د بیل کلینټون ولسمشري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو د ۴۲ ولسمشر په توګه د بیل کلینټون د واک دوره د ۱۹۹۳ ز کال د جنوري په ۲۰ مه نېټه د هغه له لومړۍ لوړې پیل او د ۲۰۰۱ ز کال د جنوري په ۲۰ مه پای ته ورسېده. د ارکنزاس څخه دیموکرات کلینټون وروسته له هغه چې د ۱۹۹۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې برحاله جمهوري غوښتونکي ولسمشر جورج ایچ. ډبلیو. بوش او خپلواک سوداګر نوماند راس پرو ته ماته ورکړه، واک ته ورسېد. څلور کاله وروسته یې د ۱۹۹۶ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي نوماند باب ډول او د اصلاحاتو د ګوند سوداګر نوماند راس پرو ته په ماتې ورکولو سره یوځل بیا ټاکنې وګټلې. د کلینټون جای ناستی جورج. ډبلیو بوش و، چې د ۲۰۰۰ ز کال ولسمشریزې ټاکنې یې ګټلې وې.

دغه هېواد د کلینټون د ولسمشرۍ پر مهال د اقتصادي ودې د یوې پراخې دورې شاهد و. هغه په خپله لومړۍ ولسمشریزه دوره کې څو میاشتې وروسته د ۱۹۹۳ ز کال د بودیجې د تطبیق قانون لاسیک کړ چې له مخې یې مالیات لوړ شول او د بودیجې د زیاتېدو لپاره یې زمینه برابره کړه. هغه د تاوتریخوالي څخه ډکو جرمونو د کنټرول او د قانون د پلې کېدو دوه ګوندیز قانون لاسلیک کړ او د کارګري اتحادیو او چاپېریال پلوه ډلو په مخالفت سربېره یې وکولای شول، د شمالي امریکا د آزادې سوداګرۍ هوکړه لاسلیک کړي. د قانون جوړونې د ابتکاراتو په برخه کې د عمومي روغتیا پالنې د وړاندې کولو په برخه کې د هغه پلان له ماتې سره مخامخ شو، ځکه هېڅکله یې په کانګرس کې اکثریت ملاتړ نه درلود. د ۱۹۹۴ ز کال په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو انقلاب په ټول هېواد کې خپور شو. کلینټون د جمهوري غوښتونکو ګڼ شمېر سیاستونه، لکه: د جنین د سقط اړوند ممنوعیت یې ویټو کړل. هغه د هوساینې اړوند اصلاحاتو او د ماشومانو لپاره د روغتیايي بیمې د تصویب په موخه دوه ګوندیز ائتلاف جوړ کړ.[۱]

د بهرني سیاست په برخه کې، کلینټون په بالکان کې د بم غورځونې لوی عملیات ترسره کړل، چې په کوسوو کې د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې یو قلمرو د رامنځته کېدو لامل وګرځېدل. هغه د پخواني ختیځ بلاک هېوادونو ته د ناټو په پراختیا کې مهم رول ولوباوه او هم یې له روسي ولسمشر بوریس یلتسن سره ښې اړیکې وساتلې. هغه په خپله دویمه دوره کې د ماشومانو د روغتیايي بیمې د پروګرام او په مالي او مخابراتي صنعت باندې د مقرراتو د راکمولو اړوند کار وکړ. د هغه دویمه ولسمشریزه دوره، له ۱۹۶۰ مې ز لسیزې وروسته د لومړي ځل لپاره د بودیجې د زیاتوالي شاهده وه، خو دغه لاسته راوړنه په ۱۹۹۸ ز کال کې د هغه د استیضاح تر سیوري لاندې راغله. د نوموړي استیضاح وروسته له هغه پیل شوه چې هغه د سپینې ماڼې له یوې کار زده کوونکې مونیکا لیونسکي سره له اړیکې لرلو انکار وکړ. په داسې حال کې چې د استازو جرګې د کلینټون د استیضاح اړوند رایه ورکړه، خو سنا هغه ته له هر ډول تورونو برائت ورکړ. هغه روث بادر ګینسبرګ او سټیپن بریر د متحده ایالاتو د سترې محکمې د غړو په توګه وټاکل.

کلینټون هغه مهال دفتر خوشی کړ چې لوړ محبوبیت یې درلود، په ورته مهال د ۲۰۰۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه پام وړ ځای ناستي مرستیال ولسمشر الګور په الکترال کالج کې د جورج ډبلیو بوش پر وړاندې په ډېر لږ توپیر ماته وخوړه. تاریخ لیکونکي او سیاست پوهان کلینټون له منځنۍ کچې د لوړ ولسمشر په توګه درجه بندي کوي.[۲]

د ۱۹۹۲ ز کال ټاکنې[سمول]

په ۱۹۹۱ ز کال کې د خلیج له بریالۍ جګړې وروسته د جورج. اچ. ډبلیو. بوش محبوبیت ګڼ شمېر مخکښ دیموکراتان دې ته متقاعد کړل، چې د ۱۹۹۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي. په داسې حال کې چې ګوندي مشران، لکه: ماریو کومو او دیک ګفارت له نوماندۍ لرې پاتې شول، د ۱۹۹۲ ز کال د دیموکرات ګوند په مقدماتي ټاکنو کې یو شمېر ناپېژندل شوو څېرو ونډه واخیسته. له هغو کسانو چې د دیموکرات ګوند دنوماندۍ په لټه کې و، له ماساچوستس څخه پخوانی سناتور پاول سونګاس، د کالیفورنیا پخوانی والی جری براون او له ۱۹۸۳ ز کال راهیسې د ارکنزاس والي بېل کلنټون و. د ۱۹۹۲ ز کال په فبروري میاشت کې د لومړنیو مقدماتي ټاکنو له ټولګې وروسته، کلینټون د مخکښ نوماند په توګه څرګند شو. د دیموکراتیک ګوند د مرکزي مشرتابه شورا بنسټ اېښودونکی غړي کلینټون، د بروان په څېر ډېر لیبرال نوماند ته په ماتې ورکولو سره د ۱۹۹۲ ز کال په اپرېل میاشت کې ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکراتیک ګوند نوماندي خپله کړه.[۳]

د ټاکنو په ورځ کلینټون ۴۳٪ عامه رایې او د الکترال کالج رایو پراخ اکثریت ترلاسه کړ. بوش ۳۷.۴ سلنه عامه رایې خپلې کړې، په داسې حال کې چې پرو ۱۸.۹ سلنه رایې ترلاسه کړې، دا د ۱۹۱۲ ز کال له ټاکنو وروسته لومړۍ ځل و چې درېیم ګوند او یا هم ولسمشرۍ ته خپلواک نوماند په دومره لویه کچه رایه خپلوي. وروسته ترسره شوو څېړنو وښوده چې، پرو له کلینټون او بوش څخه په مساوي ډول د ځان لپاره رایه ورکوونکي جلب کړي وو. د کلینټون په بریا کې په پراخه کچه د متحده ایالاتو شمال ختیځ شامل و، هغه د منځني لویدیځ، لویدیځ او سوېل په ګڼ شمېر ایالتونو کې بریا خپله کړه. په ورته مهال د کانګرس لپاره په ټاکنو کې دیموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې خپل کنټرول وساته.[۴][۵][۶]

کلینټون د لوړې په مراسمو کې خپله وینا د رایو ورکوونکو له خوا هغه ته د نامعلوم ورکړل شوي مسئولیت لاسرسي او د ملي تجربې نشتوالي ته ځانګړې کړه. هغه تر ډېره د پروتستانت سپېڅلي کتاب اړوند خپلې مطالعې، په جورج ټاون پوهنتون کې له خپلو کاتولیک زده کړو او د رونالډ ریګان، ریچارډ نېکسون، جان کینډې، جیمي کارتر او ودرو ویلسون د لوړې له ویناوو ګټنه وکړه.[۷]

بهرنۍ چارې[سمول]

ناټو او روسیه[سمول]

د کلینټون یو له مهمو لومړیتوبونو دا و چې په ختیځه اروپا کې ناټو د ختیځ بلاک پخوانیو هېوادونو ته پراخه کړي، ځکه کلینټون باور درلود چې ناټو په دغو هېوادونو کې د ثبات راوړو په برخه کې اغېز لرلی شي. د روسیې پولو ته د ناټو په نږدې کېدو سره روسي مشرانو د ګواښ احساس وکړ. کلینټون له روسي ولسمشر بوریس یلتسن سره نږدې اړیکې رامنځته کړې او په ۱۹۹۷ زکال کې یې د ناټو د پراختیا اړوند د یلتسن رضایت هم ترلاسه کړ، چې له ناټو سره یې د هنګري، پولند او چک جمهوریت یوځای کېدو ته لار هواره کړه. یلتسن بالتیک هېوادونو ته د ناټو د نه پراختیا اړوند په ژمنه ټینګار وکړ، خو کلینټون نه شو کولای چې، خپل ځایناستی د دغه ډول ژمنې اړوند قانع کړي. فرانسویانو له ناټو سره د رومانیا او سلوانیا په یوځای کولو ټینګار کاوه، خو کلینټون له دغه ګام سره مخالفت کاوه، ځکه هغه باور درلود چې ختیځې اروپا ته د ناټو چټکه پراختیا به د ناټو پیاوړتیا کم رنګه ګړي.[۸][۹]

کلینټون له یلتسن سره له اقتصادي کړکېچ څخه د مخنیوي په برخه کې مرسته کوله، څو وکولای شي، د روسیې اقتصاد بېرته سم کړي او د کمونیزم د بیا ژوندي کېدو مخه ونیسي. کلینټون په پټه سره له یلتسن سره مرسته وکړه چې د ۱۹۹۶ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګتي او هم یې د لویو اقتصادي هېوادونو په کنفرانس یا جي اته ډله کې د روسیې په شاملولو کې مهم رول ولوباوه.[۱۰][۱۱]

ترهګري[سمول]

د کلینټون د ولسمشرۍ پر مهال ترهګرۍ د ملي امنیت د یوې مخ پر ودې مهمې موضوع په توګه مطرح شوه. د افغان - شوروي جګړې په وروستیو کلونو کې اسامه بن لادن د القاعده په نامه د سني سخت درېځو بنسټ رامنځته کړ. د القاعدې مشرانو لویدیځ ارزښتونو ته سپکاوۍ کاوه او په ځانګړي ډول په سعودي عربستان کې د متحده ایالاتو له پوځي شتون څخه ناخوښ وو. القاعدې د ۱۹۹۰ مې ز لسیزې پر مهال وده وکړه او په منځني ختیځ او نورو ځایونو کې یې په ترهګریزو چارو لاس پورې کړ. دغې ډلې په ۱۹۹۳ ز کال کې په نړیوال سوداګریز مرکز کې د بمي چاودنو، په ختیځه افریقا کې د متحده ایالاتو په دوو سفارتخانو د بمي بریدونو او د یمن په بندر کې په یوه امریکايي بېړۍ کې د بمونو اېښودلو مسئولیت پر غاړه واخیست. د دغو چارو په غبرګون کې، کلینټون په افغانستان او سوډان کې د القاعدې د مرکزونو د بمبارد کولو امر ورکړ. د استخباراتو مرکزي ادارې او پوځ د بن لادن د نیولو او یا وژلو په موخه د هغه حرکات تعقیب کول، خو بن لادن د افغانستان په غرونو کې له نیول کېدو ځان پټ کړ.

سرچینې[سمول]

  1. Gil Troy, The Age of Clinton: America in the 1990s (2015) pp 8–9.
  2. (په February 16, 2015 باندې). New ranking of U.S. presidents puts Lincoln at No. 1, Obama at 18; Kennedy judged most overrated.
  3. Wilentz 2008، ص. 317–319.
  4. Patterson 2005، ص. 321.
  5. Wilentz 2008، ص. 321–322.
  6. Wilentz 2008، ص. 315–321.
  7. John J. Pitney, "President Clinton's 1993 inaugural address." Presidential Studies Quarterly 27.1 (1997): 91–103. online
  8. Harris 2005، صص. 282–288.
  9. Wilentz 2008، ص. 373–374.
  10. Strobe Talbott, "Clinton and Yeltsin," Diplomatic History (2018). 42#4 pp 568–71.
  11. Strobe Talbott, The Russian Hand: A Memoir of Presidential Diplomacy (2002).