د بړاس ماشين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بړاس ماشين یوه بېلگه

د بړاس ماشين انگليسي جېمز واټ په 1815م کال کې وپنځوه.

د بخار ماشین هغه حرارتي ماشین دی چې د خپل میخانیکي کار په موخه له بخار څخه د عامل سیال/مایع په توګه ګټنه اخلي. د بخار په ماشین کې د یو سلنډر د ننه د پیسټون د شاته او مخته وړلو لپاره د بخار له فشار ګټنه کېږي. دغه فشار ورکوونکې قوه د یو شاتون او میل په واسطه د کار لپاره په څرخېدونکي ځواک اوړي. د «بخار ماشین» اصطلاح په عموم ډول د یو پیسټوني ماشین د توصیف لپاره کارول کېږي نه د بخاري توربین لپاره. د بخار ماشینونه، خارجي احتراق لرونکي هغه ماشینونه دي چې په کې کاري سیال/مایع د احتراق له محصولاتو جلا کېږي. د دغه بهیر د تحلیل لپاره ایډیال ترموډینامیکي څرخ د رانکین څرخ په نوم یادېږي. په عمومي توګه د بخار ماشین اصطلاح په بشپړه توګه بخار لرونکو کارخونو (د بخار خانو په ګډون) لکه د بخار ریل ګاډو او نورو لېږدونکو ماشینونو ته اشاره کوي، یا هم کېدای شي پیسټوني ماشینونو او یا په یوازې توګه توربین ته اشاره وکړي.[۱]

په داسې حال کې چې د بخار چلیدونکي ماشینونه له میلاد څخه په وروسته لومړۍ پېړۍ کې په آیولیپایل وسیلې او په شپاړلسمه پېړۍ کې د یو شمېر نورو ثبت شوو مواردو له مخې وپېژندل شول، خو په ۱۶۰۶ زکال کې جرونیمو د آیانز وای بومونټ د کانونو د تخلیې په موخه د بخار د لومړي واټرپمپ اختراع ثبت کړه. توماس ساوري د لومړي ځل لپاره په سوداګریز ډګر کې د بخار د ماشین د کارونې مخترع ګڼل کېږي، ده داسې بخاري پمپ جوړ کړ چې په مستقیم ډول یې د بخار له فشار څخه د اوبو په ویستلو کې ګټنه کوله. لومړنی بریالی سوداګریز ماشین چې کولای یې شو په پرله پسې ډول انرژي ماشین ته انتقال کړي په ۱۷۱۲ زکال کې د توماس نیوکامن له خوا جوړ شو. جیمز واټ په ۱۷۶۴ زکال کې د تراکم په موخه یو جلا مخزن ته د مصرف شوي بخار په انتقال سره پام وړ پرمختګ رامنځته کړ او د هر سوزېدونکي واحد په بدل کې یې د ترلاسه کېدوني موثریت کچه لوړه کړه. په ۱۹ مه پېړۍ کې د بخار ثابت ماشینونو د صنعتي انقلاب د کارخونو لپاره کاري انرژي رامنځته کړه. د بخار ماشینونو د بېړیو د بادبانونو ځای ونیو او په بېړیو کې د بخار پر بنسټ پاروګان وکارول شو، همدارنګه د بخار ماشینونو څخه په ریل ګاډو کې کار واخیستل شو. [۲]

پیسټوني د بخار ماشینونو د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې هغه مهال چې د سوداګریزو چارو په موخه الکتریکي موتورونو او داخلي احتراقي ماشینونو د بخار پر بنسټ د ګرځېدونو ماشینونو ځای ونیو؛ د انرژۍ د تولید اصلي سرچینه برابروله. د بخار توربینونه د برېښنا د تولید په برخه کې د پیسټوني ماشینونو ځای ونیو ځکه لږ لګښت یې درلود، عملیاتي چټکتیا یې زیاته او زیات موثریت یې رامنځته کوه. [۳]

تاریخچه

لومړني تجارب

د بخار په انرژۍ سره لومړنی ثبت شوی ماشین آیولیپایل و چې په رومي مصر کې د لومړۍ میلادي پېړۍ پر مهال د یوناني ریاضي پوه هرون اسکندراني له خوا توضیح شو. په راتلونکو پېړیو کې د آیولیپایل په څېر په ډېر کم شمېر د بخار په فشار چلېدونکي ماشینونه وپېژندل شول، چې اساسا هغه ازمایښتي دستګاوې وې چې د مخترعینو له خوا د بخار د خواصو د تشریح په موخه کارول کېدلې. د بخار د توربین یوه ابتدايي دستګاه په ۱۵۵۱ زکال کې د تقي الدین له خوا په عثماني مصر کې او په ۱۶۲۹ په ایټالیا کې د جیووانی برانکا له خوا توضیح شوې. هسپانوي مخترع جرونیمو د آیانز وای بومونټ په ۱۶۶۰ زکال کې د بخار انرژۍ په برخو کې د ۵۰ اختراعاتو د ثبت حق ترلاسه کړ چې د ژورو کانونو د وچولو په موخه په کې د اوبو پمپ هم شامل و. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د پمپ کولو ماشینونه

د بخار په انرژي باندې چلېدونکې لومړنۍ سوداګریزه وسیله واټرپمپ و چې په ۱۶۹۸ زکال کې د توماس ساوري له خوا وده ورکړل شوه. په دغه وسیله کې له متراکم بخار څخه د خلا جوړولو په موخه ګټنه کېدله چې اوبه یې له لاندې څخه پورته کولې او بیا د بخار فشار د هغو د لا زیات پورته وړو په موخه کارول کېده. هغو په ډېره لږ کچه پورته وړونکې اندازه لرله او د بایلر د چاودلو لامل هم ګرځېد. د ساوري له خوا له جوړ شوي ماشین څخه په کانونو، پمپ سټیشنونو او همدارنګه د نساجي د ماشین آلاتو څرخونو ته د انرژي ورکولو په موخه کار اخیستل کېده. د ساوري ماشین کم لګښته و. Bento de Moura Portugal د ساوري په جوړښت کې نوی پرمختګ ترسره کړ چې «هغه په خپله سره د کار کولو وړتیا ترلاسه کړه» هماغه ډول چې د جان سمیټون له خوا په ۱۷۵۱ زکال کې د هغو د فلسفي معاملاتو په مقالاتو کې توضیح شوی. د دغه ماشین جوړولو تر ۱۸ مې پېړۍ دوام وکړ. آن په ۱۸۲۰ زکال کې یو له دغو ماشینونو څخه په کاري ډګر کې فعال و.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

پیسټوني د بخار ماشینونه

لومړنی بریالی سوداګریز ماشین چې کولای یې شو په دوامداره توګه انرژي تولید کړي هغه اتومسفیري ماشین و چې شاوخوا په ۱۷۱۲ زکال کې د توماس نیوکامن له خوا اختراع شو. دغه ماشین د ساوري د بخار په پمپ کې له یو پیسټون څخه په ګټنې چې د پاپین له خوا یې ورته وړاندیز شوی و وده وکړه. دغه ماشین په یو سلنډ کې له پیسټون لاندې د بخار په متراکم کولو سره کار کوه. په ۱۷۸۰ زکال کې جیمز پیکار، د لنګر له څرخ او همدارنګه له کږې میلې څخه په ګټنې د نیوکامن په پرمختللي ماشین کې د څرخي حرکت په رامنځته کولو سره هغو ته وده ورکړه. [۱۶][۱۷][۱۸]

په ۱۷۲۰ زکال کې ژاکوب لئوپولډ دوه سلنډر لرونکی د بخار ماشین تشریح کړ. دغه اختراع د هغه په مهم اثر « Theatri Machinarum Hydraulicarum» کې خپره شوه. د دغې اختراع له مخې ماشین له دوه درنو پیسټونونو څخه د واټرپمپ د حرکت په موخه ګټنه کوله. هر پیسټون به د بخار په فشار پورته راتله او بېرته به د جاذبې قوې له امله خپل لومړني موقعیت ته ګرځېد. [۱۹][۲۰]

بل مهم ګام هغه مهال واخیستل شو چې جیمز واټ (۱۷۶۳-۱۷۷۵ زکال) د یو جلا کندنسر څخه په ګټنې د نیوکامن د ماشین نوې پرمختللې نسخه راوویسته. د بولټون او واټ لومړنیو ماشینونو د جان سمیټون له خوا د نیوکامن د ماشین د پرمختللې بڼې په نیمايي اندازه د ډبرو سکاره مصرفول. د نیوکامن او واټ لومړني ماشینونه اتومسفیری و. [۲۱][۱۷][۲۲]

سرچينې

  1. American Heritage Dictionary of the English Language (الطبعة 4th). Houghton Mifflin Company. 2000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Who Invented the Steam Engine?". Live Science. 19 March 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Wiser, Wendell H. (2000). Energy resources: occurrence, production, conversion, use. Birkhäuser. د کتاب پاڼې 190. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-387-98744-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "turbine". Encyclopædia Britannica Online. (18 July 2007). 
  5. "De Architectura": Chapter VI (paragraph 2) from "Ten Books on Architecture" by Vitruvius (1st century BC), published 17, June, 08 [۱] accessed 2009-07-07
  6. Ahmad Y Hassan (1976). Taqi al-Din and Arabic Mechanical Engineering, pp. 34–35. Institute for the History of Arabic Science, University of Aleppo.
  7. "University of Rochester, NY, The growth of the steam engine online history resource, chapter one". History.rochester.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Garcia, Nicholas (2007). Mas alla de la Leyenda Negra. Valencia: Universidad de Valencia. د کتاب پاڼي 443–54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-84-370-6791-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hills 1989، صص. 15, 16, 33.
  10. Nag 2002، ص. 432–.
  11. Lira, Carl T. (21 May 2013). "The Savery Pump". Introductory Chemical Engineering Thermodynamics. Michigan State University. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Hills 1989, pp. 16–20
  13. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "LXXII. An engine for raising water by fire; being on improvement of saver'y construction, to render it capable of working itself, invented by Mr. De Moura of Portugal, F. R. S. Described by Mr. J. Smeaton"]. Philosophical Transactions of the Royal Society of London 47: 436–438. 1752. doi:10.1098/rstl.1751.0073. 
  14. Jenkins, Ryhs (1971) [First published 1936]. Links in the History of Engineering and Technology from Tudor Times. Cambridge: The Newcomen Society at the Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8369-2167-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). Collected Papers of Rhys Jenkins, Former Senior Examiner in the British Patent Office.
  15. Landes 1969.
  16. کينډۍ:Cite document (Paper to be presented at 50th Annual North American Meetings of the Regional Science Association International 20–22 November 2003)
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Hunter 1985.
  18. Nuvolari، Verspagen او Tunzelmann 2003، ص. 4.
  19. Galloway, Elajah (1828). History of the Steam Engine. London: B. Steill, Paternoster-Row. د کتاب پاڼي 23–24. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Leupold, Jacob (1725). Theatri Machinarum Hydraulicarum. Leipzig: Christoph Zunkel. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Hunter & Bryant 1991 Duty comparison was based on a carefully conducted trial in 1778.
  22. Rosen, William (2012). The Most Powerful Idea in the World: A Story of Steam, Industry and Invention. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 185. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-72634-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)