د بیمې په اړه لنډ معلومات
بيمه
بيمه يا (Insurance)چي پښتو ژبه کي داطمينان،ډاډ عربي ژبه کي التاَمين اوپه دري ژبه کي بيم،ترس په معني استعماليږي. هغه تړون دي چي دبيمه ګذار او بيمه ګر ترمنځ صورت نيسي. بيمه ګذار په هر ټاکلي وخت کي يو ټاکلي اندازه پيسي دحق البيمي په ډول بيمي شرکت ته ورکوي،اودزيان رسيدوپه وخت کي بيمي شرکت ورته دخساري جبران ورکوي.
يا : بيمه ددوو جوانبو ترمينځ داسي يوه معاهده ده چي په هغي کي يو جا نب دبيمي کمپني او بل جانب بيمه کيدونکي وي دبيمي کمپني بيمه کيدونکي سره وعده کوي چه کله هم د بيمه کونکي مال ، ځان ته د کومي وجه نه څه نقصان ورسيږي نو د هغي نقصان جبران به د بيمي د شرکت لخوا ورکول کيږي چي ددغه جبريه د جبران په صورت کي د بيمي شرکت د بيمه کونکي څخه يو معينه اندازه مبلغ د حق البيمي په توګه اخلي .
د بيمي د پورتنيو تعريفونو څخه داسي څرګنديږي چي بيمه په اصل کي په خپله د خطرونو مخنيوي کوي بلکه نوموړي خطرونه يا زيانونه د بيمي شرکت ته انتقال مومي او شرکت ددي خطرونو د قبلولو معاوضه د حق البيمي په شکل ترلاسه کيږي.
دبيمي تاريخي سير دوره
بيمه شل (٢٠) پيړي دمخه د بابليانو ( يونيانانو ) له خوا رامينځ ته شوي څرنګه چي په هغه وخت کي د تجارتي مالونو انتقال د بحراو وچي د لاري د يو ځاي څخه بل ځاي ته انتقال موند ه نو د لاري په اوږدو کي دغه تجارتي مالونه خوندي نه وه نو تجاران د يوخوا دداسي لاري د پيدا کيدو په لټه کي شول چي ترڅو د هغي لاري په مرسته ددوي مالونه مطلوب ځاي ته ورسيږي چي پدي ډول هغوي خپل مالونه د بيمي په شکل بيمه کړي که چيري د لاري په اوږدو کي ورته کوم تاوان ورسيږي نو دهغه مالونو تاوان ورکول کيده او د وخت په تيريدو سره د بشريت د ذهني ودي له امله سوداګريزو فعاليتونو پرمختګ وکړ او په دي حالت کي د بيمي رامينځته کيدل دځان او مال په مقابل کي د اوسني بيمي مفهوم رامينځته کړ.
په ١٦٨٠ م کال کي د فو نکس ، شورنس په نوم د بيمي شرکت رامينځته شو اوددي څخه وروسته په ١٧٢٠ م کال کي sun fire office ، لندن انشورنس او رايل انشورنس ايکسچنج کمپني مينځ ته راغلي
په همدي ترتيب د بحري بيمي شرکت د نن څخه څلور پيړي د مخه په ايټاليا کي رامينځ ته شو . همدارنګه د وچي د مالونو د بيمي شرکتونه په اولسمه پيړي کي د جرمني هيواد د هامبورګ په ښار کي تاسيس شو په همدي توګه په ١٨٩٨ م کال کي د فرانسي حکومت ټولنيزه بيمه رواج او د کارنه پاتي خلکو ته يي د تقاعد د بيمي شوکتونه جوړ کړه
د شلمي پيړي په پيل کي پدي اړوند نورهم پرمختګونه پراخه شو چي په همدي لړکي په افغانستان کي په ١٣٣٤ ه ش کال د تجارت د اصولو له مخي په ١٣ ماده کي د بيمي څخه يادونه شويده او په ١٤٥١ م کال په رسمي جريده کي د مالي بيمي قانون خپورشويدي
دبيمې ضرورت
بيمه دکاروبار،جايداد اوژوندانه لپاره دزيات اهميت لرونکي ده چې په لاندي ډول يې څيړو.
1. دکاروبارلپاره دبيمې ضرورت : کاروباري خلک په دوديز ډول دلري پرتوهيوادونوڅخه دبحري کشتيوپه ذريعه مالونه راغواړي چې دغه مالونوته دسفرپه مهال داورلګيدنې اونوروبحري خطرونودپيښيدوويره موجوده وي .که چيري دبيمې په وسيله دغه زيانونه دبيمې شرکت ته انتقال نشي نوتجاربه مجبور وي چې دغه زيان پخپله وگالي چې په نتيجه کې تجارمفلس اودخپل کاروبارپريښودوته مجبور شي .ددې
څخه داسې معلوميږي چې دبيمې په صورت کې دکاروبارزيانونه له تجارڅخه دبيمې شرکت ته انتقال اودکاروبارلپاره ډاډاواطمنان رامنځته کيږي .
2. دجايدادلپاره دبيمې ضرورت : کوردوکان اونوروغيرومنقوله جايدادونوته زياد خطرپيښيدلي شي .کچيري نوموړي شيان بيمه نکړاي شي نوزيانونه به يواځې دجايداد دخاوندپه غاړه وي مگردبيمې په صورت کې نموړي زيان دبيمې شرکت ته انتقال مومي .
3. دژوندانه لپاره دبيمې ضرورت : دانسان په ژوند هيڅ اعتبارنشته اوهيڅکله ددي معلومات نه کيږي چې انسان ته مرگ کله اوچيرته اوڅنگه پيښيږي کچيرې انسان ته په ناڅاپي ډول مرگ پيښ شي اودهغه څخه پاتي خلکوته هيڅ عايداتي وسيله نوي پاتي نوهغوي دمالي ستونزوسره مخامخ کيږي .نوپدي ډول که نو موړي شخص خپل ژوند بيمه کړي وي نو داو دده کورني له پورتنيو ستو نزو سره نه مخامخ کيږي ځکه د بيمي شرکت دپيښوپه صورت کي دويته يو څه پيسي ورکوي.
دبيمې شرعي متبادله لاره:
دبيمې متبادله لاره خويومرستندويه بيمه ده يا Mutual Insurance په کومه کې چې گډون کوونکي په خپله خوښه روپي جمع کوي له دوي سره مرسته کيږي اودکال له پوره کيدو وروسته که څه روپي پاتي شي هغه ګډونکو ته دهغوي له برخي سره سم ورکولاي شي اوياهم دراتلونکي،کال دپاره ددوي په نامه جمعه کولاي شي –لدي پرته په ځينو اسلامي هيوادونو کي د(شرکات التکافل)په نامه ځيني کمپني دتجارتي بيمي دمتبادل اسلامي صورت په بڼه جوړي شوي.هلته بياهره بيمه کوونکي کس دبيمه دبيمي ونډه اخيستونکي ګڼل کيږي .کمپني خپله پانګه په ګټورواو حلالو کارونوکي لګوي عوايد يي په خپلو ونډو لرونکو و يشي اود کمپني دسپماشوي جمعي نه بيمه لرونکي دزيانونوتلافي کوي
بيمه داسلام په رڼا کي :
بيمي په هکله اسلامي علماوو هم زيات نطريات ورکړي او هغه يي داسي تعبيروي چي په بيمه کي هميش لپاره يو اړخ په ګټه کي او بل اړخ په تاوان کي قرار لري يعني کله چي بيمه شوي شخص دبيمي کمپني ته هره مياشت يا کال پيسي ورکوي نو ددي لپاره دغه پيسي مصارف دي او بيمي کمپني لپاره ګټه دي چي دلته ددي شخص لپاره دبيمي کمپني هيخ هم نه دي کړي يا ددي برعکس يو شخص بيمي کمپني ته يوه اندازه حق البيمه ورکوي خو دغه شخص ددي مبلغ څخه په زياته اندازه زيانمن کيږي او په دي صورت کي دبيمي کمپني له زيات تاوان سره مخ کيوي خو بيمه شوي شخص بيا ډيره ګټه کوي چي دغه کار په اسلام کي ناروا دي چي يو شخص دي په يو شي کي زياته ګټه وکړي او بل شخص دي په همدي شي کي په زياته اندازه زيانمن شي . چي په دي اړه د مکې مکرمې د علمي څيړنو او افتا دايمي ټولنه ليکي :
ژباړه : بيمه (Insurance)) په دې معني ده چې يو کس هر مياشت يا هر کال د بيمې شرکت ته څه مبلغ ورکوي او د هغه په مقابل کې شرکت دا ظمانت او تعهد کوي چې هر کله څه حادثه مينځته راشي دغه شخص ته به د هغه خساره ور کوي .
په هر حال کې بيمه ور کوونکي د ضرر او تاوان په حال کې وي مګر د بيمې شرکت کله توان کوي او کله ګټه نو هغه معامله چې هميشه د برد باخت په حال کې وي قمار بلل کيږي . چې قمار حرام او لويه ګناه ده
د بيمې ټول هغه ډولونه چې په تاوان باندې مشتمل وي حرام دي په دليل ددې حديث شريف ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي: «ان النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ : نَهَي عَنْ بَيْعِ الْغَرَر» مسلم (1513) ( يعنې رسول الله صلي الله عليه وسلم د د اسې بيع چې په هغه کې ضرر وي منعه فرمايلې ده ).
د بيمي دوه اړخونه :
د بيمي د معاهدي په ټړون کي لاندي دوه اړخونه وجود لري .
ü بيمي لرونکي ( بيمه شوي ) : د بيمه لرونکي څخه هدف هغه شخص يا اداره ده چي هغه خپل ژوند يا جايداد يي بيمه کړي وي
ü د بيمي کمپني : د بيمي د کمپني څخه هدف هغه اداره ده چي د کوم يو شخص ژوند ، صحت يا نور شيان بيمه کوي او دهغوي د زيانونو تلافي په غاړه اخلي
دبيمې شکلونه اوانواع
دتاريخ په اساس بيمه په لومړيووختونوکې صرف بحري اوترانسپورتي بڼه يي درلوده چې ورو ورويي پرمختگ وکړواو په نوروډولونووويشل شول.
بيمه په عمومي توګه په دوو برخوباندي ويشل کيږي لکه ټولنيزبيمه اواختصاصي بيمه چې هرډول يي ځانته مختلف انواع لري :
ټولنيزه بيمه: پدې ډول بيمه کې حکومت يوډول داسې کړنلاره خپلوي چې له امله يې دخلکويوه ټولي ته درسيدلي زيان دتلافي اوياهم گټې دلاسته راوړلولاره هواره شي .دمثال په ډول حکومت ددفترونودکارکوونکوله تنخواگانوڅخه هرمياشت يوڅه اندازه پيسې اخلي له هغې نه بيايوه ډيره مجموعه پيسې جوړيږي چې دکارکونکودمړيني اويا بلې پيښې پرمهال زياتي روپي وارثانوته اوياهم په خپله کارکونکې ته ورکول کيږي .لکه دصحت بيمه اوداسې نور...
دټولنيزي بيمې ډولونه :
1. دکارگروبيمه: داهغه ډول بيمه ده چې دکارگرانوژوند دحوادثواوزيانونوپه وخت کې بيمه کوي او اوښتي زيانونه ورته ورکوي .
2. له کاره پا تي وگړوبيمه : هغه بيمه ده چي يو سړي دمعيوبيت يا بل له مخي نشي کولاي چي کاروکړي اودبيمي شرکت دهغه ژونداو معاش تضمين کړي همدارنګه دحکومت دکار په قانون کي دکار ګرلپاره محل معلوم وي چي دعمر په زيا تيدوسره په کور کي تنخوا ورکوي لکه تقاعد .
3. دعمربيمه:د عمربيمه هغه بيمه ده چي دهغي په رڼاکي دبيمي شرکت ژمنه کوي چي دمعلومي حق البيمي په ورکولوسره يوه اندازه پيسي دمړشوي سړي پاتي کسانو ته ياورثه وته ورکړي دعمر بيمه ډير ډولونه لري .(١)
Ø دمشترک ژوند بيمه :دعمر دبيمي په دي ډول کي دوه ياددووڅخه زيات اشخاص شامل وي که چير ته په دوي کوم شخص مړشي نودبمي شرکت بيمه شوي باقي اشخاصوته ورکوي:
Ø دواده بيمه :دغه بيمه والدين دخپلوبچودواده لپاره حاصلوې چې دوې دبېمې شرکت ته حق البيمه ورکوي اود يووخت څخه وروسته دخپلو بچودواده لپاره ټولي پيسي يوځل اخلي چي دغه شان والدين دخپلوبچيانو دواده دمصارفوڅخه بي فکره وي
Ø دماشومانودتعليم اوتربيي بيمه دغه بيمه په خاص ډول دماشومانو دتعليم لپا ره حاصليږي چي دماشومانو د معقول تعليم لپا ره معلو مه اندازه پيسي لاسته راشي چې دا بيمه په دوه ډوله ده.١:دمقرره وخت لپاره.٢:دخپل مرګ تروخت پورې.
Ø ځانګړې بيمه:داهغه ډول بيمه ده چې په هغې کې يو څوک ديوې ټاکلې ونډې په ورکولوسره کولې شي چي د حوا د ثو په وخت کي کو مکونه او مر ستى تر لاسه کړي چي داډول بيمه ډير ډولونه لري چي اصلى هدف يې دګټي تر لا سه کول دى لکه
1. د پيښوبيمه:-دپيښو(حادثاتي)بيمه ديوي طبعي او يا ټو لنيزي پيښي په وخت ديوي ټاکلي ونډي په ورکولو سره ديوحادثي په واقع کيدوسره دزيان تاوان ورکوي چي داډول بيمه دسوزيدو،ورانيدو،مړکيدو ،زلزلي او د نوروپيښـو په وخت کي دمشتري لپاره د مال،ځان،کور او يا نورو شيانو د ارزښت په اندازه برابر ورکول کيږي.
2. دسوزيدو بيمه(Fire Insurance ) : دسوزيدوبيمه هغه بيمه ده چې دبيمې شرکت هغه زيان په غاړه اخلي چې دبيمه کولو په مهال ياوخت کې بيمه کوونکي دمنقولواوغيري منقولوشيانودسوزيدولپاره يي منلي وي .
3. دغلابيمه : هغه بيمې ته ويل کيږي چې دسوداگرانواوعامووگړوشتمني دغلوپه مقابل کې تضمينوي دغلابيمه دنوروبيموسره يوڅه فرق لري چې هغه فرق ي دادي چې ترغلاوروسته دغلادجرم مامورين اوددولت دپوليسوله خوادغلاځاي اوغلاکوونکي تثبيتوي اوپدې ډول بيمه کې دقرادادپاڼه ډيراهميت لري .
4. تجارتي بيمه (Trade Insurance) دتجارتي مالونوبيمه عبارت دهغه بيمې څخه ده چې ديوتجاردمال تضمين وکړي . چې دغه ډول بيمه دسوداگريزومالونوپه ارتباط په دريو برخوويشل کيږي .
الف: دهرډول ناوړه پيښوپه مقابل کې دتجارتي مالونوبيمه.
ب : دمال ديوي ټاکلي اندازي په مقابل کې دتجارتي مال بيمه .
ج : دټولو ورکوشووتجارتي مالونوپه مقابل کې بيمه
نوټ:
[سمول]افغانستان کي د اسلامي امارت د بیا حاکمیت څخه د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخوندزاده په فرمان د اسلامي شریعت د قوانینو سره سم د بیمې اړونده ټوله کاروبار بند دی.
[سمول]ماخذونه:
[سمول]Ø لکچر نوټ ، استاد شاهد محمود
Ø بيمه ، ګلاب شاه سبحاني
Ø داصلاح انلاين ويبپاڼه
Ø ويکي پيډ يا ، بيمه