د تاریخي سيمو د ملي ثبت تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تاريخي سیمو د ملي ثبت تاريخچه په ۱۹۶۶ز کال کې هغه مهال پيل شو، کله چې د متحده ايالاتو حکومت له ملي تاريخ څخه د ساتنې قانون (NHPA) تصويب کړ او د ملي تاريخي سيمو د ثبت (NHPA) بهير يې پيل کړ. د دې ادارې له پيل راهيسې، د متحده ايالاتو د ملي پارک خدمات (NPS) د ثبت لپاره مخکښه اداره وګرځېده. ثبت د دوه ادارو له لارې پرمختګ وکړ چې يوه يې په ۱۹۷۰ز کلونو کې او بله يې په ۱۹۸۰ز کلونو کې و ه او په ۱۹۷۸ز کال کې NRHP په بشپړ ډول د ملي پارک له خدماتو وويستل شوه، دا اداره په ۱۹۸۱ز کال کې يو خل بيا په NPS کې داخله شوه.

لومړي کلونه[سمول]

د ۱۹۶۶ز کال په اپريل مياشت کې، د تاريخي سيمو د ثبت د ادارې له جوړېدو شپږ مياشتې مخکې، د ملي پارک د خدماتو د تاريخي څېړنې پروګرامونو ته، د «۶۶ ماموريت» په نوم د يوې ټوليزې ټولګې د يوې برخې په توګه، په واشنګټن ډي سي کې د NPS د مشر تاريخپوه رابرټ ايم. اوټلي په دفتر کې مرکزيت ورکړل شوی و. د ۱۹۶۶ز کال د اکتوبر په پنځلسمه نېټه د تاريخي خونديتابه قانون د تاريخي ځايونو ملي ثبت، او اړوند ايالتي تاريخي خونديتابه دفترونه رامنځ ته کړل. په لومړي سر کې ملي ثبت د هغو ملي تاریخي نښو او همدا راز د هغو تاريخي سيمو څخه چې د ملي پارک په جوړښت کې شامل وو، څخه جوړ و کوم چې د ثبت له رامنځ ته کېدو مخکې په نښه شوي وو. د دې قانون تر تصويب وروسته کوم چې په ۱۹۸۰ز کال کې تعديل شو، په لومړي ځل د دې څرګندونه وکړه چې د متحده ايالاتو سره د تاريخي خوندنيتابه يو پراخه تګلاره وه. په داسې حال کې چې ملي ثبت د ټاکل شويو شتمنيو لپاره ځانګړی خونديتوب نه ورکاوه، له فدرالي ادارو يې غوښتنه کوله چې د هغو ودانيو او شتمنيو د فعاليتونو د اغېز ارزونه وکړي چې په NRHP کې يې نوملړ جوړ شوی يا د فهرست د جوړولو وړتيا لري. د ۱۹۶۶ز کال قانون له دې ادارو څخه غوښتنه وکړه چې له SHPO او يوې خپلواکې فدرالي ادرې، د تاريخي خونديتابه په اړوند مشورتي شورا سره په همغږۍ کار وکړي تر څو د تاريخي خونديتابه د فدرالي فعاليتونو له ناوړه اغېزو سره مقابله وکړي. [۱][۲][۳][۴]

د ملي پارک خدماتو په نوم يوې بلې کورنۍ ادارې په تېر کې د تاريخي امريکايي ودانيو د ارزونې (۱۹۳۳)  او د تاريخي سيمو د کتنې چې په ۱۹۳۵ز کال کې اجازه ورکړل شوې وه، د ارزونې تجربه درلودله. له همدې امله او دې حقيقت ته په کتنې سره چې د پارک خدماتو له مخکې څخه په ملي پارکونو کې ګڼې تاريخي شتمنۍ اداره کولې، NPS منطقي انتخاب و تر څو د نوي رامنځ ته شوي تاريخي خونديتابه پروګرام مشري وکړي. د دې لپاره چې د نوي جوړ د تاريخي سيمو ملي ثبت په ځان کې راونغاړي، د جورج بي. هارټزوګ جونير تر مشرتابه لاندې، د ملي پارک خدماتو يوه اداري څانګه جوړه کړه چې د لرغون پېژندنې او تاريخي خونديتابه (OAHP) په نوم پېژندل کېده. دې څانګې په ګڼو شته کلتوري سرچينو پروګرامونو څارنه کوله چې په هغې کې د تاريخي سيمو ارزونه، د اوتلي د تاريخ څانګه او د امريکا د تاريخي ودانيو ارزونه شامال وو، د دې تر څنګ يې په نوي NRHP او د تاريخي خونديتابه پر صندوق هم څارنه کوله. هارټزوګ په OAHP باندې د ۱۹۶۶ز کال د قانون له لارې د حتمي ملي ثبت پروګرام د جوړولو تور پورې کړ. ايرنيست کينلي د دې دفتر لومړي رئيس و او هغه څوک و چې ويې ليدل د امريکا تاريخ بايد خوندي شي، او دا کار يې د هغو مسلکي او علمي ادارو په معلوماتي مشورو او مرستو تر سره کړ، د کومو اړيکه چې نېغ په نېغه له همدې هڅو سره وه، يعنې د تاريخ، ابادۍ د فن او لرغونو اثارو د څانګو په څېر».په OAHP کې نوې څانګې جوړې شوې تر څو ملي ثبت سمبال کړي. ويليام جی. موتاګ د ثبت لومړی رسمي ساتونکی و، څوک چې د ابادۍ «معمارۍ» تاريخپوه و.   [۵][۶]  

د ثبت په لومړيو کلونو کې، د ۱۹۶۰ز کلونو په وروستيو او د ۱۹۷۰ز کلونو په لومړيو کې، اداره کمزورې او SHPO کوچني و، کارکونکي يې هم کم او بوديجه یې هم کمه وه. په حقيقت کې پيسې کمې وې، خو بيا هم د تاريخي خونديتابه بوديجې ته پيسې ورکول کېدې تر څو د هغو ملکيتونو څښتنانو، ته مالي مشابه مرستې ورسيږي، په لومړي سر کې په موزيمونو او اداري ودانيو کې او وروسته بيا په سوداګريزو جوړښتونو کې هم. د دې پړاو په اوږدو کې، SHPO کم وخت د رلود، تر څو جدي طرحې جوړې کړي، ان که غوښتل يې هم چې داسې وکړي؛ نو د تاريخي شتمنيو او له سره د سازمانونو جوړولو به د ايالتي دفترونو د سرچينو د زيات لګښت غوښتنه کوله. په پايله کې، نه ايالتي تاریخي خونديتابه دفتر او نه OAHP په حقيقت کې دا طرحه جدي وبلله. په ۱۹۶۹ز کال کې، کونلي د سويلي کارولينا د تاريخي خونديتابه ايالتي افسر چارلس لي ته وويل «په دې دوه سرليکونو يو يا دوه فقرې ولېکه. دې ته «د سويلي کارولينا د تاریخي خونديتابه لومړۍ طرحه. نوم ورکړه، که چېرې دا کومه معنا لري، نو زه به يې تايید کړم او بيا ته کولای شې چې د خپلو اړخيزو سوداګريو د پروژو غوښتنه وکړې.[۷]

بياجوړښت[سمول]

په ۱۹۷۳ز کال کې د NPS  تاريخ پروګرامونه چې د متحده ايالاتو د ملي پارکونو له نظام او ملي ثبت سره اړوند و په رسمي ډول په دوه «مرسندويه رياستونو» ووېشل شول. دوه رامنځ ته شوي هر يو د لرغون پېژندنې او تاريخي خونديتابه مرستندويه رياست (ADPHP) او د پارک تاریخي خونديتابه مرستندويه رياست (ADPHP) وو. د لرغون پېژندنې او تاريخي خونديتابه مرستندويه رياست هغه کلتوري سرچينې سمبالولې، کومې چې د ملي پارک له نظام څخه بهر وې. په (ADAHP) کې مالي مرستې، ملي ثبت، تاريخي تاريخي ارزونې او ودانيۍ او د پارک د خدماتو د څانګو تر منځ د ځينو خدماتو همغږي کول وو. له بلې خوا (ADPHP) په لومړي سر کې هغه سرچينې سمبالولې چې له NPS په داخل کې وې. په (ADPHP) کې تاریخ، لرغونې پېژندنه او تاريخي ودانيزې څانګې شاملې وې.[۸]

څوونکی پروګرام[سمول]

تر ۱۹۷۶ز کال پورې په ملي ثبت کې د ودانيو د ثبت لپاره هڅوونکې ماليات نه وو. له ۱۹۷۶ز کال څخه مخکې، فدرالي مالياتو قانون د شته او کله کله د تاريخي ودانيو د بيا کارولو لپاره د نوې ودانۍ ملاتړ پيل کړ. له ۱۹۷۶ز کال څخه وروسته، د مالياتو قانون د مالياتو د مراعات ورکولو په پار بدل شو، کوم چې عايد لرونکو تاريخي شتمنيو خونديتابه ته وده ورکوي. له دې څخه د ډاډ تر لاسه کولو مسئوليت د ملي پارک له خدماتو سره و چې د يوې تاريخي ودانۍ حيثيت پر ځای ساتل به د فدرالي هڅونکو مالياتو مستحق وي. هغه شتمنۍ او ودانۍ چې نوملړ يې په ثبت کې جوړ شوی، همدا راز هغه چې له يوې سيمه ايزې تاريخي سيمې (د پارک له خدماتو څخه تاييد شوې) سره مرستندويه شتمنۍ بلل کېږي، د فدرالي مالياتو د ګټو د تر لاسه کولو لپاره وړ بلل کېدل.[۹]

د تاريخي سيمو په ملي ثبت کې د فهرست شويو شتمنيو مالکان «د عايد لرونکو تاييد شويو تاريخي ودانيو د تاييد شويو بيا جوړولو» لپاره د شل سلنه پانګونې د مالياتي اعتبار لپاره وړ بلل کېدای شي. شونې ده چې بيا ودانول سوداګريز، صنعتي يا د کرايه لپاره استوګنيز وي. د هڅونکو مالياتو پروګرام د فدرالي تاریخي خونديتابه د هڅونکو مالياتو د پرګرام له خوا پر مخ وړل کېږي، کوم چې په ګډه سره د ملي پارک خدماتو، SHPO او داخلي عايد خدماتو له خوا اداره کېږي. د شل سلنه مالياتي اعتبار تر څنګ د هڅوونکې ماليې پروګرام همدا راز له ۱۹۳۶ز کال څخه د مخکې جوړو شوو غېر تاریخي، غېر استوګني ودانيو بيا ادولو په بدل کې لس سلنه مالياتي اعتبار وړانديز کوي. [۱۰][۱۱][۱۲]

د شل سلنه هڅونکي ماليات ډېرې کره فقرې لري او دا روښانه کوي چې څه مهال عملي کېدای شي. شونې ده چې دا اعتبار د هرې هغې پروژې لپاره وکارول شي چې د کورنيو چارو وزير ورته د تاييد شوي تاريخي ودانۍ د تاييد وړ بيا ابادولو نوم ورکړی وي. [۱۲]

NHPA د هغو شتمنيو تر منځ چې د تاريخي سيمو د ملي ثبت له خوا يې نوم لړ جوړ شوی او د هغو تر منځ هيڅ توپير نه دی کړی چې د هڅونکو مالياتو يا مرستو د وړتيا په اړوند د ملي تاريخي نښو په توګه په نښه شوي دي. دا کار د ۱۹۶۶ز کال د قانون د لېکونکو له خوا قصداً تر سره شوې، تېرو تجربو ښودلې ده چې د اهميت د ډلبندۍ له کبله تر ټولو ښکته ډله له منځه تګ زخمي. په بنسټيز ډول، دا چاره د دې لامل شوه چې د تاریخي سيمو په ملي ثبت کې د «وياړ له درجې» څخه تاريخي نښې لږ زياتې کمې شي.[۱۳]

سرچینې[سمول]

  1. Bearss, Edwin C. "The National Park Service and Its History Program: 1864-1986: An Overview (in The National Park Service and Historic Preservation)," (JSTOR), The Public Historian, Vol. 9, No. 2, The National Park Service and Historic Preservation. (Spring, 1987), pp. 10-18. Retrieved March 22, 2007.
  2. National Historic Preservation Act of 1966 Archived 2011-01-29 at the Wayback Machine., Public Law 102-575, National Register of Historic Places, Official site. Retrieved March 21, 2007.
  3. Mackintosh, Barry. "The Historic Sites Survey and National Historic Landmarks Program: A History Archived 2007-03-04 at the Wayback Machine.," (PDF), National Historic Landmarks Program, Official site. Retrieved March 23, 2007.
  4. Fisher, Charles E. "Promoting the Preservation of Historic Buildings: Historic Preservation Policy in the United States," (JSTOR), APT Bulletin, Vol. 29, No. 3/4, Thirtieth-Anniversary Issue. (1998), pp. 7-11. Retrieved March 21, 2007.
  5. Hertfelder, Eric. "The National Park Service and Historic Preservation: Historic Preservation beyond Smokey the Bear (in Commentary: How Well Is the National Park Service Doing?)," (JSTOR), The Public Historian, Vol. 9, No. 2, The National Park Service and Historic Preservation. (Spring, 1987), pp. 135-142. Retrieved March 21, 2007.
  6. Scarpino, Philip V. "Planning for Preservation: A Look at the Federal-State Historic Preservation Program, 1966-1986 (in The Intergovernmental Politics of Preservation)," (JSTOR) The Public Historian, Vol. 14, No. 2. (Spring, 1992), pp. 49-66. Retrieved March 21, 2007.
  7. Scarpino, Philip V. "Planning for Preservation: A Look at the Federal-State Historic Preservation Program, 1966-1986 (in The Intergovernmental Politics of Preservation)," (JSTOR) The Public Historian, Vol. 14, No. 2. (Spring, 1992), pp. 49-66. Retrieved March 21, 2007.
  8. Bearss, Edwin C. "The National Park Service and Its History Program: 1864-1986: An Overview (in The National Park Service and Historic Preservation)," (JSTOR), The Public Historian, Vol. 9, No. 2, The National Park Service and Historic Preservation. (Spring, 1987), pp. 10-18. Retrieved March 22, 2007.
  9. Fisher, Charles E. "Promoting the Preservation of Historic Buildings: Historic Preservation Policy in the United States," (JSTOR), APT Bulletin, Vol. 29, No. 3/4, Thirtieth-Anniversary Issue. (1998), pp. 7-11. Retrieved March 21, 2007.
  10. "What are the results of a listing? Archived 2007-06-09 at the Wayback Machine.," National Register of Historic Places, Official site. Retrieved March 21, 2007.
  11. "Historic Preservation Tax Incentives Archived 2007-03-29 at the Wayback Machine.", Technical Preservation Services, National Park Service, Official site. Retrieved March 22, 2007.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ About the Historic Preservation Tax Incentives Archived 2007-04-08 at the Wayback Machine., Federal Historic Preservation Tax Incentives, Technical Preservation Services, National Park Service, Official site. Retrieved March 22, 2007.
  13. Mackintosh, Barry. "The Historic Sites Survey and National Historic Landmarks Program: A History Archived 2007-03-04 at the Wayback Machine.," (PDF), National Historic Landmarks Program, Official site. Retrieved March 23, 2007.