د تاجیکستان تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تاجیکستان ساماني سترواکۍ (۸۱۹-۹۹۹) پورې تړاو لري. تاجیک خلک په ۱۸۶۰ ز لسیزې کې د روسیې تر واکمنۍ لاندې راغلل. باسماچي پاڅون په ۱۹۱۷ ز کال کې د روسیې د انقلاب په پای کې رامنځته شو او د ۱۹۲۰ لسیزې په لومړیو کې د روسیې د کورنۍ جګړې پرمهال وځپل شو. په ۱۹۲۹ ز کال کې تاجیکستان د شوروي اتحاد یو له رغوونکو جمهوریتونو - د تاجیکستان شوروي سوسیالیستي جمهوریت (تاجیک SSR - ) شوـ او دا دریځ یې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته هم په ۱۹۹۱ ز کال کې د خپلواکي ترلاسه کولو پورې ساتلی و. [۱]

له هغه وخت راهیسې د تاجیکستان په حکومت او د تاجیکستان په کورنۍ جګړې کې درې بدلونونه ازمویل شوي. د سیالو ډلو ترمنځ د سولې تړون په ۱۹۹۷ز کال کې لاسلیک شو.

لرغونوالی (۶۰۰ مخکې له میلاد - ۶۵۱ وروسته له میلاد)[سمول]

تاجیکستان په لرغونې زمانې کې د ساکیانو یوه برخه وه. سغد، باختر، مرو او خوارزم د لرغونې منځنۍ اسیا څلور اصلي څانګې وې چې د اوسني تاجیکستاني تاجیکانو نیکونه په کې مېشت وو. تاجیکان اوس یواځې په تاریخي باختر او سغد کې موندل کیږي. په مرو کې ترکمنان او په خوارزم کې اوزبکان او قزاقان اوسېږي.

سغدیانا د زراوشان او کاشکا دریا سیندونو څخه جوړه شوې وه. په اوس وخت کې د سغدي دورې دوه ژوندي پاتې شوي خلک چې د سغدیاني ژبې په ګړدود خبرې کوي یغنوبیان او شغنانیان دي.[۲][۳]

د هخامنشیانو دوره (۵۵۰ مخکې له میلاد - ۳۲۹ مخکې له میلاد)[سمول]

د هخامنشیانو د دورې په بهیر کې،سغد او باختر د هخامنشيانو د سترواکۍ برخې وې. سغدیانو او باختریانو د هخامنشي سترواکۍ په ادارې او پوځ کې مهم منصبونه درلودل.

هلنستي دوره (۳۲۹ مخکې له میلاد -۹۰ مخکې له میلاد)[سمول]

وروسته له هغه چې د هخامنشیانو سترواکۍ د لوی سکندر له خوا له ماتې سره مخامخ شوه، باختر، سغد او مروه چې د پارس د سترواکۍ برخې وې، دې ته اړ شول چې د نویو یرغلګرو پر وړاندې له ځان نه دفاع وکړي. په حقیقت کې، مقدونیان د سغدي واکمن سپیتامینیس په مشرۍ له خورا سخت مقاومت سره مخامخ شول. مقدوني سکندر په دې وتوانید چې د ځایی واکمن لور روخانا سره واده وکړي، او د هغه جایداد په میراث یوسي. د سکندر د لنډ اشغال نه وروسته، د هلنیسټي ځای ناستو دولتونو سلوکيانو او یوناني باختریانو د نورو ۲۰۰ کلونو لپاره دا سیمه چې د یوناني باختریانو د سلطنت په نوم پېژندل کېږي، کنټرول کړه.

کوشاني سترواکۍ  (۳۰ مخکې له میلاد- ۴۱۰ وروسته له میلاد)[سمول]

د نورو ۴۰۰ کلونو لپاره، تر ۴۱۰ میلادي کال پورې، کوشاني سترواکۍ په سیمه کې د روم سترواکۍ، اشکاني سترواکۍ او د هان (چین) سترواکۍ سره یو لوی ځواک و. د ځايي خلکو سره د پام وړ اړیکې هغه وخت ټینګې شوې کله چې د هان سلطنت سفیرانو په دوهمې مخکې له میلاد پیړۍ کې دې سیمې ته سفر وکړ. د کوشاني دورې په پای کې، سترواکۍ خورا کوچنۍ شوه او باید یې له ځان نه د ساساني ځواکمنې سترواکۍ پر وړاندې دفاع کړې وه ځکه چې هغوی د اشکاني سترواکۍ ځای هم نیولی و. نامتو کوشاني پاچا کنیشکا بودیزم ته وده ورکړه او په دې وخت کې بودیزم له منځنۍ اسیا څخه چین ته ولېږدول شو.

د منځنیو پیړیو تاریخ ((۷۱۰-۱۵۰۶)[سمول]

ساماني سترواکۍ (۸۱۹-۹۹۹)[سمول]

ساماني کورنۍ (۸۱۹-۱۰۰۵) په خراسان (د شرقي ایران او ماورالنهر په ګډون) واکمني کوله او د سامان خداSaman Khuda. له خوا تاسیس شوې وه. سامانیان یو له لومړنیو بومي سلطنتونو څخه وو چې د عربو مسلمانانو له فتحې وروسته یې په فارس کې حکومت وکړ. د سامان خدا د لمسي، لومړي اسمعيل (په اسماعيل ساماني مشهور) د واکمنۍ پر مهال (٨٩٢-٩٠٧) په خراسان کې د سامانيانو واکمنۍ ډېره وده وکړه.[۴]

په ۹۰۰ ز کال کې، اسماعیل په خراسان (د اوسني شمال لویدیځ افغانستان او شمال ختیځ ایران سیمه) کې صفاریانو ته ماتې ورکړه، په داسې حال کې چې د هغه ورور د ماورالنهر والي و. په دې توګه، د سامانیانو له واکمني څخه په ګډو سیمو کې هرکلی وشو.

د مغول واکمنۍ (۱۲۱۸-۱۳۷۰ز کلونه)[سمول]

د مغول سترواکي د منځنۍ اسیا له لارې د خوارزمیانو پر سترواکۍ یرغل وکړ او د بخارا او سمرقند ښارونه یې ونړول، په هر ځای یې خلک لوټ او عام وژنه یې وکړه.

د شوروي واکمني (۱۹۲۰-۱۹۹۱ز کال)[سمول]

په ۱۹۲۴ ز کال کې، د تاجیکستان خپلواک شوروي سوسیالیستي جمهوریت د اوزبیکستان د یوې برخې په توګه رامنځته شو، خو کله چې په ۱۹۲۸ کې ملي سرحدونه معلوم شول (د اداري محدودیت په جریان کې) د بخارا او سمرقند لرغوني تاجک ښارونه د تاجیکستان SSR څخه بهر شول.

د نوي تاسیس شوي ازبیکستان د شوروي اتباعو په توګه، ډیری تاجیکان د خپل نوي ټاکل شوي «اوزبیک» هویت سره د سمون لپاره تر فشار لاندې راغلل، او د جلاوطنۍ تر ګواښ لاندې، ډیری یې اړ شول چې خپل هویت بدل کړي او په پاسپورټونو کې د «اوزبیک» په توګه لاسلیک کړي. د تاجیکستان ښوونځي وتړل شول او تاجیکان یوازې د دوی د توکم له امله د مشرتابه منصبونو ته ونه ټاکل شول.[۵]

د تاجیکستان جمهوریت (۱۹۹۱ ز کال نه تر اوسه پورې)[سمول]

د تاجیکستان سوسیالیستي شوروي جمهوریت (SSR) د شوروي اتحاد له وروستیو جمهوریتونو څخه و چې خپله خپلواکي یې اعلان کړه. د سپټمبر په نهمه (۱۹۹۱ز کال ) د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د اتحاد له ړنګیدو وروسته، تاجیکستان خپله خپلواکي اعلان کړه. په دې وخت کې، د تاجیکۍ ژبې کارول، چې د تاجیکستان د SSR رسمي ژبه ده، د روسیې ژبې تر څنګ یې په زیاتیدونکې توګه وده وکړه.

ولس ژر تر ژره په کورنۍ جګړه کې راښکېل شو چې بېلابېلې ډلې یې له یو بل سره په جګړه بوختې وې. دا ډلې ډېری د قبیلوي وفادارۍ له مخې ځانګړې کېدې. په دې موده کې غیر مسلمان نفوس، په ځانګړې توګه روسان او یهودیان په لویدیځ یا نورو پخوانیو شوروي جمهوریتونو کې د ظلم، بې وزلۍ او دښو اقتصادي موکو د نشتوالي له امله له هیواده وتښتیدل.

امام علي رحمان په ۱۹۹۴ ز کال کې واک ته ورسېد او تر نن ورځې پورې واکمني کوي. په تاجیکستان کې د کورنۍ جګړې پر مهال توکمیز پاکول جنجالي وو. د جګړې په پای کې تاجیکستان د بشپړې تباهۍ په حالت کې و. د اټکل له مخې د مړو شمیر له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډېر وو. شاوخوا ۱.۲ میلیونه خلک په هیواد کې دننه او بهر کډوال شول.[۶]

د ۲۰۲۰ ز کال د اکتوبر په میاشت کې، امام علي رحمان د یوې سختې کنټرول شوې او په پراخه کچه د رسمی ټاکنو په ترسره کولو، د ۹۰ سلنه رایو په ګټلو سره د راتلونکې اوه کلنې دورې لپاره بیا وټاکل شو.[۷]

سرچینې[سمول]

  1. The History of Tajik SSR, Maorif Publ. House, Dushanbe, 1983, Chapter V کينډۍ:In lang.
  2. Dr J. C. Vidyalankara, Proceedings and Transactions of 6th A.I.O. Conference, 1930, p 118; cf: Linguistic Survey of India, Vol X, pp 455-56, Dr G. A. Grierson.
  3. See: The Deeds of Harsha: Being a Cultural Study of Bāṇa's Harshacharita, 1969, p 199, Dr Vasudeva Sharana Agrawala; Proceedings and Transactions of the All-India Oriental Conference, 1930, p 118, Dr J. C. Vidyalankara; Prācīna Kamboja, jana aura janapada =: Ancient Kamboja, people and country, 1981, Dr Jiyālāla Kāmboja, Dr Satyavrat Śāstrī – Kamboja (Pakistan).
  4. Sinor, Denis, المحرر (1990), The Cambridge History of Early Inner Asia, Cambridge University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-24304-1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Collectivization, U.S. Library of Congress, http://countrystudies.us/tajikistan/9.htm
  6. Tajikistan: rising from the ashes of civil war. United Nations
  7. "Tajikistan re-elects leader Rahmon with overwhelming majority". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)