice of America.
  46. (په 28 July 2019 باندې). The People's Front of Extinction Rebellion points to a deeper divide within the Green cause.
  47. (په 19 October 2019 باندې). 'Older generations can't understand': XR Youth on being heard.
  48. (په 4 October 2019 باندې). Does Extinction Rebellion have a race problem?.
  49. (په 19 October 2019 باندې). 'Older generations can't understand': XR Youth on being heard.