Jump to content

د تایوان د خپلواکۍ غورځنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تایوان د خپلواکۍ غورځنګ یو سیاسي غورځنګ دی چې د یوه مستقل او مسلط تایواني دولت له رسمي اعلان څخه دفاع کوي، له چین سره د یوځای کېدو یا د اوسني وضعیت سمندرې لارې اړیکو سره مخالفت کوي.

اوسمهال د تایوان سیاسي موقف مجهول دي، چین دعوه کوي چې تایوان د چین د خلکو د جمهوریت یو ولایت دی په داسې حال کې چې په تایوان کې تسای این وین Tsai Ing-wen (تایوانی سیاست مدار او د چین د جمهوریت اوسنی ولس مشر) اداره دا دعوه کوي چې تایوان د چین د خلکو د جمهوریت په څیرلا له پخوا خپلواک دی او هیڅ ډول رسمي خپلواکۍ ته اړتیا نه لري. په همدې ډول، د چین د خلکو جمهوریت چې له تایوان اود هغه تر کنترول لاندې نورو جزیرو څخه جوړ دي له ۱۳هغو هیوادونو سره اړيکې لري چې د ملګرو ملتونو له لورې په رسمیت پېژندل شوي دي.   [۱][۲]

کیدای شي چې د تایوان لپاره د خپلواکۍ د کلمې کارول له ابهام سره یوځای وي. که چېرې د تایوان د خپلواکۍ ملاتړي دا وایي چې دوی د تایوان له خپلواکۍ سره موافقه لري، نوهغوی به یا د تایوان د مستقل او رسمې دولت جوړېدو نظریې ملاتړي وي یا به د هغې نظریې ملاتړې وي چې دهغې په اساس به تایوان د چین د خلکو له اوسنۍ جمهوریت سره ورته وي او لا له پخوا خپلواک دي ( لکه څنګه چې په هر لوري کې د یوه هیواد مفکوره کي منعکس شوی دی). ځېنې ملاتړي د کینمین Kinmen او ماتسوMatsu ( دا د جزیرو ټولګه ده) له وتلو چې د تایوان له خوا کنترولیږي خو د چین په اصلي خاوره کې پراته دي دفاع کوي. [۳]

د تایوان خپلواکې د Pan-Green Coalition ( زرغون پلوه ایتلاف) له خوا په تایوان کې ملاتړ کیده  خو د شین پلوه ایتلاف  Pan-Blue Coalitionله خوا یې مخالفت کېده،  آبي پلوه ایتلاف په دې لټه کې و چې په یو ډول د چین د خلکو د جمهوریت اوسنی موقف د ۱۹۹۲ ز کال د تش په نامه روغې جوړې تر نامه لاندې همداسې مجهول وساتي او یا داچې هغه په تدریجې ډول د چین له اصلي خاورې سره په کوم وخت کې بیا یوځای کړي.[۴]

د چین د خلکو د جمهوریت حکومت د تایوان له خپلواکۍ سره مخالفت کوي ځکه چين د خلکوجمهوریت باور لري چې تایوان او د چین اصلي خاوره د یوه هېواد د خاورې دوه برخې په بر کې لرې. د چین د خلکو د جمهوریت دولت د " یوه چین پالیسی " فورمولبندي کړې ده چې د دې پالیسۍ په اساس به نور هیوادونه رسمي دپلوماتیکې اړیکې یواځې د چین د خلکو له جمهوریت سره په دې شرط پالي چې د چین د خلکو جمهوریت یې په رسمیت پېژندلی وي.      

مخینه[سمول]

د ۱۸۹۵ زکال د اپرېل په ۱۷ کې د چین او جاپان ترمنځ د لومړۍ جګړې په پای کې تایوان د چینایي سترواکي له خوا د جاپان سترواکي ته د شیمونوسکيTreaty of Shimonosekiتړون له مخې تسلیم شو. یوې ډلې تایواني چارواکو چې د دې تړون په ضد و خپلواکي اعلان کړه او د فورموسا Formosa د جمهوریت په نامه یې دولت جوړ کړ چې دا دولت هغه وخت د جاپاني ځواکونو له خوا منحل شو چې هغوی د ۱۸۹۵ ز کال د اکتوبر په ۲۱ په پلازمېنه یرغل وکړ. د دویمې نړیوالې جګړې اوپه ۱۹۴۵ زکال کې د چین او جاپان جګړې په پای کې، تایوان د د دویمې نړیوالې جګړې د متفقینو په استاذي توب د چین د جمهوریت تر کنترول لاندې راغی. د چین د خلکو جمهوریت د چین او تایوان حکومت په  تدریجې ډول په رسمیت وپېژاند او تایوان یې په چین پورې اړوند وباله، د اچاره د یوې غیرقانوني عمل په توګه تر بحث لاندې ونیول شو.  

د ۱۹۴۹ او ۱۹۵۰ ترمنځ موده کې، د چین کمونیست ګوند په چین کې د کورنۍ جګړې د پېښو په مهال د چین جمهوري حکومت تایوان او یو شمېر عمده جزیرو ته وشاړه. په دې وخت کې داسې تړون نه و لاسلیک شوی چې تایوان د په رسمي ډول چین ته وسپارل شي. د چین د خلکو جمهوریت د تایپی Taipei سیمه د چین د موقتی پلازمېنې په توګه وټاکله او هلته یې نظامي حکومت اعلان کړ اود چین جمهوریت دموکراتیک بنسټونه د لنډ مهال لپاره وځنډول شول.

د چین له خوا په کنترول شوي تایوان)  کې دیموکراسۍ له ځنډېدو سره یوځای، کومینتانګ Kuomintang ‍( د چین ملت پاله ګوند) تایوان په یوه دکتاتورۍ باندې واړاوه. نظامي حکومت چې  له۱۹۴۹ څخه تر ۱۹۸۷ پورې یې دوام وکړد په غیرقانوني محکومونواود زرونو چینایی او تایواني دیموکراسۍ فعالینو او مخالفینو په اتفاقي اعدامونو تمام شو. دا دوره په عامو محاورو کې د سپین وحشت یا ترور په نامه مشهوره شوه.     

په ۱۹۸۷ ز کال کې د لییو ترعام قتل وروسته، کومینتانګ Kuomintang له قدرت څخه لاس واخیست او نظامي حکومت یې پای ته ورساوه. د نظامي حکومت پای ته رسول یواځې د خپلواکۍ او دیموکراسۍ د فعالینو د فشار له امله نه و بلکه د امریکا د هغه فشار له امله و چې د امریکا د یوه تبعه هنری لیوHenry Liu د وژنې له امله و، دا سړی د یوې درې کسیزې جنایت کارې ډلې له خوا چې په پټه د چین د جمهوریت د نظامي استخباراتو د دفتر له خوا روزل شوي او توظیف شوي  و ووژل شو.  له دې وروسته، خپلواکۍ محوره ګوندونه اوس په دې توانېدلي و چې د تایوان کنترول لاس ته راوړي. [۵][۶][۷][۸]

په تایوان کې دیموکراتیک فعالیت پنځونه د یوشمیرخپلواکي محوره ګوندونو د پیدا کېدو لامل شوه. په دې ګوندونو کې دیموکرایتک پرمخ تلونکی ګوند یو دپام وړ ګوند دی چې درې ځله د قدرت د ادارې لپاره له ازادانه لارې ټاکل شوی دی. د تایوان حاکمه هیئت لا تراوسه د چین د چمهورې په نامه پېژندل کېږي، خو ډېری بنسټونه د دیموکراتیک پرمختللي ګوند له خوا په کار اچول کیږي او کله نا کله بدلون مومي چې همدا د ( د چین جمهوریت تایوان دی) مفکورې را منځ ته کېدو لامل کېږي.

دا چې آیا تایوان د چین د جمهوریت د اساسي قانون تر چتر لاندې چې په ۲۰۰۵ ز کال کې تعدیل شوی دی عملي استقلال لاس ته راوړي که نه د بحث وړټکی دی. د چین د خلکو جمهوریت او کومینتانګ Kuomintang لاتر اوسه دا بحث کوي چې د چین کورنۍ جګړه لا پای ته رسېدلې نه ده. دې دواړو د "  ۱۹۹۲ توافق " لپاره لاره هواره کړه ترڅو د تایوان موقف د چین د یوه ولایت په توګه ټینګ کړي. د دې کار په بدل کې دیموکراتیک پرمخ تلونکی ګوند هڅه کوي چې د "تایوان د توافق "  په نامه یوه هوکړه رامنځ ته کړي.

د تایوان اوسنی سیاسي وضعیت[سمول]

د حکومت طرز چې په تایوان باندې عملي کنترول لري هغه د سیاسی ګوندونویوه مجموعه ده چې هغوی په مختلفه بڼه خپل هېواد تایوان یا د چین جمهوریت بولي. د هېواد د اساسي موقف په هکله لا هم په هېواد کې یوه واقعي اجماع نشته او هېواد د زرغون پلوه او شين پلوه ایتلافونو تر منځ په دوو عمده برخو وېشل شوی دی. شین ايتلاف چې مشري یې کومینتانګ  ( چین ملت پاله ګوند یا KMT) کوي، په دې اند دی چې د هغوی هېواد د تایوان په ګډون چین دی او د چین د خلکو د جمهوریت مشروعیت نه تاییدوي، هغوی فکر کوي چې دا به چین د پاتې برخې اشغال د یاغي ځواکونو له خوا وي،هغوی تایوان داسې یوځای بولي چې هلته په واقعي توګه ژوند کوي او تایوان د چین د جمهوریت څخه یوه آزاده سیمه بولي، له بلې خوا زرغون ایتلاف چې اوس یې مشري د دیموکراتیک پرمختلونکی ګوند کوي په دې باور دی چې د هغوی هېواد د تایوان په جغرافیایي تعریف پورې محدود دی چې په هغه کې دتایوان اړونده جزیرې، پینګو جزیرې Penghu Islands او همدارنګه بهر ته غزیدلی وړوکې جزیرې شاملې دی او د چین په اصلي خاوره ادعا نه لري.

برسېره پردې، په تایوان باندې ارضي اختلاف په ختیځی آسیا کې نورو مختلفو ارضي اختلافونو په ځانګړې توګه سینکاکو/دیایوتا Senkaku/Diaoyutai جزیروارضي اختلاف او سویلي چین جزیرې ارضي اختلاف پورې نښتی دی.  

سرچينې[سمول]

  1. Nachmann, Lev. "No, Taiwan's President Isn't 'Pro-Independence'". The Diplomat. James Pach. لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "FOREIGN AFFAIRS". Taiwan (official website). 15 November 2019. خونديځ د اصلي څخه ۱۵ نومبر ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Department of External Affairs (1955). Current Notes on International Affairs. 26. Canberra: Department of External Affairs. مخونه 57. In this area of tension and danger a distinction, I think, can validly be made between the position of Formosa and Pescadores, and the islands off the China coast now in Nationalist hands; the latter are indisputably part of the territory of China; the former, Formosa and the Pescadores, which were Japanese colonies for fifty years prior to 1945 and had had a checkered history before that are not. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. U.S.-Taiwan Defense Relations in the Bush Administration Archived 16 March 2006 at the Wayback Machine., The Heritage Foundation (noting the policy of President George W. Bush toward Taiwan's defense).
  5. Guan Ren-jian (1 September 2011). <The Taiwan you don't know: Stories of ROC Arm Forces>. Puomo Digital Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789576636493. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)کينډۍ:In lang
  6. Zheng Jing, Cheng Nan-jung, Ye Xiangzhi, Xu Manqing (13 June 1987). <Shocking inside story of the Kinmen Military Murder Case>. Freedom Era Weekly, Ver 175-176. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: أسماء متعددة: ليکوالانو نوملړ (link)
  7. "<Interview with Gen. Wang Jingxu >". Academia Historica. 1993. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).