د بین النهرین جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بین النهرین جګړه یا د بین النهرین جبهه د لومړۍ نړیوالې جګړې په منځني شرقي محاذ کې جګړه وه چې د منفقینو په استاذولۍ د برتانیې سترواکۍ ، د برتانیا او استرالیا ځواکونو او د برتانوی راج  له خوا د مرکزي ځواکونو په وړاندې او اکثرا د عثماني سترواکې په مقابل کې پېښه شوه.  دا جګړه  په کال ۱۹۱۴ کې د برتانیا  له خوا د وچې او سمندري ځواکونو د پیاده کولو له لارې پیل شوه ترڅو د انګلوـ فارس د تیلو ذخېرې په خوزستان اوشط العرب کې وساتي. که څه هم له دې جګړې لویه جګړه پیل شوه او موخه دا شوه چې د بغداد کلیدي ښار ونیول شي او عثماني ځواکونه له نورو جبهو را وګرځوي. دا جګړه په کال ۱۹۱۸ کې د مودروس د جګړې د متارکې په واسطه پای ته ورسېده او د عراق ( چې وروسته بین النهرین ونومول شو) د پرېښودو او د عثماني سترواکۍ د وېشل کېدو لامل شوه. [۱]

جګړه د الفو په نظامي کلا باندې مخکې له دې چې په چټکۍ سره د بصرې په لور پرمختګ وکړي تر څو د برتانیا د تیلو زېرمې په فارس یا اوسني ایران کې وساتې،  د انګلو هندي د یوې ځمکنۍ او سمندري فرقې له پیاده کېدو وروسته پیل شوه . له ښکته کېدو وروسته، د متفقینو ځواکونو د تګریس او ایوفرېتس د سیندونو په غاړو کې بریالیتوبونه تر لاسه کړل او عثماني ځواکونه يې چې د شیبا د جګړې په ترڅ کې د بصرې د بیرته نيولو په هڅه کې و شاته وتنبول. دا پرمختګ هغه وخت د کال ۱۹۱۶ د دسمبر په میاشت کې ودرول شو چې د متفقینو ځواکونه د کوت ښارګوټي ته چې د بغداد سویل ته پروت و ورسیدل او هلته محاصره او وځپل شول چې دا ځپل په لومړۍ نړیوالې جګړه کې د متفقینو ستره ماته وبلل شوه. له دې ماتې وروسته، د متفقینو قواوې بیا له سره منظمې شوې او د بغداد  د نیولو لپاره یې نوې جګړه پیل کړه. د عثماني سترواکۍ د ځواکونو له خوا د سخت مقاومت سره سره، بغداد د کال ۱۹۱۷ د مارچ په میاشت کې ونیول شو او عثمانیانو د مودورس تر سولې پورې نورې ماتې وزغملې. [۲]

جګړه په بین النهرین باندې د برتانیا په قیمومیت او له سیمې څخه د عثمانیانو له وتلو وروسته د قدرت په  موازنه کې له بدلون وروسته پای ته ورسېده. په ترکیې کې، د عثماني وروستې پارلمان عناصرو لاهم د اوسني عراق ځينو سیمو لکه موصل دعوه کوله او ویل یې چې دا د ترکیې سیمې دي، چې دا د متفقینو له خوا د قسطنطنیې/ استانبول د اشغال لامل شو. پرېکړه وشوه چې هلته د هاشمایتې سلطنت را منځ ته شی چې د برتانیا د ډېر نفوذ لاندې به وي او فیصل به یې لومړی پاچا وي.  

مخینه[سمول]

لومړۍ نړیوالې جګړې ته د عثماني سترواکې تر داخلیدو د مخه، برتانیا سویلي لویدیځ فارس ( اوسنی ایران) او خوزستان  کې دتیلو زېرمو دلاس ته راوړلو لپاره د انګلو فارس د کمپنې دقانوني حق له لارې ځانګړي حقونه ترلاسه کړي و. فارس لا له پخوا د برتانیا او روسې ترمڼځ په کال ۱۹۱۶ کې د نفوذ د حدودو له اړخه وېشل شوی و چې دا د برتانیا تر نفوذ لاندې د تېلو زېرمې هم په کې شاملې وې. د فارس د پطرولیمو د انتقال لپاره د تېلو نل لیکه د کارون د سیند په اوږدو کې د شط العرب  په بحرې لاره تېر شوې  وه  چې تصفیه خونې یې په سیمه کې د  آبادان په جزیره کې وې. د شط العرب ډېره برخه  د عثماني سترواکۍ تر تسلط لاندې بین النهرین کې پرته وه نو دا نل لیکه د یرغل له امله زیان منونکې وه.  په دې سیمه کې پطرولیم د برتانیا د تېلو په واسطه چلیدونکې توربین لپاره چې په جنګي بیړۍ کې ځای په ځای کېدل او د تولول ( یو ډول هایدروکاربن) د تولید لپاره چې د چا ودېدونکو موادو د تویلد  لپاره کاریدل خورا حیاتې و. د تیلو د مسألې تر څنګ، برتانیا غوښتل چې د فارس په خلیج کې نفوذ وساتې، د محلې عربانو ملاتړ وکړي او عثمانیانو ته خپل فدرت وښیي ، سر اېدموند بارو د  هندې دفتر نظامي سکتر وایي (( ظاهرا، برتانیا د تيلو په فکر کې وه ، خو په واقعیت کې  يې غوښتل ترکان خبر کړي چې هغوی د تجارت په معنی دي او عربو ته وښیي چې دهغوی ملاتړ کوي)). په دې عواملو سربېره، د برلین او بغداد تر منځ د ریل پټلۍ جوړول  په سیمه کې د جرمني نفوذ ډېرکړ چې دا هم د برتانیا لپاره یو اندېښنه وه. ترکان هم په دې نه توانېدل چې په بشپړه توګه بین النهرین کنترول کړي او تل به له ګاونډي فارس سره په سرحدې منازعو کې ښکېل و، نو له همدې امله محلي پالیسی به تر ډېره د محلي عربو د قبيلو په واسطه ټاکل کېده. له دې وروسته،  د کال ۱۹۱۴ د نومبر په ۱۴ کې، عثماني دولت د اسلام د غلیمانو په وړاندې مقدسه جګړه ( جهاد) اعلان کړ چې په دې کې ځينې مرکزي قدرتونه په دې مستثنی و تر څو ځينې عثماني عربان دې ته وهڅوي چې له عثماني امپراطورۍ سره ژمن وي او د متفقینو په وړاندې وجنګېږي. په دې کې ځينې شیعه مسلمانان شامل و چې پخوا په سترواکۍ کې یوه مظلومه ډله وه .  [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د هندي او برتانوي نظامي دفترونو تر منځ  د کال ۱۹۱۲ یو هوکړه لیک ښودله چې په بین النهرین یا فارس خلیج کې د جګړې په صورت کې، دا به د هندي نظامیانو مسؤلیت وي چې په سیمه کې د جګړې ملاتړ وکړي.  که څه هم فارس خلیج د لندن لپاره  یو لومړیتوب نه و او د سویس د کانال او لویدیځې جبهې په څېر ډېر مهم نه بلل کېدل، خو دهلي د بغداد د نیولو لپاره یو یرغل پلان کړ. د کال ۱۹۱۴ د اکتوبر په ۲۹، عثماني جنګي بېړیو د جرمني امیرالبحر ویلهلم سوکون په قومانده په توره بحیره کې د روسیې څو بحري سرحدونه بمبارد کړل، چې د کال ۱۹۱۴  د نومبر په دویمه د روسیې له خوا د جګړې د اعلان لامل شول او د نومبر په ۵ برتانیا او فرانسې هم په ورته عمل لاس پورې کړ. دا چې اوس عثماني سترواکي د اصلي سترو قدرتونو سره په جګړه کې وه، نولومړيتوب یې د روسیې په وړاندې د قفقاز جګړه وه، نو د عثماني ستر واکۍ د جګړې وزیر انور پاشا  د اوه دریشمې فرقې  او دیارلسمې قول اردو مرکزي دفترونه یې دې محاز ته واستول تر څو د دریم ځمکنې پوځ ( دا پوځ د سکوپ جې په سیمه کې مېشت و)  څخه ملاتړ وکړي. دیارلسمه قول اردو ټوله د سنای او فلسطین د جګړې لپاره پیاده شوه. د څلورم ځمکني پوځ مرکزونه سوریې ته واستول شول تر څو هلته د دویم ځمکني پوځ په ځای چې استانبول ته استول شوی و فعالیت وکړي . د څلورم ځمکني پوځ په ځای دعراق سیمه ایز پوځ و چې اته دیرشمه فرقه یې تر قوماندې لاندې وه. دا فرقه د ډګرمن سلیمان عسکري بې په واسطه رهبري کېده. د برتانیا عملیاتي پلان کې په شط العرب کې د ځواکونو بیاده کول او تر ډېره د یوې دفاعي جګړې پیلول  شامل و. د بر تانیا او هند د پونا تقویه شوې فرقه د هندې فرقي په توګه په بحرین کې یرغل ته د انتظار لپاره  ځای په ځای شوه .د متفقینو قواوو په اصل کې غوښتل چې د فارس تر کنترول لاندې د ابادان جزیره ونیسي ، خو له فارس سره د جګړې د تحریک له  وېرې ځواکونه په فااو کې ښکته شول. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

عملیات[سمول]

۱۹۱۴[سمول]

د کال ۱۹۱۴ د نومبر په ۶، د برتانیا یرغلیز عمل په فا او کې د زړې کلا په بمبارد پیل شو، دا کلا د شط العرب او فارس خلیج د یوځای کېدو په ځای کې پرته وه. په فا او کې تر پیاده کېدو وروسته، د برتانوی، هندي استول شوي ځواکونه چې د پونا شپږمه فرقه پکې شامله وه او مشري یې ډګرمن ارتور بارېت او پرسی کاکس ( سیاسي افسر) کوله د عثماني له ۳۵۰ ځواکونو او ۴ توپونو له مخالفت سره مخامخ شوه، دا کلا ونيول شوه او د غلیم ډېر عسکر ووژل شول. د نومبر تر نیمایی پورې د پونې فرق ساحل ته نژدې شوه او د بصرې په لور یې حرکت وکړ. [۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Mesopotamian Front | International Encyclopedia of the First World War (WW1)". encyclopedia.1914-1918-online.net. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Christopher Catherwood (22 May 2014). The Battles of World War I. Allison & Busby. د کتاب پاڼي 51–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7490-1502-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. The Encyclopedia Americana, 1920, v.28, p.403
  4. Ewen W. Edwards, "The Far Eastern Agreements of 1907." Journal of Modern History 26.4 (1954): 340–355.
  5. Hart, Peter (2013). The Great War (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 1st). London: Profile Books Ltd. د کتاب پاڼې 268. د کتاب نړيواله کره شمېره 978 1 84668 246 9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Davis, Paul (1994). Ends and Means: The British Mesopotamian Campaign and Commission (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 1st). Fairleigh Dickinson University Press. د کتاب پاڼي 31–34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0838635308. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Cohen, Stuart (1978). "Mesopotamia in British Strategy, 1903–1914". International Journal of Middle East Studies (په انګلیسي ژبه کي). 9 (2): 171–181. doi:10.1017/S0020743800000040. ISSN 1471-6380. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Stremmel, Fabian (2015-01-02). "An Imperial German Battle to win over Mesopotamia: The Baghdad Propagandaschule (1909–17)". Middle Eastern Studies (په انګلیسي ژبه کي). 51 (1): 49–71. doi:10.1080/00263206.2014.934818. ISSN 0026-3206. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Cohen, S. A. (1976). "The genesis of the British campaign in Mesopotamia, 1914". Middle Eastern Studies (په انګلیسي ژبه کي). 12 (2): 119–132. doi:10.1080/00263207608700311. ISSN 0026-3206. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Berridge, W. J.; al-Aboody, Sattar (2017-07-04). "The Battle of Sha'iba, 1915: Ottomanism, British Imperialism and Shia Religious Activism during the Mesopotamian Campaign". The Journal of Imperial and Commonwealth History (په انګلیسي ژبه کي). 45 (4): 630–651. doi:10.1080/03086534.2017.1353258. ISSN 0308-6534. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Jihad, Holy War (Ottoman Empire) | International Encyclopedia of the First World War (WW1)". encyclopedia.1914-1918-online.net. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Bennett, Geoffrey (1968). Naval Battles of the First World War. London: Batsford. د کتاب پاڼې 41. OCLC 464091851. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Edward J. Erickson, Ottoman Army Effectiveness in World War I: a comparative study (Routledge, New York, 2007), 67, 68.
  14. Hart, Peter (2013). The Great War (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 1st). London: Profile Books Ltd. د کتاب پاڼې 268. د کتاب نړيواله کره شمېره 978 1 84668 246 9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Edward J. Erickson, Order to Die: A History of the Ottoman Army in the First World War, Greenwood Press, 2001, ISBN 0-313-31516-7, p. 43.
  16. Gardner, Nikolas (July 2004). "Sepoys and the Siege of Kut-al-Amara, December 1915-April 1916". War in History (په انګلیسي ژبه کي). 11 (3): 307–326. doi:10.1191/0968344504wh302oa. ISSN 0968-3445. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Cohen, S. A. (1976). "The genesis of the British campaign in Mesopotamia, 1914". Middle Eastern Studies (په انګلیسي ژبه کي). 12 (2): 119–132. doi:10.1080/00263207608700311. ISSN 0026-3206. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Slot 2005, p. 409
  19. Slot 2005, p. 407