د بې دينو په وړاندې توپيري چلند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له تاريخي پلوه د بې دينانو په وړاندې توپيري چلند، د هغو خلکو په وړاندې توپيري چلند ته ويل کېږي، چې په هېڅ دين باور نه لري. د بې دینانوپه وړاندې په تبعيضي چلند کې منفي رويه، تعصب، دښمني، کرکه، ویره يا د بې دینانو او الحاد په وړاندې نه زغم شامل دي. له دې امله چې الحاد په بېلا بېلو لارو پېژندل کېدای شي، د چا په وړاندې چې توپيري چلند شوی و يا د الحاد پر بنسټ تر تعقيب لاندې نيول شوی وي، شونې ده چې په يو بل وخت يا ځای کې ملحد ونه بلل شي. ديارلس اسلامي هېوادونه، الحاد يا ارتداد ته د مرګ سزا ورکوي او نړيوال بشردوستان دعوه کوي چې، د ملګرو ملتونو د ۱۹۳غړو هېوادونو «غوڅ اکثريت» «د هغو اتباعو په وړاندې تبعيضي چلند کوي، څوک چې پر الله(ج) باور نه لري او په بدترين ډول، دوی د هغو جرمونو له امله  زنداني کېږي چې د کفر په نوم ياديېږي».[۱][۲][۳]

په هغو هيوادونو کې چې وګړي يې ډيری مسلمانان دي، ملحدينو ته سختې سزاګانې ورکول کېږي، لکه د حقوقي حيثيت لغوه کېدل يا د ارتداد په حالت کې په اعدام محکومېدل.[۴]

نور نومونه[سمول]

کله ناکله داسې توپيري چلند ته اتوفوبيا، اتيستوفوبيا، د الحاد ضد او د ملحد ضد توپيري چلند ويل کېږي.[۵][۶][۷]

لرغونې زمانه[سمول]

ټيم ويتمارش وايي چې: د الحاد ضد نظريه په لرغونې نړۍ کې هم وه، خو د دې تبعيضي چلند اندازه معلومول ستونزمن دي ، ځکه چې د ملحدينو يادونه بې له دې چې شته لیکنو ته پاملرنه وشي، په عمومي توګه په سپکاوي سره کېږي. دې ته په کتنې سره چې وحدانيت هغه مهال د لږه کيو نظر و، په لاس کې شته سرچينو تر مخې الحاد په عمومي توګه په شرکي باورونو او ورته عملونو بريد کړی. د «Atheos» (بې خدايه) لفظ په عمومي توګه، د ديني مخالفت لپاره کارول کېده (د موحدينو په ګډون) چې همدې چارې دا مطالعه لا پسې پېچلې کړې ده. له دې ستونزو سره سره، ويتمارش په دې باور دی چې، له دې پرته هم الحاد په هغه وخت کې نژدې يو شان و.  په داسې حال کې چې ملحدان (يا هغه خلک چې ملحد بلل کېدل) کله کله ځورول کېدل، بيا هم دا ځورونه کمه وه (شونې ده له دې امله چې دا يوه کوچنۍ ډله وه او له دې امله چې د بېلا بېلو ديني اندونو په وړاندې نسبي زغم موجود و). نور پوهان په دې باور دي چې بې ديني، وروسته په نوي پړاو کې رامنځته شوه. لوسيان فيور له شپاړسمې پېړۍ مخکې لا ويلي و چې :  د الحاد په اړه ځکه فکر نه کېده چې هغه زمانه په بشپړې ژورتيا سره مذهبي وه. کرم ارمسټرانګ هم له دې موضوع سره موافقه ښودلې او ليکي: «له زېږېدو او ديني غسل څخه نيولې تر مرګ او د کليسا په انګړ کې تر خښېدو پورې، مذهب د هر سړي او ښځې په ژوند غلبه کړې وه. د ورځې هر کار، د کليسا په زنګ برابر شوی او له مذهبي باورونو او قوانينو ډک و، کوم زنګ چې مسلمانان لمانځه ته راغوښتل، دوی مسلکي او عام ژوند په واک کې درلود-ان اصناف او پوهنتونونه هم مذهبي ادارې وې...ان که يو بې ساري انسان د دين پر نوعيت او خدای پر شتون د پوښتنې کولو لپاره اړين حقيقت تر لاسه کاوه، هغه به هيڅ ملاتړ نه شو موندلای، نه د هغه وخت په فلسفه کې او نه په علم کې». په دې بنسټ چې حکومتي واک د الهی حق په مفهوم ولاړ و، حکومت ته له سيمه یيزو خدايانو څخه د منکرو کسانو له خوا ګواښ پېښېده. هغه خلک چې د بې دينه نوم پرې اېښودل کېده، د لومړيو مسلمانانو او مسيحیانو په ګډون، په پايله کې تر قانوني تعقيب لاندې نيول کېدل. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د نوي پړاو لومړني وختونه او سمون[سمول]

د نوې پړاو په لومړيو کې، د «بې دينه» ټکی د سپکاوي په توګه کارېده او په ډېرو خلکو د عمل وړ و، د هغو خلکو په ګدون څوک چې د الهي باورونو مخالف و، د هغو پر ضد چې ځانوژنه يې کوله، بداخلاقه وو يا يې خپله افراط کاوه او ان د جادوګرۍ د باور په مخالفينو هم. د توماس اکويناس په څېر فیلسوفانو هم بې دينه باورونه د نظم او ټولنې لپاره ګواښ باله. قانون پوه او پوهاند توماس مور وايي چې: مذهبي زغم بايد په ټولو کې عام شي، پرته له هغوی چې په خدای يا د روح په تلپاتي والي باور نه لري. د ديني آزادۍ د نويو مفاهيمو بنسټګر جان لاک استدلال کوي چې: (د کاتوليکانواو مسلمانانو په ګډون) ملحدانو ته بايد د هويت بشپړ حقوق ورنه کړل شي. [۱۴][۱۵][۱۶]

د څېړنو پر مهال ډېری هغه کسان چې په الحاد يا ارتداد يا دواړو تورن شوي وو، شکنجه شوي يا اعدام شوي دي. په دوی کې پادري جوليو سزار وانيني هم شامل دی چې په ۱۶۱۹ ز کال کې خپه او وسوځول شو او باوقاره سړی « Kazimierz Łyszczyński» څوک چې په وارسا کې اعدام شوی و. فرانسوی اتين دوله چې په ۱۵۴۶ ز کال کې اعدام شو. که څه هم په نولسمه پېړۍ کې ((د ملحدو شهيدانو)) په توګه اعلان شول، وروستي پوهان په دې باور دي چې د نوې اصطلاح تر مخې هغه عقايد چې دوله او وانيني خپل کړي وو، ملحدانه نه دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

نوی پړاو[سمول]

ويکټوريايي بریتانيه[سمول]

د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د بریتانيې ملحدين که څه هم شمېر یې لږ وو، د تبعيضي کارونو موخه ګرځېدلي وو. کله چې شاعر پرسي بيش شلي «د الحاد اړتيا» تر عنوان لاندې يوه لیکنه خپره کړه، هغه د اکسفرډ له پوهنتون څخه وايستل شو او د دوه بچيانو له ساتنې محروم کړای شو. هغه چا چې په قضايي بهير کې به یې په مسيحيت لوړه نه کوله، په محکمه کې د شاهدۍ ورکولو وړ نه و، تر څو انصاف تر لاسه کړي، تر دې چې په ۱۸۶۹ز او ۱۸۷۰ ز کلونو کې دا شرط د قوانينو په تصويب سره له منځه ولاړ.[۲۱][۲۲]

چارلز برادلاو يو ملحد په ۱۸۸۰ ز کال کې د بریتانيې د پارلمان د غړي په توګه انتخاب شو. هغه د خپلې دندې د لوړې تر سره کولو پر ځای، د تاييد له حق څخه محروم شو او وروسته د لوړې کولو له وړتيا هم محروم شو؛ ځکه نورو غړو نیوکه وکړه چې هغه خپله ويلي چې دا کار به بې معنا وي. برادلاو له دې وروسته درې ځلې بيا هم انتخاب شو، او په پای کې په ۱۸۸۶ ز کال کې د دې وړ وګرځېد چې خپله چوکۍ اشغال کړي او دا له هغې وروسته چې د پارلمان رئيس هغه ته اجازه ورکړه چې د لوړې مراسم تر سره کړي.

نازي المان[سمول]

په المان کې د نازيانو د واکمنۍ پر مهال، د ۱۹۳۳ ز کال په يوه حکم کې راغلي و: «د کومې مذهبي تګلارې د نه درلودلو په دليل، بايد هېڅ هېوادنی سوسياليست زيان ونه ويني». بيا هم حکومت د بې خدايه کمونستانو سخت مخالفت کاوه، په همدې کال د المان په ټولو ملحدانو او کیڼ اړخو آزادو فکري سازمانونو، لکه : د المان آزاد فکرانو اتحاديه (د ۵۰۰۰۰۰ غړو په لرلو) بنديز ولګېد؛ نازيانو د ۱۹۳۰ ز کلونو تر منځ ځينې ښي اړخي ډلې وزغملې. په ۱۹۳۳ ز کال کې د هیټلر په يوه وينا کې هغه ادعا وکړه چې الحادي خوځښت يې ايستلی دی.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د هغو مذاکراتو په اوږدو کې چې د ۱۹۳۳ ز کال د اپريل په شپږوېشتمه یې د واتيکان-نازي موافقه رامنځته کړه،  د غیر ديني تمايلاتو له امله هیټلر وويل :«بې دينه ښوونځي هېڅکله نه شي زغمل کېدای». هيټلر يادې ژمنې ته په پرله پسې ډول پاملرنه نه کوله، بلکې په ټوله کې يې ياد تړون ته پاملرنه نه کوله، په ۱۹۳۹ ز کال کې د کاتوليکانو ټول ښوونځي يا منحل شول يا په عامه تاسيساتو بدل شول.[۲۹][۳۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Atheists in Lebanon". Freethought Lebanon (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Somin, Ilya. "Atheists May Be the Most Unpopular Minority" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Robert Evans (په 9 December 2013 باندې). Atheists face death in 13 countries, global discrimination: study. Reuters
  4. "'God Does Not Exist' Comment Ends Badly for Indonesia Man". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Warf, Barney (2015). "Atheist Geographies and Geographies of Atheism". In Stanley D. Brunn; Donna A. Gilbreath (المحررون). The Changing World Religion Map. 4. د کتاب پاڼې 2225. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-017-9375-9 – عبر Amazon.com. [...] to openly discriminate against them [atheists], or practice atheophobia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ribeiro, Henrique Jales (2009-12-01). Rhetoric and Argumentation in the Beginning of the XX Century (په انګلیسي ژبه کي). Imprensa da Universidade de Coimbra / Coimbra University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789898074775. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Cragun, Ryan T.; Joseph H. Hammer; Jesse M. Smith (2013). "North America". In Stephen Bullivant; Michael Ruse (المحررون). The Oxford Handbook of Atheism. Oxford University Press. د کتاب پاڼي xiii, 615+. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199644650. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۷ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Whitmarsh, Tim (2015). Battling the Gods: Atheism in the Ancient World. Knopf. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-307-95833-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Davidson, Nicholas (1992). "Unbelief and Atheism in Italy". In Michael Hunter; David Wootton (المحررون). Atheism from the Reformation to the Enlightenment. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 55–86. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-822736-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Armstrong, Karen (1994). A History of God: The 4000-year Quest of Judaism, Christianity, and Islam. Random House, Inc. د کتاب پاڼي 286–87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-345-38456-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kelley, Donald R. (2006). Frontiers of History: Historical Inquiry in the Twentieth Century. Yale University Press. د کتاب پاڼې 115. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-12062-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Gey, Steven G. (2007). "Atheism and the Freedom of Religion". In Martin, Michael (المحرر). The Cambridge Companion to Atheism. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 250–253, 260–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-84270-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Armstrong, Karen (1994). A History of God: The 4000-year Quest of Judaism, Christianity, and Islam. Random House, Inc. د کتاب پاڼي 98, 147. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-345-38456-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Davidson, Nicholas (1992). "Unbelief and Atheism in Italy". In Michael Hunter; David Wootton (المحررون). Atheism from the Reformation to the Enlightenment. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 55–86. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-822736-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Armstrong, Karen (1994). A History of God: The 4000-year Quest of Judaism, Christianity, and Islam. Random House, Inc. د کتاب پاڼي 286–87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-345-38456-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Laursen, John Christian; Nederman, Cary J. (1997). Beyond the Persecuting Society: Religious Toleration Before the Enlightenment. University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼې 142. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8122-1567-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Brooke, John Hedley (2005). Heterodoxy in Early Modern Science and Religion. Maclean, Ian. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-926897-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Kłoczowski, Jerzy (2000). A History of Polish Christianity. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 155. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-36429-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Onfray, Michel (2007). Atheist manifesto: the case against Christianity, Judaism, and Islam. Leggatt, Jeremy (translator). Arcade Publishing. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55970-820-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Chadwick, Owen (2003). The Early Reformation on the Continent By. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-926578-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Larson, Timothy (2003). "Victorian England". In Cookson, Catharine (المحرر). Encyclopedia of religious freedom. New York: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-94181-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Gey, Steven G. (2007). "Atheism and the Freedom of Religion". In Martin, Michael (المحرر). The Cambridge Companion to Atheism. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 253–255. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-84270-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Baynes, Norman Hepburn (1969). The Speeches of Adolf Hitler, April 1922 – August 1939'. H. Fertig. د کتاب پاڼې 378. Without pledging ourselves to any particular Confession, we have restored faith to its pre-requisites because we were convinced that the people needs [sic] and requires [sic] this faith. We have therefore undertaken the fight against the atheistic movement [Gottlosenbewegung], and that not merely with a few theoretical declarations: we have stamped it out. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Smith, Christian (1996). Disruptive religion: the force of faith in social-movement activism. Routledge. د کتاب پاڼي 156–57. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-91405-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Stackelberg, Roderick (2007). The Routledge Companion to Nazi Germany. Routledge. د کتاب پاڼي 136–8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-30860-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 14 May 1933 باندې). Atheist Hall Converted: Berlin Churches Establish Bureau to Win Back Worshipers. The New York Times.
  27. Bock, Heike (2006). "Secularization of the modern conduct of life? Reflections on the religiousness of early modern Europe". In Hanne May (المحرر). Religiosität in der säkularisierten Welt. VS Verlag fnr Sozialw. د کتاب پاڼې 157. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-8100-4039-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Kaiser, Jochen-Christoph (2003). Christel Gärtner (المحرر). Atheismus und religiöse Indifferenz. Organisierter Atheismus. VS Verlag. د کتاب پاڼي 122, 124–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-8100-3639-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Ernst Helmreich, The German Churches Under Hitler. Detroit: Wayne State Univ. Press, 1979, p. 241.
  30. Evans, Richard J. (2005). The Third Reich in Power. New York: Penguin. کينډۍ:ISBN; pp. 245–246