Jump to content

د بيجينګ تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بيجينګ ښار د اوږد او غني تاريخ لرونکی دی، چې له درې زره کلونو څخه زیاتې مودې ته رسېږي.[۱][۲]

په 221 مخزېږديز کې د لومړي سترواک له خوا د چين له يووالي مخکې، بيجينګ تر پېړيو پورې د «جي» او «يان» لرغونو دولتونو مرکز و. دا ښار د «چين، شين» او «هان» په لومړيو متحدو سترواکيو کې يو ايالتي مرکز و. د لرغوني چين شمالي پولې د اوسني بيجينګ ښار سره نږدې غزېدلې وې، او شمالي کوچي قبيلې عموماً له همدې پولو څخه داخلېدې. په دې ډول، هغه سيمه چې وروسته په بيجينګ بدله شوه، د يو مهم ستراتيژيک او سيمه ييز سياسي مرکز په توګه راڅرګنده شوه. د شاهي واکمنۍ په لومړۍ زريزه کې، بيجينګ په شمالي چين کې ايالتي ښار و. د دې ښار پراختيا له لسمې تر دېارلسمې پېړۍ هغه مهال وده وکړه، کله چې کوچي «کيتان» او په ځنګلونو کې اوسېدونکي «جورچين» خلک له لوی دېوال څخه ورهاخوا د سويل په لور خپاره شول، او دا ښار يې د «لياو» او «جين» په نومونو د خپلو واکمنيو پلازمېنه وګرځوله. کله چې قبلايي خان «دادو» د مغلو تر مشرۍ لاندې د «يوان» واکمنې کورنۍ (1279-1368) پلازمېنه وټاکله، نو د لومړي ځل لپاره په ټول چين له بيجينګ څخه واکمني کېده. له 1368 څخه تر 1420 او له 1928 څخه تر 1949ز کال پورې له دوه وقفو پرته، له 1279ز کال څخه راپدېخوا بيجينګ د چين پلازمېنه ده، چې د «مينګ» واکمنې کورنۍ (1421-1644)، د «مانچو» په مشرۍ د «چينګ» واکمنې کورنۍ (1644-1912)، د چين ابتدايي جمهوريت (1912-1928) او نوی د چين د خلکو جمهوريت (1949 څخه تر اوسه) ټولو لپاره يې د واک د مرکز په توګه کار کړی دی.[۳]

تر تاريخ مخکې

[سمول]

په بيجينګ ښار کې د اوسېدونکو انساني اسلافو تر ټولو لومړي پاتې شوني د «فونګشن» ولسوالۍ له «زوکوډيان» کلي سره نږدې د «ډريګن بون هيل» په غارونو کې موندل شوي دي، چېرته چې «هومو ايريکټس پيکنګ مين» (چې مخکې د اوس-نامعتبره نوعې Sinanthropus pekinensis په توګه ډلندي شوي دي) له 770000 څخه تر 230000 کلونه مخکې اوسېدلي دي. له 27000 څخه 10000 کلونو مخکې پورې، د لرغوني ډبرين عصر هوښيار انسانان هم په همدې غارونو کې ژوند کړی دی.[۴][۵]

په 1996ز کال کې، د بيجينګ په مرکز د «ډونګ چينګ» ولسوالۍ په «وانګ فوجينګ» کې له يوې رغنيزې سيمې څخه له 2000 څخه زيات د ډبرين عصر وسايل او د هډوکو ټوټې وموندل شوې. د دې نمونو تاريخ له 24000 څخه تر 25000 کلونو پخواني وخت پورې رسېږي، او د «نيو اورينټيل پلازا» سوداګريز مرکز په ښکته کچه د «وانګ فوجينګ» په لرغوني ډبرين عصر موزيم کې خوندي ساتل کېږي.[۶]

لرغونپوهانو په ټوله سيمه کې له څلوېښتو زيات د نوي ډبرين عصر کلي او د تدفين ځايونه موندلي دي. د پام وړ ځايونو کې يې د «وايرو» ولسوالۍ «ژوانين»؛ د «مينټوګو» ولسوالۍ «ډونګولين»؛ د «پينګو» ولسوالۍ «شينزي» او «بينانټو»؛ د «فنګشان» د «شينګ جان هينګ» سيمه؛ او د «چانګپينګ» ولسوالۍ د «شيشان» ځايونه شامل دي. له دې سيمو څخه روښانه کېږي چې له 6000 څخه تر 7000 کاله مخکې پورې په دې سيمه کې کروندګري خپره شوې وه. د «شنګزی» او «شيشان» کلتور رنګ شوي لوښي او حکاکي شوې شنې ډبرې د شمال لور ته د «هونګشان» له کلتور سره ورته والی لري.[۷][۸][۹]

له سترواکۍ مخکې تاریخ

[سمول]

د بيجينګ د  تاريخ ابتدايي پېښې په افسانو او نکلونو کې نغښتې دي. د «بنکوان» حماسي جګړه، چې د «سيما کيان» د عظيم تاريخپوه د اسنادو تر مخې، په شپږويشتمه مخزېږديزه پېړۍ کې پېښه شوې وه، ښايي دا جګړه چې د بيجينګ سيمې په شمال لوېديځو څنډو کې د «يانکنګ» ولسوالۍ د لوړو او ښکته «بينکوان» کلیو سره نږدې شوې وي. په «بنکوان» کې پر «يان» سترواک د ژړ سترواک بريا د دواړو سترواکيو قبيلې سره متحدې کړې، او د «هواکسيا» يا چينايي ملت يې جوړ کړ، چا چې وروسته د «ژولو» په جګړه کې د «چييو» او «ناين لي» قبايلو ته ماتې ورکړه، شونې ده چې دا د «ژولو» په سيمه کې، د «هيبي» د ايالت لوېديځ لور ته د «يانکينګ» په لوېديځ کې 75 کيلو متره (47 ميله) لېرې موقعيت لري. دې بريا شمالي چين، د «يان» او ژړ سترواکيو زوزات په مخ پرانيست تر څو هلته اباد شي.[۱۰]

ويل کېږي چې ژړ سترواک په «ژولو» کې یا د هغې سره نږدې د «يولنګ» د کلي بنسټ کېښود. حکيم پاچا «ياو» شا اوخوا 4000 کاله مخکې د «هيبي-بيجينګ» په سيمه کې د «يوډاو» د ښارګوټي بنسټ اېښي و. «يو» او يا هم «يوجو» وروسته د بيجينګ د تاریخي نومونو څخه يو وګرځېد. «يوزيشان»، د بيجينګ د سيمې په شمال ختيځه څنډه کې پروت د «پنګو» ولسوالۍ په «شانډونګ جوانګ» کلي کي، د چين د ګڼو هغو سيمو څخه يوه سيمه ده، چې د ژړ سترواک د مزار د کوربه توب ادعا لری. له ژړ سترواک سره د «يوزيشان» اړيکه لږ تر لږه 1300 کاله پخوانۍ ده، کله چې «ټانګ» شاعرانو هر يو «چن زيانګ» او «لي بای» د «يوژاو» په اړه په خپلو شعرونو کې د دې مزار يادونه کړې ده.[۱۱][۱۲]

د لرغونپوهنې په ملاتړ سره، د بيجينګ په تاریخ کې د لومړۍ پېښې تاريخ، په يوولسمه مخزېږديزه پېړۍ کې هغه مهال منځ ته راغلې، کله چې «چاو» واکمنې کورنۍ د «شنګ» واکمنه کورنۍ په خپل ځان کې جذب کړه. د «سما کيان» په وينا، د «جو» سترواک «وو»، د خپلې واکمنۍ په يوولسم کال، وروستی «شانګ» پاچاه له واکه لېرې کړ، او د «جي» او «يان» ښاري دولتونو د واکمنو په ګډون يې په خپله واکمنۍ کې اشرافو ته لقبونه ورکړل. د «کنفيوشس» په وينا، د «جو» پاچا «وو» نومي، د خپل قانوني حيثيت د جوړولو لپاره دومره لېواله و، چې د خپلې ګاډۍ څخه له کوزېدو مخکې يې د ژړ سترواک زوزات ته د «جي» د واکمنو نوم ورکړ. نوموړي له دې وروسته، خپل خپلوان د «شاو» ډيوک، «شي» ته د «يان» د تابع نوم ورکړ. «شي» په نورو مسائلو کې مصروف و، او له همدې امله يې خپل مشر زوی د دې دندې تر سره کولو لپاره واستاوه. د هغه دا زوی چې «کي» نومېدو، د «يان» دولت بنسټګر بلل کېږي. د برونزو په لوښو ليکلي ليکلونو د «سما کيان» په تاریخ کې تشریح شوي دا پېښې تاييد کړي دي. که څه هم د «سيما کيان» په تاريخ کې 841 مخزېږديز څخه مخکې تاريخونه تر اوسه په کره ډول د زېږديز (ميلادي) تقويم سره سمون نه خوري، بيا هم د بيحينګ حکومت د دې پېښې د تاريخ رسمي اټکل په توګه 1045 مخزېږديز کال کاروي.[۱۳][۱۴][۱۵]

باور کېږي چې د «جی» مقر، چې د «جی ښار» يا «جيشينګ» په نوم پېژندل کېږي، د اوسني بيجنګ د ښاري سيمې سويل لوېديځې برخې کې موقعيت درلود، کومو چې د «زيچينګ» او «فينګټای» ولسواليو کې د «ګوانانمين» بيخي په سويل کې موقعيت درلود. ډيری تاريخي روايتونه د ښار په شمال لوېديځ کې د «هيل» د يوې تپېيادونه کوي، کومه چې د «ګوانانمین» په شمال کې شا اوخوا څلور کيلو متره (2.4 ميله) شمال لور ته له «زيبينمين» څخه دباندې د «White Cloud Abbey» (د سپينو وريځو معبد) د لويې غونډۍ سره په برابرۍ کې ده. د «ګوانانمین» سويل او لوېديځ کې، د ماڼۍ د بامونو د جوړولو لپاره کارول شوې کاشيانې، او ګڼې هغه څاګانې موندل شوي دي، چې په حلقوي سراميکي کاشيانو پوښل شوي دي.[۱۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Steve Luck (1998-10-22). Oxford's American Desk Encyclopedia. Oxford University Press US. p. 89. ISBN 0-19-521465-X. A settlement since c. 1000 BC, Beijing served as China's capital from 1421 to 1911.
  2. Ashok K. Dutt (1994). The Asian city: processes of development, characteristics, and planning. Springer. p. 41. ISBN 0-7923-3135-4. Beijing is the quintessential example of traditional Chinese city. Beijing's earliest period of recorded settlement dates back to about 1045 BC.
  3. "The Britannica Guide to Modern China: A Comprehensive Introduction to the World's New Economic Giant". Britannica.
  4. "Zhoukoudian" in Encyclopædia Britannica
  5. The Peking Man World Heritage Site at Zhoukoudian
  6. (Chinese) "北京王府井古人类文化遗址博物馆" Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine. Retrieved Aug. 23, 2011
  7. (Chinese) 北京历史的开端-原始聚落的产生和发展 Beijing Municipal Administration of Cultural Heritage Archived 2013-12-31 at the Wayback Machine. 200-09-01
  8. Hou 1998: 41–42
  9. Kwang Chih Chang; Pingfang Xu (2005). The Formation of Chinese Civilization: An Archaeological Perspective. Yale University Press. pp. 54–55. ISBN 0300093829. نه اخيستل شوی 2013-03-22.
  10. 六朝古都——北京历史名称知多少. guoxue.com. 2008-08-04.
  11. 六朝古都——北京历史名称知多少. guoxue.com. 2008-08-04.
  12. 探访平谷轩辕黄帝庙:4000多年前黄帝或到过平谷. Beijing Evening News. 2012-09-13. Archived from the original on 2013-04-12. نه اخيستل شوی 2013-03-30.
  13. Hou 1998: 38
  14. The Book of Rites (Script error: The function "Lang" does not exist.)
  15. 蓟城纪念柱. visitbeijing.com.cn. [مړه لينکونه]
  16. 走进燕国 - 燕都遗迹 - 上都——蓟城". yanduyizhi.com. 2012-12-13. Archived from the original on 2016-04-11. نه اخيستل شوی 2012-12-13.