د تاراین دویمه جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تاراین دویمه جګړه په ۱۱۹۲ ز کال کې د غوریانو له خوا د چاهامنانو او د هغوی د متحدینو په وړاندې د تاراین (د هندوستان د هاریانا ایالت نننۍ تراوري) سیمه کې پیل شو. د غوریانو پاچا معزالدین محمد غوري، د چاهامنانو پاچا پریتویراج چوهان مغلوب کړ تر څو د تاراین د لومړۍ جګړې د ماتې غچ ترې واخلي.

شالید[سمول]

د پریتویراج چوهان ځواکونو غوري ځواکونو ته په ۱۱۹۱ ز کال کې د تاراین په لومړۍ جګړه کې ماتې ورکړې وه. د غوریانو پاچا معزالدین چې د جګړې په درشل کې په کلکه سره ټپي شوی و، غزني ته راغی او د خپلې ماتې د غچ اخیستنې لپاره یې چمتووالی ونیو.

تاریخ لیکونکي د تاراین دویمه جګړه په ۱۱۹۲ ز کال کې بولي، که څه هم دا احتمال شته چې دا جګړه د ۱۱۹۱ ز کال په وروستیو کې رامنځته شوې وي. [۱]

د ځواکونو اندازه[سمول]

د شپاړسمې او اولسمې پېړۍ د تاریخ لیکونکي، محمد قاسم فرشته له خولې، په دغه جګړه کې «د چونان په پوځ کې ۳۰۰۰ فیلان، ۳۰۰۰۰۰ سواره او پیاده نظام و»، که څه هم دغه شمېرې د ننني عصر د تاریخ لیکونکو له انده ډېر اغراق امیزه ګڼل کېږي. خو د ساتیش جنتدرا له قوله، دا شمېرې په دې خاطر ډېر له اغراقه ډکې دي تر څو وکولای شي د غوري پاچا بریا لویه وښیې. کاشیک رای هم وايي چې مسلمانو تاریخ لیکونکو تل د هندوانو د پوځ شمېر په اغراق امیزه توګه لوړه ښوده تر څو مسلمان پاچاهان وستايي او د ۳۰۰۰۰۰ شمېره د تیوري له اړخه احتمال لري چې په هغه وخت کې د راجپوټ ټولې شاهي هومره شمېر سرتیري نه وای را ټول کړي. [۲][۳]

د منهاج الدین سراج له قوله، معزالدین ۱۲۰۰۰۰ په بشپړ ډول سره زره لرونکي پوځ له ځانه سره راوستی و او په خپله یې د ۴۰۰۰۰ تکړه سواره نظام مشري کوله. د کوشیک رای له قوله، که څه هم د پوځونو ریښتینی قدرت مشخص نه دی، خو کولای شو دا اټکل وکړو چې د پریتویراج پوځ به د شمېرو له مخې زیات و. [۴]

جګړه[سمول]

جګړه کټ مټ په هغه ډګر کې رامنځته شوه چې لومړۍ جګړه په کې رامنځته شوې وه. د دې موضوع په پوهیدو سره چې د چاهامنا ځواکونو ښه نظم درلود، غوریانو نه غوښتل چې یوې مخامخ جګړې کې له هغوی سره مخ شي. غوریانو د دې پر ځای، خپل پوځ په پنځو ډلو ووېشه او څلور ډلو یې پر دښمن باندې له څلورو خواوو برید ته ولیږلي.[۵]

د منهاج د خبرو له مخې، معزالدین د ۱۰۰۰۰ کمان لرونکو سواره نظام مشري کوله او خپل نور پوځ یې پر څلورو برخو وېشلی و تر څو وکولای شي له څلورو خواو پر دښمن برید وکړي. هغه خپلو سرتیرو ته امر وکړ چې کله د دښمن ځواکونه د برید لپاره مخته تګ کوي، نو نه باید ورسره وجنګیږي، بلکې تاسې په شا تګ وکړئ تر څو د هغوی فیلان، اسان او پیاده نظام ستړي شي. [۶][۷]

معزالدین په دې هیله چې د دښمن کرښې ماتې شي، نو خپل پنځم لښکر ته یې د په شا تګ امر وکړ. د چاهامنا ځواکونو د غوریانو له تمې سره سم تښتیدلي غوریان تعقیب کړل. وروسته غوریانو ۱۲۰۰۰ تازه نفس لرونکی سواره نظام ور مخکې کړ او هغو وکولای شول چې د دښمن مخ ته تګ ودروي. له هغه وروسته د غوریانو پاتې لښکر پرې برید وکړ او د چاهامنا ځواکونه وحشت واخیستل او وتښتیدل. د منهاج له مخې، د معزالدین ستراتیژي «بې دینه خلک ستړي او له کاره واچول» او په پایله کې «اسلام بریالی شو».[۵]

له جګړې وروسته[سمول]

منهاج وايي چې پریتویراج («رای پیتورا») له خپل فیل څخه راښکته شو او پر یوه اسپ باندې یې د جګړې له ډګره تیښته وکړه. که څه هم هغه د جګړې ډګر ته په نږدې سیمه کې ونیول شو ا و بیا وروسته «دوزخ ته ولیږل شو». د منځنیو پېړیو زیاتره سرچینې وايي چې پریتویراج د چاهامنا پلازمېنې اجمیر ته یوړل شو او محمد غوري پلان درلود تر څو هغه د غوریانو د لاس ناستې په توګه هلته په خپله چوکۍ کېنوي. پریتویراج څه موده وروسته د محمد غوري پر وړاندې بغاوت وکړ او بیا وروسته د «خیانت» په جرم ووژل شو. [۸]

غوري ځواکونو د «سیاولیخ» یا «سوالاخ، چې په ساپادالکشا هم معروف دی) تر خپل فرمان لاندې راوست. غوریانو بیا وروسته د ګوینداراجا په نوم د پریتویراج زوی د خپل لاس ناستې په توګه د اجمیر په تخت کېناوه. د هري راج په نوم د پریتویراج وړوکي ورور، له ګوینداراجا څخه تخت ونیو او د خپل نیکه د قلمرو یوه برخه یې بېرته ونیوله، خو څه وخت وروسته هغه د غوري جنرال قطب الدین ایبک له خوا ماتې وخوړه. غوریانو بیا وروسته یو بل ځواکمن پاچا – د ګاهاداوالا د سلسلې جایاچاندرا- ته د چنداوار په جګړه کې ماتې ورکړه او د هند شمالي برخې یې تر بنګال پورې فتح کړي. [۹][۱۰]

سرچینې[سمول]

  1. Cynthia Talbot 2015، ص. 44.
  2. Kaushik Roy 2014، صص. 22-23.
  3. Satish Chandra 2006، صص. 25-26.
  4. Singh, R. B. (1964). History of the Chāhamānas (په انګلیسي ژبه کي). Varanasi: N. Kishore. د کتاب پاڼي 199–200. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: التاريخ والسنة (link)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Spencer C. Tucker 2009، ص. 263.
  6. Cynthia Talbot 2015، ص. 48.
  7. Cynthia Talbot 2015، ص. 47.
  8. Dasharatha Sharma 1959، ص. 87.
  9. Dasharatha Sharma 1959، صص. 100–01.
  10. Cynthia Talbot 2015، ص. 33.