د بیزانسانو او ساسانیانو جګړه
له ۶۰۲ زکال څخه تر ۶۲۸ زکال پورې د بیزانسانو او ساسانیانو جګړه د بیزانسي/رومي سترواکۍ او د فارس د ساساني سترواکۍ ترمنځ د جګړو وروستۍ او تر ټولو خونړۍ جګړه وه. د دغو دواړو قدرتونو ترمنځ له دې وړاندنۍ جګړه په ۵۹۱ زکال کې له ساساني پاچا دویم خسرو سره د سترواک موریس په مرسته وروسته له هغه پای ته ورسېده چې خسرو وکولای شول بېرته خپله پاچاهي ترلاسه کړي. په ۶۰۲ زکال کې موریس د خپل سیاسي سیال فوکاس له خوا ووژل شو. خسرو د سترواک موریس د مړینې د غچ اخیستو په موخه د جګړې اعلان وکړ چې له امله یې د لسیزو لپاره جګړه پیل شوه؛ دغه جګړه په منځني ختیځ یعنې مصر، شام، بین النهرین، قفقاز، انادولو، ارمنستان، اژه سمندرګي او آن د قسطنطنیې له دیوالونو ورهاخوا د دواړو سترواکیو ترمنځ د جګړو د لړۍ تر ټولو اوږده جګړه وه.
په داسې حال کې چې فارسیان له ۶۰۲ زکال څخه تر ۶۲۲ زکال پورې په جګړه کې تر یوې کچې بریالي وو؛ دوی شام، مصر، د ایژه سمندرګي یو شمېر ټاپوګان او د انادولو پریمانه برخه ونیوله، خو په ۶۱۰ زکال کې د هراکلیوس سترواک کېدل د دوی د بېرته شاتګ لامل وګرځېد او دوی خپل لومړني حالت ته وګرځېدل. له ۶۲۲ زکال څخه تر ۶۲۶ زکال پورې د فارس په خاوره باندې د هراکلیوس لښکرکشیو فارسیان اړ کړل دفاعي دریځ غوره کړي او په دې سره د نوموړي ځواکونو بېرته چانس وموند چې حرکت ته مخه کړي. ایرانیانو له آورایانو او سلاویانو سره په اتحاد کولو په ۶۲۶ زکال کې د قسطنطنیې د نیولو وروستۍ هڅه وکړه خو دغه هڅه یې له ماتې سره مخ شوه. په ۶۲۷ زکال کې هراکلیوس له ترکانو سره په اتحاد کولو د فارس د سترواکۍ په زړه برید وکړ. په فارس کې کورنۍ جګړه پیل شوه، فارسیانو خپل پاچا وواژه او د سولې غوښتنه یې وکړه.
د دغې جګړې په پای ته رسېدو سره د دواړو لورو انساني او مادي منابع پای ته رسېدلي و او ورته مهال یې کومه لویه لاسته راوړنه هم نه لرله. په پایله کې دواړې سترواکۍ د اسلامي خلافت د ناڅاپي ظهور پر وړاندې زیان منونکې شوې چې ځواکونو یې یوازې څو کاله وروسته ورباندې برید وکړ. د مسلمانانو ځواکونو په چټکۍ سره ساساني سترواکي او همدارنګه بیزانسانو ته اړوند شام، قفقاز، مصر او د افریقا شمالي برخې ونیولې. له دې وروسته په راتلونکو پېړیو کې بیزانسي ځواکونو او عربانو په نږدې ختیځ باندې د واک موندلو په موخه له یو بل سره یو لړ جګړې وکړې.
مخینه
[سمول]د دواړو لورو ترمنځ له لسیزو بې پایلې جګړې وروسته، سترواک موریس له ۵۷۲ زکال څخه تر ۵۹۱ زکال پورې د بیزانسانو او ساسانیانو ترمنځ روانې جګړې ته له تبعید شوي شهزاده خسرو سره د مرستې پر مټ چې وروسته دویم خسرو شو او د پاچاهۍ تخت یې له غاصب بهرام چوبین څخه ونیو؛ پای ټکی کېښود. پر ځای یې ساسانیانو د بین النهرین شمال ختیځې برخې، فارسي ارمنستان او ایبري قفقاز بیزانسانو ته ورکړل، په داسې حال کې چې د دغې معاملې جزیات واضح نه دي. له دې څخه مهمه بل موضوع هم د بیزانسانو د اقتصاد اړوند وه، ځکه چې هغوی نور اړ نه و ساسانیانو ته مالیات ورکړي. له دې وروسته سترواک موریس د بالکان لوري ته لښکرې ولېږلې څو د سلاویانو او آواریانو له بریدونو مخه ونیسي. [۱][۲][۳][۴][۵]
د سترواک دویم تیبریوس سخاوت او لښکرکشیو د خزانې هغه اضافي برخه له منځه یووړه چې د دویم ژوسټین له مهاله زیاته شوې وه. موریس د خزانې د بېرته پیاوړتیا په موخه شدید مالي اقدمات ترسره او د پوځ په معاشاتو کې یې کمښت راووست چې له امله یې څلور پاڅونونه وشول. په ۶۰۲ زکال کې وروستی پاڅون لامل وګرځېد هغه په بالکان کې خپلو ځواکونو ته امر وکړي چې د ژمي پر مهال همالته په ډګر کې پاتې شي. پوځ د فوکاس په نامه یو تراسیایي قومندان خپل سترواک اعلان کړ. موریس هڅه وکړه د آبي او شنو کسانو – په هیپودرم کې د عرابه سوارۍ د سیالۍ د دواړو ډلو ملاتړي – په وسله وال کولو سره له قسطنطنیې دفاع وکړي چې چندان اغېز یې نه درلود. موریس وتښتېد، خو د فوکاس ځواکونو ډېر ژر ونیو او وه یې واژه. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د جګړې پیل
[سمول]د موریس له مړینې وروسته د بیزانسانو له اړخه د بین النهرین والي نارسس، د فوکاس پر ضد پاڅون وکړ او د ادسا (الرها) لوی ښار یې ونیو. سترواک فوکاس جنرال ژرمانوس ته امر وکړ څو ادسا کلابند کړي او نارسس یې اړ کړ څو د فارس له پاچا خسرو څخه مرسته وغواړي. خسرو چې لیوالتیا یې لرله د خپل «ملګري او خصر» په غچ اخیستو کې مرسته وکړي، د موریس مړینه یې د بیزانسانو په سترواکۍ باندې د برید پلمه وبلله او هڅه یې وکړه ارمنستان او بین النهرین ونیسي. [۱۶][۱۷][۱۸]
جنرال ژرمانوس له فارسیانو سره په جګړه کې ومړ. هغه لښکر چې فوکاس د خسرو سره د جګړې په موخه لېږلی و د پورتني بین النهرین دارا سیمې ته څېرمه یې ماته وخوړه او فارسیانو په ۶۰۵ زکال کې د دغه ځای تر ټولو مهمه قلا ونیوله. نارسس هم له لئونتیوس څخه وتښتېد، هغه خانه سامان چې فوکاس له هغه سره د مقابلې په موخه ګمارلی و، خو هغه مهال چې نارسس هڅه وکړه د سولې د شرایطو اړوند د خبرو په موخه قسطنطنیې ته راوګرځي، فوکاس امر وکړ چې هغه ونیول شي او ژوندی وسوزول شي. د نارسس د دغه ډول وژنې او همدارنګه د فارسیانو د مخه نیولو په برخه کې د پاتې راتلو له امله د فوکاس د پوځي رژیم اعتبار ته زیان واوښت. [۱۹][۲۰][۲۱]
د جګړې اوج
[سمول]د قسطنطنیې کلابندي
[سمول]خسرو چې ولیدل د بیزانسانو د ماتې لپاره پرېکنده برید ضد عملیاتو ته اړتیا ده، دوه نوي لښکر یې ولېږل چې د بهرنیانو په ګډون له پیاوړو ځوانانو څخه جوړ وو. د جنرال شاهین بهمن زادګان تر مشرۍ لاندې ۵۰ زره سرتېري په بین النهرین او ارمنستان کې پاتې شول څو په فارس باندې د هراکلیوس له برید څخه مخه ونیسي. د شهربراز تر مشرۍ لاندې کم شمېر سرتېري د هراکلیوس له پوځونو څخه تېر شول او د کلسدون پر لوري ولاړل څو په باسفورس کې د فارسیانو له اډې څخه د قسطنطنیې پر لور حرکت وکړي. خسرو همدارنګه له آواري خاقاناتو سره همغږي وکړه څو هم له اروپايي او هم له آسیایي پلوه په قسطنطنیې برید وکړي. فارسي ځواکونه په کلسډون کې ځای پر ځای شول په داسې حال کې چې آوریانو د قسطنطنیې په اروپايي اړخ کې ځانته ځای جوړ کړ او د والنس د اوبو لار یې ونړوله. ورته مهال په باسفورس تنګي باندې د بیزانسي ځواکونو د کنټرول له امله فارسیانو ونشو کولای په اروپايي لوري کې د خپل متحد مرستې ته ځواکونه ولېږي. دغې چارې د کلابندۍ شدت راکم کړ، ځکه چې یوازې فارسیانو د کلابندۍ اړوند تخصص درلود. سربېره پر دې فارسیان او آواریان د دغه ټول محافظت شوي تنګي په اوږدو کې له ارتباطي ستونزو سره مخ وو – په داسې حال کې چې له شک پرته د دوی ترمنځ ارتباط شتون درلود. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
د بیزانسانو او ترکانو اتحاد
[سمول]د قسطنطنیې د محاصرې پر مهال، هراکلیوس د زبیل تر مشرۍ لاندې د «خزریانو» په نامه له بیزانسي منابعو سره چې اوس مهال په عموم ډول ګوک ترکانو ته اړوند د لویدیځو ترکي خاقاناتو په توګه پېژندل کېږي؛ د تون جبغو خان په مشرۍ ائتلاف رامنځته کړ چې هغه یې د حیرانونکو ډالیو په ورکولو او همدارنګه په دې ژمنې چې خپله لور پورفیروژنیټا اودوکسیا اپیفاني به ورته ورکوي، ولوبول. له دې وړاندې هم په ۵۶۸ زکال کې هغه مهال چې له فارسیانو سره د ترکانو اړیکې د سوداګریزو مسایلو اړوند ترینګلې شوې، د استامي تر مشرۍ لاندې ترکانو د بیزانسانو لمنې ته لاس اوږد کړ. ایستامي د سغدي دیپلمات مانیا په مشرۍ قسطنطنیې ته خپل سیاسي استازي ولېږل چې په ۵۶۸ زکال کې هلته ورسېدل او دویم ژوسټین ته یې د ډالۍ په توګه د ورېښمو د وړاندې کولو سربېره د ساساني فارس پر وړاندې له هغو سره د اتحاد وړاندیز هم وکړ. دویم ژوسټین هوکړه وکړه او هغه هم خپل استازي ترکي خاقاناتو ته ولېږل په دې سره یې د چیني ورېښمو تجارت تضمین کړ چې د سغدیانو د خوښې وړ چاره وه. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ Norwich 1997, p. 87
- ↑ Oman 1893, p. 151
- ↑ Dodgeon, Greatrex & Lieu 2002, p. 174
- ↑ Dodgeon, Greatrex & Lieu 2002, p. 175
- ↑ Oman 1893, p. 152
- ↑ Norwich 1997, p. 86
- ↑ Oman 1893, p. 149
- ↑ Treadgold 1998, p. 205
- ↑ Treadgold 1998, pp. 205–206
- ↑ Luttwak 2009, p. 401
- ↑ Oman 1893, p. 153
- ↑ Oman 1893, p. 154
- ↑ Ostrogorsky 1969, p. 83
- ↑ Norwich 1997, p. 88
- ↑ Treadgold 1997, p. 235
- ↑ Dodgeon, Greatrex & Lieu 2002, pp. 183–84
- ↑ Oman 1893, p. 155
- ↑ Foss 1975, p. 722
- ↑ Norwich 1997, p. 89
- ↑ Dodgeon, Greatrex & Lieu 2002, p. 184
- ↑ Kaegi 2003, p. 39
- ↑ Norwich 1997, p. 92
- ↑ Oman 1893, p. 210
- ↑ Treadgold 1997, p. 297
- ↑ Kaegi 2003, p. 133
- ↑ Kaegi 2003, p. 140
- ↑ Dodgeon, Greatrex & Lieu 2002, pp. 179–81
- ↑ Kaegi 2003, p. 134
- ↑ Oman 1893, p. 211
- ↑ Norwich 1997, p. 92
- ↑ Kaegi 2003, p. 143
- ↑ Khanam 2005, p. 782
- ↑ Liu, Xinru, "The Silk Road: Overland Trade and Cultural Interactions in Eurasia", in Agricultural and Pastoral Societies in Ancient and Classical History, ed. Michael Adas, American Historical Association, Philadelphia: Temple University Press, 2001, p. 168.
- ↑ Howard, Michael C., Transnationalism in Ancient and Medieval Societies: the Role of Cross Border Trade and Travel, McFarland & Company, 2012, p. 133.