د تاریخ منکرتوب
د تاریخ منکرتوب (په انګلیسي: Historical Negationism) یا تکذیب، د تاریخي اسنادو تحریف یا جعل ته ویل کېږي. دغه ګړنه او د تاریخ تعدیل یا اصلاحپالنه (یو لا پراخ مفهوم چې د تاریخ نویو اثبات شویو او استدلالي تفسیرونو ته غځېږي) باید سره یوشان ونهګڼل شي. د تېر تاریخ د اصلاح کولو په هڅه کې، د تاریخ په غیرقانوني اصلاحپالنه کې کېدای شي له داسې تخنیکونو څخه کار واخېستل شي چې په غوره تاریخي بحثونو کې د منلو وړ نهدي؛ لکه: جعلي اسناد د کره اسنادو په نامه وړاندې کول، پر کره اسنادو د نهاعتماد کولو لپاره د نوښتګرو خو د نهمنلو وړ دلیلونو جوړول، اړوندې پایلې داسې کتابونو او سرچینونو ته منسوبول چې د هغه خلاف څرګندوي، د ورکړل شوي لیدلوري د ملاتړ په موخه په احصائیوي لړیو کې لاسوهنه، او په مغرضانه ډول د متنونو ناسم ژباړل.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
د آلمان په څېر، ځینو هېوادونو په تکذیبي ډول د ځینو ځانګړو تاریخي پېښو تعدیل د جُرم په په توګه پېژني، په داسې حال کې چې ځینې نور د بیان ازادۍ ساتنې په څېر بېلابېلو دلیلونو لهامله لا احتیاطي دریځ غوره کوي؛ ځیني نور بیا تکذیبي لیدلوري جبري ګرځوي، د کالیفرونیا په څېر، چېرې چې د ښوونځیو زدهکوونکي په څرګنده توګه نهشي کولای د کالیفرونیا ټولوژنې په هکله تاریخي لیکنې ولولي. د منکرتوب د یادونې وړ بېلګې عبارت دي له: له هالوکاسټ انکار، د ارمنیانو له ټولوژنې انکار، د کنفدراسیون له لاسه وتلی لامل، د پاک ورماخت اسطوره، د جاپان تاریخي درسي کتابونو لانجمن بحثونه، له هولودومور انکار او د ستالین په دوره کې په شوروي اتحاد کې تاریخلیکنه. د تاریخ ځیني منکرتوبپلویان عبارت دي له: ګروور فور، آرتور بوتز، دېوېد اېروېنګ، ارنست زوندل، شودو هیګاشیناکانو، شینزو آبه او بونګبونګ مارکوس. په ادبیاتو کې، د تاریخ منکروتوب ناوړې پایلې، د جورج اوروېل «نولس سوه او څلوراتیا» په څېر د تخیلي کیسو په ځینو آثارو کې په خیالي توګه انځور شوې دي. په نومهال پېر کې، منکرتوب کېدای شي د انټرنټ په څېر نویو رسنیو لهلارې لا پراخ شي.[۷][۸][۹][۱۰]
د ګړنې آر
[سمول]د «negationism» (négationnisme) ګړنه د لومړي ځل لپاره د فرانسوي مورخ «هِنري روسو» لهخوا په ۱۹۸۷ز کې «د ویشي سندروم» په کتاب کې ذکر شوه، چې د ویشي فرانسې او د فرانسې مقاومت نامتو یادګار راسپړي. روسو څرګنده کړه چې باید په هالوکاسټ کې د تاریخ غیرقانوني اصلاحپالنې او له هولوکاسټ څخه له سیاسي دریځه انکار ترمنځ (چې هغه ورته «منکرتوب» یا negationism وایي) توپير وشي. په پښتو کې د «negationism» ګړنې لپاره بېلابېل بدیلونه شتون لري. پوهاند ډوکتور مجاور احمد زيار په خپل اثر «پښتو سیندګی/نویزونه» (۱۳۷۸ھل) کې دغه ګړنه د «نشتاندي» او په توګه راوړې او «negationist» ته یې د «نشتاند» ژباړه غوره ګڼلې ده؛ خو په ټولیز ډول د «منکرتوب» هم د «negationism» غوره بلونج ګڼلای شو.[۱۱]
موخې
[سمول]په ټولیزه توګه، د تاریخ منکرتوب موخه، د جګړې پړه پر بل چا اچولو، دښمن د دېو په توګه ښودلو، د بریا یوه تش توَهم رامنځ کولو یا د ملګرتیا ساتلو له لارې د یوه ملي-سیاسي هدف ترلاسه کول دي. د بیا کتل شوي تاریخ موخه کله ناکله د کتابونو لا زیات ټوکونو پلورل یا د یوې ورځپاڼې د سرلیک لهلارې د وګړو پام ځانته رااړول دي. مورخ «جېمز م. مکفرسون» وایي چې، منکرتوب پلویان غواړي ترڅو تعدیل غوښتونکی تاریخ «په اوسمهال کې د بېلابېلو ګوندي یا اېډیولوجیکي موخو لپاره د تېر مهال ارادي جعلي یا تحریف شوي تفسیر» په توګه وپېژندل شي.[۱۲][۱۳][۱۴]
اېډیولوجیکي اغېزښندنه
[سمول]د منکرتوبپال تاریخ اصلي کارکړنې د اېډیولوجیکي او سیاسي اغېزښندنو کنټرول کولو وړتیاوې دي. مایکل دانکونا په «د راتلونکې بریتانیا پر سر د تاریخ مېړنو جګړه» کې وایي: «داسې برېښي چې د تاریخ منکرتوبپالو ته د یوه ملت په هڅوبي وده کې یوه ټولیزه دنده ورکړل شوې ده، چې د هغو بشپړ اهمیت اوس څرګندېږي: مخپه بدلون نړۍ کې د [ملي] وضعیت بیا تعریفول». تاریخ یوه ټولنیزه سرچینه ده چې د ملي هویت، هڅوب او عامه افکارو په بڼهاخېستنه کې ستره ونډه لري. د تاریخ د مطالعې لهلارې، وګړي په ځانګړي هڅوبي پېژندګلوۍ سره لمسېږي؛ پهدې توګه، د تاریخ په ناوړي تعدیل سره به منکرتوبپال وکړای شي یو ځانګړی اېډیولوجیکي هویت جوړ کړي. څرنګه چې مورخان د هغو اشخاصو په توګه اعتبار لري چې په بشپړ تمرکز سره حقیقت پسې ګرځي، په واقعیت کې، منکرتوبپال مورخان د یوه مورخ له مسلکي اعتبار ناوړه ګټه پورته کوي او خپل تاریخوزمه جعلي لیکنې د واقعي پوهې په توګه وړاندې کوي. د اصلاح شوي تاریخ اثر ته د اعتبار یوه معیار په اضافه کولو سره، د منکرتوبپال مورخ مفکورې د عام وګړو لپاره په لا ښه توګه د منلو وړ ګرځي. پهدې توګه، مسلکي مورخان د تاریخ منکرتوب اصلاح غوښتونکې لاره د «حقیقت موندونکو» د فعالیت په توګه پېژني چې له خپلو سیاسي، ټولنیزو او اېډیولوجیکي منځپانګو سره سم په تاریخي اسنادو کې بېلابېل واقعیتونه مومي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
مهارتونه
[سمول]د تاریخي په منکرتوب کې، د تاریخي سند د تکذیب کولو او د لوستونکي د تېراستلو په موخه، د څېړنې، اقتباس او وړاندې کولو له مهارتونو څخه کار اخلي. د «اصلاح شوي تاریخ» لیدلوري په ملاتړ سره، منکرتوبپال مورخ له جعلي اسنادو څخه د کره سرچینو په توګه کار اخلي، پر کره اسنادو باندې د بېباورۍ رامنځته کولو لپاره توهمي او غولوونکي دلیلونه وړاندې کوي، د تاریخي منځپانګې بهر اقتباس لهلارې له خپرو شویو نظریو څخه ناوړه ګټه پورته کوي، په احصائیوي ارقامو کې لاسوهنه کوي او په لاسي توګه تاریخي متنونه نورو ژبو ته ناسم ژباړي. د تاریخ منکرتوب د اصلاح لپاره مهارتونه، د تاریخ د یوه وړاندې شوي تفسیر او د «اصلاح شوي» تاریخ په هکله د هڅوبي لرلید د ترویج په موخه، د عمومي بحث په فکري فضا کې کارول کېږي. اصلاح شوی تاریخ د یوه سند په توګه، د واقعي او مستندو سوابقو د اعتبار تکذیبولو لپاره، او پهدې توګه د یوې تاریخې پېښې په هکله د څرګندونو او انګېرنو د بڼو په اړولو سره، د لوستونکي، اورېدونکي یا لېدونکي د تېراېستلو لپاره کارول کېږي؛ لهدې کبله، د تاریخ منکرتوب د تبلیغاتي مهارت په توګه عمل کوي. منکرتوبپال مورخان، د دې پرځای چې خپل آثار وړاندې کړي ترڅو همپوړي مورخان یې وګوري، تاریخ بیا لیکي او له منطقي مغالطو (تېروتنه) څخه کار اخلي ترڅو داسې استدلالونه جوړ کړي چې د خپل خوښې پایلې یې ترلاسه کړي او یو «اصلاح شوی تاریخ» وړاندې کړي چې خپله سیاسي، اېډیولوجیکي، مذهبي او… ادعا لا پیاوړې کړي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د تاریخلیکنې په برخه کې، بریتانیایي مورخ «ریچارد ج. اېوانز» د مسلکي مورخانو او منکرتوبپال مورخانو ترمنځ تخنیکي توپیرونه په ډاګه کوي او وایي چې: «باوري، موثق او مسلکي مورخان له یوه سند څخه د اقتباسونو هغه برخې چې د هغو پر خلاف دي، نه حذفوي، بلکې هغه په پام کې نیسي او که چېرې اړتیا ولېدل شي د خپلې موضوع سره سم په هغو کې اصلاحات راولي. هغوی، هغه اسناد، چې له جعليتوب څخه یې پوره ډاډ لري، یوازې د دې لپاره چې د هغو د څرګندونو ملاتړ کوي، د کره اسنادو په توګه نهوړاندې کوي. که چېرې کره اسناد د هغو له استدلالونو سره په ټکر کې وي، هغوی ناکره، د نهمنلو وړ او په بشپړه توګه تش دلیلونه د کره اسنادو د بېباوري کولو لپاره نهرامنځته کوي؛ بیا هم، که چېرې اړتیا وي، هغوی خپل استدلالونه اصلاح کوي یا په بشپړ ډول ورڅخه تېرېږي. هغوی په لوی لاس خپلې انګېرنې او ترلاسه شوې پایلې کتابونو او نورو سرچینو ته اړوند نهګڼي، چې په واقعیت کې، په یوې دقیقې بیاکتنې سره، د هغو له څرګندونو سره په ټکر کې واقع شوي دي. که د ارقامو د منلو وړتیا بحث یوې خوا ته کړو، مسلکي مورخان، یوازې د دې لپاره چې وغواړي د خپل د پام وړ رقم تر ټولو لوړې کچې ته ورسوي، په لېوالتیا سره د احصائیوي ارقامو په یوې لړۍ کې تر ټولو لوړ رقم په لټه کې نهدي، بلکې هغوی په بېپلویتوب سره د امکان تر بریده ټول شته ارقام ارزوي ترڅو داسې یوه رقم ته ورسېږي چې د نورو د انتقادي کرهکتنې پر وړاندې غښتلی وي. هغوی په لوی لاس، له قصده، تاریخي سرچیني نورو ژبو په ناسمه توګه نهژباړي ترڅو ورڅخه ناوړه ګټه پورته کړي. هغوی د خپلو استدلالونو د پياوړي کولو په موخه، په عمدي توګه هغه وییکي، عبارتونه، اقتباسونه او پېښې نه جوړوي چې واقعي شتون او تاریخي شواهد نهلري».[۲۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ The term negationism derives from the French neologism négationnisme, denoting Holocaust denial.(Kornberg, Jacques. The Future of a Negation: Reflections on the Question of Genocide.(Review) (book review) Archived 2017-12-22 at the Wayback Machine., Shofar, January 2001). It is now also sometimes used for more general political historical revisionism as (PDF) UNESCO against racism world conference 31 August – 7 September 2001. "Given the ignorance with which it is treated, the slave trade comprises one of the most radical forms of historical negationism." Pascale Bloch has written in International law: Response to Professor Fronza's The punishment of Negationism (Accessed ProQuest Database, 12 October 2011) that revisionists are understood as negationists in order to differentiate them from historical revisionists, since their goal is either to prove that the Holocaust did not exist or to introduce confusion regarding the victims and German executioners regardless of historical and scientific methodology and evidence. For those reasons, the term revisionism is often considered confusing, since it conceals misleading ideologies that purport to avoid disapproval by presenting revisions of the past based on pseudo-scientific methods, while they are in fact a part of negationism.
- ↑ Kriss Ravetto (2001). The Unmaking of Fascist Aesthetics, University of Minnesota Press ISBN 0-8166-3743-1. p. 33
- ↑ Watts, Philip (2009). "Rewriting history: Céline and Kurt Vonnegut". Kurt Vonnegut's Slaughterhouse-five (in انګليسي). Infobase Publishing. ISBN 978-1-4381-2874-0.
- ↑ Pohl, Dieter (2020). "Holocaust Studies in Our Societies". S:I.M.O.N. Shoah: Intervention. Methods. Documentation. 7 (1): 133–141. ISSN 2408-9192.
In addition, Holocaust research can support the fight against the falsification of history, not only Nazi negationism, but also lighter forms of historical propaganda.
- ↑ "The two leading critical exposés of Holocaust denial in the United States were written by historians Deborah Lipstadt (1993) and Michael Shermer and Alex Grobman (2000). These scholars make a distinction between historical revisionism and denial. Revisionism, in their view, entails a refinement of existing knowledge about an historical event, not a denial of the event itself, that comes through the examination of new empirical evidence or a re-examination or reinterpretation of existing evidence. Legitimate historical revisionism acknowledges a 'certain body of irrefutable evidence' or a 'convergence of evidence' that suggest that an event – like the black plague, American slavery, or the Holocaust – did in fact occur (Lipstadt 1993:21; Shermer & Grobman 200:34). Denial, on the other hand, rejects the entire foundation of historical evidence. ... " Ronald J. Berger. Fathoming the Holocaust: A Social Problems Approach, Aldine Transaction, 2002, ISBN 0-202-30670-4, p. 154.
- ↑ Lying About Hitler: History, Holocaust, and the David Irving Trial, by Richard J. Evans, 2001, ISBN 0-465-02153-0. p. 145. The author is a professor of Modern History, at the University of Cambridge, and was a major expert-witness in the Irving v. Lipstadt trial; the book presents his perspective of the trial, and the expert-witness report, including his research about the Dresden death count.
- ↑ Trafzer, Clifford E.; Lorimer, Michelle (5 August 2013). "Silencing California Indian Genocide in Social Studies Texts". American Behavioral Scientist. 58 (1): 64–82. doi:10.1177/0002764213495032. S2CID 144356070.
- ↑ Fenelon, James V.; Trafzer, Clifford E. (4 December 2013). "From Colonialism to Denial of California Genocide to Misrepresentations: Special Issue on Indigenous Struggles in the Americas". American Behavioral Scientist. 58 (1): 3–29. doi:10.1177/0002764213495045. S2CID 145377834.
- ↑ Klaus Mehnert, Stalin Versus Marx: the Stalinist historical doctrine (Translation of Weltrevolution durch Weltgeschichte) Port Washington NY: Kennikat Press 1972 (1952), on the illegitimate use of history in the 1934–1952 period.
- ↑ Roger D. Markwick, Rewriting history in Soviet Russia : the politics of revisionist historiography, 1956–1974 New York; Basingstoke: Palgrave, 2001, on legitimate Soviet historiography particularly in the post 1956 period.
- ↑ Finkielkraut, Alain (1998). The Future of a Negation: Reflections on the Question of Genocide. Lincoln: University of Nebraska Press. p. 125. ISBN 978-0-8032-2000-3.
- ↑ Harold D. Lasswell, Propaganda Technique in World War I. 1927, MIT Press, ISBN 0-262-62018-9 pp. xxii–xxvii
- ↑ Matthew d'Ancona, History men battle over Britain's future. The Times, 9 May 1994; ProQuest Database (. Retrieved 12 October 2011).
- ↑ McPherson disagrees with this as the sole definition of revisionist history – he argues rightly that revisionism (academically) is the 'lifeblood of history.' James McPherson. Revisionist Historians. Perspectives, 2003. American Historical Association.
- ↑ Matthew d'Ancona; History men battle over Britain's future. The Times, 9 May 1994; ProQuest Database (Retrieved 12 October 2011).
- ↑ Lasswell, Harold D. (1927). Propaganda Technique in World War I. MIT Press. p. 51. ISBN 978-0-262-62018-5.
- ↑ Lasswell 1927, p. 53
- ↑ Taisia Osipova, "Peasant rebellions: Origin, Scope, Design and Consequences", in Vladimir N. Brovkin (ed.), The Bolsheviks in Russian Society: The Revolution and the Civil Wars, Yale University Press, 1997, ISBN 0-300-06706-2. pp. 154–76.
- ↑ Roger D. Markwick, Donald J. Raleigh, Rewriting History in Soviet Russia: The Politics of Revisionist Historiography, Palgrave Macmillan, 2001, ISBN 0-333-79209-2, pp. 4–5.
- ↑ Tennent H. Bagley, Spy Wars¸ Yale University Press, 2007. ISBN 0-300-12198-9, ISBN 978-0-300-12198-8, p. 105.
- ↑ Dionne, E.J. Jr. Cold War Scholars Fault Stalin: Soviet Historians Lean to U.S. View. The Washington Post. 26 July 1990. LexisNexis Database (Retrieved 12 October 2011). First Section, p. A3.
- ↑ Nagorski, Andrew. Russia's New Normal: The Cold War may be over, but that doesn't mean the threat from the Kremlin has entirely disappeared. Newsweek; World Affairs. 17 March 2008. LexisNexis Database(. Retrieved 12 October 2011)Vol. 151 No 11. کينډۍ:ISSN
- ↑ Lying About Hitler: History, Holocaust, and the David Irving Trial, by Richard J. Evans, 2001, ISBN 0-465-02153-0. p. 145. The author is a professor of Modern History, at the University of Cambridge, and was a major expert-witness in the Irving v. Lipstadt trial; the book presents his perspective of the trial, and the expert-witness report, including his research about the Dresden death count.
- ↑ Richard J. Evans. David Irving, Hitler and Holocaust Denial: Electronic Edition, 6. General Conclusion Archived 24 September 2015 at the Wayback Machine. Paragraphs 6.20,6.21