Jump to content

د تايوان د تنګي د دواړو خواو تر منځ د اړيکو تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د تايوان د تنګي د دواړو خواو تر منځ د اړيکو تاريخ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

له تنګي (ابنا) دواړو خواوو اړیکو تاریخ، د وخت له پيل راهيسې د چين او تايوان تر منځ اړيکو کې تاریخي بدلونونه راپېژني. د چين په تاریخ کې د تایوان د شکمنو اسنادو نېټه تر ټولو  ابتدايي وختونو ته رسېږي، کله چې په "درې پاچايۍ" يا د «لوچو» "د سی کتاب" کې د «ييچو» (ټاپو) يادونه شوې وه. د «سونګ» واکمنې کورنۍ او «يوان» واکمنې کورنۍ د واکمنيو پر مهال، د تنګي د دواړو خواوو تر منځ سوداګري موجوده وه، او په 1218ز کال کې، قبلايي خان د «پينګو» د پلټڼې فرقه جوړه کړه، کومې چې په «پينګو» اداري واک درلود. په 1349ز کال کې، «وانګ ديوان» په «يي جي لو» ټاپو کې مستنده کړې، چې «پينګو»، د «کوانجو» د «جنګيانګ» ولسوالۍ پورې اړه درلوده، او دا چې «لوچو» له سمندر ورهاخوا يو هېواد و. د «منګ» واکمنې کورنۍ پر مهال د «چن دي» له خوا ليکل شوي «ډونګ فان جي»، په سويل لوېديځ تايوان کې د سيمه ييزو خلکو د رواجونو انځور وړاندې کوي. له 1620ز ليسزې راهيسې، د تنګي د دواړو خواوو اړيکې د هالنډيانو، هسپانويناو، هان چينايانو، مانچو او جاپانيانو تر اغېز لاندې وې، او د چين مرکزي سيمې او تايوان، د لوړو ژورو په شتون کې کله سره جلا او کله سره یوځای شوي دي.[۱][۲][۳][۴]

په 1954ز کال کې، دویمه نړيواله جګړه پای ته ورسېده، او چين تايوان ونیو. د داخلي او نړيوال وضعيت د بدلونونو په ځواب کې د تنګي دواړو غاړو اړيکې په غېر مستقيمه طريقه منځ ته راغللې. په دويم چينايي کمونست اوښتون کې، د «کومينتانګ» په مشرۍ ملتپال پوځ د چين د کمونست ګوند (CCP) په مشرۍ د خپلواکي غوښتونکي پوځ له خوا ماتې وخوړه. په 1949ز کال کې، د چین خلکو جمهوريت جوړ شو، او سوکه سوکه يې د ټول چين په مرکزي سيمو واک تر لاسه کړ. له بلې خوا د چين جمهوريت، تايوان، «پينګو»، «جنما» او نورو ټاپوګانو ته شاتګ وکړ. CCP د تايوان د ازادولو هڅه وکړه، او «کومينتانګ» په مرکزي سیمو د ځوابي بريد لپاره چمتوالی ونيو. د تايوان د تنګي (ابناء) د دواړو خواوو تر منځ پوځي ټکر پيل شو، او ډېرې وسله والې نښتې منځ ته راغلې.

په 1971ز کال کې، وروسته له دې چې د چين جمهوريت (ROC) پر ځای د چين خلکو جمهوريت، د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د دايمي غړي په توګه ځای ونيو، د تایوان بهرنۍ اړيکې محدودې شوې. د 1979ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه، د چین خلکو جمهوريت له متحده ايالاتو سره ديپلوماتيکي اړيکې جوړې کړې، او په ورته وخت کې يې په «کينمن» د بريدونو د پای، د سوله ييز يوځای کېدو او يو هيواد، دوه نظامونو تګلاره اعلان کړه. په 1987ز کال کې، له دې وروسته چې چين ګرځبنديز پای ته ورساوه او د تنګي دواړو خواوو کورنيو ته يې د ليدنې لارې پرانيستې، د تنګي د وداړو خواوو اړيکې نورې هم نرمې شوې. خو په 1995ز کال کې، کله چې ولسمشر «لي ټينګ هويي» متحده ايالاتو ته سفر وکړ، د تنګي د دواړو خواوو اړیکې يو ځل بيا کړکيچنې شوې. يوويشتمې پېړۍ ته له ننوتلو وروسته، د تايوان تنګي دواړو خواوو تر منځ اقتصادي اړيکې يو څه نږدې شوې، په 2018ز کال کې، کله چې KMT په تايوان کې بيا واک ته ورسېد، د تنګي د دواړو خواوو اړيکې نرمې شوې. په 2015ز کال کې د تايوان د تنګي دواړو خواوو تر منځ په سينګاپور کې ناسته، د تنګي د دواړو خواوو د اړيکو په تاریخ کې يو مهم پرمختګ و. او په 2016ز کال کې واک ته د ډيموکراتیک پرمختياپال ګوند له رسېدو راهيسې، د تنګي دواړو خواوو اړيکې يو ځل بيا د کړکېچ ښکار شوي دي.[۵][۶][۷]

تاریخي پړاونه

[سمول]

د تنګي د دواړو خواوو د اړيکو، يا تاريخي نېټه لیکنې د پيل په اړه، په نړیواله کچه منل شوی معيار نه شته. د «جونګنان» د اقتصاد او قانون پوهنتون کې د تایوان د مطالعاتو د انستيتيتوت مرستيال رئيس پروفيسر «جونګ چانيانګ» د "د تنکي دواړو خواوو اړيکو تاريخ" په نوم په خپل کتاب کې د تنګي د دواړو خواوو  د اړيکو تاريخ په څلورو پړاونو وېشلی دی: لومړی پړاو يې له تاريخ څخه مخکې پړاو څخه رانيولې بيا په 1620ز لسيزه کې د هالنډ له خوا د تايوان تر نيواک پورې دی؛ دويم پړاو يې پر تايوان د هالنډي، منګ چانګ، چينګ او جاپانيانو د واکمنۍ څخه نيولې، بيا په 1945ز کال کې د چين جمهوریت له خوا د تايوان تر نيولو پورې پړاو دی؛ درېيم پړاو يې په 1949ز کال کې د چين له مرکزي سيمو څخه د چين جهوريت د مرکزي حکومت له شاتګ وروسته د تنګي دواړو خواوو تر منځ د پېښو شويو شخړو دی؛ څلورم پړاو يې له 1980ز لسيزې راهيسې د تايوان تنګي د دواړو خواوو تر منځ د پوځي ټکرونو پای ته رسېدل، او د اړيکو د پرمختګ کمښت دی. د چين په کلتوري پوهنتون کې د «جوشنګ» او د چين د مرکزي سيمو د مطالعاتو پروفیسر «شاو زونګهای» له 1949ز کال راهيسې د تنګي د دواړو خواوو اړيکو تاريخ په پنځو پړاونو وېشلی دی: پوځي ټکر، حقوقي شخړې، تبادله او د دوښمنۍ نرمښت، نظریاتي ټکر، او دوه اړخيزې مشورې.[۸][۹][۱۰]

لرغونې زمانې

[سمول]

د درې پاچايو پړاو (شکمن دی)

[سمول]

د چين د تاریخ په کتاب "د درې پاچاييو اسناد – وو جي"، کې ثبت دي چې د «هوانګ لونګ» (230) د دويم کال د پسرلي په لومړۍ مياشت کې، ختيځ «وو»، د «وي وين» او «ژو شي جي» په نومونو قوماندانان د لس زره سرتېرو سره واستول، تر څو د «ييچو» په لټون کې د «لينهای» ولسوالۍ د «جانګ اين» څخه د سمندر بلې غاړې ته واوړي، او له دوی څخه يې زرګونه «ييچو» ته ورسېدل او بېرته راستانه شول. سربېره پر دې، په ختيځ «وو» کې د 'دانيانګ» د والي «شين هينګ» له خوا ليکل شوي کتاب «د لينهای اوبه او ځمکه» کې ثبت دي چې «ييچو» د «لينهای» ولسوالۍ څخه دوه زره ميله سويل ختيځ کې موقعيت لري، چېرته چې "ځمکه د يخ او واورې څخه پاکه ده، او واښه او ونې له منځه نه ځي؛ ټولو اړخونو ته غرونه دي، چېرته چې غرني وحشیان ژوند کوي". يو شمېر پوهان باور کوي چې له «ييچو» څخه موخه تايوان دی، خو دا نظر اختلافي دی.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

«سی» او تانګ واکمنې کورنۍ (شکمنې دي)

[سمول]

د «سی» د کتاب تر مخې، «لوچو» په يو سمندري ټاپو موقعيت درلود، چې د «جينان» ولسوالۍ ختيځ ته و، او په وړه کښتۍ کې هلته پنځه ورځې سفر دی. داسې اسناد هم شته چې د «سی» سترواک «يانګ» په «لوچو» د بريد لپاره په ټوليز ډول درې ځلې سرتيري استولي دي. لومړی ځل په 607 کې و، خو د ژبې د خنډ (د ژبې توپير) له امله، يوازې يو کس له منځه وړل شوی و، او دوی بېرته راستانه شول. راتلونکی کال، «زو کوان» دويم بريد وکړ، خو دوی يوازې د هغه زغره راواخيسته او راستانه شول. درېیم ځل يې په 610 کې و، کله چې «چن رونګ» او «جانګ جین جو» په مشرۍ يو پوځ زرګونه ښځې او سړي ونیول، او بېرته راستانه شول. يو شمېر پوهان باور لري چې په «سی شو» کې ثبت شوې د «ريوکي» پاچايي اوسنی تايوان دی، خو ځېنې نور په دې باور دي چې د «ريوکي» له پاچايۍ څخه موخه د «ريوکيو» ټاپوګان دي.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. کينډۍ:Cite wikisource
  2. 周婉窈. "陳第〈東番記〉—十七世紀初臺灣西南地區的實地調查報告". 故宮文物月刊. 241: 22–45.
  3. 林滿紅 1994, 臺北
  4. "台湾与中国大陆:两岸关系的跌宕历史". BBC. 2021-04-16. نه اخيستل شوی 2023-02-23.
  5. 徐向前 (2006-02-28). "国防部关于停止对大金门等岛屿炮击的声明(1979年1月)". 中国政府网. 中国台湾网. Archived from the original on 2017-08-18. نه اخيستل شوی 2017-05-31.
  6. "夏立言与台商座谈说明习马会是两岸史上最大突破". 印度尼西亞商報 Shangbao Indonesia. 2015-12-29. Archived from the original on 2016-02-16. نه اخيستل شوی 2017-05-29.
  7. Report of the 277th Meeting of the Mainland Affairs Council of the Executive Yuan of Taiwan.2016-10-31
  8. "《海峡两岸关系史》具有标志性意义的著作". 人民网. 2005-06-09. Archived from the original on 2018-09-22. نه اخيستل شوی 2017-05-28.
  9. 邵宗海. "從兩岸關係的變遷探討兩岸關係的定位(上)" (PDF). 遠景基金會季刊. 4. Archived from the original (PDF) on 2017-08-14. نه اخيستل شوی 2017-05-29.
  10. "兩岸關係史" (PDF). 新文京開發出版股份有限公司. Archived from the original (PDF) on 2018-09-22. نه اخيستل شوی 2017-05-28.
  11. "东吴的海外拓展和卫温、诸葛直从章安出使台湾考略". 中国古代史: 23. 1982.
  12. کينډۍ:Cite wikisource
  13. 台灣文化誌. 伊能嘉矩. 1985. pp. 25–26.
  14. 台灣史事概說. 1954.
  15. 台灣地方史 (په چیني). 北京: 中國社會科學出版社. 1982.
  16. 馮鉞 (2013-08-08). "夷洲問題再辨析" (PDF). 参阅文稿. 41. Archived from the original (PDF) on 2015-09-28.
  17. [台灣人四百年史. 史明. 2014-07-01. ISBN 9789574316441.
  18. 魏徵等 (2010). 《隋书|隋書》 (2010 Reprinted ed.). Taipei City: 臺灣商務印書館. ISBN 9789570524994.
  19. کينډۍ:Cite wikisource
  20. 《中國人史綱》. 同心出版. 2005. ISBN 7-80716-121-3. نه اخيستل شوی 2011-06-06.